(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د چین د ولسي جمهوریت دوه متضاد سیاسي سېستمونه

سریزه . که څوک غواړي چین وپیژنې هغه باید یوه کتنه د دې هیواد تاریخ ته وکړي . ځکه د چین لرغوني اوږ د تاریخ ستره اغیزه پر اوسنې مدرڼه ټولنه او سیاسي مشرتابه باندې لري . سړی کړي شي د چین دننني ولسي جمهوریت د راتلونکې نړیوال سیاست او ځواک انګیرنه وکړي . د چینایانو تاریخ د نړۍ له لرغونو تاریخونو څخه ګڼل کیږي . څومره چې سړی دچینایي تاریخ تیوري تعقیبوي هغمره اوږدیږي . د چین تاریخ ته دلویدیځ په تاریخي کتابونو کې سر سري کتنه شوي ده . دیره موده اروپايي تاریخپوهانو د چین تاریخ ته د یو ځوان تاریخ په څیر کتلي دي . اوس د لرغونپوهانو په نویو پلټونو کې رابرسېره شوي دي چې چین دبشر د مهاجرتونو په لویه لاره کې پروت وو. دغه لاره د مصر څخه د مخته ختیځ پلور پیل کیږي چې بیا د وریښمینو له لارې سره یوځای کیږي او د چین زړه ته ورننوزي . دغه لار له همدې ځای څخه بیا سویلې امریکې ته ورځغیږي . پر همدې بنسټ موږ له یو زوړ کولتور سره چې پیل یې د زوړ ډبرین پیر څخه اټکل ۱۰۰۰۰ کاله له مسیحیت څخه مخکې دی مخامخ کیږو. په چین کې د پخوانیو انسانانو شتون اټکل ۱،۸ میلیونه کاله مخکې له مسیحیت څخه په اثبات رسیدلې دي . چین د بشریت له زړو تمدنونو څخه یو تمدن دی . چین د برسېرونې او نوېیستنې هیواد دی . زوړ چین په ډیرو پوهنیزو برخو کې خورا ډیر پرمختګونه کړي وو، لکه په ادبیاتو، فلسفه ،مذهبپوهنه ،طبابت او همداسي د پیسې او نوټونوجوړول، باروت، مقناتیسي قطب نما،، دکرنې لاسي تخنیک ،وریښمین ، کاغذ، درې سوه کاله مخکې له مسیحیت څخه په چین کې ۳۶۰ ورځنې کالیزي شتون درلود،د مسو، اوسپنینې اوبول او دکتابچاپ نوېیستنې یا اختراعات یاده ولي شو . په حکومتوالي کې د ښو مسلکې مامورینو روزنه او داسي نور برخو کې له نورو ولسونو څخه مخکښ ولس پیژندل شوي دی . په معماریو کې له شماله دکوچې سپرو تېریکونکې ولسونو څخه په دفاع کې دنړۍ ستر هیرانونکې دیوال ۲۴۵۰ کیلومتر اوږد جوړول یاده ولې شو . د چین سیاسي تاریخ اټکل ۲۰۰۰ کاله مخکې له مسیحیت څخه پیل کیږي . د چین په هره سیمه کې سره له بې شمیره کورنیوجګړو څخه دغې شکیدلې هیواد د خپل اوږد تاریخ په لړ کې لاره ملي یوالې اوچینایي کولتور ته خلاصه کړي ده . د لویدیځ او اسلامي امپراتوريو ته په کتو سره چین له ۲۲ پیړېو څخه خپل کولتوري کړي، سیاسي یوالي او خپله خاوره دلاسه ورکولو سره بیرته یو ځای کړي ده .د دوی کولتور د نړۍ له ډیرو کولتورنو اود اروپا تر نوي پېره پوري مخکښ کولتور وو . په دغه لیکنه کې د چین کمونېستي تاریخ ته له ۱۹۴۹ کال څخه راپه دیخوا له سیاسي،اقتصادي، پوځې ، ټولیز ه پلوه اوچین د راتلونکې نړیوال زبرځواک هیواد په توګه د امریکې ځای ناستي ته یوه کتنه شوي ده . که څوک د چین په محاصر تاریخ باندې ځان پوهول غواړي ، هغه بایدد چین کمونېست دولتي ګوند وپیژنې . د چین په کورني او نړیوال سیاست کې چې هرڅه پېښیږي دچین کمونېست ګوندسیاسي بیروي یې ټاکې . د چین ولسي دولت لیوالتیا د چین نړیوال اقتصاد،دنړیوال انرجيکې پوښتنو،دنړیوال اقلیم بدلون، دنړیواله سولې په اړه ورځ په ورځ ډیریږي . که څوک دغي پوښتنو ته ځواب لټوي ،هغه باید د چین کمونېست ګوند په یوه کوچنې ډله کې دې ولټوي . دلته پوښتنه د چین د دولتي سیاسي سېستم وړتیا او چلښت رامنځته کیږي، دغه هیواد اټکل د نړۍ پنځمه برخه وګړي لري . د چین د ولسي جمهوریت او د چین کمونېست ګوند وده له یوبل سره ټینګ نښلیدلې دي . ۱ . د نړۍ د لرغوني امپراتورۍ پای د زاړه چین دسترو ټولواکو اود امپرتوري تاریخي لړي ډیر اوږده ده . چین د نړۍ کولتور ي تاریخ اوږد او بې سارې تاریخ لري . له ۲۲۱ کال مخکې دمسیحیت څخه تر ۱۹۱۲ ز کال چین دنړۍ یوه ستره امپراتورۍ وه . ډیره موده زوړ چین د نړۍ له اغیزو څخه بې برخې وه . په ۱ ۲۲ کال مخکې له مسیحیت څخه په چین د لومړني فیودالې دولتي ځواک مرکز بنسټ کېښودل شو . د ۲۲۱ تر ۴۰۳ کال په پخوانې چین کې ووه کوچنې سیمه ایز دولتونه یا هیواونه په نامه د چینګ، چو،چي،وي،یان،و، اوهان شتون درلود. د چین په شمال لویدیځ کې د چین په نوم یو دولت چې د نورو دولتونو څخه نسبتآ په پوځې او ملي ځواک کې پرمختللې وو . د همدې دولت نوم درست چین ته غوره شو . د۱۶۵۹ تر ۱۰۲۷ کال مخکې له مسیحیت څخه د چین لومړني امپراتور ۍ د چینګ دکورنۍ سلسلې له خوا رامنځته شوه . د ۱۰۲۷ تر ۲۵۶ کال مخکې له مسیحیت څخه د چو د کورنۍ سلسلې رامنځته شوه . د ۲۲۱ تر ۲۰۷ کال مخکې له مسیحیت څخه د چېن کورنۍ سلسله رامنځته شوه . د ۲۰۷ تر ۲۲۰ مخکې او ورسته له مسیحیت څخه د هان کورنۍ سلسله رامنځته شوه . د ۲۲۱ تر ۵۸۹ کال د هان امپراتورۍ په درې برخو وویشل شوه او کورني جګړي پیل شوي . د ۵۸۹ تر ۶۱۸ کال د سوۍ کورنۍ سلسلې بیا ټول چین شمال او لودیځ یې ترخپل کنټرول لاندې راوست او د چین په ستر دیوال جوړولو بیا کار پیل کړو . د ۶۱۸ تر ۹۰۶ کال د ټانګ کورنۍ سلسلې چین یې نړیوال ځواک ته ورسوه . په دغه پیر کې کولتوري رنیسانس ، هنر ،شاعري ، سوداګرۍ ، د دولتي مامورینو څخه ازموینه اخیستل پیل شول . کار د کاراهل ته سپارل کیده ، نه یو توکم ته . د ۹۰۷ تر ۹۶۰ کال پنځه نوي سلسلې رامنځته شوي ، چین په شمال او لودیځ باندې بیا وویشل شو . د چین یو برخه تورکې ولسونو تر خپلي ولکې لاندې راوسته . د ۹۶۰ تر ۱۲۷۹ کال د سونګ کورنۍ امپراتوري سلسلې رامنځته شوي . دوی په چین کې بیا یوالې راوست ، کولتوري وده، پوهنه او تخنیک وده وکړه اویو کوچنې صنعتي انقلاب رامنځته شو. په دیارلسمه پیړۍ کې منګولیایانو چین ونیوه . چنګیزخان پر ټول چین باندې خونړې یرغل وکړو، شمالي چین سره د پلازمېنه بیجینګ د منګولیایانو په لاس کې ولویده . دلته یواځې د چنګیز له لمسې د کوبلې خان له سلسلې څخه یاده ونه شوي ده . په ۱۲۷۱ کال کې مارکوپولو د نړۍ نامتو سیلانې او سوداګر د اېټالیه څخه د افغانستان له لارې د چین په لور روان شو . مارکوپولو لومړني اروپایي وو چې غوښتل يې د چین په،، دادو ، ښار کې د کوبلې خان له امپراتوري څخه لیدنه وکړي . مارکوپولو شل کاله په چین کې پاتي شو. د ۱۲۷۹ تر ۱۳۶۸ کال دیون امپراتوري د منګولیایانو له خوا رامنځته شوه. په ۱۳۶۸ کال کې دچین د مینګ سلسلې درامنځتکیدو سره دمنګولیایانو ورستې ټولواک خپلي پښې سپکې کړي . د ۱۳۶۸ تر۱۶۴۴ کال د مینګ کورنۍ سلسلې منګولیایان یې نږدې دسلو کالو ورسته له چین څخه وشړل . د مینګ امپراتور د چین دامپراتوري لپاره د پیکینګ ښار د پلازمېنې په توګه غوره کړو . دشپاړلسمی پیړۍ په پای کې د تزاری روس پوځونه چین ته ورودانګل . په۱۶۸۹ کال کې د چینایانو او روسانو ترمنځ د نیبوچو دسرحدې پولو تړون لاسلیک شو . د ۱۶۴۴ تر ۱۹۱۲ کال د کینګ کورنۍ سلسلې رامنځته شوه . د کینګ امپراتور ي د بهرنیو او اروپایانو لاسوهنو په وجه ونړیده. چین مجبور شو د اروپایانو سوداګري قانون ومنې او له ډیرو سیمو څخه تیر شي . په ۱۹۱۲ کې چینایانو د مینګ کمزوري رژیم رنګ کړو او دچین جمهوریت علان یې کړو . له همدې سره د چین ورستې امپراتوري له منځه ولاړه . د جاپان جګړې او د کمونېستانو کورنې جګړې څخه ۳۷ کاله ورسته جمهوریت هم لمنځه ولاړ ل . د ۱۹۴۶ تر ۱۹۴۹ کال د چین کورني جګړه له ولسپالو څخه کمونېستانو وګټله . ولسپال مجبور شول ټایوان ټاپو ته واړي . ۲ . د کمونېستي چین بنسټ او سیاست په ۱۵۱۶ کال پورتګالیانو د چین په کنتون سیمه کې لومړني سوداګریزه اډه پرانیسته . په ۱۶۲۴ – ۱۶۶۲ کالونوکې هالندیانو ټایوان لاندې کړو . په ۱۸۹۵ کال کې په لومړۍ ځل د چین او جاپان ترمنځه جګړه پیل شوه . دنونسمي پیړۍ په پیل کې ګڼ شمیراروپایې سوداګرو چین ته تګ او راتګ کاوه . انګرېزي او هالندي سوداګرو چینایې توکې لکه چاي ،چیني لوښي ، وریښمین یې له سپینو زرو سره بدلول . لودیدیځ له همدې امله ځښت ډیر سپین زر چین ته ورکړو . په نولسمه پیړۍ کې انګرېزانو په خپله مستعمره برتانوي هند کې کرلې اپین چین ته دقاچاق له لارې لیږدول او په بدل کې چینایي توکې رانیول . دنولسمي پیړۍ په پای کې ۱۲ میلیونه چینایان په اپینو روږدي وو .اپینو له یوې خوا چینایې وګړي روږدولو له بلې خوا د دوی اقتصاد لمنځه وړلو . چین مجبور شو د اپینوروږدي ناروغانو د تداوي په بدل کې لویدیځ ته بیرته د سپینو زر ورکولو پیل کړي . په چین کې سپین زر کم شول، ورسره د چینایانو د پیرودلو ځواک هم کم شو ،په چین کې بې روزګاري ډیره شوه . په ۱۸۳۸ کال کې د چین ټولواک د اروپایي سوداګرو او داپینو د قاچاق مخه ونیوله ،نیول شوي اپین یې لمنځه یوړل . کله چې چین په دې برخه کې ډیر ورسته غبرګون وښود او نیول شوي اپین یې په اوبو کې ډوب کړو . انګرېزان چینایانو ته په قهر کې وخواټیدو،انګرېزانو د چین څخه د اپینو تاوان وغوښتلو. چینایانو د انګرېزانو دغه غوښتنه رد کړه .انګرېزانو د چینایانوسره د وسلو په زور خبرې پيل کړي . په ۱۸۴۲ کال کې انګرېزانو د چین په وړاندې جګړه اعلان کړه . د جګړې په پای کې چین تسلیم شو او چینایي مشران مجبور کړل شول چې یو شمیر غیرقانونې غیر متوازن تړونونه لاسلیک کړي . په ۱۸۴۲ کال کې انګرېزانوځینو ښارونه لکه هانګ کانګ ، شانګهاې ،د زړې امپراتوري نانینګ ښارګوتي ، ستر ستر کانالونه او د تګ او راتګ لارې تر خپلي ولکې لاندې راوستي . چېنایان له ډیرو سمندرې ښارګوټې څخه لاس په سر شول او لاره لویدیځوالو مالونوته خلاصه شوه . د چین سیاستوالو پر بهرنې سوداګري باندې کنټرول له لاسه ورکړو، ورسره د دوی صنعت او پوځې ځواک له منځه وړلاړلو . له همدې امله چین ورو ورو د اروپایي نړیوال کولونیال ځواکونو،امریکایي او جاپاني ځواکونو د لوبو ډګر وګرځیدو. په ۱۹۰۰ کال کې د بکسرانو بغاوت هغه مهال پیل شو . کله چې د پیکنیګ ښار د شا او خوا په ځینو ولایتونو کې د اروپایانو څخه د نفرت لړي رامنځ ته شوه او دوی د پردي شیطانان په نوم ونومول . په ۱۹۰۶ کال کې په لومړي ځل د بادشاهې پر وړاندې پاڅون پیل شوو . په ۱۹۱۲ کال کې سون یت سین دچین جمهوریت اعلان وکړ . په ۱۹۴۹کال کې د ماوسیتونګ په مشري کمونستانو په چین کې برۍ ترلاسه کړو او د دغې هیواد د خپلواکې او خپلواک سیاست بنسټ کیښودل شو . په ۱۹۵۹ کال ماوسیتونګ ولسمشر او ډنګسیاو پنګ مرستیال و ټاکل شول . د دوهمې نړیوالې جګړې په پای کې د چین کورنې جګړې هم پای ته ورسیدي . په ۱۹۵۰ کال چین د پخوانې شوروي اتحادسره د ګډې همکاري یو تړون لاسلیک کړو .چین په خپل هیواد کې د شوروي اتحاد اقتصادي او اداري سېستم پلې کړو . د چین ولسي جمهوریت دولتي سېستم په اصل کې د پخوانې شوروي اتحاد د دولتي موډل پر بنسټ ولاړ دی . په ۱۹۶۶ – ۱۹۷۶ کالونو کې دستر کولتوري انقلاب پروپاګڼ پیل شول . په ۱۹۶۱ کال د نسبي ازادي سره په اقتصادي او ټولنیزه ژوند کې د کپیټالیستي یا پانګوالې ټوکې څرک را څرګند شول . دماوسیتونګ هیله دا وه چې دچین بې اختیاره خلک په خپله خپلې پېسې و ګټي، دهغه دا هیله نه پلې کیده . په ۱۹۶۰کال کې ماو د شوروي اتحاد خلاف دریز غوره کړو . د دواړو دولتونو اړیکې ترینګلې شوي . ماو د خپل ځای ناستي ولسمشر لویی شویوګای یې شوروي اتحاد ته دجاسوس او ملي خاین په نوم ونوماوه . ماوسیتونګ د شانګهای ښار څخه د ولسمشر پر وړاندې سورګارد سمبال کړو، پوځ له دغي خپلمنځي کړکیچ څخه ځان لری وساتلو . په ۱۹۴۹ کال کې کله چې د چین ولسي جمهوریت د ماوسیټونګ له خوا رامنځته شو، په نړیوالو چارو کې کوم اغیزمن هیواد نه وه .د چین بهرنې سیاست په انزواه کې و . د چین اړیکې د امریکې متحده ایالاتو اود خپل مخکښ هیواد پخوانې شوروي اتحاد سره وشکیدی . ماوسیټونګ غوښتل چې پر خپل مټ ولسي جمهوریت ته یو ستر بدلون ورکړي . دی په دې باور وه چې سم کمونیزم ته یوه نوي لاره هواره کړي . په دغه سمه لار کې د ۷۰۰ میلیونه څخه ډیر انسانان په ډیره بې رحمي، بربریت او ظلم سره ووژل شول . په ۱۹۷۸ کال کې کله چې ماوسیټونګ ومړ لاره بدله شوه . اقتصاد ي ریفورمونه رامنځته شول . په بهرنی سیاست کې بدلون راغې . دغه بهیر بیا ترننه نه دی بشپړشوي . دچین په دی ورستیو کالونو کې یو خاص بدلون تر سترګوکیږي . ورسره د دغې کمونېستي دولت اقتصادي پرمختګونه دبهرنیو هیوادو له خوا په ډیر ځیر سره څارل کیږي . چین په بهرنې سیاست کې د امنیت شورا دایمې غړې او دخپل ویتو حق یا رښته سره دغه نړیوال لوی اټومي ځواک په نړیوالو اړیکو باندې ستره اغیزه لري . په قانونې توګه د سړې جګړې څخه ورسته یواځې ملګرې ملتونه یو نړیوال ځواک بلل کیږي . د چین دا ورستي پرمختګونه ټول داسي مانا ورکوي چې دغه هیواد دامریکې متحده ایالاتو سیال ګرځیدلې دی . په بله وینا د امریکې متحده ایالات لا د نړۍ یواځنې زبرځواک هیواد دی ، داسي ښکاري چې د امریکا د زبرځواکۍ وخت ډیر لږ پاتې دی . چین ځان د امریکې ځای ناستي بولې . دلته ډیري پوښتني راولاړلیږي . ایا چین په ریښتیا سره ځان دامریکې کچې ته رسولې دی . چین به په ریښتیا سره راتلونکې نړیوال زبرځواک شي . ایا داشونې ده چې چین د نړیوال زبرځواک متحده ایالات ځای ناستي شي .ایا داحالت به نړۍ څو قطبې او یا بیا دوه قطبې کړي . څنګه دغه هیواد په دومره چټکه سره پرمختګ وکړه او څنګه دغه هیواد پس له دومره انزوا څخه په نړیواله کچه په نړیوالو اړیکو کې دومره ځواکمن فکتور شو ؟ د چین موضوع هېڅ کله دومره توده نه وه لکه نن ، نږدې هره ورځ دغه هیواد په رسنیو کې مطرح کیږي او عتبار یې نوره ډیرریږي . په ۱۹۸۰ کالونو کې دچین ریفورمګر ، نوښت ګر او د چیني کمونیزم مهندس ډنګ سیاوپنګ ويلې وو، چې دا مومهم نه ده چې پشه توره ده که سپینه، مومهمه دا ده چې هغه موږک ونیسي .هغه ویل ، چینایان اجازه لري ماړه او ښه شتمن اوسا ژوند ولري، تر څو چې دوی په سیاسي ډګر کې د ګوند په ډول او خبره ګدیږي . ماو سیتونګ د ډنګسیاوپنګ سره په دغه خبره ستر اختلاف پیدا شو. دهغه خبره د چین اوږده لار کمونېستي دولت او له کپیټالیستي اقتصادي میتودنو سره په تضاد کې وه . په بله وینا تولید له ایډیالوجې څخه مهم دی . ډنګسیاوپنګ په دې باور وه چې دا لار د هغه ولس ته خورا موهمه لار ده چې اقتصاد ښه چلیږي .نور ټول شیان حتا کمونېستي ایډیالوجۍ په دوهمه کچه کې راځي .د ډنګسیاوپنګ دافکر دهغه استاد ماوسیتونګ ایدیالوجي سره مطلق په تضاد کې وو . دماوسیتونګ په کولتوري انقلاب کې اقتصاد لمنځه ولاړلو، د ماوسیتونګ ایډیالوجې په لار کې په میلیونونه چینایان ووزل شول . یو ۶۰ کلن چینایي وایې، که دموږ اقتصادي وادې ته وکتل شي، سړی کړي شي ووايي ،چې دا له پخوا څخه سوسیالیزم نه وه . داسي ده لکه چې سړی د پسه غوښه پلوري خو په حقیقت کې د سپی غوښه خرسوي . دا هیواد کله کله له ولسواکې څخه خبري کوي خو دلته ولسواکې اصلأ نشته . د چین د بشر په رښتونه او ولسواکې کې هېڅ ډول بدلون نه راځي . دلته خلک په زندانو کې اچول کیږي، ځکه دوی د ګوند سره هم فکره نه دي . اخبارونه،ټلویزیونونه،انټرنیټ، ډلیزه رسنۍ په ډیره جدي توګه سانسور کیږي . جګپوړي چارواکې ، کدرونه،لوړ دولتي سیاسي پوستونه ټول انتصابي دي . کمونیست ګوند د مارکیټینګ او اقتصادي ودې سره پرخپل واک ټینګ ولاړ دی . ډنګسیاوپنګ د ګوند په لومړنیو ورځو کې د کمونیزم یو سرسخته سرتیرې وواو پر خپل ټولواکې ټینګ ولاړ وه . دی یو له هغه شمیر کسانو څخه وچې د اوږد مارش څخه ژوندی پاتي شوی وو . دا اوږد مارش د کمونېستانو تېښته د چینایې نېشنلستانو څخه وه . د سلو زرو څخه لس زرو سرتیري ‌ژوندي پاتې شوي وو . دنګ سیاوپنګ د شپاړلس کلنو ځوانانو په یو ګروپ کې د زده کړو لپاره فرانسي ته ولیږدول شو. چې چینایان په فرانسه کې فرانسوي کپیټالیستي میتودونه زده کړي . دزده کړې پروګرام ته د چین له خوا نوره پیسې ونه استول شوي . دنګ سیاوپنګ مجبور شو د فرانسي په فابریکو کې په ډیرو ناوړو حالاتو کې پیسې وګټي . دی بیا په فرانسه کې دفرانسي دکمونیست ګوند غړي شو.له یو کپیټالیست څخه یوسرسخت کمونیست جوړ شو . دنګسیاوپنګ د چین ددولتي کپیټالیزم موهندس دی . ډنګسیاوپنګ بیا پر تبت باندې د چینایانو د پوځې یرغل مسوول دی . د ده تر مشري لاندې تبت په پوځې زوراو ځواک سره ونیول شو . ۳ .د چین جمهوریت ملي ګانګرس سېستم چین یو ګوندیزه سېستم لري،سوسیالیستي اقتصاد او دولتي سېستم د چین په اساسي قانون کې تصویب شوي دي . دچین جمهوریت د دولت عالي اروګان ملي ولسي کانګرس یا ولسي جرګه ده . ولسي جرګه ولسمشر،دولتي شورا یا حکومت،ولسي ستره محکمه، د پوځ مرکزي کمېسیون او لوی څارنوال ټاکې . دولسي جرګي ټاکني د یو دایمي کمېتي له خوا ترسره کیږي . ولسي جرګه د پنځو کالو لپاره ټاکل کیږي . هر کال یوځل ملي ولسي جرګه جلسه کوي . دچین ملي ولسي کانګرس د سیاسي واک او د چینایې دولتي فورم یواورګان دی . ملي کانګرس تر ټولو اورګانونو څخه په ملي او سیمه یزه کچه د واک لوړ اورګان دی . چین به دسوسیالیزم په لاره کې کلک وفادار پاتي شي ،لومړۍ وزیر وین جین تاوه یوځل بیا دچین ولسي کانګریس ته د وینا پر مهال وویل . په بله مانا کمونېست ګوند په هېڅ وجه نه غواړي واک له لاسه ورکړي . له بل پلوه کپیټالیزم په چین کې ځلیږي او داحالت چینایانو ته یو نورمال ژوند ګرځیدلي دی . چین کپیټالیزم ته په کمونیزم کې ځای ورکړي دی .کپیټالیزم او کمونیزم په چین کې څنګ په څنګ شتون لري . ډیرو ته او په تیره بیا په لویدیځ کې دا یونه منل کیدونکې تضاد دی . چینایانوته یوه نورماله خبره ده . سوسیالیزم اوکپټالیزم په چین کې چینایي بڼه لري . ۴ . د چین د کورنې سیاست وده او بڼه د چین ولسي جمهوریت یو سوسیالیستي هیواد دی . دچین ولس د یو ولسواکه دیکټاتوري سېستم له لارې او د چین د کمونېست ګوند تر مشري لاندې اداره کیږي او رسمآ یو لامذهبه دولت دی . دچین هیواد له ۱۴ ګاوندي هیوادو سره ۲۲۰۰۰ کیلومتره سرحد ي پولې لري ۱۸۰۰ کیلومتره سمندر لارلري . ماوسیتونګ په دې اند وو، چې یوځواکمن هیواد ډیر و وګړو ته اړتیا لري . دالړي تر هغه دوام درلوده تر څو چې چین د لوږي له ستر ناورین سره مخامخ شو . په ۱۹۷۳ کال کې په کورنۍ کې د یو ماشوم قانون رامنځته شو . له همدې قانون سره د چینایی وګړو د بې شمیره زیګون مخه نیول شوه . د ډنګسیاوپنګ له خوا سیاسي ریفورمونه پلې شول چې په پایله کې د چین اقتصادي وده رامنځه ته شوه . دچین اقتصادي سېستم دوکاله ورسته د ماوسیتونګ له مرګ څخه د دنګسیاوپنګ د ریفورمونو تراغیزې لاندې په وده پیل وکړو . ده په پلان شوي اقتصاد کې ریفورمونه راوسته ترڅو اقتصادي ودې ته لاره هواره کړي . ډنګسیاوپنګ په لومړۍ سر کې کمونېستي رژیم ته مشروعیت ورکړو او په چینایانو کې تللې اعتبار بیرته پر ځای کړو . اقتصادي بدلونونه لومړۍ په کرنیزه اقتصاد کې پیل کړل .کرونګرو ته اجازه وه چې دځمکو د حاصلاتو یوه برخه چې د دولتي پلان له لارې ورکول شوي وي، په ازاد بازار کې وپلوري او پېسې یې په خپله و لګوي . په ۱۹۸۴ کال کې د چین دولت دغه ریفورمونه په صنعتي فابریکو کې هم پلې کړو. په ۱۹۹۲ کال کې دچین کمونېست ګوند په ۴۱ کلیزه کې دیو سوسیالیستي اقتصادي او ازاد مارکیټ ته موخه اعلان وکړو. له سوسیالیستي پلان شوي اقتصاد څخه کپیټالیستي مډل خوا ته بدلون چې په څرګنده توګه د کمونېستي ایډیالوجې له ریښو سره په ټکر کې وه، لړی پیل شوه . دغې نوي کورس پر اقتصادي وده باندې ستره اغیزه وکړه . له همدې سره د بهرنیو پانګوالو مخه را وګرځول شوه او ورسره چینایې کارګرانو ته نوره واک هم ورپه برخه شو . کمونېست ګوند اقنصادي ریفورمونه رامنځته کړو. د ازاد اقتصاد توکې یي له چینایي پلان شوي اقتصاد سره دیوځای کولو هڅه وکړه . چینایان په دغه تجربه کې تر ډیره بریده بریالي بریښي . په لري ختیزکې دغې زوړ نړیوال ځواک، د خپل جیوسیاسي سیمه یز ه او نړیواله لیوالتیا په نړیوال سیاست کې ستره ونډه لري ،چین لویدیځ ته ډیرځواکمن ، ګواښمن راتلونکې نړیوال ځواک ښکاري . د پخوانې شوروي اتحاد د ړنګیدو څخه ورسته د لویدیځ کتونکې ، څیړونکې او سیاسي ډیپلوماټان په دې اند وو،چې د چین ولسي جمهوریت اود دوی کمونېست ګوندبه هم له همداسي یو برخلیک سره مخامخ شي . الف . د تبت کړکېچ چین د پنځوسموکالونو په پیل کې د هیمالایا شمال ته پروت تبت د یو خپلواک هیواد په څیرله پوځې لارې اشغال کړو .چینایایې کمونېستانو تبتیانو ته پر خپلو وعدو لکه د تبت سیاسي سېستم او کولتوري مذهبي هویت ته درنښت ، ونه دریدل . د دې پر ځای خپل ماویستي سېستم یې پر تبتیانووروتاپه . چین اوس تبت د خپلې خاورې یوه برخه ګڼې . په ۱۹۵۹ کال کې چین په تبت کې د امریکې په مالې مرسته بغاوت لمنځه یووړل . د چینایانو د پوځي حضور پر وړاندې تبتیانو له ۱۹۵۹ کال څخه بې له کوم برۍ څخه خپله مبارزه پیل کړه ده . دالا ی لاما د تبتیانو ستر مذهبي مشر او په نړیوال کچه پیژندل شوي شخصیت هند ته کدوال شو. دا لای لاما په هند کې د عدمي تشد او دسولې لارې سمبول وګرځیدو او له همدې لارې ده د نیواګرو په وړاندې خپله مبارزه پیل کړه . د نوبل جایزی ګټونکې له ۱۹۸۹ څخه د تبت لپاره نه خپلواکې بلکې دیوې ریښتني اوټونومي په لټه کې دی . د چین حکومت د تبت مذهبي مشر دالای لاما تورنوي چې له چین څه د تبت د خپلواکۍ لپاره هلې ځلې کوي . خو دالای لاما وایي، دی د تبت لپار ه د زیاتې خودمختارۍ غوښتنه کړي . ب .د ټایوان کړکیچ ټایوان ختیز اسیایي ټاپو ۲۲ میلیونه وګړي او نږدي ۳۶۰۰۰ کیلومتره مساخت لري . ددغې هیواد وګړو ډیر ښه سوداګریزو ملت ته وده کړي . د چین د کورني جګړې په پای کې ولسپال چینایان ټول ټایوان ولاړل . له همدې امله ټایوان له چین سره په تل پاتي شخړو کې را ګیر دی . د پیکینګ کمونېست دولت ولسواک ټایوان ته د یو یاغې ولایت یا جمهوریت په څیر ګوري . ټایوان پخوا د پورتګال او هسيانیه مستعمره وه .د دوهمي نړیوالې جګړې تر پایه ټایوان د جاپان مستعمره وه . د ټایوان سړک د فورموز سړک په نامه هم یادیږي .دغه سړک کمونېستي ولسي جمهوریت له ولسواکه ټایوان څخه بیلوي . پیکینګ غواړي ټایوان د هانګ کانګ په څیر د اوټونومي نیمه خپلواکه مډل په څیر بیا خپل کړي . څومره چې چین ځواکمن کیږي هغمره امریکایانو ته ګرانیږي چې له ټایوان څخه دفاع کړي . ت . په چین کې پاځونونه په ۱۹۸۹ کال د جون میاشتي په څلورمه نیټه دپیکینګ د سولې په ډګر کې د ولسواکې غورځنګ په خونړي توګه د زرګونو سرتیرو او شوبلو داستولو پر مت لمنځه یووړل شول .اروپایي ټولنې او متحده ایالاتو پر چین باندې د وسلو پلورلو بندیز ولګاوه . له همدې ډګر څخه ماو سیتونګ په ۱۹۴۹ کال د اکتوبر میاشتي په لومړۍ نیټه دچین ولسي جمهوریت اعلان کړو . د تاینامین ډګر له پخوا نه دسیاسي واک یو ستر سمبول ګرځیدلې دی . چین یو ډیروګړیزه هیواد دی . د چین حکومت په چین هربیلتون غوښتونکې پاڅون په ډیر بې رحمه پوځې ځواک سره له منځه وړي . ۵ . چین څومره کمونېست اوکپیټالېست دی کپیټالیزم په کمونېستي سېستم کې ددغې نوي دوه متضاد ډوله نړیوال اقتصادي سیاسي سېستم هیواد بیرغ رنګ سور لري او ځان سوسیالیست درپیږنې . سوسیالیستي سېستم د چین د ولسي جمهوریت بنستیزه سېستم دی . د هانګ کانګ له بندر څخه اروپا ته د چین نیمایې صادراتي توکې ادلون بدلون ترسره کیږي . له دغې ځای څخه په کال کې ۲۳ میلیونه کانټینره توکې وځې،دچین اقتصاد په ډیره چټکتیا سره په واده کې دی . صنعتي هیوادونه لکه المان کلنې اقتصادي وده ۲،۵ سلنې په کال کې ده ،دچین کلنې اقتصادي وده په دا ورستیو دیرشو کلو کې هر کال دنهو څخه تر دولسو سلنې پور ې وده کړي . د نړۍ ۷۰ په سلو کې د لوبو ټول سامان، ۶۰ سلنې باېسکلونه،له دریونه دوه برخې د عکاسیو کامري او له نیمایې نه ډیري دیجټلې کامري ، میکروویلي ، ډی وی دي ، بوټونه، نیمایې ټول کمپیوټرنونه او ګرځنده ټیلیفونونه ۴۰ سلنې ټول ټلویزیونه په چین کې جوړیږي . په همدې ورستي کال کې چین د المان فدرالې جمهوریت دموټرو جوړولو په صنعت او د صادراتو په برخه کې دریم ځای ته ولیږلو . همدا اوس دچین ولسي جمهوریت د نړۍ له پنځو لوی اقتصادي هیوادو څخه دی . پر همدې بنسټ کولې شو موږ نن چین دنړیوال کپیټالیږم یاپانګوالې نوې مرکز وګڼو . چین اوس یو کپیټالستي ستر هیواد دی ،چینایانو ته سوسیالیستي سېستم لکه په پخواني شوروي اتحاد او په ختیزه اروپا کې یو ناکامه سېستم دی . چینایانو پانګوالي یا کپیټالیزم په خورا مهارت سره په پښو ودروه . یواځې کمونېستان باید د واک له انحصار څخه لاس په سر شي او ولسواکې ته لاره هواره کړي . ددې خبرې دثبوت لپاره چې دلته نه کمونېزم وه او نه ترننه دلته کمونېزم شتون درلود ، ثبوتونه ډیر دي . چین نن په یو اقتصادي انقلابي پړو کې لکه انګلستان د اتلسمې پیړۍ په صنعتي انقلاب کې ولاړ دی . کمونېست چین په دې ورستیو دوو لسیزوکې دیو ستر بې سارې کپیټالېستي انقلاب څخه راوځي . د دوی اقتصاد دشلو کالو د پخوا په پرتله نن لس ځله ډیر شوي دی . چین په اتیاومو کالونو کې په نړیوال اقتصاد کې هېڅ ډول رول نه درلود .نن دغه هیواد د نړۍ دریم سوداګریزه ځواک ګرځیدلي دی . دچین لومړۍ وزیر وین جیتاو په ولسي کانګرس کې وویل ،کمونېستي پرنسیبونه باید تر پوښتني لاندې رانشي . دهغه په خبره چین باید سل کاله نور په سوسیالېستي لاره کې ولاړل شي . دې وایي ،که موږ خپل فکر خپلواک کړواو په ریښتیا سره موږ د ریښتایني پلټنه وکړو،د وخت سره قدم واخلو،په دې تمه چې نوښتونه رامنځته کړو،بې له خندونو جوړولو څخه دسوسیالیزم په لاره کې په چینایې بڼه ولاړل شو،په ریفورمونو او د دروازو په خلاصول ټینګ ودریزو ،بیا موږ کولی شو چې د مدرنېزم ستري موخې ته ورسیږو . پوښتنه دا ده چې کمونېزم په چین کې چلیږي او که نه ؟ . د چین حکومت به دغې پوښتنی ته دهو ځواب ورکړي . په ۱۹۹۲ کال کې دچین حکومت خپل سېستم ته د سوسیالیستي اقتصاد نوم ورکړو . ځنې په دې باور دي چې چینایي سوسیالیستي اقتصاد یو چټک کپیټالیږم دی . لاملونه یې داسي وړاندې کوي . په چین کې دولت اقتصاد کنټرولوي او کمونېست ګوند حکومت ته لارښونه کوي . په چینایي سوسیالېږم کې په ټولنیزه کچه ډیره بې عدالتي شته او د ولسواکې ډیر کمښتونه لري . دولتي ملکیت پر تولیدي توکو باندې داسي معنا ورکوي لکه سوسیالیستي ټولنه . د سوسیالېزم پر ټکې باندې له پیل څخه په کارګري غورځنګونو کې اتفاق موجود نه وه او تر پوښتنو لاندې وو. کارل مارکس ،فریدریش انګلس او روزه لوګزامبورګ پر سوسیالیستي دولت باندې ګوتنیوکه کوله . دوی د دې مخالف وو چې سوسیالېږم پر دولتي حاکمیت باندې واوړي . دوی په دې باور وو چې سوسیالېږم په اصل کې د تولیداتو ولسواکیزه کولو په معنا دی او ورسره به یې ویل چې کارګره طبقه ځان بایدپه خپله ازاد کړي . په یوه سیاسي غورځنګ کې اکثریت باید د اکثریت په چوپړ کې وي .کپیټالیستي دولت باید په انقلابي مراحیلو کې ونړول شي . د ولسواکې په جوړښت کې باید کارګره طبقه رامنځته شي . سوسیالېږم بې له ولسواکې او ولسواکې بې له سوسیالېزمه نه شته ، روزه لوکزامبوګ لیکي . ننني چین اولویدیځ صنعتي هیوادونه ټولنې له دغې ولسواکه اداره شویو ټولنې څخه ډیر لیري دي . په چین کې دولت لکه په دودیزه کپیټالېستي ټولنو کې د یوې خاصی کوچنې د چارواکو اومامورینو ډلې ترکنټرول لاندې دی . د دوی د واک مرکز د چین کمونېست ګوند دی .ګوند د دولت ټول اورګانونه او ادارې واحدونه کنټرولوي . مهمې ستراتجیکې پوښتني او د سیاسي چارواکو صلایت په دولت کې نه بلکې د ګوند په مرکزي کمیټه کې فیصله کیږي . د ګوند مشري دسیاسي بیرونهه کسیزه ډله کوي . په دغه یو ګوندیزه دولت کې نه یواځې سیاسي کدرونه لکه جنرالان، ځواکمن دولتي مامورین د ګوند له لارې له یو بل سره تړلې دي ، بلکې د سترو کمپنیو مشران او خورا شتمن خلک سره یوځای شوي دي . د بیجینګ د ټولنپوهني اکاډمې د یوې سروي پر بنسټ دګوند ۹۵ میلیونه اکثریت غړي دچینایې ټولني خورا شتمن خلک دي . په چین کې یوه کوچنې ډله د دولت د سترو کمپنیو مشران او شخصي سوداګر د دولت پر ټولو شتمنیو باندې کنټرول لري . دولتي اقتصاد په چین کې د هغي څه خلاف دي څه چې مارکس ویلي و، تولیدي توکې باید تولنیزه شي . په چین کې کارګر او عادي مامورین لکه په صنعتي لویدیځو هیوادو کې کارګره طبقه له تولیدي توکو له کنټرول څخه لري ساتل کیږي .که څه هم دوی په دولتي کارخانو کې کارکوي . د دوی استثمار یا زبیښل لمنځه نه ځي . فریدریس انګلس داسي وایې ،چې دولتي کول کپیټالېستي اړیکې لمنځه نه وري ،بلکې نور وده ورکوي . دا یو مهم تکې دی تر څو چې حاکمه طبقه په ملکیت کې لاس لري ،دولتي کول کپیټالیستي اړیکې لمنځه نه وړي یواځې د استثمار فورم بدلیږي . له همدي امله چین له یو سوسیالیستي اقتصاد سره سرو کار نه لري . پوښتنه دا ده چې که چین سوسیالېست ندي بیا نو څه شي دی ؟ په اویاوموکالونو ډنګسیاوپنګ په ډاګه ویل ، دا هیواد به نړیوال مارکیت ته لاره خلاصه کړي . په بله وینا ، موهمه دا نه ده پلانیزه کول یا ازاداقتصاد جوړه ول ، اصلي خبره دا ده چې اقتصاد وده وکړي . د چین داقتصاد موهمي برخې لا د دولت په واک کې دي .کمونېست ګوند یو کمېسیون د ادارې چارواو ددولتي ملکیت د کنټرول لپاره ټاکلې دی . د غه کمېسیون هرڅه څاري ،څه چې په دولتي کچه موهم دي . ورسره ووه کلیدي صنعتي ستري کمپني لکه د چین ټیلکام،هوایي چلند،پطرول او دسون نور ټوکي ، دموټرجوړولوصنعت،معلوماتي ټکنالوجۍ او د فولادو فابریکې . داټول ۵۱ سلني د چین د دولت په لاس کې باید وي ، چې ورته دولتي کپیټالیزم ویلي شو .په نورو کپیټالیستي صنعتي هیوادنوکې لکه فرانسه،المان انګلیستان هم د نړیوالي جګړي څخه ورسته د اقتصاد او دولتي ملکیت لوي برخې دولت په لاس کې لرلي . کمونېست ګوند ډیر شمیر د ازاد اقتصاد ریفورمونه لو مړۍ په کرنه او بیا په صنعت کې پلې کړل . په ټولیزه ټوګه د چین ټولنیزو اړیکو ته په کتو سره کړي شو ووایو ، په چین کې یو نوې ډول د دولتي کپیټالیزم یا پانګوالي سېستم رامنځته شوي دی . لویدیځ دچین څخه دولسواکې تمه درلوده . په لویدیځ کې ډیر خلک په لیبراله اقتصادي ودې تیوري باندې باورلري چې ورسته له مسلسله اقتصادي ودې څخه یو هیواد ورو ورو ولسواکه کیږي او سره په منځنې طبقه کې پانګه وده کوي او دمنځې طبقې شمیره په خپله ورو ورو ډیریږي . دغه تیوري اوس رد شوي ده .په چین کې ګوندې واکمن او ځواکمن ړون اندې نه یواځې هود لري چې په واک کې پاتې شي بلکې دوی په ډیره هوښیاري سره د اقتصادي ودې لیبراله اغیزي پروړاندې سم اجرات ترسره کړي . په اتیاوموکالونو کې چینایې واکمونو د ولسواکه ریفورمونو په اړه خبرې اتري وکړي او یوه طرحه یې وړاندې کړه . په ۱۹۸۹ کال کې کله د پیکینګ دسولې په اسماني ډګر کې ډلیزه وژني ترسره شوي ، بیا تر نننه څوک په چین کې د سیاسي ریفورمونه په اړه خبري نه شي کولي . په چین کې دخوار او شتمن چینایې ترمنځه واټن ځښت ډیر دی ، په تیره دغه توپیر بیاد کلیوالي او ښاري سیمو ترمنځه ډیر ښه لیدل کیږي . چین له همدې امله غواړي خپله چټکه اقتصادي وده لږ څه په ورو کړي . ډیر شتمن او ماړه خلک په شانګهاې او هانګ کانګ کې اوسي . د چین کلني پوځې مصارف اټکل دیرشو میلیاردو ډالرو ته رسیږي . چین د خپل ۲،۳ میلیونه وسلوال پوځ سره د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لري . دچین اټومي توغندې له ۴۰۰ څخه ډیر دي . سراج الحق ببرک زۍ ځدراڼ نور بیا .. - بېرته شاته