(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لیونی بابا

او زمونږ کلی د ظالم آباد ښار په څیرمه د یوې هسکې غونډۍ د پاسه پروت ؤ او د بهادرانو د کلي په نامه یادیده .د کلي ختیزې خوا ته تاو را تاو سین کال دولس میاشتې د بهیدو په حال کې ؤ او د کلي لویدیز لور ته پراخې کروندې پرتې وې او د پراخو کروندو څخه آ خوا دغرونو په لمنو کې هلته چې کوچیانو د پسرلي په ورځو شپو کې خپلې کیږدۍ ګانې پلنې کړې وې په نا څاپه توګه نا پیژندل شوی زیارت را بر سیره شوی ؤ او د زیارت د مجاورانو دند ه یوه نا پیژاندل شوي لیوني ملنګ چې خلکو د اخلاص او عقیدې له موخې د بابا په نامه یاداوه سر ته رسوله . بابا به یوه زړه خورجینه او یو شلیدلی زوړ ښځینه کمیس له ځان سره ګرځاوه. د کلي خلکو د هغه په هکله رنګ رنګ خبرې کولې.چا به ویل: بابا په زلمیتوب کې د دیني مدرسو طالب العلم ؤ او قصدې یې پخې کړې وې او پیریان یې تابع کول پیریانو لیونی کړی او هغه زوړ ښخینه کمیس چې بابا یې له ځان سره ګرځوي د پیریانو د شهزادګۍ کمیس دی. او چا به ویل: بابا د پوهې او قلم خاوند دی، فلسفې کتابونه یې لوستل او د ستورو او آسمانونو د جوړښت او پیدایښت په هکله یې څیړنې کولې دغو څیړنو هغه د جنون او لیونتوب سرحد ته رسولای دی. او چا به ویل: هغه د خدای(ج) د مینې مجذوب لیونی ملنګ دی، بد یې چا ته نه رسیږي، له خدای تعالی(ج) سره راز او نیاز لري ،ښیراګانې او دعا ګانې یې ټک او پطره لګیږي. دا چې بابا څوک ؤ او هغه شلیدلی زوړ ښځینه کمیس د چا کمیس ؤ؟ د حیرانتیا خبرې او د تعجب پوښتنې وې د بابا به کله نا کله مجاز سم ؤ اوله ځان سره به یې کټ کټ خندل او د ډیرو خنداګانو له لاسه به تک شین واوښت او کله نا کله به يې مجاز وران ؤ او له ځان سره به يې ژړل او د ډیرو ژړا ګانو له لاسه سترګې به یې د وینو د جامونو په څیر تکې سرې واوښتې د خندا ګانو او ژړاګانو په مانا يې د چا سر نه خلاصیده زه به هر مازدیګر کله چې به د لمر وړانګې ژیړې او زرغونې کیدې زیارت ته ورتلم او د زیارت له ګلالیو کوترو سره به مې سات تیراوه او مور به مې راته بیابیا دا خبر کوله (زوی جانه!قربانکه دې شم زیارت ته چې ورځې پام کوه د پیریانو کمیسه ته ګوتې ور نه وړې پیریان به دې د غرونو له ګړنګونو را ؤ غورځوي او زه به د لیوني بابا په څیر در پسې لیونۍ شم) او ما به خپلې سودايې مورکۍ ته ډاډګیرنه ورکوله او ویل به مې (بې غمه اوسه، له کمیسه سره کار نه لرم) او ساده لوحه مور به مې زما په دروغو خبرو غولیده او زه به يې د زیارت له تګ څخه نه منع کولم. نه پوهیږم دا ولې دومره له حد او اندازې زیات د لیوني بابا او دهغه د ښځینه کمیس د پټ راز د موندلو لپاره لیوال ؤم؟ خدای بښلي نیکه مې په پارسۍ کې راته متل کاوه او را ته به یې ویل (ګنج در ویرانه است)( که څوک خطرې په ځان ؤ مني او د پیریانو د شهزادګۍ کمیس تر لاسه کړي نو پیریان به یې د خپلو لښکرو لپاره د پاچا په توکه ؤ مني د پیریانو د بې حسابو ګنجونو خزانې به یې تر لاسه شي) شایي زه د خپل تجربه کار په خبرو پوه نیکه د متلونو او خبرو تر اغیز لاندې ؤم او غوښتل مې د پیریانو د شهزادګۍ د کمیسه د لاسته را وړلو له لارې د پیریانو پټې پاچاهي ته لار پرانیزم او د پیریانو د پټو خزانو او پټو دولتونو او ګنجونو واکمن پاچا او امیر شم او یا شايې زه یو سودایي په خرافاتو او موهوماتو معتقد هلک وم او غوښتل مئ پخپلو همځولو هلکانو او ملګرو کې د قهرمان او اتل نوم ؤ ګټم او د زړه سودا لرې کړم او د زړور په نامه ؤستایل شم دا چې شاعر واي : چې غوټې غوټې وهې لاس ته به در شي * چا ویل چې په دریاب چې ګوهر نشته – د حق او ریښتیا خبره ده په تیرو آخرو کلونو کې کله چې د بابا عمر پای ته رسیدلی ؤ د هغه او ور سره د پیریانو د شهزادګۍ د کمیسه پټه کیسه ډاګیزه شوه او هغه داسې کیسې وې او داسې پیل شوې: د مني سړې شپې او ورځې وې هوا د سړیدو په لور روانه وه. د هرې بلې ورځې په څیر د څپلیو بندونه مې کلک کړل څادر مې په اوږو را واړاوه او د زبارت په لور ؤخوځیدم د لارې په اوږدو کې مې له ځان سره رنګ، رنګ چرتونه وهل او له ځان سره مې ویل :( د څه لپاره بابا دغه ښځينه شلید لی زوړ کمیس له ځان سره ګرځوي ) د خدای بښلي نیکه خبرې مې را په یادې شوې(که څوک زړه ښه کړي او خطرې په ځان ؤ مني او د پیریانو د شهزادګۍ کمیس تر لاسه کړي پیریان یې د ځان او خپلو لښکرولپاره د پاچا په توګه مني او د پیریانو د بې حسابو ګنجونوټولواک ترې جوړیږي ) د پیریانو د بی حسابو ګنجونو په فکر او سودا کې اوږدې لارې مې لنډې کړې او زیارت ته ورسیدم له ورایه سترګې مې په بابا ولګیدې هغه د نورو ورځو په څیرد زیارت مقبرې ته نژدې ناست ؤ اونا مالومو خلکو ته یې سپکې سپورې ویلې د هغه ما ته شاه وه هغه زه نه لیدمه او ما د هغه د لیونتوب واړه پیښې خنداګانې او ژړا ګانې لیدلي او اوریدلې د خدایتعالي نوم مې یاد کړ څپلۍ مې د یوې غټې تیږې شاه ته پریښودې او څادرمې له اوږو ؤغورځاوه او د باد په څیرد بابا په لور والوتم او د پیریانو کمیس مې د هغه له وچو برمنډو اوږو والوزاوه او د هغه د غبرګو ن د ښکاره کیدو لپاره هغه ته نژدې ودریدم- د بابا له ستوني څخه هیبتناکه چیغه پورته شوله هغه د تالندې په څیر ؤغورید او د مایه اوښ په څیر یې غربړې ؤکړې او ځګونه یې له خولې باد شو او شاه او خوا غرونه او رغونه يې ؤ لړزول او په چیغو چیغو کې یې راته ؤ ویل ( ولې له خدای تعالی څخه نه ډاریږې، د څه لپاره د زیارت ملنګان او بې آزاره ليونیان ځوروې، زه د ظالمو انسانانو د ظلمونو او تیریو له لاسه دغې وچې بیدیا ته راغلم او له ظالمو انسانانو څخه مې لرې دلته په دغې وچې بیدیا کې واړول خو د شر او پسات ملګري ظالم انسانان مې همدلته هم په کرار نه پریږدي او دلته هم را پسې دي، ته له ما څه غواړي او په دغه زاړه شلیدلي ښځینه کمیس چې څوک یې په ګرم بازار کې په یوه توت ناخلي څه کوې؟ له خدای تعالی څخه ؤ ډار شه ، د زیارت ملنګان مه ځوروه او کمیس بیرته را کړه) د لیوني هیبتناکو چیغو او کوکارو د تيښتې لار را څخه ورکه کړې وه ، ډار په سرآخیستای وم ، د لاسونو او پښو غړي مې په بیسارې توګه ریږدیدل، د مور خبرې مي را په یادې شوې( زوی جانه! قربانکه دې شم زیارت ته چې ورځې پام کوه د پیربانو کمیسه ته ور نژدې نشې،پیریان به دې له ګړنګونو را ؤ غورځوي او زه به د لیوني بابا په څیر در پسې لیونۍ شم) د مور د خبرو پسې مې سر ؤ نه ګرځا وه ، د بابا ږیره مې ؤ نیوله او هغه ته مې په ننواتو او زاریو کې ؤ ویل(بابا جانه ! د مور ایکي یوازې یو زوی یم ، پام کوه راته ښیرا ؤ نکړې ، که زه مړ شم مور مې هم را پسې مري ، زه کمیس نه غواړم ، زه غواړم د کمیسه د پټ راز په هکله له بابا څخه خبرې واورم او تر څو چې بابا را ته حال ویلای نه وي زه کمیس چاته نه ورکوم ) د بابا چیغې او کوکارې چوپې شولې او د قاراو غضب پیریان یې والوتل او راته یې ؤ ویل ( زوی جانه ! غوټه چې په لاس خلاصیږي په غاښو یې مه خلاصوه ،د جهان خبرې په نیک سلوک حل کیدای شي او تشدد او زور کارول د وحشي ځناورانو کار دی او د انسان لپاره غوره نه بریښی- زه به د کمیسه ټوله کیسه تاته څرګنده کړم خو شرط یې دادی چې کمیس بیرته راکړې که دغه کمیس را سره نه وي زه مرم او د کمیسه کیسه له ما سره د هدیرې په سپیرو خاورو کې نا لوستې او پټه پاته کیږي) هغه ته مې ؤ ویل (پلار جانه! صدقه دې شم دا دی کمیس در واخله او پخوا له دې چې ستا حق بینې سترګې له دغې کرغیړنې دنیاګۍ څخه پټې شي کیسه را ته واوروه) بابا خپل وچ ډنګر لاسونه را ؤ غځول او کمیس یې تر لاسه کړ اوبیا یې د ډیرې ستومانۍ له لاسه خپل ببر سر پخپلو وچو ډنګرو زنګنو ولګاوه او د ژورو فکرونو اوخیالونو په توفانونوکې ډوب شو او د خوب په څیر د غفلت لیونۍ څپه پرې را پریوته سترګې یې پټې شولې او ویده غوندې شوـ شیبې د باد په څیر تللې او را تللې او بابا د اوږدو شیبو لپاره خپل ببر سر پخپلو وچو زنګنو لګولای ؤ او د ژورو فکرونو په ټال کې زنګیده او ما د کمیسه د کیسې د اوریدو لپاره د اتتظار شیبې شمیرلې د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته هغه خپل ببر سر له خپلو وچو ډنګرو زنګنو را اوچت کړ دا خوا او آ خوا یې سترګې واړولې او راته یې ؤ ویل(زوی جانه! د کمیسه کیسه کوم حد ته رسیدلې وه ؟) هغه ته مې ؤ ویل:بابا جانه! کیسه لا پیل شوې نه ده ـ کیسه د پیل کیدو په حال کې وه خو له بده مرغه ستا حق بینې سترګې پټې شولې او ویده غوندې شوې او کیسه نا لوستې پاته شوه) بابا راته ؤ ویل(چرت که خراپوه او غم مه کوه کیسه ګام په ګام ما لیکلې ده ـ د کیسې سر ټکي ما لیکلي دي پایلې به یې ته ؤ لیکې او پام کوه څوک دې د دغې خونړۍ کیسې د لوسبلو په جرم او ګناه کې ؤ نه نیسي) هغه ته مې ؤ ویل (بې غمه اوسه، کیسه به د ظالمو ټوپکیانو له نظر لرې لولم او لرې لیکم) بابا خپل د وچو هډوکو په څیرخپل ډ ‌نګر لاسونه پخپلې زړې خورجینې کې ؤ منډل او د کیسو یو څیرې ویرې کتاب یې را برسیره کړ او را ته یې ؤ ویل ( زوی جانه!ما دغه کیسې د خپل ځوریدلي زړه په سرو وینو لیکلې دي پام کوه ته یې د لوستلو به وخت کې د خپلو اوښکو په باران ؤ نه مینځې) بابا خپلې اوږدې لکړې د خپلو تخرګونو لاندې ولګولې او د لکړو په زور ودرید او بیا ګوډ ګوډ د خپلې جونګړې په لور لاړ او پخپلې جونګړې ننوت او له سترګو پنا شو او ما د شلیدلي څیرې ویرې کتاب پاڼې پخپل څادر کې را تولې کړې د څپلیو بندونه مې ؤتړل څادر مې په اوږو واړاوه او د خپل کور او کلي پّه لور را ؤ خوځیدم د لارې په اوږدو کې مې له ځان سره چرتونه وهل او له ځان سره مې ویل ( د څه لپاره بابا را ته ؤ ویل:پام کوه څوک دې د دغه کتاب د لوستلو په تور او ګناه کې ؤ نه نیسي) د کتاب د لوستلو لپاره مې تنده وار په وار زیاتیدله او د خپل کور او خپل کلي په لور مې چټک چټک ګامونه پورته کول – شپه د راتګ په حال کې وه کروندګرو خپل ورځني کارونه بس کړي ؤ پوندو او مالدارانو خپل مالونه او خپلې رمې د کلي به لور ځغلولې د آسمان مخ د مازدیګري لمر په ژیړو وړانګو د ناوکیو د لاسونو په څیر تک سور ځلیده او هوایي مرغانو او چوغکو د شپې د تیرولو لپاره د ګڼو ځنګلونو په لور هسکې او ټیټې الوتنې کولې او شودورو لنګو غواګانو د خپلو غوسیانو لپاره د پادو په سر کې د کلې په لور منډې او رمباړې وهلې لا د کلي په تاو را تاو کوڅو کې د ماښام خړچکه تیاره خوره شوې نه وه کاله ته ورسیدم پلار مې د ماښام د لمانځه لپاره جومات ته تللای ؤ او خویندو مې د ریشقو او شوتلو پنډونه په سر ایښې و او غواګانو ته یې ریشقې او شوتلې را ځغلولې او مور مې د تناره د اور لمبو ته نژدې ناسته وه ډوډۍ یې پخوله د هغې سترګې په ما ولګیدې او راته يې ؤ ویل (زوی جانه! چیرته تللی وې) هغې ته مې ؤ ویل(لیوني بابا ته،دعا یې راکړه) مور مې خپله پخوانۍ خبره تکراره کړه او راته یې ؤ ویل( زوی جانه! قربان قربانکه دې شم زیارت ته چې ورځې پام کوه د پیریانو کمیسه ته ګوتې ور نه وړې پیریان به دې له ګړنګو ؤ غورځوي او زه به د لیوني بابا په څیر در پسې لیونۍ شم ) او ما څه ؤ نه ویل او د خپلوکتابونو په کوټې ننوتم او د ماښام د ناري له خوړلو څخه وروسته د بابا په قلم لیکل شوی کتاب مې پرانیست د کیسه کیسه داسې پیل شوې وه : د هغه پاک خدای په نامه چې مینه او محبت ې د انسان لپاره او انسان يې د مینې لپاره پیدا کړی دی د یوه داسې مظلوم بنیادم د مظلومتیا په هکله کیسه لیکم هغه چې خلک یې لیونی بولي او د یوه داسې ښځینه کمیسه په باب خبرې کوم چې د بهادرانو په کلي کې د پیریانو د کمیسه په نامه مشهور شوی دی او د کیسې په سر ټکو کې دغه پورې غر یادوم – دغه غر چې د ژمي په ورځو او شپو کې د واورو سپینه بړستن آغوندي او د پسرلي په خوندورې هوا کې د ګلانو او شنیلیو په رنګینو جامو کې پټيږي ـ دغه غر چې دنګې څوکې یې د هر بهادر زلمي لپاره د ثبات، استقامت، ریښتیا او صداقت ، پښتو او پښتونولي ، سولې او میړانې،اتفاق ا و پیوستون درس ورکوي- دغه غر چې په هر ګړنګ کې یې د تیرو زمانو د غیرتمنو اولسونو د میړانې مورچې او سنګرونه براته دي ـ دغه غر چې رنګارنګ ګلان به کې غوړیږي او د زرکانو زرکوړي په کې منډې وهي او پړانګان او زمریان په کې بچي زیږوي ـ د همدغه غره شاه ته یو ښا ګوڼی ؤ دغه ښار ګوټی د یو ظالم پاچا د ظلم په دوران کې جوړ شوی ؤـ ظالم پاچا به له ناغې پرته هره ورځ د جګړو اسیران او بیګناه بندیان د سلطنتي قصرونو او ماڼۍ ګانو د جوړولو لپاره د بیګار کارونو ته ګمارل او چا چې به د شاهي قصرونو په بیګار کې ناغیړي او برګي کوله پاچا به و هغه ته د مرګ سزا ورکوله ـ د دغه ویجاړ شوي خوتړي ښار د زړو، زړو ودانیو د نړیدلو دیوانونولاندې لا تر اوسه پورې د وژل شوو بنیادمانو د ککرو او پښو او لاسونو خوسا شوي وچ هدوکي او ډليز قبرونه پراته دي ـ پاچا د خپل عمر ټوله برخه په شخړو او جکړو کې تی ه کړې وه او له جګړو او شخړو پرته په هیڅ کارنه پوهیده نو ځکه د هغه له مړینې څخه وروسته د هغه د زوی شهزاده فخر زمان)د ظلم په دوران کې دغه ښار د ظالم آباد د ښار په نامه ؤ نومول شوخو کله چې دغه خبر(شهزاده ولي عهد فخرزمان) ته ورسیده هغه د ښار ډندوره چیانو ته بلنه ور کړه او هغوی ته یې ؤ ویل (د یوه مست هاټي په شاه سواره شئئ او نغارې ؤ کړنګوئ او اعلان ؤ کړئ دغه مبارک ښار چې د یوه عادل، مسلمان او مجاهد پاچا د عدل او انصاف په دوران کې جوړشوی دی عادل آباد نومیږي که څوک یې د ظالم آباد په نامه ؤ بولي د مرګ په سزا به محکوم شي جارچیانو د ( ولی عهد فخرزمان) فرمان سر ته ورساوه او دغه ښار د ( عادل آباد په نامه ؤ نومول شو خو د ولی عهد فخر زمان له مړینې څخه وروسته د نورو پاچایانو او امیرانو د ظلمونو په دوران کې دغه ښار خلکو د پخوا په څیر د (ظالم آباد) په نامه یاداوه او د عادل آباد نوم له خلکوهیر ؤ زه په همدغه ښارګوټي کې کله چې واکمنو پاچایانو او امیرانو د شر او پسات د ورکولو په بهانو او د شریعت او عدالت د خوندي کولو په پلمو د پوهې او قلم خاوندان د یاغیانو او باغیانو په نامه په جیلونو کي ساتل او خلک له قحطي او لوږې سره لاس او ګریوان ؤ یتیم ؤ زیږیدم زمونږ کور د خوارو بې وزلو بزګرانو د کورونو په منځ کې هلته چې واکمنو امیرانو د خپلو قچرو او جنګي اسونو د ساتلو لپاره غوجلې او تویلې جوړي کړې وې او د غوجلو او تویلو له لوري به کال دولس میاشتې زمونږ د کورونو په لور خوسا بویونه را لګیدل پروت ؤ او زمونږ د کور دروازې ته مخامخ د یوې خوارې، بې وزلې سپین سرې تروۍ کور چې ( زرپاڼه ترور) نومیدله پروت ؤ – د زرپاڼې ترور واړه زامن د جګړو په مصیبتونو کې شهیدان شوي ؤ او د هغې لپاره یوازې کوچنوټې شین سترګې لور چې (ګل څانګه) نومیده او د کوڅې ماشومانو هغه د (ګلۍ) په نامه یادوله پاته وه ـ او زه هم د مور ایکي یوازې یو ماشوم زوی وم- مور به مې هره ورځ د زرپاڼې ترور په ملګرتیا د شهزادګانو او شتمنو خلکو کورونو ته ورتله او د شهزادګانو او شتمنو خلکو جامې به یې مینځلې او ماته به يې د شتمنو خلکو له کورونو څخه پاته شونکي خواړه او وچې ډوډۍ ګانې را ځعلولې او زما وږی نس به یې پرې مړاوه او ما به له ګلۍ سره د هغوی د کور د مڼو او توتانو په باغچو کې منډې را منډې وهلې ـ زمونږ د لوبو او منډو را منډو او خنداګانو کړسهار غږونه به آن تر لرې کورونو او لرې واتنونو پورې رسیدل- یوسات به مې له ګل څانګې سره شخړه پیدا شوه او د هغې غوږونه به مې پخپلو تیرو نوکارو تک سره واړول او بل سات به سره پخلا ؤ او شخړې به مو هیرې وې- ملګرتیا به مو کوله د ماشومانو نړۍ څومره له بغض او کینو پاکه نړۍ ده خو افسوس د باد په څیر را شي او د باد په حیر لاړه شي- نه يې څوک په تګ پوهیږي، نه بې په را تګ - لوړ مازدیګراو قضا ماسښین کله چې به مې د مور او زر پاڼې ترور د راتګ وخت را نژدې شو مونږ دواړو به نورې لوبې بس کړې او د هغوی د راتګ سره به مو جو خت خيل په خاورو ککړ لاسونه او ککړ مخونه ؤ منځل او له خپلو سپارو سره به د سبقونو د لوستلو لپاره د جومات په لور ؤخوځیدو- د جومات د ملا ببره ږیره او په رانجوغټې تورې سترګې مې داسې په یاد دي چې ته به وایې ملا صاحب همدا اوس زما مخې ته ولاړ دی اوماشومانو ته نصیحت کوي او وایي (د سید جان او ګلۍ پلرونه په حق رسیدلي دي، د خدای قار به را نازل شي ، پام کوئ له هغوی سره شخړې ؤ نه کړئ) د دې لپاره چې د خدای قار او غضب را نازل نه شي نو ماشومانو به له مونږ سره شخړې نه کولې او ما او ګلۍ به لا په ماشومانو زور زیاتی کاوه اوبیا کله چې نهو کلونو ته ورسیدم زرپاڼې ترورګلۍ په کاله کې ستره کښینوله او ما له خپلې مور سره په کار لاس پورې کړ ـ مور به مې کرۍ شپه د تناره د اور لمبو ته نژدې ناسته وه او د سابو پیرکي به یې پخول او ما به د ظالم آباد د ښار په تاو را تاو ګردجنو کوڅو کې د پیرکيو ټکرۍ په سر ګرځوله او نارې به مې وهلې (هلئ پیرکي واخلئ ـ غوړ پیرکي ـ ګرم پیرکي ـ تازه پیرکي ـ مزې لري - ګتدنې لري ـ مسالې لري)او خلکو به را باندې غږ کاوه(هلکه! پیرکي خو به دې پروني او شو مانده نه وي) او ما به د پیرکیو ټکرۍ له سر څخه ښکته کوله او خلکو ته مې ویلې(قران شریف مې دې ؤ وهي چې همدا اوس له تناره څخه نوي را وتلي دي او تازه دي او که بیا هم زما په قسمونوستاسو باور نه کیږي نو راشئ، لاسونه پرې کیږدئ، تودوښه یې لا لرې شوې نه ده) چا به پیرکي را څخه اخیستل ، چا به هسې خوشې سات را باندې تیراوه او چا به ټوکې ټکالې را باندې جوړولې د ظالم آباد سپاهیانو به را څخه په زوره بیرکي خوړل او پیسې به یې نه را کولې او ما به ژړل او سپاهیانو به په څپیړو وهلم او راته به یې ویل(چوپ شه د ټیزنې زویه! مه ژاړه ، د دو پیسو پیرکي څه مانا لري چې مرداره خوله دې د خره د کوتي په څیر خلاصه نیولې ده ا اوهونګارې وهې او نه شرمیږي) ما به د خپل څیرې ویرې کمیسه په لمنې خپلې اوښکې پاکولې اوله ظالمو سپاهیانوڅخه به مې له یوې کوڅې څخه بلې کوڅې ته منډې وهلې تیر ماښام کله چې به د ښار د ویجاړو وراستو دیوالونو د شنیدلو اوږو د باسه د ماښام د تیارو خړچکه پرده را پریوته ستړی او ستومان به خپلې درګاه او خپل کور ته را ستون شوم مور به مې د ګردجنوکوڅوپه تیارو کې راته سترګې په لار ولاړه وه او د هغې سترګې به په ما ولګیدې او راته به یې ویل (زوی جانه! پیرکي دې ټول خرڅ شوي دي که لا پاتې دي) او ما به د خپلې ځوریدلې مورکۍ د پوښتنې په ځواب کې ویل ( د مازدیګر سودا مې ښه وه ، د خدای احسان ټول خزڅ شول پاته نه دي) هغې به بله پوښتنه هم را څخه کوله او راته به یې ویل ( پیسې به خو در څخه ورکې شوې ته وي) ما به خپلې سودایی مور ته د پیرکو او بیسو حساب ورکاوه او مور به مې راته ویل(آفرین زوی جانه! ته مې ګټیالی زوی یې او پیسې نه ورکوې) د ماښام ډوډۍ به مې د ستورو په رڼا کې له خپلې مور سره ؤخوړه او بیا به د زړې تلتکې د پاسه پریوتم او شلیدلی زوړ څادر به مې په ځان را کاږه او ویده به شوم – کرۍ شپه به مي د پیرکو جنجالونه په خوب کې لیدل کله به مې په خوب کې لیدل چې د ظالم آباد سپاهیان را څخه په زوره پیرکي خوري او پیسې نه راکوي او زه له سپاهیانو سره د پیرکو په پیسو شخړې کوم او سپاهیان مې د امیرالملک دربار ته ورولي او امیرالملک مې د خپلې پاچاهۍ په قصر کې په سولۍ خیژوي کله به مې په خوب کې لیدل چې پلارمې را ژوندی شوی وي او راته وايې( سید جانه زویه!د پیرکو په پیسو د امیر صاحب له وحشي سپاهیانو سره شخړې مه کوه، سپاهیان به دې د خپلو ټوپکو په ګولیو سوری، سوری کړي او ته به هم زما په شان مړ شې او کونډه مور به دې بوره پاته شي)کله به مې په خوب کې لیدل چې د ظالم آباد وږي تږي لوڅ لپړ ماشومان را څخه د پیرکیو ټکرۍ تښتوي او زه د هغو پسې مڼډې وهم او هغوی ته د مور او خور پوچې شکنځلې کوم(ستاسو مور او خور په....... را واړوم) او ماشومان هم راته د مور او خور ښکنځلې کوي ما به په خوب کې له ماشومانو سره شخړه کوله او چغې به مې وهلې او مور به مې را باندې غږ کاوه او راته به یې ویل(سید جانه زویه! په اړخ را واوړه خپکۍ لاندې کړی یې، کلیمه ؤ وایه) زه به د خپلې مور په نارو را ویښ شوم او د (لااله الا الله محمد الرسول الله) کلیمه به مې د خپلې وچې ژبې د پاسه جاري شوه او مور به مې را ته ویل (ماشوم يې ، کرۍ ورځ دې د میرات مړو پیرکو په پیسو له سپاهیانو سره شور وي نو ځکه پریشان خوبونه وینې) هغه به یوه شیبه غلې شوه او بیا به له ځان سره د شونډو لاندې ؤغوریده ویل به یې ( په ظالمو سپاهیانو دې اور ولګیږي چې حیا نه لري او د خوارو یتیمانو پیرکي خوري) د زمانې د تګ په بهیر کې هر څه بدل شو مور مې د طاعون د تباکونکي مرض په کلونو کې په حق ورسیده او څوک نه وو چې پیرکي پاخه کړي او زه يي خرڅ کړم او په نورو کارونو مې لاس پورې کړ او د ګلۍ په مور هم رتګ، رنګ ناروغتیا یې ولګیدې د کوڅې خلکو د هغې د مرض په هکله رنګ، رنګ خبرې کولې چا به ویل ( په زر پاڼې ترور باندې د ډیرانه د ایرو پیریان ناست دي او چا به ویل( په زرپاڼې ترور چا کوډې کړې دي د چرسو او تماکو د چلم په مردارو اوبو کې دې ؤ لمبوله شي) او چا به ویل( د زر پاڼې ترور سړه لره تبه کیږي، د ځوځانو او د شمکیو او ځوځانو د ریښو جوشاندې ډې ؤڅکي)چا به یو څه او چا به بل څه ویل او د کم عمر بې تجربه نادانې جلکۍ څخه لوری ورک ؤ هغه نه پوهیدله چې څه ؤکړي او له چا څخه مرسته ؤغواړي- له زرپاڼې ترور څځه خوب تښتیدلي ؤ هغې به بشپړه شپه په چیغو او کوکارو کې سبا کوله او د ګاونډیانو راحت اوخوب یې له ستونزو سره مخامخ کړی ؤ دا چې زرپاڼه ترور یوه نیک بخته د ښه سلوک میرمن وه نو کاونډیانو به د هغې د مزاحمتونو په وړاندې څه نه ویل د دوبي کرغیړنې شپې او ورځې وې تاوده بادونه لګیدل او کرغیړنو تاودو بادونو د خلکو د کورونو دروازې خوځولې کرۍ ورځ مې د لمر د اورینو پلوشو په ګرمیو کې په بازار کې تیره کړې وه، د ستړیا د لرې کولو لپاره دخپل کټ د پاسه د خپلو ویجاړو کوټو په پامونو کې ستونی ستاغ پروت وم د زرپاڼې ترورۍ غږونو خوب را څخه تښتولی ؤ، سترګې مې آسمان ته شخې نیولې وې او د لکۍ لرونکو ستورو تماشې مې کولې په ناڅاپه توګه د زرپاڼې ترورۍ آواز چوپ شو له ځان سره مې ؤویل : که زرپاڼه ترور په حق رسیدلې وي څوک به له (ګلۍ) سره چې د کم عمر جلکۍ ده او کله هم له داسې خبرو سره مخامخ شوې نه ده مرسته وکړي؟ زړه نازړه خوب مې پریښود، څپلۍ مې چې د کټ لاندې پرتې وې په پښو کړې، څادر مې له ځان سره را واخیست او د کندو کپرو زینو له لارې حویلۍ ته کوز شوم د ګلۍ اواز مې ترغوږو شو په زوره په زوره یې چیغې وهلې(وه خدایه! دهغې زلکدن دي، چا ته لاړه شم او له چا څخه مرسته ؤغواړم) د خپل کور په دروازې مې قلپونه ولګول او کوڅې ته را و وتم په کوڅې کې پیشوګانواو صحرایي سپو دا خوا او هغه خوا منډی را منډې وهلي په غلچکی توکه د زرپاڼې ترور د کور زنځیرونه مې ؤ شرنګول، له کور څخه د چا غږ اوچت نه شو، دا خوا او هغه خوا د کوڅې څار مې کاوه ، هسې نه چې د هغوی د کوچنوټي کور مخې ته نژدې څوک مې ؤ ویني او را باندې شکمن شي او د یوې پاک لمنې جلکۍ پاک نوم ته تاوان ورسیږي، د لاسونو او پښو غړي مې لړزیدل، د خولې لاړې مې وچې شوې وې ، نه پوهیدم څه ؤکړم ؟ د رنځورې ابۍ مرستې ته ور ؤدانګم او که خپل کورته را ستون شم؟ لا مې له ځان سره فیصله کړې نه وه د سپین سرې ترور د کورد دروازې له شاه څخه ښځینه نری غږ اوچت شو(څوک یې چې دروازه ټکوې) ما چې وهغې ته خپل نوم واخیست د هغې د نازکو سپینو لاسونو د بنګړو شرنګ پورته شو او د بنګړو د شرنګ د غږ له پورته کیدو سره جوخت هغې راته دخپل کور دروازه خلاصه کړه ، له ښایسته ډیرې مودې وروسته سترګې مې د هغې په لیدو خوږې شوې ، کوچنۍ ډیوه یې په لاس کې وه د بازپه څیر شنې ګلالۍ سترګې یې له اوښکو ډکې وې- ژړل یې او په ژړا کې یې راته ویل( ښه شو چې راغلې، په ادې مې د زلکدن علامې را بر سیره شوې دي) هغې ته مې ؤ ویل ( دا څه آورم) هغې راته ؤویل ( ریښتیا در ته وایم، د سترګو تور یې تښتیدلي دي،کلکه تبه یې ده او د غږیدو توان نه لري) هغه د مخه شوه او زه ور پسې شوم او په منډو منډو مې ځان د زرپاڼې ترور کټ ته نژدې ور ورساوه او د لاسونو ارغوي مې د هغې په وچویلي ولګول او په هغې مې غږ ؤکړ( ترور جانې ! سترګې ؤغوړوه او د خپلې ناروغتیا په هکله را سره خبرې ؤکړه)هغه له ځان او جهان بې خبره پټې سترګې پرته وه، نری،نری زګيروی یې کاوه او زما خبرې یې نه آوریدې، د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته هغې خپلې سترګې نیمکشې خلاصې کړې او په زګیروي کې یې راته ؤ ویل ( څوک یې چې ترور جانې ترور جانې نارې وهې اواز دې راته آشنا بریښی خو پته دې راته نه لګیږي) ګلۍ خپله خوله د هغې غوږونو ته ورنژدې کړه او بیا یې د هغې په غوږ کې ؤ ویل(د خدای بښلې سید بی بي ترور زوی سید جان دی،خدای دې عمر ورکړي، پوښتنې ته دې راغلی) هغې دشوڼډو لاندې ؤ ویل(سید بی بی دې خداي ؤ بښي، له ما سره به یې خپلوي پاله او راشه او درشه کوله، خو سید جان خپله کوڼډه ترور او خپله ترورزۍ هیره کړې ده او زمونږخوارانو او غریبانو خبر ناخلی)هغې ته ؤویل(ترورجانې!شکر الحمد الله ګلۍ جانه پیِغله شوې ده، خلک خبرې کوي نو ځکه ستاسو له کور څخه مې پښه نیولې ده) زرپاڼې ترور راته ؤ ويل( د خلکو د خبرو پسې سر مه ګرځوه د سپو په چړپ، چړپ د سین اوبه نه مرداریږي) هغې را سره ډیرې خبرې ؤکړې او په پای کې د ډیر درد او عذاب له لاسه سترګې یې پټې شولې او د غفلت او ګنګستیا څپه پرې را پریوته خبرې یې بس کړې او چوپه شوله – ګلۍ د خپلې رنځورې مور له کټ څخه لرې ناسته وه ، سترګې یې نه را پورته کولې ، شرمیدله ، د سرې مڼې په څیر تکه سره اوښتې وه ، ځان یې د اورلګیدو له کړګو سره مشغول کړی ؤ او د اورلګیدو سوې څوکې یې پر ځمکې موږلې ، او د سترګو لاندې یې په مینه پټ ، پټ را ته کتل ، په سپین مخ او وچویلي یې د سپینو ملغلرو په څیر د خولو څاڅکي را مات ؤ او په زړو شلیدلو جامو کې د کوه قاف د غره د پریانو او ښاپیریانو په څیر ځلیدله ، د شین پاچ شین ټیکری يې په سر پروت ؤ او ول، ول زلفې یې په نرۍ ملا را ماتې وې او زه د هغې د ښکلا او ښایست په سمندر کې ډوب وم او خبرې را څخه هیرې وې، د ښایسته د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته یو زل بیا زرپاڼې ترور خپلې سترګې نیمکشې خلاصې کړې اوبیا یې راته ؤ ویل(سید جانه زویه! راته نژدې کینه او خبرې مې واوره) هغې ته مې ؤویل(زه ستا کټ ته نژدې ناست یم او خپرې دې آورم) هغه څو شیبې چوپه شوله او دمه یې جوړه کړه او بیا یې راته ؤویل( زه د څو شپو لپاره ستاسو میلمنه یم، مرګ حق دی، له مرګ څخه نه ډاریږم، د ګل څانګې تنهايې او بې کسي مې ژړوي، که زما سترګې له دغې کرغیړنې، بې وفا دنیا ګۍ څخه پټې شي څوک به دغه مظلومه جلکۍ د ظالم آباد د ښار د وحشي سپاهیانو له منګولو ؤژغوري او څوک به یې د سر سیوری شي)هغې ته مې ؤ ویل(خدای دې تا ژوندۍ لري، غم مه کوه ، د هرچا ساتندوی پاک خدای دی)هغې راته ؤ ويل(بی له شکه د هر چا ساتنه خدای کوي خو هیڅ کار بې له واسطې نه تر سره کیږي)هغې لنډې شیبې خبرې بس کړې اوبیا یې راته ؤ ویل ( خیر دې وي، د دې لپاره چې زما په اغزو پرتې کلمې را ټولې شي او پریشاني مې لرې شي که دغه مظلومه جلکۍ چې ستا همځولې ده او له تا سره یی ګپ او شپ لګیږی او له کوچنیوالې را نیولې تر دې دمه پورې له تاسره مینه لرې د خپل ژوند د ملګرې په توګه ؤ منې ) ما څه ؤ نه ویل او هغې ته مې د سر په خوځولو خپل رضایت څرګند کړ زرپاڼې ترور راته ؤ ویل( زه به د خپل اصلي وطن د بهادرانو د کلي د خلکو په دود او دستور ستا لپاره د ګلۍ ګوړه او خوږه در کړم،سبا به که ژوند باقي ؤ د جومات ملا ته بلنه ور کړم او شرعي نکاح به ؤ تړم) زه چوپ پاته شوم او زرپاڼې ترورخپل وچ ډنګر لاسونه د ځپل بالښت لاندې ننویستل او یو ښکلی رنګین دستمال یې چې خوږې ګوړې او پتاسې په کې برتې وې را بر سیره کړ او راته يې ؤ ویل( مبارکه دې شه ) او هغې ته مې ؤ ويل( په تا دې هم مبارکه وي) لاسونه مې ؤ غځول او دستمال مې تر لاسه کړ او بیا مې هغه د خپل واسکټه په جب کې له ځان سره خوندي ؤساته د ډیرو شیبو له تیریدو څخه وروسته يو زل بیا د زرپاڼې ترور لاسونه سره شو، د مخ پټوکی یې د ژیړ کورکمن په څیر تک ژیړ واوښت د پښو تلې یې د وارو په څیر سړې شوې او ګل څانګې ته مې ؤ ویل(د هغې د ناروغتیا حال راته د ډاډ وړ نه بریښی ښه به دا وي لاړشم او د کوم ډاکتر او یا کوم طبیب پسې سر ؤ ګرځوم او درملنه یې وکړم) ګل څانګې راته ؤ ویل( د ورځې له خوا به لاړ شې) هغې ته مې و ویل( شپه ښه ده چې هوا سړه ده او د ورځې له پلوه خو د لمر وړانګې د بنیادم په هډوکو لکه چړې ښخیږي) ګل څانګې څه ؤ نه ويل د څپلیو بندونه مې ؤ تړل څادر مې په اوږو واړا وه او د هغوی د کور د دروازې په لور ؤ خوځیدم. ګلۍ د کور د دروازې د تړلو په پلمه د دروازې په لور را سره راغله لاسونه مې د هغې له نرۍ ملا را تاو کړل او هغه مې په غیږ کې ټینګه کړه، د صحرانیو د کبلیو په څیر هغه زما په غیږ کې لړزیدله، له سرو شونډواو سپینو غاښونو یې خوندوره وږمه پورته کیده او راته یې ویل(سید جانه! مه کوه شرم دی څوک به راشي) او ما هغې ته ویل( د شرم لپاره نورې خبرې پاته نه دي،ته زما او زه ستا یم) د وروستي زل لپاره هغه مې په غیږ کې ټینګه کړه اوبیا مې خوشې کړه او ارمانجن زړه د هغوی له کوره ؤ وتم او د نامالوم طبیب د کور د مندلو لپاره مې هڅې پیل کړې د ظالم آباد ښار د یوه مست شرابي سړي په څیر په نشو او سکر کې چوپه خوله پروت ؤ او د ښار په ګردجنو کوڅو کې د چا غږ نه لګیده کله نا کله به د خوارو، بې وزلو خلکو له ویجاړو کورونو څخه د رنځورو وږو تږو ماشومانو دژړا ګانو او چیغو غږونه پورته شو او بیا به غلي شو ماشومانو به له خپلو نیستمنو میندو څخه ډوډۍ او خوراکي توکي غوښتلې او د بې وزلو مورګانو په واک کې به څه نه ؤ او خپل ماشومان به یې په وهلو ، ټکولو غلي کول او خپلو ماشومانو ته به یې ویل(بسۍ شیشکې را شه او دغه هلک چې ډوډۍ غواړي ؤخوره) څورلسمې سپوږمۍ خپله خړچکه رڼا د ظالم آباد د ښار د ویجاړو وراستو کورونو د شڼییدلو دیوالونو د اوږو د پاسه شندله او صحرايې رنځورو کوڅه ګردو سپو او رنځورو پیشوګانو به د خوراکي شیانو د لاسته راوړلو لپاره دا خوا او هغه خوا منډې را منډې وهلې څپلیو مې راته پښې تڼاکې کړې وې او څپلۍ مې په لاسونو کې ګرځولې او د کوڅې پستې، پستې خاورې مې د ژوبلو پښو په تلو سړې، سړې را لګیدلې او خوند يې را کاوه د نامالوم طبیب د کور د مندلو لپاره مې اوږدې لارې ستړې کړلې له یوې تنګې کوڅې څخه ارتې کوڅې ته ورسیدم سترګې مې د یوه ښکلي فیشني کور په شنو دروازو ولګیدې د دروازو د پاسه د مشق په قلم لیکل شوي ؤ(د ډاګټر رنځورمل ګور) د ښاغلي ډاګټر د کور په لور مې ګامونه اوچت کړل او د کور دروازه مې ؤټکوله له کور څخه د چا غږ پورته نه شو یو زلی بیا مې د ښاغلي داکتر د کور زنځیرونه ؤشرنګول او بیا هم چا راته د کور دروازه خلاصه نه کړه د وروستي زل لپاره مې د کور زنځيرونه په زوره په زوره ؤ شرنګول ډاکتر د کور په ګاونډ کې د پاخه عمر وسلوال کس د خپل کور له بامونو څخه سر را اوچت کړ او راته یې ؤ ویل(څوک یې شپه دې په سر آخیستې ده او تش کورونه ډبوې اوخلک خوب ته نه پریږدې) هغه ته مې ؤ ویل(ماماجانه!د درویشانو د کوڅې نا بلد سړی یم داکتر مې په کار دی) هغه په قار او غضب کې راته ؤ ویل(ډاکټر دې ستا سر ؤخوري،لاسونه دې اوچت نیسه او تماچې دې غورځوه) هغه ته مې ؤ ویل(ماماجانه! دا تماچې نه دي، د ا زما میرات مړې څپلۍ دي، پښې یې راته ږوبلې کړي دي، په لاسونو کې یې ګرځوم) هغه راته ؤ ویل(ځان را باندې مه وژنه او لاسونه دې اوچت نیسه او تماچې دې ؤغورځوه) لاسونه مې اوچت ؤ نیول او میرات مړې څپلۍ مې له لاسونو ؤ غورځولې د پاخه عمر وسلوال کس له خپلې وسلې سره کوڅې ته را کوز شو او راته یې ؤ ویل(تماچې دې چیرته غورځولې دي) هغه ته مې ؤ ویل(هاغه دی، هلته په کندې کې پرتې دي، تماچې نه دي څپلۍ دي) د پاخه عمر وسلوال کس کندې ته ورکوز شو او څپلۍ یې له نظر تیرې کړې او بیا یی زما مخې ته را ؤ غورځولی او راته یی ؤ ویل(ما پخپلو ګناهګارو سترګو ستا په لاسونو کې تماچې ؤ لیدې خو ته دومره بې حیا غل یې چې زما په سترکو کې را ننوزې او راته وایې:هغه څپلۍ وې، ګواکې زه په سپینه ږیره دروغ وایم او ته ریښتیا وایې) او ما هغه ته ؤ ویل(ماما جانه! زه د دیواله سوري ته ولاړ وم او د دیواله په تیارو کې ستا په سترګو کې څپلۍ تماچې ښکاره شوې) هغه زما خبرې نه منلې، په څپیړو یې وهلم او تماچې یې را څخه غوښتې او له ما سره هیڅ هم نه وو- د پیربابا نوم مې ورته واخیست او قران شریف مې ورته له جیبه را برسیره کړ خو د هغه زما په قسمونو باور ته کیده او په پای کې هغه زما د سر پکړۍ را خلاسه کړه او زه یې د یوې وچې ونې په ډډ کې ؤتړلم او پخپل کور ننوت د ښآیسته ډير وخت له تیریدو څخه وروسته په داسې حال کې چې د یوې ډنګرې قچرې قیضه او جلوه یې په لاس کې وه له خپل کور را ؤ وت او زه یې د دنګرې قچرې په کتې کښینولم او خپله ماشینداره یې په اوږو واړوله او پلی را پسې ؤ خوځید شپه پخه شوې وه ، د ښار په کوڅو کې د چا غږ نه لګیده، له لرې لرې ګلیو څخه خال خال د ټوپکو ډزي غوږ ته رسیدې، ببرسري وسلوال کس د قربانۍ د پسونو په څیر د حلالولو لپاره د نامالومو سیمو په لور بولم او د نا مالوم برخه لیک سره مخ وم د ډیرو ساتونو له تیریدو څخه وروسته قچره د یوې هسکې غونډۍ د پاسه ؤختله او د یوې برجورې تاڼې مخې ته نژدې ودریده او ورسره جوخت د برجورې تاڼې له مورچو څخه غږ وچټ شو(څوک یې چې د تاڼې په لور را روان یې او غږ نه کوې) د قچرې خاوند وسلوال سړي غږ اوچت کړ(زه یم، غل مې نیولی دي، دروازه خلاسه کړئ) یو بل د تاڼې پیره دار چې کوچنۍ ډیوه یې مخې ته نژدې بلیده اوپه یوې کوچنۍ مورچې کې ناست ؤ په لوړ آواز کې ؤویل(د اربابانو د کوڅې د بازار چوکي دار کندل ماما دی، دروازه ورته خلاسه کړئ) دتاڼې د وسپنیزې دروازې څځه د(قراو قور) غږونه اوچت شو او دروازه خلاسه شوه او قچره د تاڼې په سورورې دروازې ور ننوته او د سپاهیانو بارکونو ته نژدې ودریده. ګڼ شمیر سپاهیان له بلو ډیوو سره زما د تماشې لپاره هلته را غونډ شوي ؤ او یو بل ته یې ویل( له خړو سترکو څخه یې مالومیږي چې ګنې کندل ماما خطرناک غل نیولی دی) هغوی د بوسو د ترنګڼې په څیر د قچرې له شاه څخه ځمکې ته را ؤ غورځولم،سر مې د یوې پخې خښتې په تیرو ولګید او سرې وینې ترې جاري شوې. د سپاهیانو په اخ او ډب او شور ماشور کې د تاڼې مشر چې توره انګریزي کرتۍ یې په تن کې وه را نژدې شو او په غوږ کې یې راته ؤ ویل(ځان را باندې مه وژنه او راته ؤ وایه تماچې دې چیرته غورځولې دي) هغه ته مې ؤویل(حوالدار جانه! هغه تماچې نه وې، هغه زما میراتې څپلۍ وې، پښې یې راته ژوبلې کړې وې او د کندل خان ماما په سترګو کې څپلۍ تماچې شکاره شوې) یو بل بوچ پزي سپاهي کلکه څپیړه په مخ راکړه او راته یې ؤ ویل(ولې د مقام د خاوند منصبدار او د ساده سپاهي حوالدار توپیر نه کوې حوالدار د منصبدار او منصبدار د حوالدار په نامه سپک یادوې) مخ مې د تاڼې د مشر په لور واړاوه او په زاریو کې هغه ته مې ؤ ويل(منصبدار جانه! راته عفوې تقصیرات ؤکړه، پوه نه شوم، تاته مې د حوالدار خطاب ؤکړ او اجازه راکړه چې خپلې رنځورې مور ته ډاکتر ورولم)هغه زما خبرې نه آوریدلې، په څپیړو یې وهلم او تماچې یې را څخه غوښتې او له ما سره هیڅ هم نه وو. په پای کې هغه له موزو سره را باندې ؤخوت او زه یې د تاڼې د تور زندان په تور سلول کې کوټه قلفي کړم او د سلول دروازه يې را پسې ؤتړله. د سلول د شڼیدلو دیوالونو له سورکو او چاودو درزونو څخه د خطرناکو لړمانو، چرمښکیو، غوباړو د (وز، وز) رنګ رنګ غږونه پورته کیدل شاه مې د سلول د سپیره دیوال په سپیرو خاورو ولګوله او د بویناک سلول په ترږمو کې چوپه خوله کښیناستم- شیبې د باد په څیر په بیړه راغلې او په بیړه لاړې، دپیشلمي چرګانو آزانونه پیل کړل شپه پای ته ورسیده د سلول د وسپنیزې کړکۍ او پنجرې له لارې د سباوون خړه رڼا سلول ته را ننوته د خاورو په ګردونو کې ستر ګې مې د یوه وحشي ځناور په وحشتناکې څیرې ولګیدې د کیشپ په څیر ساه یې کاږله، له خولې او سپومو یې د حیوان په څیر د (فش، فش) غږونه پورته کیدل ډار په سر واخیستم او د سلول د دروازې په لور مې تیزه منډه واخیسته له بده مرغه په دروازې باندې قلپونه لګیدلي ؤ او د تیښتې لار تړل شوې وه، مخ مې د سلول په لور را واړاوه خوځیدونکې بسۍ د تورې بلا په څیر زما مخې ته نژدې ودریده او په خاورو ککړ لاسونه یې زما په اوږو ولګول او راته یې ؤ ویل( مه داریږه ، زه هم ستا په څیر بنیادم یم خو د ظالم آباد د وحشت استازو دغه حالت ته رسولی یم) د هغه څیرې ته ځیر شوم، په ریښتیا هم هغه بنیادم ؤ، د لاسونو او پښو نوکان يې د پړانګانو او لیوانو په څیر اوږده شوي ؤ ، د ببرې خیرنې ږیرې او د شونډو ویښتانو یې ورته خوله پټه کړې وه او په شلیدلو جامو يې د خیرو وار نه کیده. هغه را ته ځیر،ځیر ؤکتل او بیا یې را څخه پوښتنه وکړه(غل يې که د سیاسي جرمونو تور در باندې لګیدلای دی) هغه ته مې ؤ ویل(غل نه یم او د جومات له ملا څخه مې ځنې کتابونه لوستي دي او په سیاسي خبرو مې سر نه خلاصیږي، د ګاونډي له لور سره نوی کوژدن شوی وم دجلکۍ مور ناجوړه وه د طبیب پسې ګرځیدم، په بلا واوښتم) هغه ته مې د تیرې شپې ټوله کیسه تیره کړله او هغه راته ډاډګیرنه را کړه او راته یې ؤ ویل( غم مه کوه، د ظلم کاسه نسکوره ده او د ولس لپاره هغه ورځ لرې نه ده چې یو لاسي شي او د ظالم آباد نوم په واقعي توګه په عادل آباد بدل کړي او د وسلو او حرامو پیسو په زور د ظلم او ستم پاچاهي ګانې ړنګې شي )هغه ته مې ؤ ویل( په تا کوم تور لګیدلی دی) هغه را ته ؤ ويل(خبرې اوږدې دي، لنډه به يې درته وایم، زه د امیرالملک سالا ر اعظم د رنځورې مور معالج طبیب یم ، په ما تور لګیدلی دی چې ګنې ما د امیر صاحب پر ضد لیکنې کړي او د وسلو او حرامو پیسو په زور پاچاهی ګانې مې غندلې دي) هغه ډیرې خبرې ؤکړې خو زما سر د هغه په خبرو نه خلاصیده) لا زما او د ډاکتر خبرې خلاصې نه وې د سلول د وسپنیزو دروازو زنځیرونوؤ شرنګیدل او ورسره جوخت د زندان څو تنه سپاهیان سلول ته را ننوتل او زه او ډاکټر یې یو داسې زندان ته ور حواله کړو چې ما یې په ځینو کتابونو کې کیسې لوستلي وې – دغه زندان د ظالم آباد ښار په څیرمه د خلکو له کورونو څخه لرې په هسکې سیمې کې پروت ؤ د ورځې له پلوه به د زندان سپاهیانود کارلپاره د سلار اعظم د قصرونو د اعمار لپاره له نورو بندیانو سره بیکار ته بولم او د شپې له پلوه به مې په زندان کې له ډاکتر سره شپې تیرولې ډاکتر به زه په تل پاته توکه د زندان د کړاونو په وړاندې زغم او صبر او سختي ګاللو لپاره هڅولم او راته به یې د هغو نومیالیو او اتلانو په هکله کیسې کولې کوم چې د عدالت د خوندي کیدو په لار کې د ظالمو پاچایانو له خوا شهیدان شوي ؤ او د زندان کړاونه یې ګاللي ؤ په دغه زندان کې د ډاکتر تر څنګه په ما کالونه تیر شو له هغه څخه مې ډیر کتابونه ولوستل او د لوړې پوهي او لوړ سواد خاوند شوم – ډیره هڅه مې ؤکړه چې د ګل څانګې او دهغې د سپين سرې رنځورې مور له حال او احوال ځان خبر کړم خو له بده مرغه هغوی ځای بدل کړی ؤ زما لیکونه هغوی ته رسیدل د مني شيې پای ته ورسیدې او د ژمي ساړه بادونه ولګیدل د هرې بلې ورځې په څیر ډاکټر کتابونه غوړولی وو اومطالعه یې کوله او زه د نورو ورځو په څیر له کوټې څخه بهر د کوچنۍ برنډې لاندې ناست وم او د واورو د اورښټ تماشه مې کوله په لرې واټن کې ستر ګې مې په هغه هزاره ګي سپاهي ولګیدې کوم چې له ما سره یې اڼډیوالي وه او له ډآکټر څخه یې د خواجه حافظ او سعدي کتابونه لوستل او علی حسین نومیده خوله یې له خندا ډکه وه او زما په لور یې مڼډې را وهلې هغه په منډو منډو ځان را ورساوه او راته یې ؤ ویل( سید جان لالا!یو ښه په زړه پورې زیری درته لرم، د خلاصون کاغذونه دې را رسیدلې دي)- هغه ته مې ؤ ویل(توکې او مسخرې مه را سره کوه، د ټوکو حوصله نه لرم) هغه راته ؤ ویل( زه له مشرانو سره ټوکې نه کوم ریښتیا درته وایم) ډاکټر د علی حسین سپاهي خبرې واوریدې، شړۍ یې له ځان را تاوه کړې وه له کوټې را ؤ وت او راته یې ؤ ویل(علی حسین د دروغو هلک نه دی او له مشرانو سره ټوکې نه کوي، ماته هم ستا د خلاصون خبره را رسیدلې وه یقین مې نه کیده او باور مې نه کاوه، اوس خبره یقیني شوه- خوښ یم چې خپل کور ته ورځې او د ګاونډی له لور سره واده کوې او خپه یم چې له تا بیلیږم) لا زما او د هغه مرکې خلاصې نه وې د زندان جګپوړی منصبدار زمونږ حجرې مخې ته نژدې ودرید او راته یې ؤ ویل (هلکه سیدجانه!خپل او خپلوان دې شته چې راشي او ضامن دې شي چې بیا له ځان سره تماچې ؤ نه ګرځوې او خلاص شي) هغه ته مې ؤویل(پلار مې په حق رسیدلی دی، اکا او ورو نه لرم چې راشي او ضامن مې شی، یوازې د پاخه عمر سپین سره ترور لرم ګل اندامه نومیږی- که د ګل اندامې ضمانت منل کیږي سپاهي را سره ملګری کړه چې لاړ شم او هغه راولم چې ضامنه مې شي) د زندان مشر سر قوماندان کټ کټ په خندا شو او په خندا کې یې راته ؤ ويل( نه شرمبږې او د نامحرمو خلکو په حضور کې د سیاسرو نومونه یادوې او ځان ته پښتون او میړه هم وایې، د ښځو ضمانت چا منلی چې زه یې ؤمنم)ډاکتر ؤ ویل(ښځې او نارینه دواړه د خدای یو شان بنده ګان دې او فرق یې نه کیږې، خیر دې وې که د ښخو ضمانت نه منل کیږي زه به یې ضامن شم)د زندان د مشر مجاز واوښت،سترګې یې برګې برګې شوې او په قار او غضب کې یې ډاکتر ته ؤ ویل(ستا د ناوړو او بدو اعمالو او جنایتونو ضامن به څوک شي چې ته لګیا یې او سړی وژونکو قاتلانو ضمانتونه کوې) ډآکتر غوښتل څه ؤ وایې خو علی حسین سپاهي هغه ته سترګه ؤ وهله او هغه یې پوه کړ چې له جاهل سړي سره خبرې لنډې کړې او ډا کتر چوپ باته شو او د زندان مشر راته د زندان دروازه خلاصه کړه او راته یې ؤویل(سیخ او مستقیم به خپل کور ته ځې او د عادل آباد د عادل او مسلمان پاچا د عمر د اوږدوالي او د سلطنت د بقا لپاره به دعاکانې کوې او له ځان سره به تماچې نه ګرځوې) غوښتل مې له خپل د کوټې ملګري ډاکترسره مخه ښه ؤکړم خو د زندان وحشي سپاهیانو همداسې لوڅ لپړ د زندان له دروازې څخه بهر ؤ غورځولم- د اوږدو کلونو په بهیر کې د زندان نمجنو حجرو د پښو غړي راته سست کړي وو، تګ راته ګران کار ؤ او په شلیدلو خیرنو جامو کې خلکو د لیوني ګومان را باندې کاوه، د زندان د شاه او خوا د کورونو ماشومانو د واورو په غوڼډسو ویشتلم او لوبې یې را باندې جوړې کړې وې، دا خوا او هغه خوا مې کتل ګوندې څوک را پیدا شي ، لاس مې ؤنیسي، مرسته را سره ؤکړي او هوارې سیمې ته مې ورسوي – له نیکه مرغه چا لکړه لاس کې را کړه د لکړې په زور هوارې ځمکې ته وریدم – په هډوکو کې مې ساړه را ننوتې ؤ سړو لړزولم جامې مې شلیدلې وې او دشلیدلي پرتاګه له سورکو څخه مي (شرم ځای) ښکاره کیده – د شاه له لوري پر برمنډو اوږو مې چا شړۍ را ؤغورځوله او( شرم ځای) مې پټ شو- شاه ته مې ؤکتل د خیراتي شړۍ خاوند مي ؤنه لیدـ په زړه کې مې ورته دعا ؤکړه - په نژدې واټن کې سترګې مې د یوه سپین جومات په منارو ولګیدې د جومات په لور مې ورو ورو قدمونه اوچت کړل او د جومات دروازې ته مخامخ ودریدم – خلکو د ماښام لمونځونه کړي وو او له جومات څخه د را وتلو په حال کې وو- د جومات ملا چې د لاندي د پسه په څیر چاق او خیټور سړی ؤ لاسونه مینځل او د ماښام د ډوډۍ د خوړلو لپاره یې تیاري نیوله د هغه سترګې په ما ولګیدې او راته یې ؤ ویل(ملنګ ماما!په کوم لوري داسې ګنګس او ګیچ روان یې او پوښتنه نه کوې،له چاسره ډې کار دی) هغه ته مې ؤ ويل(ملا صایب!مساپر یم ساړه مې کیږې، ډوډۍ نه غواړم،په جومات کې شپه تیروم) خیټورملا بد بد راته ؤکتل او بیا يې راته ؤ ویل(ډوډي ؤخوره خو ځناور مه را خوشې کوه) هغه ته مې ؤ ويل(ملا صایب! د خبرو په مطلب دې پوه نه شوم) او ملا صایب راته ؤ ویل( ته باید په دې پوه شې چې جومات د عبادت ځای دی خو ستا په څیر چرسیان او لیونیان یې له سپګو او خزندو ډکوي ته لاړ شه او بل ځای واړوه او شپه تیره کړه) هغه ته مې ؤ ویل(ملا صایب!که په دې سره ژمې کې کوم پردیس مساپر د هندوانو درمسال ته ورشي هندوان یې د خدای په جات ساتي- خو ته ځان ته ملا هم وایي او د قران ترجمې هم کوې او بیا یو مسکین مساپر له جومات شړې- زه په دغه سره ژمي کې چیرته لاړ شم او په کوم ګور ننوزم) ملا صایب راته ؤ ویل( هغه ستا خپله خوښه ده ، په هر ګور چې ننوزي ننوزه) د دې لپاره چې یو زل بیا د زندان له تورو تمبو سره مخامخ نه شم له خیټور ملا سره مې خبرې بس کړې او د کوڅې په لور را تاو شوم د شلیدلو څپليو په سورکو کې مې د واورو بڅرکي را ننوتي وو- د ژوبلو پښو له نوکانو مې وینې بهیدلې – د - بېرته شاته