(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

شين خالۍ - نهمه برخه

زيړګل ته د دوؤ اونيو رخصتي بيا دا فرصت برابر کــــړ چې د پخوا په شــــان د کليوالي ژوند څخه بهرمند شي او دکليوالوسره راشه درشه ولري ، په غم ،ښادۍ او ورځنۍ ژوند کې دهغوسره کور اوکلی شې او همدارنګه د اکا سره د کــــرنې او مالدارۍ پــــه برخه کې مــــرسته وکــــړي او خپل د راتلونکی ژوند د ملګرې شين خالۍ د ارمانو او هيلو د تر سره کـــولو لپاره د هغې په خدمت کې وې٠ شين خالۍ د زيړ ګل څخه دا هيله لرله چې د هغې د خـــورلنډې زرڅــــانګې په واده کې د هغه د پلار سره نژدې سلاکار اوسی ځکه چې زرڅانګې مشر ورور ندرلود همدا وجه وه چې د هغه څخه دا تمه لرله چې هغه به د زرڅانګې د پلارنژدی مرستندوی وی ٠ زيړګل هم دا پتيله وه چې د واده په مراسم او تيارۍ کې د زرڅانګی دپلار سره مرسته وکړي ٠ ماښام کله چې زيړګل څاروي د کلا انــــګړ ته راوستل نو په شين خــــالۍ یې غږ وکړ چې څاروې په خپلو ځايو کې وتړي تر څو د هغو لپاره ازوقه برابره کړي ٠ شين خالۍ او د هغې مور په ګډه څاروې په خپلو ځايو کې وتړل ،زيړ ګل چې د شوتلو پنډ تر شا او لور يې په لاس کې وه لمړی يې د شوتلــــو پنډ د وچو وښو تر څنګ تــــراوږې ښکــــته کړ او لور يې د ديوال په د رز کی خښ کړ او بيا يې شوتله د وچو وښو سره ګــــډه کــــړه او د څــارويو مخې ته يې په کافې اندازه واچوله او خپل څادر يې چې شوتلـــه پکې راوړې وه و څنډه او د کـور په انګړ کې چې په ګلمونو ، توشکو او کټونوسنبال شوی ؤ کيناست ٠ شين خالۍ په بیړه چاې تيار اوپه پتنوس کې يې د تورو چايو پياله د مساله دارې ګوړې سره د زيړ ګل مخې ته کيښود ٠ يو څه شيبې وروسته د شين خالۍ پلار او مور هم راغـــله او شين خالۍ د هغو مخــــې ته هم د شنو چايوډکې پيالې کيښودلې ٠ زيړګل د تورو چايو څښکل عادت درلود ،مګــــر د شين خالۍ مور او پلار دشنو چــــايو څښکل غوره ګنل او ويل به ېې چې د شنوچايوګټې ډيرې دی خوشين خالۍ بيا دومره سر پری نه خوږاوه هغې ته که تور چای وه او که شين توپیرنه درلو د ،څـــه چې به تيار وه هغې به نوشجان کوه خو بيا زيړګل او د شين خالۍ مور او پلار ته خپل د خوښې چای عادت ګرځيدلی وه٠ زيړ ګل د چاې اخــــري پياله پــــه سر واړولـــه چې د کــــلې د ملا د الله اکبر اواز پــــورته شو ټــــولو د جل جلالهو اواز تر خولې وخوت ، زيړ ګل او اکايې شړۍ په اوږه کړه او د جومات په لور روان شول تر څو د ماښام لمونځ په جمعه وکړي، دوې ځان په زرغده جمعې ته ورسوه ٠ په کــــلې کې د ماښام لمانځه ته د کلــې اوسیدونکي حتمي جــــومات ته راتلل ، په تیره بیا د کلي سپين ګيری اوخوانان ځکه چې دورځی له خو ا تمـــام دکار او غريبۍ لپاره د کـــلي څخه بهر وتل ، څوک به د بزګرۍ په کارونو بوخت وه ، ځوانان به د تعليم لپاره ښوونځيو ته تلل ، په کلې کې تنها دکور ميرمنې او واړه مـــاشومان پاته کيدل چـــې په خپلو کې ېـــې راشه درشه لـــرله او هميش ېې بنډار جوړ وه خوددی بنډارو ترڅنګ د کوردکارونو سنبالول ، دجامو پريمځل ، پخلې او نور ډير مصروفتونه وه چی د کور ښځو هم په ډير زحــــمت او کـــړاونوورځنۍچارې تر سره کولې٠ سبا د زرڅانګې پلا ر، زرڅانګه د شين خالۍ دوی کورته واستوله چې وګوري که زيړ ګل او تره يې په کور وي تر څو د واده په اړه د هغو سره خپل پروګرام شريک کړی ٠ د زرڅانګې کور د شين خالۍ دوی د کور په څو قدمې کې وه پــــدې حساب په کلــې کې د دې دوؤ کورنیو تک راتګ دکلی نورو اوسيدونکو په پرتله ډيره ؤه او ښه مناسبات يې ساتل٠ زرڅانګې د زیړګل او د هغه د اکا شتون پـــه کورکې خپل پــــلار ته خبر ورکړ ٠هغه هم دځايه پاڅيد ، پګړۍ يې په سر وتړله ، واسکت يې واغــــوست او خپله تور بــخنه شړی يې تـر ځان چار پيره کړ او د زيړګل دوی د کور په نيت روان شواو هلته په رسيدو د هغو د کور ور وټکوه ٠ زيړګل د کلا ور خلاص کړ او د زرڅانګې د پـلار سره يې روغبړ وکــــړ او هغه تــه يې کورته د ننوتلو بلنه ورکړه اودکور په انګړ کې ورته ځاي برابر کړ٠ زيړګل ، دزېړ ګل اکا ، شين خالۍ او کاکا ناوي هم د هغه هرکلي ته راغله او د هغه په مخامخ لوري کيناستل ٠ د روغبړ نه وروسته شين خالۍ د چای د جوړولـــو لپاره لاړه او دوي خپل خبري د زرځانګې د واده په اړه پيل کړې ٠ په پيل کې د زيړ ګل اکا د زرڅانګې د پلار څخه داسې وپوښتل ؛ لعل ميره ! څنګه شوه د زمانخان اکا سره مــــو د واده په اړه څه وکـــړل او څه نتجې ته سره رسيدلي ياست ؟ د زرڅانګې پلار ورته پــه جواب کې وويل ٠ اکا ، که رښتيا راباندې وايې معامله خو جوړه ده ، داسې د جنجال کـــومه خبره نشته ،زمانخان هم بد سړی ندې، که څه هم د زرڅانګې مور يو څه اضافي بوجونه پر هغو ايښې ؤه، خـــوکله چې زه خبر شوم ما د زرڅانګې مورته قناعت ورکړ ، اصلي خبره خو داده چــــې زرڅـــانګه زموږ يواځينی لور ده ، موږ بل اولاد يا وارث نلرو،اوس که موږ په ځـــوم دا بـې ځايه مصارف وکـــړو نو دهغـــو راتلونکی ژوند به د کړاونو سره مخ شې چی دا خبره ما د زمانخان سره هـــم شریکه کـــړه اوورته مې وو يل څه رنګه چې مو زړه وې، د ا ستاسو خپله معامله ده او زه نــــه غواړم چـــې پدې بـــرخه کې کوم شرط يا بوج درباندې کيږدم ، دبلې خوا د زمانـــخان اکا دې هم کور اباد وې پوه او مشر سړی دی ، هغه زمـا ددي فيصلی څخه مننه وکړه او راته يې وويــــل چې دا زموږ او تاسو د خوښــــی او دوستـــی خبره ده ،ستاسو دی کور اباد وي خو موږ هــــم خپل هوس او ارمان لرو ، زموږ هم دا هيله ده چې زموږ واده او دا خوښی په ښه شان سره تر سره شې ،تاسی تشــــويش مکـــوی مـــو د کلی رسم او رواج نـــه ستر ګې نه شو پټولی هغه څه چې لازمه او زموږ په وس کې پوره وي هغه مـوږ خپله هــم داتکـل لرو چی زموږ د اولادونو دا خوښې په پوره درنښت تر سره شې ٠ د شين خالۍ مور په اخر د خبرو کې داسې وپوښتل؟ لعل مير ه اکا ، د واده ورخ مو وټاکله ؟ د زرڅانګې پلار ورته په جواب کې وويل ؛ هو د واده ورځ مو معلومه ده ، راتلونکې دجمعې په ورخ که دخداې رضاوې واده د ی ، همدا وجه ده چې اکـــا ، زيړګل او تـــاسوسره د مشورې لپاره راغـــلی يم ترڅو د واده پـــه تنظيم کې له ما سره برخه واخلۍ٠ په همدي ډول لعل مير اکا ، زيړګل ، او دشين خالۍ مور او پلار دواده پروګرام جوړ اودې نتجې ته سره ورسيدل چې د ښځو مراسم دې د زرڅانګې دوۍ په کوراو د نارينه و لپاره د شين خالۍ دوۍ په کورکې خايونه برابر شې او ميلمنو ته د ډوډۍ جوړولو او پخلي کارونه دې هم دلته تر سره شي ٠ کله چې د زرڅانګې پلار د زيړ ګل او دهغو د خپلوانو د همکارۍ وعده تر لاسه کړه نو د هغو نه په خوښۍ سره د خپل کور په لور روان شو ٠ زيړ ګل هم خپل څادر په اوږه کړ، لور او بيــل يې واخيست اود بـــاغچې پـــه لور روان شـــو ٠هغه د زمانخان اکا ځوی يا د زرڅانګې کوژدن ا باسين له وړکتوب څـــخه پيژنده ، هغه به هميش پالاوۍ لنګۍ تړله او جګه شمله به ګرزیده ٠ نو کله چـــې په باغــــچه کـــې په کار بوخت شو دا زمزمه ېې تر خولې شوه ٠ پدې محفل کې نن خوشاله خوشالي ده د شمــله دارهلـک ښـــادي ده دزيړ ګل څخه شين خالۍ هيله کړې ؤه چې دزر څانګې واده ته به ښکلې شعر جوړوي چی دا زمزمه د زيړ ګل لپاره ښـه الهــام ؤه کــوم چې د هغــې پــه واده کــې يــې ډالــې کړي ، زيړ ګل د هغــې کلېوالې حسن ، خصلت او همدا ر نګه د واده شپـې تــه داسې هيله لرله ٠ ناوکۍ څومــره ښه ښکاریږي په ناز همـــــزولې یې ګډیږي د هلک کورپــــرې ابــــادیږي په خپل ښایست کې یې خصلت کلیوالي ده د شملــه دار هلک ښادي ده زيړ ګل د هغې ښکلااو حسن ېې داسې تمثيلوه٠ ناوې ښایسته لکه د ګل ده څه د ښایست یې جلوبل ده دا خوش بویي یې دسنبل ده څومره ښایسته د غاړې هاریې طلایي ده د شملــه دارهلــــک ښادي ده د ا باسين او زرڅانګې د نيکمرغې لپاره يې داسې هيله لرله ٠ ناوکۍ پـــــل دی بخــــتور شه شپی دې برات ورځ دې اخترشه ژوندمــــوروښانه لکه لـمر شه دا زموږ هیــله ده امید دا مو مرزي ده د شمله دارهــــلک ښادي ده او په اخر کې ېې دا دوعا هغو ته د زړه ووتله ٠ ښه اوږد ژوندون مو په نصیب شه ښاد مو هم لرې هم قریب شه مینه مــو ګــــل اوعندلــــیب شه اوسۍ خوشالــه دا ډ الۍ د افغاني ده د شمــــله دار هلک ښـــادي ده ما هم دا ښکلې ملغلري پيل او خوږ ژبو هنرمندانو ته ډالۍ کړه چې د خوښې په مراسمو کې ېې په خپلو خــوږو اوازونو کې هيــوادوالو ته واوروي چې پوره شعــر ته په لانــدې ډول ستــاسو توجوه راګرځوم ٠ ډ الۍ پدې محفل کې نن خوشاله خوشالي ده د شمــله دارهلـک ښـــادي ده ناوکۍ څومــره ښه ښکاریږي په ناز همـــــزولې یې ګډیږي د هلک کورپــــرې ابــــادیږي په خپل ښایست کې یې خصلت کلیوالي ده د شملــه دار هلک ښادي ده ناوې ښایسته لکه د ګل ده څه د ښایست یې جلوبل ده دا خوش بویي یې دسنبل ده څومره ښایسته د غاړې هاریې طلایي ده د شملــه دارهلــــک ښادي ده ناوکۍ پـــــل دی بخــــتور شه شپی دې برات ورځ دې اخترشه ژوندمــــوروښانه لکه لـمر شه دا زموږ هیــله ده امید دا مو مرزي ده د شمله دارهــــلک ښادي ده ښه اوږد ژوندون مو په نصیب شه ښاد مو هم لرې هم قریب شه مینه مــو ګــــل اوعندلــــیب شه اوسۍ خوشالــه دا ډ الۍ د افغاني ده د شمــــله دار هلک ښـــادي ده shin kalay 9 ma barka By:Sameuddin Afghani - بېرته شاته