(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

چين دافغانستان لپاره ښه پانګوال

افغان ولسمشر حامد كرزى دروان لمريز كال دوري په دريمه ديوه دوه ورځني رسمي سفر په ترڅ كې د دكابينې دځينو غړيو او د ملي سوداګرو ديوه پلاوي په مشرۍ د چين ولسي جمهوريت ته ولاړ . كرزي پدې سفر كې دچين له ولسمشر ښاغلي هوجين تاو، لومړي وزير جيه باو، دچين دخلكو دكنګرې له مشر ، دچين له پانګوالو ،سوداګرو اودپيكنګ دپوهنتون له يوشمېر استادانو او زده كوونكيو سره په بېلابېل ډول وكتل . پدې سفركې دواړو خواوو له افغانستان سره دچين د۱۶۰ ميليونه چينايي يوان مرستې ، چين ته د افغانستان پرصادراتو دګمركي محصول دلېرې كولو،اودې هېواد ته دلنډمهالو زده كړو لپاره دافغان مامورينو دلېږلو پر قرارداد پاڼولاسليكونه وكړل . همداراز ولسمشركرزي پدې سفركې چين وهڅاوه چې دحاجي كګ داوسپنې د ستر كان په راوېستلو اودكرنې او مالدارۍ او دانرژۍ په برخه كې هم پانګونه وكړي . ښايي دولسمشر كرزي سفر يواځې اقتصادي او سوداګريزې موخې ونلري ،بلكې سياسي موخې هم ولري . چين يو له هغو هېوادونو څخه دى چې پر پاكستان هراړخيز نفوذ او له پاكستان سره اوږدې اوښې اړيكې لري كتونكي وايي چې كرزي له چين څخه غوښتي چې پر پاكستان ددې لپاره خپل نفوذ و كاروي چې دافغان دولت له مخالفينو سره په مبارزه كې جديت اوخلوص خپل كړي . چين يو له هغو هېوادونو څخه دى چې له ۲۰۰۱ ز كال راوروسته يې له افغانستان سره مرستې كړې دي . كه څه هم دچين لوړ اقتصاد ته په كتو او له ګڼو اروپايي او امريكايي هېوادونوسره په پرتلې له افغانستان سره ددې هېواد لخوا شوې مرستې كمې دي خوبيا هم اړ افغانستان يې له مرستوبې برخې ندى پرېښى . چين وايي چې تراوسه يې له افغانستان سره ۱۷۰ ميليونه امريكايي ډالره مرسته كړېده چې په كابل كې دجمهوريت روغتون او دپروان داوبه خورلوى كانال هم په همدې پيسو جوړ شويدي او هغه ۷۵ميليونه ډالر يې چې پخوا يې افغانستان ته پور وركړي وو هم له افغانانو سره بلاعوضه مرسته وګرځوله . افغانستان هغه هېواد دى چې دنړۍ تربل هرهېوادپكې چينايي محصولات او مصنوعات ډېر ښه او پرېمانه پلورل كېږي. افغانستان نېستمن او يو سوچه مستهلك هېواد دى ، كورنى توليد اوتوريد يې له نشت سره برابرګڼل كېږي ، په هره برخه آن دډېرو كوچنيو اړتياوولپاره يې هم بهرنيو ته لاسونه اوږده كړي دي خوبرعكس له خاموتوكيو،مايع او جامدوكانونو ډك هېواد دى .او چين بيا هغه پرځان بسيا، صنعتي او دبډاى اقتصاد لرونكى هېواددى چې درګرده په درسته نړۍ كې خپلو توليداتو ته ماركېټ او خپلو فابريكو ته خام توكي لټوي . ددې خبرې معناداده چې چين او افغانستان يوبل ته سخته اړتيالري . نه يواځې داچې افغانستان دچينايي توليداتومصرفوونكى دى ،بلكې داهېواد دچين لپاره منځنۍ اسيا ته دسوداګريزو كاروانونو ټرانزيټ اوترنورولارو اسانه لار هم ده . افغانستان ډېرې ناسپړلې زېرمې او سترستركانونه لري چې په وېستلو يې له شك پرته افغانستان له اقتصادي خپلواكۍ سره مخ كېږي او دراوېستونكيو شركتونو منګولې يې هم ډكېږي . كه څه هم تراوسه له افغانستان سره د چين مرستې كمې بلل كېږي خو ددې هېواداړوند ديوې كمپنۍ لخوا دلوګر ولايت دمسو په كان كې ۲،۸۹ميليارده پانګونه په افغانستان كې ترټولو ستره بهرنۍپانګونه ده . دهغه قرارداد له مخې چې دافغان دولت او دچينايي كمپنۍ ميټالورګيكال ګروپ (mcc (ترمنځ لاسليك شوى بايد په ۲۰۱۴ زيږديز كال دمسو داستخراج عملي كار پيل او شاوخوا لس زرو افغانانو ته دكار زمينه برابره شي ،چې حكومت به هم دماليې او ټكس په نوم له دې پروژې څخه هركال ۴۰۰ ميليونه ډالره ترلاسه كوي. داسې ښكاري چې چين په افغانستان كې وړيا مرستو ته ډېر چمتو نه وي خو كه زمينه ورته برابره او ډاډ وركړل شي نو په هره برخه كې پانګونې ته لېواله دى او په افغانستان كې د پانګونې لپاره داسې زمينې شته چې ميلياردونه ډالر پكې بوختېدلى شي. دبېلګې په توګه جيولوجي پوهان وايي چې دافغانستان په هغوكانونوكې چې سروې شوي همدااوس ۱،۶ميليارده بيلره خام نفت او۴۴۰ميليارده مترمكعبه ګاز شته دي چې د وېستلو لار څاري. داچې كرزي دسفر لپاره چين وټاكه دايوډېر ښه انتخاب دى اوس بايد دده دادارې چارواكي دده دسفرلاسته رواړنې تعقيب كړي ، چين وهڅوي چې په افغانستان كې پانګونه وكړي ، هغه ستونزې له منځه ويسي چې چين او نور پانګوال هېوادودنه او خصوصي سكتورونه يې په افغانستان كې له پانګوالۍ څخه وېرولي دي چې ډېر مهم يې په افغانستان كې نا امني، اداري فساد،بډې ، قانوني بيروكراسي( دپانګونې له موده لوېدلي زاړه قوانين)، رشوتونه ، سياسي ، اداري ا و اقتصادي مافيا دي. همدااوس هم دهغو دوه تنو چينايي انجېنرانو برخليك نامعلوم دى چې په فارياب كې دالمار_ قيصار پرسړك دكاركولو په وخت ددولت دمخالفينو لخوا تښتول شوي دي . چين په افغانستان كې ددوى دستررقيب امريكا له پوځي حضورڅخه هم په وېره كې دى . داسې انګېرل كېږي چې امريكا د چين _ چې دنړۍ پر ليډر شيپۍ يې ورسره سړه جګړه ده _ په پانګونې ناخوښه دى ، چينايي چارواكي اټكل كوي چې ښايي امريكاورته ستونزې جوړې كړي همدالامل دى چې دعينكو دمسو قراردادي چينايي كمپنۍ mcc) ( دحاجي كګ داوسپنې دكان په داوطلبۍ كې له ګډون څخه ډډه وكړه . ځينې امريكايي رسنۍ هم په داسې حال كې چې په افغانستان كې هره ورځ ددوى عسكر وژل كېږي او ميلياردونه ډالره لګښت كوي پدې هېواد كې دچين پر پانګونې او اقتصادي لاسته رواړنو اندېښنې ښيي افغان چارواكي بايد ددوى دااندېښنې له منځه يوسي د اوږد مهالې پانګونې ډاډ وركړي ،رښتونې هراړخيزه او ډاډمنه زمينه ورته برابره كړي . افغان چارواكي بايد دديپلوماتيك توازن داصولو له مخې امريكايان او چينايان دواړه پدې قانع كړي چې يو دبل له استقامت سره كارونلري او ديوبل په چارو كې مداخله ونكړي چې په افغانستان كې دپانګونې لپاره زمينه برابره او افغنانو ته كار وموندل شي. - بېرته شاته