(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

زه هم ازاد يم

دا يو اتفاق دی چې د پاکستان دجوړیدو دهندوستان او افغانستان د خپلواکۍ ورځې په يوه هفته کښې پرله پسې راځي. او دا ورځى دلته په امريکا کښې د د غو ملکونو په مسافرو هم په مختلفو شکلونو او رنګونو کښې تيريږي. دا يوه فطرى خبره ده چې کله انسان په خپل وطن کښې وى نو د خپلو ډيرو ملى او مذهبى ورځو نه يا خو خبر نه وى يا ارزښت نۀ ورکوي. زياتره خو هله خبر شى چې راډيو يا تلويزون ورته ووائى چې نن د ازادۍ ورځ ده او يا سبا ته نورز دی. دا خاصى ورځى چې يو خاص خبر لرى هغه دا چې په دې ورځو عامه رخصتى وى ، نو زياتره خلک ئې د ورځې د اهميت نه زيات دې رخصتۍ يا چوټۍ ته خوشحاليږى او په دې ورځ يا خوپه کور کښينى هندى فلمونه ګورى يا ملګرو سره د پغمان او کالام چکر ته ووځى. په وطن کښې د ازادۍ د مفهوم پوښتنه که د چا نه کوې نو هرڅوک درته د خپل شخصى ژوند د تجربو او د حالاتو په باب د خپلې فلسفې په اساس تشريحات درکوي. خو کوم مفهوم چې د ازادۍ ورځې د يو مسافر سره مل وى ، هغه ځانته يو بيان لري. دلته په امريکا کښې د مختلفو ملکونو خلق خپلې جلا جلا ټولنې لري. پاکستانيانو کښې هم دا خبرې ډيرې دى چې نن په فلانى ځائې کښې د اخترمونځ دی، سبا په بل ځائې کښې. همداشان د ازادۍ د ورځې ميلې ئې هم ځانته د تجارتى ګټو په خاطر بيلې کړې وې. هر کال د اګست په مياشت کښې ځائې په ځائې اعلانونه لګيدلى وي. جشن ازادى ميله . د استقلال د ورځى جشن. او بيا په دى کښې ټوله توجو دې ته وى چې څومره دوکانونه پکښې خلاص شو. د موټرو په اودرولو څومره پيسې واخلو. او نورې چندې پکښې څنګه غونډى کړو. يو نيم سندرغاړی يا هنر مند چې د کار روز ګار دپاره امريکا کښې پروت وى هغه راونيسى او ملى سندرى پرى ووائې. او که چیرى کوم وطنى سندرغاړى ته د امريکا ويزه نصيب شوه، نو بيا خو د هغه ډيره غوغا کيږى چې هله چې رحيم شاه راروان دي. او څو ځل داسې شويدى چې د رحيم شاه ته د ويزى د لګيدو نه مخکښې د ده د راتګ زيری را رسيدلی وي. او بيا په خاصه ورځ معلومه شى چې رحيم شاه خو لا هم په انتظار دى . او دده مينه وال د ده ياد کښې دلته او هغه په اسلام اباد کښې دا سندره وائى چې زۀ انتظار کومه ستا د سترګو .ولې پناه شوې تۀ زما د سترګو. دا خو شوه د هغو خلقوقيصه چې دلته ئې د ازادۍ د ورځى نه کاروبار جوړ کړيدی. او ټول کال په دې طمعه ناست وى چې کله به دا ورځ راځى چې يو څو روپۍ نغدې کړى . خو اصل خبره د هغه مسافرو ده چې دې ورځې ته فقط په دې اميد انتظار کوى چې ميله به وي. ماشومان به ئې رنګ په رنګ لباسونه واغوندى ، دوى به هم سيالى وکړى د نورو وطنونو د خلقو سره او ورته به وائى چې مونږ هم د ازادۍ ورځ لرو. ټول خلق په دې خاص ورځ يو خاص ميدان يا سټيډيم يا تالارته ځى او هلته د ماسپيښينه تر ماسختونه اوړى را اوړي،د وى کښې هر يو په خپل يو احساس دغو پروګرامونه ته ځى .يو دا چې په مسافرۍ کښې خو د کلى وطن په شان هر جمعه او يکشنبه خو غم ښادى نه وي. نه سنتى وى نه کوژده او نه هر دويمه ورځ پلار کره يا کلى ته خو نۀ شى تللی. نو دوى لپاره داسې موقعى هم د اختر ورځ وي. هم د وادۀ او هم د خيرات. په مسافرۍ کښې د وطن خاصې ورځې خلقو لپاره په دې هم ډير ارزښت لرى چې دوى چار چاپيره داسې څه نۀ وينى چې د وطن مينه پرې ماته کړي. نو که چیرته لرى هم د رباب ترنګ او د پايزب شرنګ واورى نو غوږونه ئې هسک ودريږي. څو څو ځله ما خپله ليدلى دى چې چیرته په يو خارجى هوائى ميدان کښې د کوم چا د خلى نه پښتو جمله واورى نو زر به ورشى او ځان به ورسره معرفى کړى چې زه هم پښتنون يم. تاسو د کوم ځائې ياست، دا د وطن او وطنوالو سره مينه په وطن کښې د وطنوالو په منځ کښې دومره نۀ معلوميږي، څومره چې په مسافرۍ کښې زياته وي. په کلى او ښار کښې به د يو اشنا نه په ځينو خبرو چپ ګرځي، خو که هم دغه ناخوښه اشنا په کوم بل وطن کښې درته مخامخ شى نو يو سلام خو به پرې ارومرو اچوې. همدا مينه هله زياته شى چې د وطن نه يو سندرغاړی دلته راشي. ماته ښه ياد شى چې مشهور پښتون سندرغاړی هاورن باچا دلته امريکا ته راغلی ؤ . نو خلقو ئې دومره تود هرکلی وکړو چې د کوز او بر پښتانه ورته ټول راغونډ شوى وو او اتڼونه ئې ورته اچول. همداسې هرکلی د نورو وطنى څهرو هم کيږى او اساس ئې هم دا دی چې هر چاته خپل وطن کشمير دی او د وطن هر ساز او اواز په انسان خوږ لګى ، خو شرط ئې دا دی چې بنده د وطن نه لرې وې!!. دا به هر چا ليدلى وى . چې خلق په کابل او پيښور کښې دى ته خوشاليږى چې ماپه لوکس او خارجى رقمه رستوران کښې برګر او پيزا وخوړله. کی ايف سى او ميکډانلډ ته لاړم. خو دلته چې راشى نو په دويمه ورځ به پوښتنه کوى چې کوم ديسى هوټل نشته چې چولى او کړاهى په کښې وخورم. هلته کی ايف سى پسې ګرځى دلته چرسى کبابى پسې. د ازادۍ ورځې هم د دى يو مثال دی په وطن به ئې کله د خپل وطن بيرغ يا جنډا هم نه وى رپولى خو دلته به د ملنګ جان او غنى خان د سندرو پسې ليونى وي. هلته به دې نه خبر نه وى چې غازى امان الله خان څه کارنامه کړى وه او د غازى ايوب خان مزار کوم ځائې دی ، خو دلته به ددغو اتلانو په ياد اوږدې اوږدې مقالې ليکى او لولى به ئې.دلته هم د پښتنو/افغانانو ټولنې د افغانستان د استقلال د ورځې په مناسبت غونډې کوي. د نوروز ميلې کوى. او د اخترونونمانځنه کوى.دوى تر خپل وسه کوشش کوى چې خپلو بچو ته وښائې چې مونږ مسلمانان يو افغانان يو او خپلې ورځې او عنعنې لرو . خو د امريکائې ژوند اثر په هر ځائې کښې ليدل کيږي، د دوى مشران په پښتو او درى ژبو کښې اوږدې اوږدې پړ پړى لولى او اولادونه ئې بيرون په دى انتظار چکرى وهى چې کله به د دوى هزار داستان خلاصيږي، کله به غږ کيږى چې راځئ ډوډۍ تياره ده او کله به ډول ته ډنګ ورکوي. چې دوى ورته لاسونه وغورځوى او خپل خوند ترې واخلى . د دوى وطن او وطن پرستى ټوله د کوچانى واسکټ او رباب د ترنګ پورې محدوده ده. دا د نوى نسل ځوانان په دى خو خبر وى چې امريکا د ازادۍ ورځ ولې په دې ورځ ده ، خو د مشرانو د مصروفيت او بى غورۍ دلاسه دوى د زمرى د اتويشتمې نه خبر نه شو په دې ورځو د وطن زمريانو کومه ميړانه کړې وه.د خپل وطن د تاريخ نه خپل نوى نسل خبرول د دوى د مشرانو هم هغه هومره مهمه وظيفه ده . څومره مهمه وظيفه چې دوى ته حلال رزق رسول او ښه تعليم او تربيه ورکول دي. که يوازې په دې باندې قناعت وکړى چې دوى خپل بچې د اختر ميلې ته وړى ، د استقلال په جشن کښې ورباندې سندرې اورى او د اتڼ چل ورته وښائې ، نو بيا ورته وائى چې مونږ هم د يو ازاد وطن نه راغلى يو. خو بيا چې سبا همدا بچېان ددوى ژبه ونه وائې. د دوى په لباس پورې وخاندى، د وطن په سندرو باندى پوهه نه شى. او د مشرانو د خپلوانو سره خپلولى کول ونۀ غواړى ، او ته ورته ژاړې ، چې تۀ خو زما اولاد ئې . زما خبره ولې نه منې. نو هغه به درته فقط دومره وائى او د خپلې ملګرى يا ملګرې سره به درنه روان شى چې زه ستا اولاد يم . خو دا هم واوره چې زۀ هم ازاد يم.22.08.2007 Matiullah Abid - بېرته شاته