(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

راځئ دعلم كاروان بدرګه كړو

دادى له روانې ناامنۍ سره سره دهېواد په سړو سيمو كې نوى ښوونيز كال پيل شو د۱۳۸۹ هجري لمريز كال ښوونيز كال په داسې حال كې پيلېږي چې زموږ دهېواد ډېرې سيمې لا هم دناامنۍ له ګواښ سره مخ او دناامنۍ له امله ددولت درسمي ارقامو له مخې همدااوس په هېواد كې شاوخوا ۴۴۲ښوونځي تړل شويدي . رسمي سرچينې وايي چې همدااوس هم دهېواد په كچه۴۴۲ ښوونځي دناامنۍ له كبله تړل شوي او له ۳۶۴ولسواليو څخه په ۲۰۰ولسواليو كې نجونې له نهم ټولګي پورته زده كړې نشي كولى ،پنځه ميليونه هغه كوچنيان چې ښوونځيو ته دتللو عمر يې بشپړ كړى ښوونځيو ته نشي تللى اوپه هېواد كې يوولس ميليونه تنه نالوستى دى . علم او پوهنه د ستر پروردګار(ج) له لوري خپلو بندګانو ته هغه ستر نعمت دى چې د انسانيت د تكامل له پاره، د ټولنې د پرمختګ او ترقۍ له پاره او د انسانانو په انساني ژوند كې د مثبت بدلون د راتللو له پاره يو اړين او ضروري كار دى، د اسلام مقدس دين په ځانګړې توګه خپلو پيروانو او په عامه توګه ټول بشريت ته د علم او پوهې تلقين كوي او هر نارينه او ښځه پردې باندې مكلف كوي چې د خداى (ج) د دغه ستر نعمت يعنې علم او پوهنې په ګاڼه ځانونه ښايسته كړي، لومړى خپله څه زده كړي او بيا يې نوروته وروښيي او دغه پروسه تر هغه پورې روانه وساتي تر څو پورې چې دغه خاورينه نړۍ ودانه وي او انساني ژوند پكې روان وي. رسول الله ص فرمايي : كه يو ايت مو هم زده وي نو زما لخوا يې خلكو ته ورسوئ. بل ځاى فرمايي : كه علم په چين كې هم وي ورپسې لاړشئ او زده يې كړئ. رسول الله فرمايي : الله ج چې دچا لپاره پر نورو دغوره والي اراده وكړي نو په دين كې فقاهت وركړي: زموږ مسلمان خلك چې يووخت به يې نورو ته علم او معارف ورښو ده او نړۍ ددوى دعلمي اختراعاتو. ساينسي اكتشافاتو او فنونو مرهونه ده اوس له پيړيو، پيړيو څخه راپديخوا په عامه كچه د علم او پوهې له دغه ستر نعمت څخه محروم پاتې شوي دي او د تاريخ په اوږدوكې زموږ ډېر لږ شمېر هېوادوال په دې بريالي شوي دي چې مدرسې او ښوونځي ته ولاړ شي چې دا له شك پرته يوه ستره غميزه ده .له بده مرغه چې زموږ ډېرو لږو هېوادوالو دغه طلايي فرصت تر لاسه كړى دى چې د علم او پوهې له بهير سره ملګري شي او زموږ د هېواد د ګوتو په شمار خلك چې هغه هم ډېره برخه يې ښارمېشتي دي د علم او فرهنګ په بېلو بېلو څانګو كې د تحصيل د تر لاسه كولو ارمان ته رسېدلي دي، چېرې چې علم نه وي هلته رڼا نه وي او چې چېرته رڼا نه وي هلته تور تم وي او په تور تم كې ژوند ګران دى همدا لامل دى چې د نړۍ په هېوادونو كې زموږ هېواد د وروسته پاتې هېوادونو په ډله كې شامل دى او ډېر لږ شمېر داسې علمي، فرهنګي او ټولنيز كدرونه لرو چې د هېواد د اداري چارو په سمبالښت كې لكه څنګه چې لازمه ده ترينه ګټه واخيستل شي او يا هم د هغو ظرفيتونو په روزلو كې ترينه كار واخيستل شي چې زموږ هېواد او زموږ خلك ورته تر بل هر څه زيات ضرورت لري. موږ هيله لرو چې په هېواد كې په جنګ او جګړو اخته خلك به د جنګ پر ځاى علم او پوهې ته ترجيح وركړي په كومو لاسونو كې يې چې ټوپك اوبمونه نيولي دي په هغه لاسونو كې به قلمونه، كتابونه او كتابچې واخلي، وطن ته به د تيارو او تورتمونو پر ځاى رڼا روالي، د كركې او نفرت پر ځاى به پخپلو زړونو كې مينې، محبت او ورورګلوۍ ته ځاى وركړي، د يو بل د نه منلو پر ځاى به يو بل په غېږ كې ونيسي او د يو بل د ژوبلولو او وژلو پر ځاى به د هغوى د ژوند د بچ كولو او پر زخمونو باندې يې د پټيو په لګولو فكر وكړي چې دا زموږ د كاميابۍ او سوكالۍ لار ده او په دې توګه موږ كولى شو ټولې هغه ستونزې او مشكلات له منځه يوسو چې د بدمرغه او تباه كوونكيو جګړو له امله ورسره لاس او ګريوان يو. خداى(ج) دې وكړي چې په وطن كې مو علم او پوهه هر اړخيزه او يو مخيزه شي . دعاكوو چې الله ج دې زموږ چارواكو ته توفيق وركړي چې له تبعيض او توپير پرته دټولو افغانانو خدمت ته ملاوتړي او دتعصب له ناولتياڅخه ځان وساتي . كله چې موږ دعوه كوو چې مسلمانان يونو په اسلام خو تعصب ناروا دى . رسول الله فرمايي :تعصب پرېږدئ ځكه چې داكار بدبوى لري. الله دې موږ رښتوني او مخلص مسلمانان وګرځوي. - بېرته شاته