(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشهيدې ستارې اڅکزۍ دمړيني يوکال پوره شو

داپريل پر دولسمه نيټه دشهيدي ستارې اڅکزۍ دشهادت يو کال بشپړه سو.پروسږکال داپريل پر دولسمه ديکشنبې په ورځ دڅلورو بجوپه شاه وخوا کي ،په داسي حال کي چي ستاره اڅکزۍ په بغره يا چادري کي د کور پر لور راروانه وه ، دڅلوروتوپکدارانوله خوادخپل کورپه مخ کي دکلاشنکوف دتوپک په ډزو سره شهيده کړل سوه.دې پيښي نه يوازي دمرحومي ستارې کورنۍ دغم پر کمبله کښينول بلکي،په نړۍ کې نړيوال دستارې پرغم سره را غونډکړه.دلته سوال دادی : ولي هيوادپال په نخښه کيږي؟ ستاره هيواد ته دخدمت په خاطر ولاړه ،په داسي حساس وخت کي چي افغانستان وتعليم يافته خلکو ته ضرورت لري ؛ايا خدمت کول ګناه ده؟ اوداسي نوري پوښتني هم را پيداکيږي .خوځواب يې بيا هم يولنډځواب سته ؛ هغه داچي دهيواد دښمنان غواړي چي هيواد پال په دې سره وبيروي ، چي منورين او ښونيزولس هيواد دته دبيا ابادولو او خدمت کولو جرعت ونه کړي.ستاره اڅکزۍ په داسي حال کي دهيواد وخدمت ته زړه ښه کړ،چي ددې خپل ژوند په جرمني کي تر هرچاه ښه وو، خوداچي په هيواد کې ستونزي وي نو بيا يې هم ستونزي دهيواد والو په خاطر قبولي کړې اودهغه څو کالو په جريان کې دقدروړ خدمت وکړ.شهيده ستاره ديوه با سيوادي او قهر ماني په څيرکور په کور ګر ځيدل او دغريبانو او يتيمانو سره يې مادي او معنوي مر ستي کولې،هغه په هغه مجبورو خلکو پسي ګر ځيده کوم چي دوخت چارواکو به يې حقوق خوړلي وه او يا خو به يې هم دوسيې درشوت خورو له خوا بندي پاته وې.دکندهاردخلکو ډيري ناخوالي يې ورسمي کړې.او دکند هار دخلکو په منځ کې دوخت دملالي په څير دميړاني او هيواد پالي نوم او نښان وګاټه.دکندهارخلکو به دډيري پيرزويني په خاطردمور،ترور(خاله) ،خور اوداسي نور لقبونه ور کول.او پر جنازه يې په سلهاو هيوادپال را غو نډ سوي وه ، دهغې شهيدي فا تحه دهغې پردوستانو برسيره دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي دهغو خلکو له خوا واخيستل سوه او دهغې وپاک روح ته يې دوعاګاني وکړې. او دنړۍ په ګوټ ، ګوټ کي خپرونولکه را ډيو ، تلويژنونو، اخبارونو او مجلو کې دژوند پر مختليفو برخو نويشتې وسوې.مات هم دغه بيت را يا دسو: تر هغه ژوندون مي مرګ را ته بهتردی ديــوې لحظې ژوند ون لاپردروند تردی چي نه فکر او نه خيال دغـرور ساتي بې پروا انسان له هر ژوي بد تر دی خو دا چي دملت فکر دچاه په مغزو کي ځای نيولی وي ، بيا هغه دغرور اوبهترۍ احساس هم په ځان کي ساتي. او پر دغه لار که شهيد هم سي ژوندون يې هم دفخر وړ دی او شهادت يې هم دفخر وړوي.دملت دخلکو خدمت کول يوه لويه قرباني غواړي او مثال دقربانۍ يې موږ په خپل تاريخ کي لرو ، خو په اوسني وخت کي دستاري اڅکزی شهادت يوه لويه قرباني وه. اودرا تلونکي تاريخ دپاره بې ساري وياړ يې دکورنۍ او هيوادوالو ته ور په برخه کړ. داځکه ستاره اڅکزۍ دپيسو دګټلو په خا طر وهيوادته نه وه ورغلې ،لکه څنګه چي يولړ انجو ګاني هيواد ته دلوټمارۍ دپاره تللي دي، داځکه چي هغې دپلار او نيکه بې شماره جايداد او شتمني درلودله او دجر مني په هيوادکې هر څه تضمين اودرلودله . يوازي د ولس اوقوم پر غريبانه ژوند نارامه وو.او تر هغه ځايه چي ژوندورسره ملګری و، په هم هغه وخت او زمان کې خپل ډير ښه نوم او نښان وساته. پاته سول هغه ترا ژيدي چي کورنۍ ته يې ور په برخه سوې او پاته ده . چي دکورنۍ فرد فرد يې ژوندی وي دهغې نيکي اوښې خا طرې به ورسره وي.دهغې دشهادت دمرګ نه ور سته دشهيدي ستارې مورچي دژوند ورستۍ شعبې پر ختميدو دي اود٩٥کالو څخه اوښتې ده تر اوسه دستارې دمرګ نه خبره نه او هر لحظه دخپلي قهر ماني لور دراتګ په اميد ورځي تيروي.دمرحومي ستارې شهيدي مور وهر ميلمه ته په وياړ سره واي ، چي ما خپله لورکندهارته دقوم او خلکود خدمت دپاره استولې ده او هلته دخپلو پلرونو او نيکه ګانو په څير خدمت کوي. دمرحومي ستارې اڅکزۍ خاوند مر حوم درويزه چي هم دخپلي ميرمني سره يوځای دهيواد خدمت ته لستوڼي را نغښتي وه .او دکندهارپه پوهنتون کې دکيميا داستاذ په صفت دنده تر سره کول ، پسله ډير لږ وخت څخه دشهيدي ستارې دشهادت نه ور سته هغه هم په خپلي قهر ماني ميرمني پسي زړه ودريدی .او دټول عمر له پاره يې ددې نړۍ څخه سترګي پټي کړې اودابدي ژوند دپاره دخپلي ميرمني سره يو ځای سو. ددوی دي جنت فردوس په نصيب وي ، چي دخپلي خاوري او هيواد دپاره يې خپل ځانونه شهيدان کړه. اوزموږ قهر مان خلک به هم هيڅ وخت خپل دغسي قهرمانان حير نه کړي . او هميشه به يې ياد ساتي .اوددولتي چارواکو څخه زموږ هيله دا ده چي بيا هم دستارې دنوم په خاطر يوه علمي مؤسيسه دهغه په نوم ونوموي او دهغي قاتلان دقانون اوانصاف ودروازې ته وروي. داحمدشاه بابا علمي ادبي ټولنه هم په دې وياړکي ځان شامل ګڼي چي دخپلي قهرماني ستارې ورځ نمانځي او په اينده کي به يې بيا هم په شاندارو مرا سمو سره ونما نځي. (( روح دې ښادوي)) خداي تعالی دې ددې دشهادت په روی وه افغانانوته يوآزاد ، سوليز،پرمختللی افغانستان ور په نصيب کړي. ننګيالی بڅرکی دشهيدي ستارې په باب دځينو ليکوالانو او رسانيو يادوني اونظرونه په لاندي نيوليک کي تر لاسه کولای سی. سرليکونه يا فهرست : لومړی : دارواح ښادي شهيدي ستارې اڅکزۍ لڼډه پيژندنه. دوهم : ويـــر نـــه ( مـــر ثيه ) . دريم : دشهيدي ستارې اڅکزۍ دژوند ځانګړني . څلورم : دځينو رسا نيو نظرونه دستارې په باب . پنځم : داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني دخوا شنۍ پيغام . شپږم : دطاهر اڅکزي يادون (ستاره اڅکزۍ) اووم :دمرحوم ډاکټر درويزه ناګهاني مړينه دارواح ښادي شهيدي ستارې اڅکزۍ لنډه پيژندنه په ډير خواشنۍ سره مو خبر تر لاسه کړ،چي ستاره اڅکزۍ دطالبانو له خواداپريل پر دولسمه نيټه ديکشنبې په ورځ دڅلورو بجو په شاه وخوا کي، په غيري افغاني ، غيري اسلامي او بزدلانه توګه شهيده کړل سوه ((روح دې ښاد وي )) . ستاره اڅکزۍ چي دکندهار دبي ،بي هوا په کوڅه کي (دلرګو ګنج ته څيرمه ) په مشهوره سيمه کې په ١٣٣١هـ ش کال کې په يوه منوره کورنۍ کي سترګي روڼي کړي وې .دلوړ سيا سي شخصيت ، چي دسقاو وه واکدارۍ ته يې په کندهار کي دپا ی ټکی کيښود او دويښوزلميانو ستر مبارز ، چي دډيمو کراسۍ په خاطر پنځه (٥)کاله بند کاټ کړی ؤ .د مرحوم حاجي محمد انور خان اڅکزي لوراود محمد علم بڅرکي کشره خوروه. ستاره لا وړوکې وه چي کورنۍ يې دبي ، بي هوا څخه وپنځمي ناحې يعني د ( منزلباغ ) جادې ته په کډه را نقل سوه ، چي لومړۍ زده کړي يې . په زرغونه ليسه کي تر دولسمي ټولګۍ پوري دبکلوريا تر حده وکړې ، او بيا يې دکانکور تر ازمويني ورسته ، دژبو او ادبياتو په برخه کي دتاريخ او جغرافيې څانګه په ډير برياليتوب سره سرته ورسول ، او په همدغه څانګه کې دښوونکي په توګه دنده تر سره کول. وروسته تر هغه په کندهار کي دعينو دليسې دمديرې په تو ګه يا دمشري په توګه يې خپله دنده په ډير بريا ليتوب تر سره کړل . او بيا دهغه څخه ورسته دکندهار په لوړ رتبه مامورينو کې دميرمنو دټولني درئيسې په توګه يې دنده تر سره کړه ، چي تر ١٣٥٧هـ ش پوري دميرمنو دټولني مشروه ، خو څه وخت چي په ١٣٥٧هـ ش کال کي دثور دمياشتي اړودوړ را منځته سو او حکومت په يوه ګوند او يوه ايډيالوژي پوري وتړل سو نو يې ددې پر ځای يوه ګوندي ښځه په کاروګومارل . چي ددې څخه ورسته ستاره اڅکزۍ دکندهار څخه دکابل پر لوري ولاړه او هم هلته دکابل په (عايشه دراني) ليسه کې دښوونکي په توګه خپله دنده پيل کړه ، تر هغه ورسته په (امينه فدوي ليسه کي په کار وګومارل سوه ) په ١٩٨٩م کال کي د پاکستان او بيا د جرمني پر لور مهاجره سوه . په جرمني کې هم په ځينو برخو کي دکار دلاسته را وړلو په خاطر ځيني زده کړي تر سره کړې ، لکه دګلانو سمبالول او ډيکوريشن ، غونچه کول او خپله دجرمني ژبه زده کول . شهيدۍ ستارې اڅکزۍ برسره پر دې چي لوړ تحصيلات يې تر سره کړي وه او زموږ ودې غريبي ټولني ته يې ډير خدمتونه کړي وه او ديوه لوړ شخصيت ارزښت يې درلود په ځينو ژبو باندې هم بلديت درلود. لکه : پښتو ، فارسي ، جر مني ، انګليسي ژبو باندي پو هيدل . او لوستل يې په کښي کولای سوای . ستارې اڅکزۍ په جرمني کي ديوه ښوونيز شخصيت ښاغلي ډا کټر درويزه اڅکزي سره واده وکړ او ښاغلی درويزه اڅکزی چي دثور تر انقلاب وړاندي جرمني ته تللی وو، او هغه دکيميا په برخه کي خپلي لوړي زده کړي د(پي اچ ډي)يا ډاکترۍ تر کچي تر سره کړي وې ، دهغه سره يې ګډژوند راپيل کړ. خوبيا څه وخت چي افغانستان ته يوه نسبي سوله راغله او دخلکو اميدواري دسولي وخواته ډيره سوه او په هيواد کي قانون نافذ سو نو دښاغلي ډاکټردرويزه په سلاح او مشوره وهيواد ته دخدمت په خاطر يې دغرب او جرمني ښې او ښادۍ پريښودې او هيواد ته را ستانه سوه ، هغوی ددولت رسمي کورونه قبول نه کړه او خپله سرمايه يې په خپلو نړيدلو کورونو ولګول او هلته يې دځان دپا ره ټا ټوبي جوړ کړ. چي په نتيجه کې ډاکټر درويزه دکندهار دپو هنتون داستاد په توګه دنده پيل کړ او خپله مرحومي ستارې دولسونو په منځ کي ځان کانديد کړ او خلکو هم دهغه داستعداد په خاطر دباور رايه ور کړه او په يوه ښه اکثريت سره هغه دکندهار وولايتي شورا ته کانديد او وټاکل سوه . چي بيا ورسته په همدغه شورا کي دمنشي په تو ګه يې هم دنده تر سره کړې ده .چي دهيواد ددښمنانو له خو په ډيره ناځوان مردانه او غيري افغاني او اسلامي تو ګه داپريل دمياشتي پر (١٢)نيټه ددو کسانو طالبانو په وسيله شهيده کړل سوه او تروريست طالبان په تيښته بريالي سوه. او ديوه موټر سايکل په وسيله يې فرار وکړ. که څه هم دافغانستان ټولنه يوه جنګ ځپلې ټولنه ده، دسواد کچه په دې ټولنه کي لږ ده؛ په ډيره بيا دلوړو زده کړو په برخه کي، په ځانګړې تو ګه بيا دښځو په طبقه کې . زموږ دښمن موږ ته علمي کدرونه نه را پريږوي او دهغه وخت څخه چي زموږ په هيواد کي جنګ روان دی ، دښمن ټول عمر دغه هڅه کړې ده چي زموږ علمي او پوهه کسان دښوونکوڅخه نيولې بيا تر ښونيزو مر کزونو او علمي مؤسيسو پوري ئې هميشه په نښه کړي دي او دمنځه يې وړي دي. ويرنه /مرثيه کندهار ژاړي ګيله مند دی نن د خپلو بچــو دا دپردو په لمسون وژني خپل دپت سرونه امن يې نسته ګريوان څيري دبل په لمسون ځيني را وزي فراريږي دعـزت کـورونه کند هار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل او پردو چـــي دغيرت خبري ولاړې دازموږ د مغزو څپې سوې غلي دهلمند او ار غنداب د موجو څنګه را تيرسود ښمن زمـــوږ تـــر کـورو کندهــار ژاړي ګيله مند دی نن د خپلو بچــو ها! دنيکه منا جات څه سوه ها د بيټ خوبونه ها داڅک تر سترګوتوی سوې اوښکې پاس رودونه او ښکي به څنګه پا کوۍ دا دبابا د ستر ګو کند هار ژاړي ځيني ولاړه دا دوخت ستاره د مځکــي خيال دآسمانو دکهکشا ن ستا ره ټـوله نړۍ ورته حيرانه ده کـــــوي ننداره پريشتو پورته کړه آسمان ته دادوخت پښتنه کندهار ژاړي ګيله مند دی دا دخپل او پردو په نخښه ولـي د خپل نيکه اودبابا کـــورونه دخپل غيرت نومونه ، د شهامت خــــوبونه ګيله پر ځا ی ده د خيبراو آبا سيند د د رو په چيغو ، چيغو ورته ژاړي ارغنداب او هلمند دا دامو څه تر اټکه دی ټــــــــول پښتون ګيله مند په زړه زخمي ، په ژړاژاړي هم بارک هم مومند د شهاد ت په مرګ تهديد سوه نوم يې دی عزتمند کندهار ژاړي ګيله مند دی نن د خپل اوپردو چي پرعجزويې لاس برسي اوروي پرمرمۍ غيرت يې خرڅ کی دپرديو هيوادو په پيسو نـــــه سته پښتونه نن همت د لـراو بر پښتنو کندهار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل اوپردو دا دپردو په لمسون وژني داد سرکسان مو په نخښه کړي د ښمن ها د نظر کسان مو داڅکزۍ ستارې په شان بهتر کسان مو کندهار ژاړي ګيله مند دی نن دخپل او پردو هواره کړې ده کمبله دا دغم پر انګـړ ټوله پښتون ورسره ژاړي هم پرلر اوپر بر دښمن را غلی دی وکورته چي ترغله دی بدتر دشهيدي ستارې اڅکزۍ دژوند ځانګړني ستاره اڅکزۍ چي په يوه روښانفکره کورنۍ کي دې دنيا ته را غلې وه ،پلار يې حاجي محمد انور خان اڅکزی دډيموکراسۍ دلاري پلوی او په ټولنيز لحاظ يو خان ؤ ، چي دخپل وخت په مروجه علومو ملي او نړيوالوژبو پوهيده .هغه په پښتو ، فارسي ،اردوژبو باندي په بشپړه توګه ليک لوست کولای سو ؛ خو په انګليسي او عربي هم څه ناڅه پوهيده . هغه په کندهارکي دخپلو زړه ورو قومي پښتنوملي مبارزينوپه مرسته دانګريزانو ورستي لاس پوڅي ( حبيب الله مشهور دسقاوپه زوی) ته ماته ورکړه او کندهار يې دسقاو دظلمه وژغورۍ ، خو پسله هغه چي په کابل کې يو مرکزي حکومت ځای پر ځای سو؛ نو دکابل دحکومت په غو ښتنه حاجي محمد انور خان اڅکزی يې دګليستان کاريزه څخه يعني دډيورنډ دناپيژندل سوي سيمي څخه دافغانستان خدمت ته را وبللی اودفرقه مشرملکي رتبه يې ورکړه ددوخانې کاريز او ماشک کلا يې هم ورپه نامه کړه .او همدغسې په افغانستان کي خپل سياسي او ټولنيزژوند را پيل کړ. بيا يې په افغانستان کي دډيمو کراسۍ بيرغ دپيروزۍ وڅنډي ته ورساوه . هغه دښووني اوروزني سره په بشپړه توګه مينه درلودله ، نو ځکه يې په کورنۍ کي دښووني او روزني بهير ته مخه کړه او په خپله کورنۍ کې دنارينو او ښځو دپاره دزده کړي شرا يط برا بر کړه ، که څه هم په هغه وخت کي په کندهار کي هيچا هم دا جرعت نه سو کولای چي په خپلو ښځو دي زده کړي وکړي او هغه دي په لڅ مخ وښوونځی ته روان کړي په هغه وخت کي دا يو نوی کار وواو قرباني يې غو ښته خو حاجي محمد انور خان چي په فقه او مروجه علومو پوهيده نو يې قوم او خلکو ته په دې باب پوره ډاډګيرنه ور کړه .اودکندهار نوري کورنۍ يې هم ودې ته را وهڅولې چي په خپلو وړو ماشومانو با ندي زده کړي وکړي ، نوموړی کا رکه څه هم يو ستو نزمند کار وو ، خو نا ممکن نه ؤ . که څه هم يو لړ قومي مشرانو د حاجي محمد انور خان نوموړی عمل په کلکه سره وغنده ، خو حاجي محمد انور خان هغوی ته قناعت ورکړ.او نن ور ځ دحاجي محمد انور خان د مبارزو دبرکته دهغه پاته ټوله کورنۍ دبشپړه سواد اوز ده کړي خاوندان دي . دحاجي محمد انور خان دکورنۍ ټوله غړي نراو ښځي دلوړو زده کړو لرونکي دي . او هر غړی ددې کورنۍ دهيواد په چو پړ کي بوخت دی ،دې هيواد ته يې دخپل وس او توان سره خدمت هم کړی دی. چي په اينده نسلو نو کي به يې هم وکړي . چي دهمدغه هيواد پالي رو حې په مينه ستاره اڅکزی چي په المان کې هويت هم څر ګند ؤ ، او ښه ژوند او کار يې درلود ، خو څه وخت چې په هيواد کي وخت غنيمت وليد، نو يې پريکړه وکړه چي دالمان يا جر مني تر ښواو ښاديو تير او دهيواد چوپړ ته يې ځان چمتو کړ . او ځان يې دخلکو په منځ کي کانديد کړاو خلکو اوقوم هم دهغه دپوهي او کورني ښواړيکو پر بنسټ هغه ته رايه ورکړه. او هغه په دې خو شحاله وه چي هغه دخپلو خلکو دپاره خدمت کوي. او په دې لاره کې ځان بريالی هم ګاڼه ، که څه هم هغه زموږ کورته را غلې وه او ما ورته وويل : چي په هيواد کي جنګ دی او هغه کسان چي فعلآ په هيواد کي او سيږي هغه پر دو برخو ويشل کيږي . لو مړی عوام خلک دوهم جنګي ډلي لو مړی عوام خلک: هغه ډلي دي چي هيڅ توان او طاقت نه لري ، بې واکه دي او هغه عوام ولس ؛ستا په شان خدمتګاران دخارجي داړه مارانو څخه نه سي ساتلای او ته هم ځان نه سې ساتلای . دوهمه ډله: چي دخارجي هيوادو په مر سته اود خارجي هيوادو په توانمدي په هيواد کي ورانۍ او بيرانۍ کوي هغه نه خپل صلا حيت لري او نه په خپل سر نويشت پو هيږي ، هغوی دپرديو په دستور کار کوي اودهيواد خدمت ګاران هغوی ته دسترګو اغزي غوند ي معلو ميږي ، خو ستارې اڅکزۍ پر بې صلا حيته خلکو ډيره تکيه او حساب کاوه . دبله پلوه ستاره اڅکزۍ په خپل ځاني ځا نګړنو کي ، يوه غښتلې ، هيواد پاله ، پوه او دخپلو ګټو څخه تيره زړه وره ښځه وه او دهغه په وينه کي غښتل توب داسي را نغښتی ؤ: لکه دهغه دپلار او نيکنو په وينه کي چي ملي احساس را نغښتی وو .نو هغه دټولنيزو شرا يطو پر بنسټ دهيواد ګټو ته هميشه دلو مړي توب حق ور کاوه ، چي په همدغه لار ه کي هم شهيده سوه او دشهاد ت لوړه مر تبه يې هم وګټل . (( روح دې ښاد وي )) ستاره اڅکزۍ تر هغه ځايه چي زما په ياد ده او زموږ په کورنۍ کي دهغه ځانګړني ماته را پياديږي هغه دبيري احساس په ځان کي نه وو پاللی او هغه هميشه ديوه ډير غښتلي نار ينه په څير فکر کاوه ، په وړ کتوب کي هغه په کوڅه او بازار کي دغښتلي نجلۍ لقب ځانته خپل کړی وو . اوهلکان به يې په جنګ کي تښتول او دخپلو حقوقو په خا طر يې دهلکانو سره هم جنګونه کول . خو څه وخت چي ستره سوه او ټولنيز مسؤليتونه ورته متو جه سوه بيا يې نو دښوونځۍ په علمي کنفرا نسونو او علمي غونډو کي ديوه لوړ شخصيت په ډول برخه اخيسته او پر ښوونکو او نورو زده کوونکو ګرانه وه او دکتاب سره يې په بشپړه تو ګه مينه درلودله او دهمدغه ملګري يعني کتاب په مر سته يې خپله تعليمي سطحه او علمي موقف ته ځان ورساوه . هغه ښوو نځۍ ته پر بايسکل تلل چي په هغه وخت کي دا يو ګران کار ؤ ، خو هغه دا ګران کار ځان ته اسانه کړی ؤ.خو بيا هم هغه دژوند دځانګړنو په حساب يوه وتلې پښتنه ميرمن وه او کورنۍ وياړ په کوي . (روح دې ښاد وي) هالنډ de Shahudi Sitara Achakzai yaw kal pora sho By: Nangyalai Bazarki - بېرته شاته