(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د ُمسا د « پسکۍ » او په پټکی کې بم

لیکوال : ډاکټر رحمت ربی زیرکیار Mossad’s “Little Fart” and Bomb in the Turban By: Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, USA دنمارکی خپرونې( چیلاندز پوستېن) چې لومړئ ځل یې د حضرت محمد (ص) د راټیټولو لپاره د هغه کاريکاتورونه چاپ کړل، د مسلمانانو یو داسې غټ عکس العمل راوپاراوه جې تاو تريخوالي یې له هغوی نه د سلمان رشدي دکتاب (شیطاني ایتونه، سپتمبر ۱۹۸۸ زییز ) په ضد عکس العملونه وتمبول.دلته هغه معلومات وړاندې کوم چې د ذکرشوو کارتونونو د خپرولو په موخه رڼا اچوي او هغو لاسوندونو ته ګوته نیسي چې د پردې شاته یې د هغوی په رامنځته کولو کې رول لوبولئ و.په بله وینا،دغه اسلام-سپکي او لمسوونکي کاریکاتورونه ولې په دنمارک کې خپاره شول ،،څنګه رامنځته شول،ګټه یې چاته ورسیدله، او اسرایًیلي استخباراتو (مُساد ) څنګه د لوید یزاواسلام ترمنځ د ټکر لمبو ته ببوزی وواهه؟ دنمارک د د وهمې نړیوالې جګړې په مهال دګڼ شمېریهودانو ژوند ساتلی واوله دې امله فکر کوي چې اسراېًیل به یې احسان منی او پخپله دنمارک به د اسرایًیلو په استخباراتو اتبار کوي. دنمارک په اروپا کې د اسرا ییلی استخبارتو د عملیاتو لپاره مهم دی. په دغه کوچنی سکاندینوي هیواد دنمارک کې نږدې پنځه نیم ملیون وګړي ژوند کوي چې نږدې دوه سوه اویا زره یانې نږدې پنځه سلنې(۵٪)یې مسلمانان دي. جیلاند ز پوستن په د نمارک کې یوه کلکه محافظه کاره ورځپاڼه ده او هلته ګڼ شمیرلوستونکي لري. ګلتوري چلوونکی یې فلیمینګ روز نومیده. په امریکه کی د ټولنپوهنې(سوسیالوجۍ) متقاعد پوهاند اوزړور سیاسی څیړونکی جیمس پیتراس په خپل کتاب کې په روز فلیمینګ نیوکه کوی چې د دغې وظیفې (کلتوری چلوونکی) په ساحه کې د «لږې» پوهې خاوند و یا یې پکې «هیڅ پوهه نلرله». ولولئ: جیمس پیتراس،د امریکې په متحدو ایالتونو کې د اسرایًیلو قدرت (اتلانتا،جورجا:کلاریتی پریس)، ۲۰۰۶، مخونه ۱۳۶تر ۱۴۵ As cultural editor of Jyllands-Posten, Flemming Rose had “little or no knowledge.” James Petras, The Power of Israel in the United States (Atlanta, GA: Clarity Press,2006),pp. 136-145. فلیمینګ روز یو شمیر دنمارکی کارتونیستان وګومارل چې د خپل تصور مطابق د اسلام د پیغمبر کارتونونه وکاږي.د دولس کاریکاتورونو له جملې نه څلوریې پخپله د روز د کارمندانو له خو انځور شوی وو. په دغو څلور کاریکاتورونو کې یو هغه کاریکاتورهم شامل و چې «په پټکی کې بم» یې ښوده. بیا یې په جیلاندز پوستن ورځپاڼه کې خپاره کړل چې «د تمدنونو ټکر» پرې تود وساتي. د تمدنونو د ټکر د ارت بحث لپاره ولولئ رحمت ربي زیرکیار، د نوی سیاست الجبره: د ا مریکې د امپراتورۍ لپاره فکرونه، ستراتیجۍ،پلانونه،عملیات، ډنډوړې،او غولونې.خپروونکئ: د پښتنی کلتور او ودې ټولنه،جرمني،چاپځای: دانش کتابتون، پیښور ۱۳۸۵لمریز ۲۰۰۶ زییز( مخونه ۶۰ تر۸۶ ).فلیمینګ روز چې اصلا په پخواني شوروي اتحاد کې د یوکراین ایالت یو یهود و ، د اسرایًیلو د د دولت خاصتا د لیکود د رژیم سره یې«نږدې فعالې اړیکې» لرلې “Given Mossad’s longstanding penetration of the Danish intelligence agencies, and its close working relations with the rightwing media, it is not surprising that a Ukranian Jew, operating under the name ‘Flemming Rose’ with close working relations with the Israeli state (and in particular the far right Lekud regime) should be the center of the controversy over the cartoons.” Petras, op.cit. مخکې له دې جې فلیمینګ روز په زییز کال ۲۰۰۵ کې د جیلاندز پوستن ورځپاڼې کلتوری چلوونکې شی،په مسکو کې راپورتر و(۱۹۹۰ تر ۱۹۹۵،او بیا ۱۹۹۹ تر ۲۰۰۴) او له ۱۹۹۶ تر ۱۹۹۹ د واشنګټن په چایېریال کې ژورنالیست و. نوموړي په ۲۰۰۴ کې په امریکه کې د مشهور «صهیونیستي مفکر» دانییل پایپز سره مرکه وکړه چې له عربانو ځنې «نفرت» لری “the notorious Arab-hating Zionist ideologue [Diniel Pipes]”. دغه مر که په بریښناییزه پته هم لیدلی شئ [Flemming Rose Interview:] The Threat of Islamism. By Flemming Rose, Jullandas-Posten, October 29, 2004, 4 pages; www.danielpipes.org/pf.php?=3362 [Oct. 4, 2007]. دانییل پایپز د منځنیو پیړیو د اسلام په تاریخ کې له هاروارډ پوهنتون نه داکتري لاسته راوړې ده.داکتر پایپز په امریکه کې زېږېدلی دی. مور او پلار یې پولندي یهودان وو چې یواویا کلونه وړاندې په ۱۹۳۹ کې له پولنډ نه تیښتې ته اړشوی وو. داکتردانیل پایپزد امریکې د بهرنیو چارو ا ودفاع په وزا رتونوکې په بیلابیلو وظیفو کی لګیدلی و .هغه دولسمشر جورج ډبلیو بوش له خوا «د سولې د امریکایی موسسې»...په اداری هیئت کی وټاکل شو(اګست ۲۰۰۳ تر جنوری ۲۰۰۵)، په هغه اداری هیئت کی چی ډګلاس فیت پکی هم لګیا و.دګلاس فیت په دفاع وزارت کې ددفاعی چارو مرستیال و زیر و، او ریچارد پیرلې د فیت لاندې د دفاعی سیاست سازۍ د څانګې مشر و. دوی دواړه د دانیل پایپز په شان د اسرائیلو کلک پلویان دي .فیت او پرلی څوارلس کلونه وړاندې په زییز کال ۱۹۹۶ کی په اسرائیلو کې د لیکود ګوند د «افراطي» بنجمین ناتانیاهو لپاره یوه لیکنه ولیکله، چې سرلیک یې داسې و : یوبشپړ بدلون: د سیمې د حفاظت لپاره یوه نوې ستراتیجي “A Clean Break: A New Strategy for Securing the Realm” ددغې نوې ستراتیجۍ له مخې باید په عراق کې صدام حسین راوپرزول شي، او ورپسې دسوریې، لبنان،سعودی عربستان،او ایران حکومتونه رانسکور شی یا دې بې ثباته شي.دغه شان ددغه پلان له مخې به اسرائیل خپل حفاظت « دامریکې اواسرائیلو د غټې ګډې نیکمرغۍ په ساحه» کې خوندي کوي. “For Israel to be secure in a ‘Greater U.S. Israel Co-Prosperity Sphere’.”(Petras,pp.20-21) د کال ۲۰۰۲ په سپتمبر کې یانې د ۹۱۱ له بخولې نه یو کال وروسته، داکتر دانییل پایپز «دپوهنتون دانګړدڅارنې» (کمپَس واچ) په نوم ویبسایت چالان کړ او هلته یې پوهیدونکي (محصلین) دیته وهڅول چې د استاذانو ، د درسی کتابونو او درسی پلانونه (کریکیولا) په اکله رپورټونه ورولیږي . د«تورو لیستونو» د خپرولوله لارې داکتر پایپز غوښتل جې د هغو پوهانو وینا ته پاټک واچوی چې په اسرائیلو نیوکه کوي. ولولئ په امریکه کې د واګپوهنې(سیاسي علومو) د نامتو پوهاندانو جان میرسهایمر او ستیفن والت لیکنه: John Mearsheimer and Stephen Walt, “The Israel Lobby”, London Review of Books, vol 28, No. 6, March 2006. هر یوه داکتر دانییل پایپز او فلیمینګ روز ته په دنمارک کې « دازادو مطبوعاتو د ټولنې،۲۰۰۴ » (دی فری پریس سوسایټی آف ۲۰۰۴)له خوا دازادې وینا جایزې ورکړل شوې(مارچ ۲۰۰۷). پوهاند جیمس پیتراس کاږی چې د دنمارک د استخباراتو ماموران « هر درې کلونه» په اسرائیلو کې د مساد په سیمینارونو کې روزل کېږی. د مساد د یوه پخوانی ایجنټ ویکتور اَستر وسکي د وینا په حواله، مساد کولی شي چې د دنمارکی استخباراتو د خاصو اړیکیو له لارې په دنمارک کې د اوسیدونکو عربانو او فلسطینیانو پیغامونه تعقیب کړي “an extraordinary arrangement for a foreign intelligence.” Petras. op.cit. دنمارکي استخبارات چې «هرڅه کوی » له اسرائیلی استخبارتو (مساد)نه یې پت نه ساتي.خو سره له دغه اخلاصه او اعتماده، مساد دنمارکي استخبارات « فیرت سلَچ» ګڼي .دغه عبري ټکی په «کوچني تیز» یانې پسکۍ ژباړل شوی دی “fertsalach” (Hebrew word) = “little fart” (English translation); paskai in Pashto پوهاند جیمس پیتراس زیاتوی چې لویدیز پلوو عربی رژیمونو د دنمارک له حکومت نه وغوښتل چې که په جیلاندز-پوستن ورځپاڼه کې د خپرو شوو کار تونونو په اکله عفوه وغواړي ( فلیمینګ روز دغه کارتونونه د کال ۲۰۰۵ د سپتمبر په دیرشمه نېټه په ذکر شوي دنمارکي اخبار کې خپاره کړي وو). خو د نمارکي استخباراتو خپل ښیګري (رایټ وینګ) ستر وزیر اندرس راسموسین ته مشوره ورکړه چی له عفوې غوښتلو نه ډډه وکړې. په دې ډول « د مساد پسکۍ» یانې دنمارکي استخباراتو دتمدنونو د ټکر «اور ته ببوځی وواهه» “Mossad’s ‘little farts’, the Danish intelligence, fanned the fires.. and even refusing a request for a meeting with a group of Denmark-based diplomats from Arab and Muslim countries to discuss the ‘situation’.” Petras, ibid. د پوهاند جمس پیتراس په وینا، د اسرائیلی استخباراتو (مساد) پالیسی دا وه چې په اسلامی هیوادونو او په لویدیز کې « د عامه نظر تضاد » راوپاروي، اوبه خړې کړي او کبان ونیسي “a pretext to polarize public opinion”. “The major U.S. Zionist organizations were able to influence Secretary of State [Condi] Rice [2005-2009] into blaming Iran and Syria for fomenting the worldwide demonstrations from Gaza to the Philippines. The Israeli strategy was to use European outrage to weaken opposition to a military attack or economic sanctions on Iran and Syria-or preceding that on Gaza and Lebanon.” Petras, ibid. د کال ۲۰۰۵ په دسمبر کې حمس په فلسطین کې دموکراتیک انتخاات وګټل.داسې برېښي چې اسرائېلو د فلسطینی مشرتابه په ویجاړولو پسې ملا تړلې وه. د کال ۲۰۰۶ د جون په ۲۸ نېټه اسرائیلو د غزا په پټه(ګازا سټریپ) غټ هوایی او زمکنی بریدونه وکړل.اسرائیلو له شپیته نه زیات فلسطیني مشران ونیول یا یې تیښتې ته ا کړل.دنیول شوو په ډله کې اته تنه د کابیې وزیران وو او شل تنه د پارلمان غړی وو. د ۲۰۰۶ جولای په دوهمه نیټه د اسرائیلو ستر وزیر ایهود اُلمرت ویلي وو جې د غزا په پټه کې به هیڅوک د شپې خوب ته نه پرېږدي “I want nobody to sleep at night in Gaza.” دغه شان ایهود ا لمرت د کال ۲۰۰۶ په جون کې د امریکې ولسي جرګې(هاوس آف ریپریزنتتېو) ته د لوي اسرائیل په اکله داسې وویل “I believe and to this day still believe in our people’s eternal and historic right to this entire land.” « د دې ټولې خاورې تاریخي حق» په ارت یا لوي اسرائیل راڅرخی (مخ ۹۳).دجولای په دریمه نېټه اسرائیلود غزا د ښار پوهنتون بمبارد کړ او یو ورځ وروسته یې د دنننیو جارو وزارت بمبارد کړ.داسرائیلو له یرغل نه یوه اونۍ وړاندې حمس او د فلسطین د خپلواکۍ سازمان(پي اِل اَو) موافقه وکړه چې د اسرائیلو سره مذاکره وکړي .په دې ډول د واړو په ضمني ډول اسرائیل په رسمیت وپېژاند(تاسیت ریکګنیشن). فایننشل ټایمز لیکي چې “A copy released by Hamas…refers to the Palestinian goal of a state on all the land occupied in 1967….” وړاندې مې وویل چې « له اسلام نه د نفرت کارتونونه» د فلیمینګ ر وز په تشویق او اجازه په دنمارکی ورځپاڼه جیلاندز-پوستن کې د کال ۲۰۰۵ د سپتمبر په دیرشمه نېټه خپاره شول.له د ینه مخکې په همدغه ورځپاڼه کې د حضرت عیسی(ع) په اکله ورته کارتونونه خپاره نشول “his [Flemming Rose] paper had rejected similar cartoons of Jesus Christ in an earlier context.” د حضر ت محمد (ص)د کارتونونو د خپرولو په لومړیو میاشتو کې د اسلامی هیوادونو عکس العمل محدود و.درې میاشتې وروسته د کال۶ ۲۰۰ په پیل کې داسرائیلی استخباراتو (مساد) مامورینو له اسرائیلو نه بهرپه لویدیز کې وفامن یهودي رضاکاران(سیانیم) وخوځول چې کارتونونه دې بیا «همزمان»(سیملتینیسلي) د لویدیزې او خیتزې اروپا په مطبوعاتو کې خپاره شي( فبروری ا تر۲، ۲۰۰۶).ولولئ د پوهااند پیتراس ذکر شوی کتاب، خاصتا مخونه: ۹۸، ۱۴۰ تر۱۴۲. د جیلاندز-پوستن ورځپاڼې د مشر چلوونکی په هیله، فلیمینګ روز له دغې ورځپاڼې نه رخصت واخیست او د اسرائیلو په ځای امریکې ته لاړ . دامریکې د هرنیو چارو د وزارت ویاند شان مکورمیک ذکر شوي کارتونونه «اُفینزیو» (توهینوونکي، نامطبوع) وګڼل، خو زیاته یې کړه چې « موږد افرادو د وینا له حق نه کلکه دفاع کوو» Cartoons were “offensive”, but “we rigorously defend individuals’ right of expression.” See, Joel Brinkley and Ian Fisher, “U.S. Says It Also Finds Cartoons of Muhammad Offensive”, New York Times, February 4, 2006 یادښت : ددې لیکنې لاسي نسخه مې د زییز کال ۲۰۰۷د جون په ۴ نېټه بشپړه کړې وه، خو رانه هېره شوې وه چې خپره یې کړم . داکتر رحمت ربی زیرکیار توزند ُاکس ، کلیفورنیا (اپریل ۱۳، ۲۰۱۰) [email protected] - بېرته شاته