(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ښاغلي نجيب منلي په ځواب کې

درنولوستونکو! ما په ځينو برېښنا پاڼو او افغاني مجلو کې د يو څو ليکو په تورولو لاس پورې کړی، خو د ځينو ليکوالو غبرګون مې په ځينو برېښناپاڼو کې تر سترګو شو، چې نن مې ناڅاپي د ښاغلي نجيب منلي ځينې نيوکې او سپارښتونه وليدل، چې بيرته ځواب يې ما ته هم اړين وبرېښېده. درنو ملګرو! بايد ياده کړم، چې ما د پښتو ژبې کومې ځانګړې ادبي زده کړې نه دي کړې او دا لږ او يا ډېره ماته ګوډه پښتو هم راته له خپلې کورنۍ پاتې شوې او د افغانستان په ځينو ښونځيو کې مې د ريشخند شوې او د کمونستانو په واکمني کې بيا پسې رټل شوې پښتو لوست تر سره کړی، چې نن سبا د افغانستان د پښتو ادبيات څلي ما ته دا نغوته کوي، چې ګواکې پښتو مې ژوبله کړې ده. درنو هېوادوالو! زه د پښتو ټېکه دار نه يم، نه مې د دې هڅه کړې، چې لکه ښاغلی عبدالباري جهاني ژبې ته د مورنۍ ژبې رنګ ورکړم، نه مې هم د ښاغلي معصوم هوتک په شان پښتو د سيمييز ګړدود په لومه کې نښلولې، نه مې هم د ښاغلي مجاور احمد زيار په نيولوجيزم کې پښتو اخته کړې، نه مې هم د ښاغلي ګلبدين حکمتيار په سياسي لوبو کې پښتو تر تصحيح رسولې، نه مې لکه ښاغلي شپون غوندې حرفونه ترې حذف کړي او نه مې هم د ښاغلي نجيب منلي په عربي معيار پښتو لړلې، خو د پښتو د پوهنيزې کېدو او ملي کېدو هيله مې په زړه کې لا ژوندۍ ده. بيا هم دا خبره په ډاګه کوم، چې د پښتو په برخه کې زه يو نا څانګپوه افغان يم، خو له پښتو سره مينه لرم او د پښتو سمسورتيا او پراخوالی زما موخه ده، کېدای شي زه به په وينه پښتون نه وم، مګر ژبه به مې پښتو وي او يا به پرنګی وم، مګر د پښتو له ليکدود او ودې سره به مې مينه وي او لکه یو خپلواک انسان د خپل نظر د څرګندولو واک او ځواک لرم، نو ځکه په پښتو ليکنې کوم او افغاني رسنيو ته يې استوم، دا چې رسنۍ يې خپروي او که نه دا بيا بېله خبره ده، په ليکنه کې کېدای شي تېروتنې وي، خو د خپرونکي برېښنا پاڼې او يا مجلې د کره کتنې جرګې مسؤليت دئ، چې يوه ليکنه د سکالو، ليکدود او تېروتنو په برخه کې وګوري او سمه يې کړي او يا دې يې بيرته ليکونکي ته ورواستوي، چې په سمه بڼه يې وليکي او ورويې لېږي، خو اوسمهال زما دغه غوښتنه، په يو نالوستي هېواد لکه افغانستان کې ناشونې ده، خو ښه ويل شوي، چې ژوند په اومېد خوړل شوی!. ښاغلي نجيب منلي ما ته ياده کړې، چې ګواکې ما بايد د ليکوالۍ حدود هم پېژندلي وای! خو زه پوه نه شوم، چې د ښاغلي منلي موخه څه ده، آيا دا چې ما د «قیامت که د نړۍ پای او یا د پوهانواندېښنې» تر نامه لاندې د ځينو شونو او نا شونو فزيکي او يا کوسمولوژيکي پېښو په اړه لنډ مالومات ليکلی، نو له خپلې پولې (حدوده) وتلی يم، د عامو خلکو په وينا خپلې پښې مې له خپل ټغره اوږدې کړې دي او که څنکه! خو دومره ويلای شم، چې زما په څو کرښو کې ډېر سرسري مالومات وړاندې شوي او ما هڅه کړې، چې د ليکنې بڼه داسې وي، چې عام خلک پرې پوه شي او موخه دا نه وه، چې پر دغه څو کرښو دې ادبي کره کتنه وشي. که بيا هم څوک کره کتنه کوي، نو خپله ليکنه يې بايد ډېره کره، روانه او له تېروتنو پاکه وي، خو ښاغلي نجيب منلي، چې څه موده مخکې د افغانستان د اطلاعات او کلتور د وزارت مشاور هم ؤ او د افغانانو په فرهنګي کړيو کې د يو څانګپوه سټې په نامه هم ورته درناوی کېږي، نو ښه به دا وای، چې ښاغلي نجيب منلي، د خپلې ليکنې په برخه کې تر ما لا څو ځله ډېر پام کړی وای، ځکه چې يو خو د دغه ښاغلي ټولنيز موقف ته خلک ګوته نيسي او له بل پلوه دوی د ټولنپوهنې او ژبپوهنې په برخه کې د څانګپوهنې ټټر وهي، ښه ويل شوي، چې که یوه ګوته بل ته لکه کې، نو نورې ځان ته اړوې!. را به شم، د ښاغلي نجيب منلي ليکنې ته! لومړی بايد ياده کړم، چې زما پرتله کول د نړۍ له داسې اشخاصو، چې د نړيوال نامتوتوب په زانګو کې ځنګېږي، زما په ګمان نا مناسب کار دئ، خو له بل پلوه د وياړ ځای ګڼم، چې له نړيوالو ليکوالو سره خو پرتله کېږم او منلي صيب هم د ملي جنايتکارانو او يا هم ملي خاينينو په کتار کې نه يم راوستلی. د «I. Asimov» چې په امريکا کې يو روسي مهاجر ؤ، د بيوشيمي په برخه کې د «PhD» تر کچې رسېدلی ؤ، د «University of Boston» کې يې کار کاوه او په ساينتيفيک برخه کې يې يو شمېر په زړه پورې کتابونه ليکلي دي، نو په اړه يې بايد وويل شي، چې په رښتيا هم دغه ستر شخصيت د شلمې پېړۍ يو ستر ليکوال تېر شوی. د ښاغلي منلي په ليکنه کې د نوروو يو شمېر عالمانو نومونه اخيستل شي، خو ما ته د «Stephan W. Hawking» نوم ډېر په زړه پورې ښکاره شو، ځکه چې ښاغلي نجيب منلي ليکلي، .... په څېر هم د پوهې او هم د وینا له نعمته نه دي برخمن، خو په زړه پورې دا ده، چې « Stephan W. Hawking » د ۱۹۴۸ ع کال د جنوري په ۸ نېټه زېږېدلی او د ۱۹۶۲ کاله وروسته په يوه ځانګړې عصبي ناروغي «amyotrophic lateral sclerosis» اخته دئ، چې د «Stephan W. Hawking» د شلي او شوټي سبب ګرځېدلې او دغه عالم يې له خبرو کولو غورځولی او دی کولی شي د يو ځانګړي کمپيوټر په مرسته خپل نظريات څرګند کړي، نو دغه عالم خو د اخ او توخ نه هسې لوېدلی دئ او وينا خو يې لا څه کوې، چې له مرۍ يې غږ هم نه راوځي، خو د دغه ستر عالم د «A Brief History of Time» کتاب نړيوال نوم ګټلی دئ. Stephan W. Hawking زه د ښاغلی نجيب منلي د «ی» یاګانو په اړه نه غږېږم، ځکه چې په ډيرو برخو کې سمې نه دي کارول شوې، په ليکنه کې يو ځای داسې ليکل شوي ... په دي ليکنه کې پښتو سخته ژوبل شوې وه، خو سمه بڼه يې دا ده «.... پښتو سخته ژوبله شوې وه»، بل ځای په توره بوړه تبصره شوې، دلته غواړم ستاسو پام دې ته راواړوم، چې ځينې وخت په ژبه کې د يو شي او يا هم پېښې لپاره برابر ويی او يا وراشه نه وي، نو هڅه کېږي، چې د پېښې لپاره ورته اصطلاح وکارول شي او يا له بلې ژبې راواخيستل شي، چې موضوع د لوستونکي د پوهاوي وړ شي، که نه نو د «black hole» لپاره توره تشه، توره سوړه او يا تپه تياره هم کېدای شي وکارول شي، خو د ليکنې د پوهاوي لپاره ما د تورې بوړې وراشه وکاروله، چې زما په ګمان د يو نسبي مانا په توګه ده، چې د « black hole» اصطلاح پخپله هم نسبي مانا لري، نو که يوه پېښه يا شی په هر آسانه ډول د پوهاوي وړ وي، نو هماغه وراشه سمه ده. د پايښت په برخه کې بايد ووايم، چې د پاييدلو (پاتېکېدلو) له مانا سره زه هم مواقف يم، خو په دې برخه کې زه ځان په دې ګرم ګڼم چې ما بايد ليکنه بيا لوستې وای او ځيني تېروتنې مې يې سمې کړې وای، نو د شيرين ګل پر سوز خبره را په ياد شوه، چې ويل به يې «اول بخوان باز امضا کن!»، نو ما هم بايد ليکنه لومړی لوستې وای او بيا مې رسنيو ته استولې وای، خو تو کړې لاړې بيرته خولې ته نه ځي! د غوړپولو او په نس ننباسلو په اړه بايد وليکم، چې ګېډه يا معده تشه ده که ډکه، خو بايد داسې وويل شي، چې هر څه نسبي دي، په ګېډه کې د معدې تېزاب، عصاره او باد (غاز) وي، چې کله ډکه او کله تشه وي، خو د بلک هال « black hole» په اړه بايد وليکم، چې دا فنومن (ځانګړې پېښه) لا عالمانو ته هم سم نه دئ مالوم، خو ځانګړنه يې دا ده، چې که کوم ستوری ورته نېږدې شي، نو هرومرو په « black hole» کې له منځه ځي، دا چې په څه ډول له منځه ځي، دا يوه ستره معما ده، خو ما هم د غوړپ او څښلو خبره په نسبي بڼه کړې، چې پېښه تشرېح شي، ځکه ما په خپله ليکنه کې د ګڼشمېر پېښو فلمونه هم غوره کړي ول، چې د ليکنې پوهاوی آسانه شي. له بل پلوه څښل، زبېښل، غوړپول، مړۍ کول، ننه ايستل او داسې نور کړونه (فعلونه) کېدلای شي د پېښې د نسبي پوهاوي لپاره وکارول شي، که نه نو په يوه ژبه کې به هېڅکله هم متلونه نه کارول کېدلی، لکه چې وايي يو پلو ته ډانګ بل پلو ته پړانګ!، مګر دغه متل يوه ستونزمنه پېښه بيانوي. د ستورو په اړه بايد ووايم، چې په هلال کې ډول ډول ستوري شته، چې ځينې يې نوري، يو شمېر يې له ډبرو او سکرو، يو شمېر يې له کنګلو، خو ګڼشمېر له مايعاتو او اوبو جوړ شوي، نو کېدای شي هم غوړپ شی، هم تېر شي او هم وزبېښل شي، نو په دې برخه کې د فاګوسيتوز (په نس ننه ايستل، زبېښل او عضمولو ) عمليه ښه کېدای شي، وليدل شي، چې یوه حجره په څه ډول يو پروتين او يا ميکروب له منځه وړي، ما د ليکنې په پای کې د فاکوسيتوز یو لنډ فلم هم وړاندې کړی، چې ستاسو ذهني انځور پرې پياوړی شي. د اوبو سیاره Water planet د آسماني ستورو د ويشتلو په اړه بايد ووايم، چې ريښتيا هم د ګولی د ويشتلو لپاره د باروتواړتيا شته، خو په هلال کې هر څه بل ډول دي. د ستورو محوري خوځښت، د بل ستوري په محور کې څرخېدل او له مرکزه د تېښتې او مرکز ته د لوېدو ګواښونه او يا هم د لوېدلو په ترڅ کې له بل ستوري سره ټکر او بیا د ريکاشت په بڼه خپل مسير توپیرول او يا له لوی او لوړ خوځښت لرونکي ستوري سره نښتل، چې پايله يې د پلخمان په ډول ويشتل کېدل او د جاذبې قوا تر اغېز راتلل، کېدای شي د ويشتلو، لوېدلو او يا هم ريکاشت بڼه ولري، نو د آسماني ستورو د ويشتلو امکانات شته، هر څه ابسلوت نه وي، نو ځکه په طبيعت کې د نسبي توپیرونو امکانات زياد دي. د هلال په مانا زه ښه پوهېږم، چې په پښتو کې د سپوږمۍ کوم حالت ته وايي او د تروږمۍ ويی هم ولې ورته کارول کېږي، خو زما موخه له هلاله بله وه. ما د جرمانيک ژبو د «heelal» لغت، چې د «universum» يا «kosmos» مانا ورکوي کارولی دئ، چې په موجوده کيهان کې د ستورو، مخلوقاتو او زمانی ټاکنې شتوالي ته ښوونه کوي. هلال، کيهان يا يونيورسوم «Universe» کهکشان په پاړسو کې د ستورو د سيستم يوې برخې ته ويل کېږي، چې ما يې په پښتو کې برابر و نه مونده، نو ځکه مې د پاړسي له ژبې دغه لغت راواخيست، خو په انګرېزي کې ورته «milky way of galaxy» وايي، چې پۍ لاره به يې مانا شی، خو د لوستونکي لپاره به ډيره سخته وي، چې له موضوع سم مفهوم واخلي. پۍ لاره يا milky way of galaxy د اسماني بادونو د خوځښت سرعت چې ما د قوې ویی ورته کارولی دئ، لکه « چې قوه يې ۱،۵ ميليونه کيلومتره په يوه ګړۍ کې ده »، زما دلته موخه يوازې دا وه چې مفهوم وړاندې کړم، نه کومه فزيکي پېښه، چې بيا د ښاغلي منلي خبره سمه ده، چې د سرعت لپاره نور واحدونه کارول کېږي، خو په ليکنه کې د باد د خوځښت قوه (د باد سرعت) دئ، چې د سرعت فورمول يې د «V= S/T» دئ. د «Kuiper belt» په اړه بايد ياده کړم، چې ملاستنی، زما لپاره يو نوی لغت دئ، ما هڅه وکړه، چې په سيندونو کې يې وموندم، خو پيدا مې نه کړ، خو بیا هم ښايسته لغت دئ او زه به يې په خپلوليکنو کې وکاروم، خو ما د کمر بند پر ځای د ملاتړ ویی ځکه کارولی، چې زما د ژبنيزې ‌‌پوهې شاليد د پښتو له يو متل څخه سرچينه اخيستې وه، لکه چې ویل کېږي «ملا يې تړلې، خو سومبۍ یې وتلې!»، نو ما هم د ملاتړ ویی وکاراوه، خو د ښاغلي نجيب منلي خبره سمه ده، چې ملاتړ د حمايې مانا لري او ما سم نه دئ کارولی. د قشر او قطر په اړه املايي تېروتنه شوې او زه د ښاغلي نجيب منلي خبره په دواړو لېمو منم. د کوپر « Kuiper belt» ملاستنی په پای کې غواړم، وليکم، چې افغانان د پښتو ژبې له بېلایېلو ستونزو سره مخامخ دي، خو کره ليکدود او د ژبي علمي کېدل يې يوه لويه تشه ده، نغوته بايد هغه ځوانو ليکوالو ته و نه شي، چې پښتو يې په وروستيو ۳۲ کلونو کې د افغاني ناورين په بهير کې هلته او دلته زده کړې ده، نو طبیعي خبره ده، چې پښتو به د سيميزو ګړدودونو په لومه کې نښتې وي، خو مسؤليت د هغو ټېکدارانو دئ، چې پښتو ژبه يې خپل انحصار ګڼلې او دوی په ورستيو ۵۰ کلونو کې په دې ونه توانېدل چې د افغان ځوان نسل ته او افغان ملت ته د يوه کره ليکدود بنسټ کېږدي او پښتو په يوه ټولمنلې ملي ژبه واړوي، خو له خواشيني سره بايد ياده شي، چې هر څوک يې پخپله ډنګوي او له هغه چا چې توقوع کېږي، هغوی په خپلمنځيو ادبي شخړو کې ښکېل دي، خو ګرم بيا موږ او خواره پښتو ده. په دې هيله، چې د پښتو لويې سټې سره کېني او د کره پښتو ليکدود چارې سمبال کړي، که نه نو دا هسي په ډانګ د اوبو بېلول دی. په درنښت [email protected] دلته لاندې ما ځينې فلمونه غوره کړي، چې زما د ليکنې د ځينو برخو په پوهاوي او زما د موخو په سپړنه که به ستاسو سره مرسته وکړي. http://www.youtube.com/watch?v=bB5lJEGTxug&feature=related http://www.youtube.com/watch?v=x0BifYPQQJE&feature=related http://www.youtube.com/watch?v=x1w8hKTJ2Co&feature=player_embedded# http://www.youtube.com/watch?v=Jb7tZ0EHpJY&feature=related http://www.youtube.com/watch?v=KOWyZUI8a0g&feature=related http://www.youtube.com/watch?v=ROQ0e93Uzog - بېرته شاته