(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دافغانانووروڼويو عرض ...!

دپاکستان نه بهر په ميډيا اوپه عامو محفلونو مجلسونو کښې بيابيا دافغانانو وروڼو يوعرض مخې ته راځى هغه عرض دادی ...!! پوليس مونږ په پيښورکښې اول اول په دوکانونو، بازارونو او لاروکوڅو کښې مزدورۍ ته نۀ پريښودو. اوس راپسې کورونوته راځى. هغوى سره يوقانونى جواز داوى چې چونکې تاسوته افغانستان ته دواپس تلوحکم شوی دی نومونږ تاسودلته نۀ شو پريښودی کډه نغاړئ ... دافغانانو وروڼو داعرض مادلته کالم ته ځکه راوړو چې داعرض داګيله شکايت مانه هم ډيرو مينه والو افغانانو کړی دی او ځينې خوراته دپوليس ځينې واقعات داسې بيان کړى چې بنده حيران کړى، ورسره سمدستى داوائى ..!! زمونږ نوم مۀ ليکه... ددې خبرې سره زۀدډيرې مودې راهیسې عادت يم چې افغانان خپله ګيله شکايت احتجاج هم کوى خو خپل نوم هم نۀ شى اخستی، ځکه چې دادهغوى مجبورى وى. دلته زۀ يوه واقعه بيانوم خودوقوعې ځائې او نامه نۀ ليکم. باقى ازارګناه زما دغاړې يوافغان مينه وال راته ووې ...!! مونږ درې ملګرى په پيښورکښې پوليس ونيولو اوحوالات ته ئې ورسولو زمونږ دريو واړو نه موبائيل سيټونه واخستی شول او ښه ئې ووهلو. دوهلونه پس ئې راته ووې چې تاسو دموبائيل سيټونو غلاکړ ي دی. هلته هم افغانستان کښې پيسې اخلئ اودلته هم پيسې اخلئ يانې په مهاجرت دفعه ئې ونيول چې په اخره کښې دفعه ٤٢� کښې راګيرشول . د دريوملګرو يوبل بارسوخه ملګرى چې کله رابطه وکړه، نو قانون ورته دفعه کښې لږه غوندې نرمى راوسته اوددغه نرمۍ خپل اجرات قانون ترلاسه کړو. دپوليس دفعه چې لږه نرمه شوه نو اخر درهايۍ وخت راغلودرهايۍ په وخت پوليس يانى قانون افغانانووروڼو ته هدايت ورکړو دموبائيلونو په حقله ورته ووئيلی شول . دبره نه حکم دی چې داموبائيلونه بحق سرکار ضبط...!! افغانانووروڼو، دانصارو وروڼو په دغه سلوک هم شکرادا کړو او دحوالات نه رابهرشول. ددې واقعې په شان نورې ډيرې واقعې شته اودټولو واقعاتو قدر مشترک دی. لکه دا چې افغانان ولې دلته ګرځى زمونږ په امن عامه کښې خلل اچوى . داخو دبازارونو حال دی اوس خودعلاقې پوليس په علاقه کښې دافغان مهاجرينوکورونو ته ورځى اوهغوى ته وائى چې ((خان)) خفه دی. دخان خفګان هم عجيبه دی پکاردادى چې خان خپله علاقه کښې دمهاجرينو وروڼو په ژوند ژواک خفه شى اودانصارۍ هغه جذبه پوره کړى خودلته خبره بدله ده . دقانون مطابق خودپوليس قانونى کاروائى په هرچالا ګو ده، ځکه چې قانون دهرچا لپاره يوشان وى خوبل طرفته دپاکستان قانون افغانانو له خپل کارډونه ورکړى دى چې دائې يونيشنلى کارډ وى خودکارډ باوجود چې د قانون دسترګو غضب نۀ قلاريږى نوافغانان وروڼه په ډير عاجزۍ سوال کوى اوداوائى !! اول دخلې ماتيدو امن غواړو نوبيادايو عرض کوو چې هرکله مونږ له قانون داحق راکړو چې تاسو داکارډواخلئ اودپروګرام مطابق به يوبل سره تعاون کوو نوبيا دافغانانو سره دقانون بدسلوکى څه مانا لرى !!؟؟ دکورونو دروازوته دقانون دمحافظانو تلل خوافغانان داسې ګڼى لکه چې هغوى غيرمحفوظ وى. دقانون دسيورى لاندې افغانان هغه وخت هم غيرمحفوظ وو چې انصارو به ورته داسلامى ګاونډى توب انسانى اخلاقى جذبې لاندې پناه ورکوله. دپوليس په قانون کښې افغانانولپاره هغه وخت هم دانصارمينه نه وه اوس هم نشته، بلکې اوس خو ورسره داسې سلوک کوى چې هريو افغان ورته دخودکش حملې دګروپ ښکارى. چونکې دخودکش حملوټارګټ (هدف) پوليس فوځ اوسرکارى ځايونه وى نوپوليس دخپل ژوند اودامن عامه کښې دخلل ذمه وار افغان مهاجرين ګڼى .... خودا دلته چې د قانون لاندې افغان مهاجر غيرمحفوظ دی اوهلته په خپل وطن کښې دامن دسپينې جنډې لاندې افغان لکه چې سپين کفن اغوستی وى نواخر ددۀ لاره کومه ده...؟ ددۀ دامن کورچیرته دی ..؟ Noorul Bashar Nawid --- 22.08.2007 - بېرته شاته