(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

سرتیر

لیکنه: ډاکتر هېواد همت هر وخت به ما ورته ویل چې ګوره سرتیره لږ د ځان خیال ساته خدای مکړه که څه درپیښ شي نو بیا افسوس هيڅ ګټه نلري، خو دده له خولې به ما هر وخت دا خبره اوریدله چې يوه ورځ پيدا يو او یوه ورځ به له دې فاني نړۍ سترګې پټوه نو کله چې دا حقیقت منو نو بیا ولې د خپل وطن په ساتنه کې ناغیړي وکړو، که په خپل مرګ مړه شوو نو روح له مونږه ځي او که د وطن په دفاع کې هم مړه شوو نو روح مو له بدنه ځي ،البته فرق به دا وي چې د وطن په دفاع کې که مړه شوو نو د قدروتونو څښتن به يي په هغه دنیا اجر راکړي او که چیرې په خپل مرګ مړه شوو نو طبعي ده چې د یو قرض پور به مو ادا کړی وي. ما به که هر څومره دلیل و منطق ورسره وویل چې ګوره ته کور لرې او بیا ته د خپلې کورنۍ سرپرست يي که خدای مکړه په تا څه وشول نو دوی به بیا څه کوي، ده به تل د حقو ویناوو یادونه کوله چې که چیرې زه د وطن دفاع په لاره کې خپل ژوند د لاسه ورکړم نو د ارمان په ځآی به فخر وکړم او پاتې شوه خبرې زما د کورنۍ هغوی هغه څښتن پيدا کړي چې د هر شي مالک دی، او روزي رسان دی ، نو زه پدې يقین لرم چې زما په نشت سره به دوی کومه ستونزه حس نکړي، د هغوی ساتونکی هغه پاک رب دی چې مونږ او تاسو يي پيدا کړي یو ، یو خبره شته چې شاید زما د نشت په صورت کې به د غم بار مې په کورنۍ پريوزي. سرتیر د لوړې او ښکلي ځوانی څښتن وه ، ده به چې کله خپله دریشي واغوستله او ښار ته به د وظيفې لپاره راووتلو نو د ده ښکلي ځوانی به د هر چا پام ځانته اړولو یوه ورځ د ښار په منځ کې جنګ شروع شولو ،هر خوا خواره واره د ډزو غږونه اوریدل کیدل دې وخت کې زمونږ مشر راغلو او مونږ ته ېې وویل چې ګوری ځوانانو تاسو هم چمتو اوسی، مشر خپله خبره تر اخیره نه وه رسولي چې دې پوستې د اول نظام کراول عسکر په مخابره کې غږ وکړو چې موټربم ځان مرګی راغلو، ورپسې لږه شیبه مخابره غلي شوه، بیا همغه عسکر مخابره کې غږ وکړو چې د ځانمرګي ملګرو زه ټپي کړلم او دوی د اول نظام کراول نه درتیر شول، مشر دې وخت کې ددفاع غږ وکړو او نوره خپله محفوظ ځای ته لاړو، دې وخت کې ما سرتیر ته وویل راځه چې یوې مورچې ته ځآنونو ورسوو ځکه چې دا موټر بم دی که چاودنه وکړي نو ډير زیان به راپيښ کړي، دای زما د خبرې په اوریدو سره له قهره سور او شین شولو ، او بیا يي دا خبره وکړله چې هغه زمونږ په کور راننوزي او ته وايي چې راځه په یوه کوټه کې ورته پټ شو، سمد ستي زمونږ مخ ته ولاړ موټر ته پورته شوو او دا خبره يي وکړله چې زه يي اوس ګورم چې دا ځانمرګۍ څنګه له دوهم نظام کراول څخه دننه څنګه راځي، د ې وخت کې ما ورته وویل چې سرتیره دا څه کوې د هغې سره خو موټربم موټر ورسره دی ، ستا دا کار خو لکه له دیوال سره چې ټنده وهي، ده وویل چې ټانګ هم ورسره وي نه غواړم چې له دوهم نظام کراول څخه راتیر شي ها یوه خبره که ما چیرې ونه درولو نو ما هم ورسره یو ځآی هدف کې راولی، بس همدې سره يي موټر چلان کړلو او د دوهم نظام کراول په لوري وروان شولو، ما که هر څومره ناري او سورې ورته ووهلې خو ده زما خبرې و نه وریدلې، پدې وخت کې د ځآنمرګۍ له بمونوډک موټر دوهم نظام کراول ته راورسیدو ، وړاندې له دې چې له دوهم نظام کراول څخه را تیر شي نو سرتیر هم خپل موټر دوهم نظام کراول ته وروسولو او مخامخ يي د ځآنمرګي موټر سره ووهلو چې په پایله کې يي یوه داسې زوروره چادنه را منځته شوله چې ټوله سیمه يي ولړزوله او هوا ټوله تورو لوګیو ونیوله ، ها چاودنې سرتیر هم د ځان سره داسې هوا ته پورته کړلو لکه تور لوګي ، سمدستي مې ورمنډه کړله چې ګورم سرتیر تک تور سوی او لا هم اور لمبو خپل غیږ کې اخیستی وه ، ما ملګرو ته غږ کړلو چې عاجلې مرستې ته اړتیا لرو نو دوی هم په منډه راغلل اول مو له سرتیره اور مړ کړلو چې ګورم یو پښه يي هم نشته سر يي هم مات شوی وه، ډير په بد حال وه، مونږه هم بې له ځنډه موټر ته پورته کړلو او روغتون ته مو ورسولو. له څه مودې وروسته يي پوښتنې ته ورغلم سرتیر له مرګه خو بچ شوی وو خو ده خوارکي خپله یوه پښه له لاسه ورکړي وه ، لږ څه ناامیده راته ښکاره شوه، ما چې کله ولیدلو نو له دوعا کولو وروسته مې ورته وویل چې سرتیره حوصله دې لوړه ساته ، ده د یوه سوړ اسویلې کښلو ورسته راته وویل چې زما حوصله خو به هیڅ کله هم ټيټه نشي، او په خپل کړي کار ویاړم ، خو ګیله پدې کوم چې د کوم چا لپاره چې ما خپل ځان قربان کړلو هغوی زه اوس یوازې پريښودلم ، اوس یوازې دا نه چې ما خپله پښه د لاسه ورکړه او د خپل وجود د کار برخه مې د لاسه ورکړه بلکې خپله دنده مې هم د لاسه ورکړه هغه مشر چې د دفاع امر يي راته کړی وه هغه اوس نور ما د وظیفې وړ نه بولي او وايي چې ته نور باید په خپل کور کې پاتې شې. ما ته خو اوس دا خبره هسې ښکاره شوله چې څه ښه يي ویلي، میړونه مري او یادونه يي پاتې کیږي، خو دا خبره اوس بل ډول ده، چې میړونه مري او یادونه يي هم له منځه ځي. کابل ګران افغانستان - بېرته شاته