(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جنوبی پنجاب کښې دې د دهشت ګردو پرضد کوټلي ګامونه پورته کړل شي،

پېښور (خیبرواچ نیوز) امن تحریک او قامی امن جرګې په واکدارانو غږ کړی دی چې د هيواد په بېلا بېلو برخو او جنوبي پنجاب کښې دې د دهشت ګردئ خلاف حتمی عمليات پئېل کړل شي، د سوات انتظامي معاملې او اولسي چارې دې منتخب حکومت ته اوسپارل شي، او هلته چې د کیش کارډ د ترلاسه کولو لپاره د نوي سره د شناختی کارډ جوړولوکوم شرط ايښودی شوی دی، دغه شرط دې دې بېرته واخيستل شي۔ امن تحریک دا غوښتنه هم اوکړه چې په کراچۍ ښار کښې د پښتنو کومه نسل کشی روانه ده، دې ته دې پام اوګرځول شي او هلته په حلقه بندو کښې د شوو غولتو د ازالې لپاره دې د قاميتونو په بنسټ نوې حد بندئ اوکړل شي۔ د دهشت ګردئ په الزام کښې چې په کوم خلق بندي دي، هغوئ ته ورکړل شوي ټول سهولتونه دې بېرته واخيستل شي۔ د پېښور په يو هوټل کښې شريک پرېس کانفرنس ته د وېنا پر وخت د امن تحريک غړو، هاشم بابر، ډاکټر سيد عالم محسود، سيد مختار باچا او ادريس کمال وئیل چې پنجاب اوس د ترهګرۍ بنيادي مرکز جوړ شوی دی او دا چې د مسلم ليګ د نواز شريف ډلې حکومت هلته کښې د ترهګرو پر ضد د څه قسمه قدم اخيستلو نه، نه صرف انکاري دی بلکه په خپله صوبه کښې دوئ د ترهګرو د سرپرست کردار لوبوي۔ دوۍ غوښتنه اوکړه چې په پنجاب کښې دې ډېر زر د ترهګرو په خلاف اپرېشن شورو کړل شي۔ دوۍ دا هم وئېل چې د سوات نه علاوه په يو ځائې کښې هم د فوځيانو هلې ځلې په زړه پورې نه دي۔ په صوبه خیبرپښتونخوا او فاټا کښې د دهشت ګردو پر ځائې امن پسند خلق په نخه کيږي۔ دوۍ زياته کړه چې ددوئ تحريک په پاکستان کښې د پارليمان د مکلملې سرلوړئ او مکمل جمهوريت په حق کښې دي ، فوځ دې خپل پام صرف د ترهګرئ د بېخ اوسلو ته اوګرځوي او اولسي کارونه او د بيا رغونې پروسه دې متخب واکدارانو ته اوسپاري۔ د پرېس کانفرنس نه وړاندې قامي امن جرګې او امن تحريک خپله يوه غونډه اوکړه چې په دې کښې د امن تحریک د اسټيئرنګ کمېټئ غړو او د جرګې څلوېښتو غړو ګډون اوکړو۔ په اجلاس کښې د يو قرارداد په ذريعه غوښتنه اوشوه چې د فرنټئېرریجن (اېف آر) سيمو کښې څلوېښت زره خلق فې کوره شوي دي، دوۍ ته دې په کور کښې د بې کوره خلقو (آئې ډي پيز) درجه ورکړل شي، د فاټا بې کوره ځايه شوو کسانو د رجسټرېشن عمل دې شورو کړل شي او د کرمې ايجنسئ لارې او سرکونه دې پرانېستل شي او دا چې حکومت دې هلته کښې د عام وګړي د حفاظت ذمه واري قبوله کړي - بېرته شاته