(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

يو ځوان ، هنري او ارثي استعداد

وه بيغوره ياره ، رنګ ته مې ګوره اوس مې وکړه ديدنونه د رنو لوستونکو! دنن څخه څلورلسيزې دمخه لا څه وړاندې کله چې زه او زموږ دعمر هلکان په ابتدايه ښوونځی کې تعليم کاوه او دلغمان ولايت په کلو او بانډو کې مو دخپل عمر د نوې ځوانی خوږې شپې او ورځې تيرولې ،په هغه زمان کې دولتي ميديا دومره پراخ فعاليت نـه درلود ،داسې باورکـيده ،مسايل يا حوادث څنګه چې اوس په چټکی سره د خلکو غوږونــو او اذهانو ته رسيږې په هغه وخت پـه وطن کې هم ډيرې پيښې مينځ ته راتللې خو دومره په ځغرده دخلکو تر غوږو نه رسيدې ٠ په هغه وختونو کې دافغانستان په لويو ولاياتوکې لکه قندهار ،مزار شريف ، ننګرهاراويوشمير نورو ښارونو کې دګوتوپه شمير ورځپانې ،مجلې او جرايد د چاپه راوتلې چې اکثراځايي دولتي اداروکارکونکو ترې ګټه اخيستله ، خــو عواموته بيــا دومره په مـوقې نه رسیده او ګټه ېې نشوه تری اخستلی ،خو دا کاربيا په مرکزکې نسبي ډير ښه وه. پدې ماناچې دوطـن دمشهورو ورځپانو ، جــرايدو او مجلوتر څنک يوه راډيو هم فعاله وه چـې دکابل راډيوتر نامه يې خپرونې کولې اودا راديودهيوادپه ګوټ ګوټ کې داوريدو وړ وه او اکثره هيوادوالوبه ددې راډيونشرات تعقيبول ٠ د کابل راډيودماهيت له نقطه نظره ښه وه، ښکلي پرګرامونه يې درلودل ،په هغه وخت کې دخبرنو تر څنګ ښکلې سندرې ډرامې او نور تفريحي پرګرامونــه يې درلودل چې د هيــواد والو د پام وړ ګرځيدلې وه چې زما دغه ليکنه هم د هغه وخت د کابل راډيــوڅـخه د يوې ښـکلې ســندرې خاطره ده چــې ګرانو لوستونکو سره يې شريکوم ٠ د دوبي د ګرميو په موسم کې مو د کلې نه بهر د نيکه په بڼ کې خپلو نږدې د طبعې هلکانو ته د ميلمستيا تياري نيوله ، دباغچې صوفه مو په توشکوفرش کړه اود فــرش شوې ځــاې نــه لږ څه وړاندې د پخلي لپاره مو نغری جوړ او د سون لرګې ورته برابر کړل او دکلې د همزولو په ګډون مودپخلي د د اړتیا وړ مواد او لوازم ورته اماده کړل ٠ څه شيبې لا نه وې تيرې شوې چې ميلمانه راغلل ، هلکانوچا په پخلي چا په خبرو اترو اوڅوک په نورو سرګرميو اخته شول ٠ما هم چې دسطرنج د لوبې سره پوره ليوالتيا لرله دخپل يو دوست سره د سـطرنج په لوبې بوخت شوم ٠ څو شيبې وروسته ډوډۍ تياره شوه ، ما د خپل دوست نه هيله وکړه چې اوس به سطرنج هم داسې هلته لرې کيږدو او د ملګرو سره به د ډوډۍ په تيارولو کې مرسته وکړو ٠ ملګري مې زما وړانديز و مانه ، سطرنج مو هلته لرې پـه يو مناسب ځای کې کېښود او دواړو د دستر خوان په سمبالولو پيل وکړ ، ريښتيا چې هلکانو خوندوره ډوډۍ پخه کړې وه ٠ تر ډوډۍا و ددسترخوان د ټوليدو ورسته لاسونه مو پريمنځل ، مـا او ملګري مــو خپله پــاتې د سطرنج لوبې ته ادامــه ورکړه ٠ موږ پوره د څو تختود سطــرنــج لــوبو وروسته لږه دماغي ستړيا احساس کړه ٠مامې ملګر ته وويل چې راځه سطرنج به بس کړ و او د دوستانو سره به ګپ ، شپ ولګوو ٠ ملګري مې هم ومنله ،سطرنج موټول کړچې ګوروهلکانودتورواوشنوهيل داره دچايوپطنوسونه د مساله دارې ګوړې ، کشمش او نخودو سره د ميلمنو مخې ته کيښودل ٠ ما هم خپله وړه راډيوروښانه کړه او دکابل راډيوپه پري کانسي مې را وستله چې په لمړي ځل مو د ښاغلي مزاري نجرابي په ښکلې او ماشومانه غږ کې دا سندره واوريدل٠ وه شالونګينه ياره چاته مه وايه حالونه ياره ما د قيامت تمه لرله يار ه تا رانه واخستل بدې دنيالاسونه ياره وه شالونګينه ياره٠٠٠٠ دا سندره د ښاغلي مزاري نجرابي په ښکلــي او خوږ غږ کـې داسې ښکلی کمپوز شوی وه چــې تمام ميلمانه ا و هلکان ورته غــوږ غوږ شول او پــوره خوند مو تــری واخـيست چې ددې سندر ې خوند او خاطره تراوسه هم زموږ دعمر هلکانو او هيواد والو په ذهنونو کې پاتې ده ٠ داسندره دومره مشهوره شوې وه چې هره ورځ به د راديو افغانستان دفرمايشي سندر وپه پروګرام کې نشر ته رسيدله او خورا ډير اوريدونکي يې لرل ٠ وختونــه تير شول زمــوږ دوطن د کــورني او بهرني دښمنانــو د نا جايزه مــداخلو په نتيجه کې زموږ هيواد د بدبختو سره مخ او د ډيرو قربانيو تر څنګ زموږ ډيرشمير هيوادوال اجباري مهاجرتو ته اړ او اوس په نړۍ کې داسې ملک نشته چې هلته افغانا ن نه وي مهاجر شوي چې دا د مهاجرت څپیړو زما مخ هم راشين کړی دي او د خپل د ځوانئ کلونه او وختونه مې لکه د نوروهيوادوالو په څير هره شيبه سترګو ته دريږي ٠ رابه شو اصلي موضوع ته ٠ د ورځ له يوي ورځو څخه مې خپلې ليکنې او څه شعرونه په کمپيوتر کې تنظيم کړل ٠لږ ستړی شوم ،کمپوترمې بندکړ او دتلويزون يا دميلمنو خونې ته راغلم ٠زموږ تلويزون دستليت نه په استفادې سره اکثرا افغاني کانالونه نيسې، همدا چې تلويزون مـې روښانه کړ ، د نوي ځوان سندر غاړي غږ مې تر غوږ شو ، چې دومره خوږ او ښکلی غږ او کليپ شوی وه چې نه پوهيدم ولې مې هغه د نيکه د بڼ د ميلمستيا خاطره را په زړه شوه او د ښاغلي مزاري نجرابي د سندرې مينه مې پرې ماتوله٠ سندره ما ددې ځايه واوريده ٠ سبا به هغه ستر ګې ژاړي په کومو سترګو چې نن کيږي ديدنونه وه بيغوره ياره ، رنګ ته مې ګوره اوس مــې وکړه ديــدنونه چې مې بيغوره يار خبريږي په مابه جوړ وي تورو خاورو انبارونه وه بيغوره ٠٠٠٠ سندره مې تر پایه واوريده او ددي ځوان او خوږ ژبــي هنر مــند د پـيژند ګلوئ په لټه کې شوم چې ورسته له ډېرو پوښتنو اومعلومات څخه دا پته راته ولګيده چې دا ځــوان سندر غــاړی ميرويس نجرابي نوميږ ي اود ښاغلي مزاري نجرابي ځوی دی چې دښوونخی ددرس اوتعليم ترڅنګ دپلار دسبک، هنر اوغږ وارث ، شاګرد اوپيرو هم دي، دځوان استعدادميرويس نجرابې دليا برياوپه هيله ٠ دښا غلي ميرويس نجرابي دغه په زړه پورې سندره په لاندې پته اوريدلی شئ ٠ http://www.youtube.com/watch?v=DSnA1p_FTRw&feature=related *** **** سميع الدين افغاني اشفنبورګ - جرمني - بېرته شاته