(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتونخوا ټپه

د پښتونخوا ټپه د پوهاند جها نزیب نیازمبارکي لیکوال: ډاکټر رحمت ربي زیرک یار Pashtunkhwa Couplet By Dr. Rahmat Rabi Zirakyar, Independent Scholar, U.S.A. اطاعت د «اولی الامر» ځکه نه کړم خلیفه د زمانې په زړه کافر د ی (خوشا ل خټک بابا) د باچاخان (فخر افغان) ا و دده د مشر ورور ډاکټر خانصاحب د منځومۍ خور ځوی ۸۳ کلن پوهاند جهانزیب نیاز زما ملګری دی او د خدایي خدمتګا رد د رانه خوځښت د رڼا پالندوی دی. ده ته د خدایي خدمتګا ر د خوځښت تودې سړې او غټې وړې د خپل لاس د ګوتو پ شان معلومې دي او په خپل ژوند لیک کې یې په د ې سرلیک خوندي کړې دي: «زما د ژوند قیصه: څه اورید لي، څه لید لي» (ملت پرینټز،لاهور ۲۰۰۵، درک: یونیورسیټي بُک ایجنسي،پیښور ښار، ۴۷۹ مخونه). دا نږدې څلورسوه اتیا مخیز کتا ب د اورید لوپه کچه ډیر په لید لوولاړ دی او له دې امله په راتلونکو څیړنو کې د لومړۍ چینې (پرایمري سورس)رول لوبولی شي . زه ددې مهم کتا ب په لوستلو نه مړید لم ،او د مه مې پکې نشوه کولی.کله چې مې ټول کتاب ولوست، په دې پوه شوم چې فصلونه یې نلرل. پوهاند نیا ز په پیښور کې، په شلمه پیړۍ کې د پښتو د فیلسوف شاعرعبدا لغني غني د مرکز مشر دی او په پیښور کې د « د ستا ر» مجلې چلوونکی دی. پوهاند نیاز د دې خپرونې له لارې دهغو پښتنو زړونه ټکوروي چې د خلیج هیوادونوته د غریبۍ لپاره تللي د ي. مااوپوهاند نیاز لا تر ننه لید لي نه دي خویو بل مو په فکرونو کې میند لي دي. دد ه ټلفوني غږ ما بیرته خپل ویجاړشوي کلي ( ګل اباد) او خپلو دنګو غرونو (سپینې څوکې او کوترو کنډ و) ته رسوي. د ۲۰۱۰ کال د می په ۲۶ نیټه ټلفون وکړنګیده او پوهاند نیاز راته د خپلې خوږې اشنغرۍ پښتو په درنو الفاظو کې د «خیبرپښتونخوا» مبارکي راکړه. ما دده خوښي احسا سوله او ده زما، ځکه له هیڅ نه خولږ څه ښه دي. ماورنه پوښته وکړه چې ولس څه ډول احسا س څرګندوي ؟ ده راته وویل چې « د مملکت ټپه [لنډۍ] به درته واوروم.» ارواښاد فضل رحیم ساقي د زړه سواندي او سوله دوست انسان باچا خان د سېاسي او کلتوري ګلبڼ یو وتلی خدایی خد متګا ر او یو خوږ ژبی شاعر و. په پښتو کې یومتل دی چې « د شند له جا لې نه شند الوځي». مملکت د فضل رحیم ساقي لور ده اوپه پیښور کې ښوونکې ده. میړنۍ خورملا لۍ یوسل یو د یرش کلونه وړاند ې دمیوند په جګړه کې د خپلې ټپې په واسطه دانګریزښکیلاکګرقدرت په ضد د پاڅونوالو چغه توده کړه او د ټول افغان ملت سر یې لوړ کړ. هغه ټپه دا ده: که په میوند کې شهید نه شوې خدایږو لالیه بې ننګۍ له دې ساتینه نن زموږ درنې خور مملکت سا قي په «خیبر پښتونخوا» باندې خپله سیاسي لوپټه خوره کړې ده اوپه پښتونخوا يې غږکړی دی چې د شیطان خیلو په سترګو کې دې خاورې ود وړوي اوخیبر دې په غیږ کې ونیسي. ټپه یې داسې ده: خیبره بخت دې مبارک شه *** چې پښتونخوا به دې په غیږ کې ګرځوینه زه درنې خور مملکت سا قي ته خپله خوښي لوګی کووم. ډاکټر زیرک یا ر(کلیفورنیا،۸ جون ۲۰۱۰) - بېرته شاته