(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ګرځم په کاڼو کي په لاس مي ملغلره راشي

دنعتيه اشعارو د چاپېدونکي ځانګړي ټولګي لپاره خپل نعتيه شعرونه راسره شريک کړئ چي څه ليکم د محمد( ص) پکښي خبره راسي ګرځم پــه کاڼو کي پـــه لاس مي ملغلـــره راسي اسلامي مسلک ته دټينګي پابندۍ له لحاظه په نړۍ کي د پښتنو ډېر کم ساري موندلاي سو. پښتانه په هر مجازي شعر کي له محبوب څخه مراد محمد صلي الله عليه وسلم اخلي. عام کليوال پښتانه په دې باور دي چي يو څوک هغه وخت شاعر کېدلاي سي کله چي حضرت محمد صلي الله عليه وسلم په خوب وويني. پښتنو شاعرانو له حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سره خپله مينه او هغه ته خپل عقيدت يوازي په مجازي اشعارو کي نه دي ثبت کړي بلکي په ښکلو نعتيه اشعارو يې هم ثابت کړي دي. پل صراط به ورته نيسم په مرسلانو کي سردار دي رابه سينه پورتنۍ لنډۍ چي د شفاهي ادب له بڼه را اخيستل سوې ده، د پښتنو په روح او روان کي د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د ميني د اخښل کېدني څخه حکايت کوي ځکه شفاهي ادبيات د يوې ټولني د روحياتو له تل څخه سرچينه اخلي. له حضرت محمد صلي الله عليه وسلم سره د پښتنو د دومره ژوري ميني او د نعتيه اشعارو له پراخۍ سره سره لا هم پښتو ژ‎به د نعتيه شعرونو د مستقلو ټولګو په ارمان شپې ورځي تېروي. د همدې ارمان د پوره کولو په خاطر مو د لوي څښتن د مرستي او د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د عقيدتمندو قدرمنو شاعرانو د همکارۍ په تمه د نعتيه اشعارو د يوې مستقلي ټولګي د چاپ تکل کړي دي. له همدې امله هيله کوو څو درانه دوستان د اسلامي احساس له مخي خپل نعتيه اشعار پر لاندينۍ پته راولېږي او که کوم دوستان د ځان نعتيه اشعار ونه لري او د کوم بل چا نعتيه شعر ته لاسرسي ولري، لطفا دي يې پر لاندينۍ پته راسره شريک کړي. ترلاسه سوي اشعار به تر ابتدايي چڼ وروسته د نعتيو په مستقله ښکلې اوزرينه ټولګه کي چاپ سي. هيله ده په دې توګه د لوي څښتن ګران محبوب حضرت محمد صلي الله عليه وسلم ته خپل عقيدت او درناوي وړاندي کړو.
دلته يې ولولئ په شرنګ وېبپاڼه كې ... دهېوادله درنوشاعرانوسره ادبي بنډار په ډېره مينه اوډېردرنښت دشرنــــګ وېبپــاڼې چلوونكې ډله www.shrang.com [email protected]
- بېرته شاته