(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امن جرګه......... افتتاحى اجلاس

د امن جرګې د اولنۍ ورځې افتتاحى اجلاس نه پس د جرګې د غړو د خبرو اترو نشست وشو کوم چې په دويمه ورځ په اولنى اجلاس کښې سر ته ورسيدو، ټولو دوه ويشتو مندوبينو تقريرونه وکړل چې پکښې يوولس د پاکستان او يوولسو دافغانستان تقريرونه وکړل. د افغانستان پخوانى صدر او روحانى پيشوا صبغت الله مجددى د بحث و تمحيص پيل وکړو، يعنې د امن جرګې اولنی مقرر دی ؤ. دۀ د تقرير په ابتداء کښې پاکستان کښې د خپلو زړو دوستانو او مهربانو نه "ګيلې مانې" وکړې دۀ ووئيل چې کومو پاکستانى وروڼو چې د امن جرګې نه بائيکاټ کړی دی دوى نه زمونږ سخته ګيله ده. دوى ته پکار وه چې دوى دلته راغلی وای، څۀ چې د دوى په زړونو کښې وو دلته به ئې وئيلى وو. مونږ ته په خاصه توګه د مولانا فضل الرحمان او مولانا سميع الحق د بائيکاټ ډيره صدمه رارسيدلې ده مونږ د دوى نه دا اميد نۀ لرلو. بهر حال کښې چرګ اذان ونۀ وائى نو هم سحر راتلو نه څوک نۀ شى منعې کولی، بلکل دغه رنګ د دوى نه راتګ سره په جرګه هيڅ اثرات نۀ پريوځى. جرګه چې د کوم مقصد لپاره بللی شوې ده دا به خپل مقصد ضرور پوره کوى او د الله تعالى په فضل به دا کاميابيږى. هغه وخت به هم ضرور راځى چې کومو خلقو چې نن بائيکاټ کړی دی، سبا ته به مونږ سره ضرور ولاړ وى. دې اجلاس ته د ای اين پى صدر اسفنديارولى خان سنئيرنائب صدر حاجى غلام احمدبلور، د پاکستان مزدور کسان پارټۍ صدر افضل خاموش، ډاکترعبدالمالک کاسى، حاجى ګل اکبرعلى شيرزى، د برهان الدين ربانى، پروفيسرعبدالرب رسول سياف، عزيزالله واصفى، او حاجى محمدمحقق هم تقريرونه کړل، د ای اين پى صدراسفنديارولى خان وئيل چې "سيمې ته د امن په حواله د ټولو نه لويه خطره ترهګرى ده ،مونږ ته به د ټولو نه اول دالقاعده ويستل پکار وى. ددې نه پس به بيا مونږ کښينو او لکه د وروڼو به خپلې مسئلې حل کوؤ. بهرنيو خلقو د پښتنو په زمکه د وينې او اور لوبه شروع کړې ده. په دواړو ملکونو کښې پښتانۀ وژلی کيږى، امن جرګه يوه تاريخى اجتماع ده او وخت راغلی دی چې د پښتنو د تباهۍ او بربادۍ لپاره چې کوم لاسونه اوچت شوى دى چې دا کټ کړی شى. پروفيسر عبدالرب رسول سياف پخپل تقرير کښې د قران و حديث په رڼا کښې ترهګرى او ځان مرګى بريدونه د مذهب او شريعت خلاف وګڼل. دۀ ووئيل چې اسلام د امن او ورورولۍ دين دی مذهب چا ته هم دا حق نۀ ورکوى چې په ناجائزه او په ناحقه دچا وينه توې کړی شى. د پاکستان مزدور کسان پارټۍ صدر افضل خاموش په جرګه کښې ډير جذباتى تقرير وکړو کوم چې وئيلی کيږى چې "مشاعره ئې ولوټله" دۀ هم جرګه ولوټله خاموش تقريباً پاو کم يوه ګينټه "خاموشى" ختمه کړه. پخپل تقرير کښې دۀ د دواړو ملکونو د عوامو دجذباتو په موثر انداز کښې نمائندګى وکړه. دۀ ته د دواړو اړخو مسلسل داد او تحسين ملاويدو جرګه هال د چکچکو نه تود شوی ؤ. دۀ ووئيل چې "مونږ ډير ناوخته کړو" درويشت کاله موبائيلو دل په لکونو وروڼه مو شهيدان کړل، په لکونو مو ژوبل او معذوره کړل، په لکونو بچى مو يتيمان کړل ،په زرګونو خويندې مو کونډې کړې او په زرګونو مور پلار مو په اخرى عمر کښې بې څوکه کړل، کاش کۀ دا امن جرګه کومه چې نن کيږى درويشت کاله وړاندې شوې وه، نو شايد چې دومره قتل عام به نۀ وی شوی، او نۀ به دومره ډيره وينه توئيده. د انسانانو تاريخ د قربانيو نه ډک دی راځئ چې نن د زړۀ نه يو ځاې شو او دغه قربانۍ د تل لپاره "امر" کړو. د مندوبينو د تقريرونو دوران کښې هغه وخت سخته تلخى پيدا شوه کله چې افغان مندوب عزيزالله واصفى پخپل تقرير کښې د پاکستان خلاف سخت الفاظ استعمال کړل، تر دې پورې ئې ووئيل چې د پاکستان حکومتونه ايجنسۍ چلوى، خو ولې د پاکستان برخه والو په دې نازکه موقعه د سخت صبر و تحمل نه کار واخستو او صورتحال ئې د کړکيچولو نه بچ کړو، خپله افغان مندوبينو هم ددۀ دې خبرې سره اتفاق ونۀ کړو. او بد ئې ومنله، شايد چې واصفى خپله هم ددې انداز نه متاثره شوی وی . ددې اندازه ددې نه کيږى چې پس ته د سفارشاتو په تيارۍ کښې دۀ نسبتاً د ښۀ طرز عمل مظاهره وکړه. په بله ورځ يعنې په نهم اګست ۲۰۰۷ امن جرګه شروع کيدو واله وه. د صدرجنرل پرويزمشرف افتتاحى اجلاس کښې په شرکت نۀ يوازې پاکستان وفد ډير خوشحاله ؤ، بلکې افغانانو هم د ډيرې خوشحالۍ څرګندونې کولې، دوى مطمئين وو چې د ګاونډى ورور ملک د مشر راتګ سره به په يقينى توګه نۀ يوازې جرګه کاميابه شى بلکې په عالمى کچ به ددې اهميت نور هم زيات شى. خو ولې د اتم اګست ۲۰۰۷ په ماښام په دې خبر چې د پاکستان صدر جرګه کښې د شرکت لپاره نۀ شى راتلی پاک افغان دواړو وفدونو کښې مايوسى خوره شوه او د دوى د مخونو نه صفا د مايوسۍ څرګندونه کيده بيا د اتم او نهم اګست په منځه شپه پاکستان کښې د ا يمرجنسى د نفاذ په خبرو ډيره په بې صبرۍ تيره شوه، د پاکستان ټى وى چينلو مسلسل دا خبر نشر کاوه. يو نجى ټى وى چينل خو دا خبر هم خپور کړو چې صدر د ايمرجنسى په حکم نامه دستخط وکړو، بهر حال شپه چې هر څنګه تيره شوه خو د نهم اګست ۲۰۰۷ په سحر د پاکستان وفد دداخله وزيرافتاب احمدخان شيرپاؤ په مشرۍ کښې جرګه هال ته روان شو ياده دې وى چې د پاک افغان مشترکه امن جرګې د انعقاد لپاره پاکستان او افغانستان دواړو ملکونو خپله خپله د جرګې کميشن قائم کړی ؤ. د پاکستان جرګې کميشن مشرى افتاب شيرپاؤ کوله او د افغان جرګې کميشن مشرى پيرسيداحمدګيلانى کوله. دکابل ښار په باغ بالا يو غر باندې اباد دی وئيلی کيږى چې د امن په ورځو کښې به د نړۍ د ګټ ګټ نه سيل ګرى چې کله کابل ته ورسيدل نو باغ بالا ته به ضرور تلل او د دې په قدرتى حسن و جمال کښې به ډوب شول او خوندونه به ئې ترې اخستل. د کابل شهرنو(نوی ښار) هم ډير دلکش او په ټوله نړۍ کښې د ښائست په وجه مشهور دی اوس ددې ښارونو مطابق دا د يو مالائى قيصې يو تصوراتى قيصې ګڼلی کيږى. ددې ښارونو ګلونه او شينکى باغونه د بارودو په ګولو خوړلی شوى دى، د باغ بالا په غرانټرکانټى نينټل هوټل واقع دی، او په لږه فاصله کښې ګورنمنټ پولى ټيکنيک انسټى ټيوټ په ډېرغټ او پلن عمارت مشتمل دی، چرته چې جرګه هال دی، کله چې مونږ جرګه هال ته روان شو نو په ذهن کښې مو دا راتلل چې دا به چرته د خښتو کاڼو او په سيمټو کښې جوړ وى او يو روايتى هال به وى خو کله چې مونږ هال ته ننوتو نو حيران شو ځکه چې دا د يو جديد نوعيت يوه ډيره لويه خيمه وه او مکمل ائرکنډيشنډ، کارپټيډ او په هر لحاظ يو عظيم الشان، پدې کښې د دوؤ زرو کسانو دکښيناستو ګنجائش ؤ او هغه هم په زمکه نۀ بلکې په ډيرې ښې طريقې سره کرسۍ جوړې کړی شوې وې مخامخ يو غټ سټيج ډير ښائسته جوړ کړی شوی ؤ، د سټيج دپاسه د صدرپرويزمشرف او د حامدکرزى پورټريټ لګول شوى وو. په جرګه هال کښې يو اړخ ته ډپلوميټک کور لپاره او بل اړخ ته افغان کابينې غړو او حکامو لپاره ځاې جوړ کړی شوی ؤ. د کمرو مخونو ته اوږدو اوږدو قطارونو کښې ميزونه لګولی شوى وو چې پرې د جرګې دوران کښې ټولو مندوبينو لپاره مشروبات، چاې، کافى او د قهوې اهتمام په ډيره فراخدلۍ سره شوی ؤ. دا خيمه کوم کښې چې جرګه هال جوړ کړی شوی ؤ، ډير تاريخى ؤ، غالباً امريکايانو جوړ کړی ؤ، ځکه چې د جوړولو سټائل ئې صفا امريکنی ښکاره کيدو، په دې خيمه کښې وړاندې هم دوه جرګې شوى دى چې پکښې اولنۍ لويه جرګه د حامدکرزى د افغانستان د عبورى حکومت لپاره انتخاب ؤ او دويمه لويه جرګه د ائين منظورۍ لپاره شوې وه، خو ولې پاک افغان امن جرګه د ټولو نه لويه او غټه اجتماع وه. د صدرجنرل پرويزمشرف په ځاې وزيراعظم شوکت عزيز د امن جرګې د خطاب لپاره کابل ته راغلو، صدرحامدکرزى او ددۀ ملګرو د وزيراعظم هر کلی وکړو، کله چې دواړه مشران د خپلو ملګرو سره جرګه هال ته ننوتل نو د جرګې غړو په ولاړه په ډيره ښه طريقه د دوى هرکلی وکړو. د امن جرګې په انعقاد د دواړو ملکونو د جرګو کميشنو مشرانو او د دوى ټيم د خپل فرائض نه فارغ شول. دوى دجرګې په انعقاد کښې ډير تاريخى کردار ادا کړو. دواړو حکومتونو افتاب شيرپاؤ ته د امن جرګې لپاره د شپې او ورځې د خدماتو په توګه دی د امن جرګې چئيرمين منتخب کړو. او د افغانستان د طرف نه پخوانى خارجه وزيرډاکټرعبدالله د امن جرګې نائب چئيرمين منتخب کړو افغانستان کښې د پاکستان پخوانی سفير رستم شاه مومند او د افغانستان دانشور او حکومتى شخصيت اسماعيل يون د جرګې سکتران منتخب کړی شول.افغان سکتر لپاره د "منشى" اصطلاح استعماليږى ډاکټرعبدالله د جرګې د وائس چئيرمين په چوکۍ کښيناستو د پاکستانى وفد ګڼو کسانو کښې مايوسى خوره شوه او ګنګوسې شروع شوې، دا هم واوريدل شول چې ایا د ډاکټرعبدالله عبدالله په موجودګۍ کښې به امن جرګه کاميابه شى؟ دراصل د پخوانى خارجه وزير په زړۀ کښې د پاکستان په نسبت دهند لپاره همدردى زياته لرى او په اکثرو موقعو دۀ د پاکستان باره کښې ښۀ الفاظ نۀ دى استعمال کړى، په دې وجه پاکستانى وفد مايوسه شو، افتاب شيرپاؤ او د ډاکټرعبدالله چوکۍ جوختې ايښودی شوې وې دواړو يو بل سره په ګرم جوشۍ سره لاسونه ملاؤ کړل او دوى نه پس د دواړو ترمنځ هيڅ خبره ونه شوه، بلکې دواړه د يو بل نه بيزاره بيزاره ښکاريدل، د دوى نه په لوړه د دواړو ملکونو د مشرانو چوکۍ وې، او د واړو اړخو ته قومى جنډې لګيدلې وې، د افتاب شيرپاؤ او ډاکټرعبدالله د مخې نه لاندې د سکترانو چوکۍ وې، د وزيراعظم شوکت عزيز او صدرحامدکرزى هال ته په راتګ خاموشى شوه، دواړه مشران چې کله راغلل نو د تلاوت کلام پاک نه دجرګې کارروائى شروع کړی شوه، د جرګې د چئيرمين په حيث افتاب احمدخان شيرپاؤ د کارروايۍ اغاز وکړو او په دغه دوران کښې په وړومبى ځل ددۀ او د ډاکټرعبدالله ترمنځ خبرې اترې وشوې. د خبرو پيل شيرپاؤ وکړو او بيا د جرګې دوران کښې دواړو خپلو کښې خبرې اترې کولې، د خبرو نه پس محسوس شوه چې ډاکټرعبدالله د جرګې په کارروايۍ کښې دلچسپى لرى، او ددې کار سره پاکستانى وفد غړى هم مطمئين ښکاريدل. افتاب شيرپاؤ د نورو کمالاتو سره يو کمال دا هم لرى چې په اهمو معاملاتو کښې د موزونو شخصياتو سره مشوره کوى بلکې په "شيشه کښې د کوزولو چل ورته ښۀ ورځى" او دۀ سره په عزت او احترام تعلقات جوړوى، دا طريقه کار ډاکټرعبدالله سره د امن جرګې دوران کښې "تعلقاتو جوړولو" کښې هم وکتلی شو او ددې په وجه د امن جرګې کارروائى په کاميابۍ سره وړاندې تلل شروع کړل، په دې کښې اهم واقعات به وړاندې هم بيان شى. وزيراعظم شوکت عزيز او صدرحامدکرزى د امن جرګې افتتاحى اجلاس ته خطاب وکړو، کوم چې په ميډيا تفصيلى ذکر شوی دی، دلته په تفصيل کښې تلل ضرورى نۀ دى، البته دا وئيل ضرورى ګڼم چې تقريرونه ئې ډير پراثر ؤ. او د دواړو ملکونو ترمنځ د انتهائى مضبوطو تعلقاتو او خپلو کښې اعتماد ضرورى وګڼل شو، وزيراعظم شوکت عزيز په انګريزۍ کښې او صدرکرزى پښتو کښې خبرې وکړې، په دوؤ موقعو دۀ فارسى ژبه هم ووئيله، وزيراعظم شوکت عزيز د تقرير په موقعه ووئيل چې زۀ د صدرجنرل پرويزمشرف د نمائنده په حيثيت دلته راغلی يم او زۀ چې څۀ وايم دا د صدرمشرف خيالات دى. د جرګې افغان مندوبين ددۀ د خبرو زبردست هرکلی وکړو او په جوش و خروش سره ئې چکچکى ووهلې. د امن جرګې نه وطن ته په واپسۍ مونږ نه ملاقات کوونکو مختلف سوالونه وکړل مونږ ورته ډيره په تسلۍ د امن جرګې د خپل مقصد په اعتبار د کاميابۍ ووئيل، يو سوال چې تقريباً هر چا کولو هغې بنيادى اهميت درلودلو چې هر کله افغان قوم خپلو کښې متحد نۀ دی خپلو کښې سره نښتى دى دد جاګيردارانو خپل خپل عملدارۍ دى ټوپکى اوس هم د دوى په لاسونو کښې دى او د يوبل د راپرزولو کوششونه کوى نو په داسې صورتحال کښې به دوى څۀ رنګ يو ځاې شى؟ او څۀ رنګ به امن جرګه کامياب شى؟ کله چې مونږ کابل ته ورسيدو نو زمونږ په ذهنونو کښې هم دا سوالونه وو خو چې جرګه هال ته ورسيدو نو زمونږ په خيالاتو کښې څۀ نا څۀ بدلون راغلو. مونږ دا ګڼو چې افغان صدر حامدکرزى ډير د تدبر نه کار واخستو او تر کافى حده پورې ئې متحارب ګرپونه او جاګيرداران خپل خواؤشا يو ځاې کړل، په جرګه هال کښې پير صبغت الله مجددى هم موجود ؤ، پيرسيداحمدګيلانى، جهادى قوماندان پروفيسرعبدالرب رسول سياف، ډاکټرعبدالله ، جنرل عبدالرشيد دوستم، مارشل فهيم او عزيزالله واصفى هم جرګه کښې موجود وو. ډير داسې نور شخصيات هم موجود وو چې خپلو کښې سره سخت اختلافات وو، خو ولې په امن جرګه کښې شريک وو. د صدرکرزى اهم ملګری د افغانستان اټارنى جنرل عبدالجبار ثابت، د پارليمانى امورو وفاقى وزيرډاکټرفاروق وردګ، د افغان اولسى جرګې د رئيس يونس قانونى نه علاوه د مختلفو صوبو ګورنرانو هم د امن جرګې په کاميابۍ کښې خوښى لرله، د رشيد دوستم په ليدو ددۀ په عمل دارۍ کښې کيدونکى افسوس ناکه واقعه راياده شوه چې په سخته او سخا ګرمۍ کښې دۀ په يو کنټينر کښې پښتانۀ بند کړى پريښودى وو دا قيصه ما اوريدلې ده چې صحيح ده او کۀ غلطه، دا په هغو رواياتو منحصره ده چا چې ما ته کړې وه خو ولې د امن جرګې دوران کښې ده هم پاکستانى وفد کښې شامل قبائيلى مشرانو سره په خوش اسلوبۍ سره خبرې اترې کولې، د وئيلو مطلب مې دا دی چې شمالى اتحاد واله هم په امن جرګه کښې متحرک وو، کيدی شى چې اوس دوى ته احساس شوی وى چې د پاکستان سره ورورولى زياتول پکار دى او هم دا سوچ د حل طرف ته ځى. امن جرګه کښې د پاکستانى مندوبينو هم دا صورتحال ؤ په سياسى توګه د يو بل سخت مخالف هم لکه د وروڼو خواږۀ ليدلی کيدل، پاکستانى وفد کښې د سرحد ګورنر ليفټيننټ جنرل (ر) على محمدجان اورکزى،د بلوچستان ګورنر اويس احمد غنى، وفاقى وزيران سردارمحمدرند، ډاکټرجى جى جمال، د ای اين پى صدراسفنديارولى خان ، حاجى غلام احمدبلور، او افضل خان لالا د پښتونخوا ملى عوامى پارټۍ مشر محمودخان اچکزى، سنيټرعبدالرحيم مندوخيل، د پاکستان پيپلزپارټۍ (شيرپاؤ) مرکزى مشر سکتره انيسه زيب طاهرخيلى، صوبائى مشر سکتر سکندرحيات خان شيرپاؤ، بخت بيدار، فدامحمدخان د پاکستان مسلم ليګ (ق)، مرکزى سنئيرنائب صدرنثارمحمدخان، همايون سيف الله خان، صوبائى مشر سکتر مشتاق غنى، بى ايم ايل ق، فاټا صدر ملک ظاهرشاه اپريدى، د خيبرايجنسۍ ملک وارث خان اپريدى، د مومندايجنسۍ پخوانى سينيټر حاجى عبدالرحمان، ملک ښائسته خان ترکزى، کرم ايجنسۍ پروفيسرجميل حسين کاظمى، د پاکستان مزدور کسان پارټۍ صدرافضل خان خاموش، مشر سکتر محمدنثار ايډوکيټ شامل وو، ددې پارټيو نور سرګرم مشرانو او عهديدارانو هم په پوره مستعدۍ سره د امن جرګې په کارروايۍ کښې شامل وو. د وزيرستان نه سيوا د ټولو قبائيلو ايجنسو خلقو پکښې شموليت درلودو، د سرحد او بلوچستان سره تعلق لرونکو د مختلفو شعبو سره تعلق لرونکى شخصياتو، ماهرينو او علماءکرامو هم شرکت کړی ؤ. د پاکستانى وفد د فنى او قاعدې او قانون معاونت لپاره د فاټا سول سکرټريټ د سکتر لاء اينډ ارډر ارباب محمدعارف، د پبلک سروس کميشن چئيرمين ګلزارخان، پخوانى چيف سکتر خالد عزيز بريګيډئير (ر) شيرولى خان، سينيټرالياس احمدبلور، غلام سرورمومند او کرنل (ر) جى بى شاه بخارى په پوره توګه سرګرم عمل وو ګويا د پاکستانى وفد هر ممبر د ملک سفير ليدلی کيدو، هر چا ته د خپلې ذمه وارۍ احساس ؤ. زړۀ خو مې غواړى چې د ټولو دوستانو نومونه دلته درج کړم خو د کالم د طوالت له ويرې مې لاس رپى بهر حال "د خوبانو ذکر" به کوؤ. Salahudin Ahmad - بېرته شاته