(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جرګه نه ده د ولس سرګرداني ده

په پردۍ کېږدۍ کې ناست دي دپردیو غلامان بیا ××× په ډالرو پلــورل شـوي څو ناوړه انسانان بیا ګرانو خویندو او وروڼو! دا ده نږدې یوه لسیزه پوره کیږي چې دانصاف ، پرمختګ، دیموکراسي ، مخدره توکو په ضد، د ښځو د حقونوتأمین ، ماشوم روزنې او پالنې ، تروریزم ځپلو او نورو ډېرو په زړه پورې نعمتونو د وېشلواو لاس ته راوړلو په پلمه دامپریالیزم برګې برګې غڼې زموږ په پاکه خاوره راواوښتې همدلته یې سنګر ونیو او خپلې وعدې یې په لاندې ډول سره تر سره کړې : انصاف : دې ښاغلو داسې عدل او انصاف پر مخ بوت چې هم اوس محکوم دي او هم به راتلونکي نسلونه دتاریخ پاڼې پرې ډکې کړي لعنت به ورته ووايي وایم چې انسانیت یې وشرماوه اوس داشرف المخلوقات په لوړه معنوي فلسفه د سړي شک راځي دې سړي خورو زموږ مظلوم افغان ولس له باران څخه ناوې ته کښېناوه ، هغه ولس دریادوم کوم چې د همدې دروغجنو او جفاکارو لخوا په ډېر چل او هنرولوبېده او وځپل شو دې ظالمانوداسې بې انصافي ورسره وکړه چې دا لاندې کفنکښ جنګي جنایتکاران یې د ولس په اوږو ورسپاره کړل ویې نازول او لا نور به یې هم پسې ونازوي تر نن ورځې یې هم دمخالفت په قالینه کښېنولي او هم د قدرت . پرمختګ : په دې نږدې یوه لسیزه کې یې هیڅ کومه داسې مهمه تولیدي ، پرمختیايي او علمي موسسه ودانه نه کړه چې خلګو ته روزګار ومومي، تولید وکړای شي او مسلکي ضرفیتونه اوچت کړي داخو لا اخوا پرېږدئ دومره یې هم ونه شوای کړای چې یو دولتي لوی تالار ودان کړي اوس هم لا دجرمنیانو په کېږدۍ کې را ټولیږي هلته یې هم پرون پسې وځغلول ډزې یې پرې وکړې دځغاستو په وخت کې کرزي ناره وکړه چې : ری به نه پکشې وهی کرار کشېنئ خیر او خیرت دی؟؟ دا خو سړي ته پوښتنه پیدا کوي چې بابا دا څنګه خیر او خیرت دی ؟ دا ته ولې دومره ډاډه یې ؟ دا د رښتیا ډزې وې او که دوړم کال په ډول چې دغویي په اتمه نېټه کومه ډرامه دنظار شورا استخباراتي بانډ جوړه کړې وه هلته خو یې کرزي ته هیڅ زیان ونه رساوه صرف فضل الرحمن څمکنی یې په نخښه کړی و. دیموکراسي : په دې برخه کې یې له ټول بشریت سره دومره جفا او جرم وکړ چې حد نه لري ، کېدای شي راتلونکي نسلونه د دیموکراسي د ښکلې کلیمې پر ځای یوه نوې کلیمه د دې مفهوم لپاره پیدا اوبیا غوره کړي دا ځکه چې د دیموکراسي له کلیمې څخه اوس ډېری خلک کرکه لري ، دې جابرانو خپلو ناولو موخو ته د رسېدو لپاره ډېر ټیټ کارونه وکړل ، دسقأو زامن یې د یو محکوم او تش په نامه دولت په قالب کې په اجرایئه ، مقننه او عدلیه قواوو ور ننیستل مانا د ډنډ له هغومړو چینجیوڅخه یې ښاماران جوړکړل خصوصي او دولتي ملکیتونه یې پرې لوټ کړل بس په همدې ډول یې زموږ دولس غوسه را وپاروله څو جګړې ته ملا وتړي کرزي ته یې ټوپۍ او چپنه ورواغوسته چې تر څومو ستا په موجودیت کې داستا غښتلی (پښـتون قام) درته تباه کړی نه وي او د یونوکال دتېلو کمپنۍ خپلو موخو ته رسېدلې نه وي ته به همدا ډول نڅا کوې په یوه سترګه به ژاړې او په دا بله رپېدلې سترګه به خاندې تر څو دولس شک درباندې را نه شي او که نه دمسعود په ډول به واولوزول شې . دمخدره توکو له مینځه وړل : هغه متل دې وايي چې شرعه خو ظاهره غواړي دا دی مهرباني وکړئ دا لاندې تصویر وګورئ چې څه تاسو ته در ښيي اوس د دوی له برکته په کال کې کم له کمه ۶۵ پنځه شپېته ملیارده ډالر د مخدره توکو حاصل دی چې له هغې جملې څخه یې صرف ۵ پنځه ملیارده افغان مافیا دانور یې نړیوالې مافیا ته دپېرنګیانوله برکته ورځي دا د دوی مبارزه ده چې کوي یې . دښځو حقونه : په دې برخه کې یې دومره دتاثف وړ چارې تر سره کړې چې هم یې په ودونو او هم یې په هدیرو کې جامې په وینو ورورنګولې په پښتون مېشتو سیمو کې یې داسې بمونه پرې وکارول چې اوس زموږ خویندې معیوب بچیان دنیا ته راوړي ددې تر څنګ یې داسې بمونه وورولي چې دسرطان ډول ډول ناروغي وګړو ته پیدا شوې دي له دې څخه ور اخوایې یو شمېر هغه دلالانې په ځینو دولتي کورسیو سپرې کړې کومې چې دافغان مېرمنو استازستوب نه شي کولای هسې تش په نامه لوېدیځوال پرې غولوي چې موږ د ښځو حقونه پرځای کړل په دا لاندې تصویرونو کې به تاسو دښځو حقونه پخپله وګورئ چې څه ډول یې ورپوره کړل . ماشوم روزنه او پالنه : زموږ ماشومان د دوی له برکته نور هم پسې پښې لوڅي شول په ضعیفو اندامونو درانه کارونه کوي یا سوال او ګدائي کوي تر څو خپلو معیوبو میندو او پلرونو ته د ماښام یوه ګوله ګۍ راوړي خوله هغه سره سره یې دشپې په کورونوچاپې وهلې ګیږي په سپیو داړل کیږي او په خپل کور کې قتلیږي داهم باید زیاته کړم چې درۍ ورځې مخکې مې د آزادي له رادیو څخه د یو شمېرهغو پلرونو فریاد واورېد دکومو چې ماشوم اولادونه په کروندو کې د امریکايي بمونو په ‌ ذریعه ټپي شوي وو دا بمونه دلوبو دوسائیلو په ډول جوړ شوي دي . تروریزم ځپل : په دې اړوند تاسو پخپله قضاوت وکړئ چې تروریزم د چا زېږنده ده، دڅه لپاره او څوک یې تمویلوي ؟ په زړه پورې نور نعمتونه : هغو افغانانو چې داسلام د نجات لپاره له لویدیځوالو څخه مرستې او وسلې اخیستې ، دروسانو تر څنګ یې خپل افغانان هم په بې شمېره توګه ووژل چې په نتېجه کې یې هېواد په فزیکي او فکري لحاظ ډیر خوار کړ ځکه خو اوس له خپله لاسه په خپل انګړ کې لاس تړلي ناست دي دا هغه نعمتونه ورته ورسېدل چې دملي ګټو خیال یې نه ساته دوی د پردیو په لاپو شاپو وغولېدل دومره اشتباه یې وکړه چې له ثواب څخه یې عذاب زیات شوداسلام مقدس دین ته یې دګټې پر ځای زیان ورساوه دا خبره به مې ترخه وي خو حقیقت دی دا هم حقیقت دی چې اوس هم لا نه جوړیږو او نه پوهېږو یو د حساب سړی چې په موږ کې را ټوکیږي بیا له واره دکوم موزي لخوا خنډونه ورته پیدا شي که داسې نه وي نو بیا ولې له دا دومرو قربانیو سره سره موږ یو غښتلی مشر ونه موند؟ له بدوبده خویې داچې اوس زموږ دتاریخي جرګودبې اهمیتي لپاره تش په نامه بې حاصله جرګې رابولي له هغه څخه لانوربدیې پسې داچې هېواداو ولس دښمن کرزی راولاړ شوجنګي لوی جنایتکار رباني یې په انتصابي توګه دهمدې جرګې رئیس وټاکه، همدانن مې دآزادي رادیو د آزادي په څپو پروګرام کې په څرګند ډول نیوکه پرې وکړه چې کرزي په رمه باندې لېوه د شپون په حیث مقرر کړ ، چېرې رباني او چېرې افغاني جرګې ؟ دا هرڅه زموږ مظلوم قام د سپکاوي لپاره روان دي تر څو په لوی لاس جګړه او ږده او ښکېلاکګر خپلو موخو ته پکې ورسیږي لنډه یې داچې که لا اوس هم څوک له کرزي څخه توقوع لري نو بس خدای پاک دې هدایت ورته وکړي . جګړه پـه لوی لاس اوږدوي ناورین راوړي ×× یو لــوړوي بل پرزوي ګټـې پالـــــي دښکېلاکګرو نوی رسم نوې چارې ګورئ ×× وروڼـــه په وروڼو قتلوي موږ لـوټوي مننه - بېرته شاته