(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پيرمحمد کاروان ته پيغام``د هيلو څرک``

احمدشاه ابدالي جــرګه ليک: غلام محمد زرملوال
ځان به ويښ کړو هرې خوا ته هرې خواته رقيبان دي يو پر بل مو سره وژني وايي خپل يو، غليمان دي
احمدشاه بابا تېره ورځ مې په يوه انګرېزي ژبې کتاب کې د يوه مصري، احمد شوقي، يوه شعري ټوټه تر سترګو شوه. د هغې د پښتو ژباړه دا لاندې ده: د هيلو څرک د ناهيليو تاريکې ماتوي د زمانو د ارمانونو سباوون ټوکېږي د ١٩٥٦ کال د جولاى پر ١٩ نېټه د مصر وطنپال اتل مشر، جمال عبدالناصر، د برتانوي کلونياليزم د ناوړو پر خلاف د سويز کانال د ملي کولو اعلان وکړ چې په پايله کې يې د ګردې عربي او کلونيالستي-ضد نړۍ قهرمان وګرځېد. جمال ناصر دا کار پداسې يوه موکه کې وکړ چې د منځني ختيځ د پلورل شوو ټولواکانو، شيخانو او پردي- پالو اميرانو پرخلاف يې د عرب ولسونو په ذهني اوښتون لاس پورې کړى و، او له عربي قبايلو څخه د يوه پياوړي ملت پر جوړولو بوخت و. پر پيسو پلوري تاجپوښان د وير په ماتم کې ډوب، او ورته د تاج بښونکو پرنګي بادرانو پښې او زړونه يې په لړزه شوي وو. نه پوهيدل چې په لومړي ځل د يوه ويښ شوي يوه-موټي ملت پاڅون ته څنګه ځواب ووايي. د استبداد ګرو ځواب تل تجاوز او انسان وژنه دي. د هماغه کال د اکتوبر پر ٢٩ نېټه د برتانيا د محافظه کار ګوند لومړي وزير، انتوني ايدن، د هغه فرانسوي کلونيالست سوسيالستي انډيوال، ګاى-موليې، او صهيونيستي لاسپوڅي، بين-گورين، يې پر سويز کانال بريد وکړ. اسلامي پاکستان، اسلامي ايران او اسلامي ترکيې د تېري کوونکو ملا وتړله. خو څنګه چې تجاوزګرو امريکا ته د خپل دې تصميم په هکله مالومات نه وو ورکړي، نو د امرېکې د فشار، او يا نه مرستې په نتيجه کې، برتانيا، فرانسه او اسراييل مجبور وو چې له سويز کانال څخه ووزي. په ١٩٤٧ کال د برتانوي جابر پر لاس زېږول شوي صهيونيزم پر خلاف پيغام ته پر انتظار عربي ولسونو لپاره د جمال ناصر دې پاڅون د مصري شاعر، احمد شوقي، رګونو ته لار وموندله؛ د "هيلو څرک" يې وليکه، چې په خپل وار د اُم کُلثوم په غږ کې ترې ترانه جوړه شوه؛ د الجزاير جميله او د فلسطين ليلى خالد يې وزېږولې – د استبداد خونو ته يې اورونه واچول. په هماغه ١٩٤٧ کال د پرنګي دايې پر لاس د صهيونيزم يو بل غبرګولى، پاکستان، هم وزېږول شو. د انګرېز لاسپوڅو جرنيلانو او بېروکراسۍ دا ناپاکه پديده هم د اسلام پر نوم د اسلام ځپلو لپاره کټ-مټ د هماغه موخې لپاره وټوکول شوه چې د صهيونيزم پر غاړه وه: يانې د منځني ختيځ په طبعي زيرمو د پرنګي ولکې ساتل. صهيونيزم او د وېول/کېرو/جناح پاکستان د يوه وجود غړي وو. د پاکستان جوړېدنه د افغان ملت د نابودي او اضمحلال لپاره د انګرېز د دوه پېړيو اوږدې پروژې د دوام غزونه وه. پرنګي دوه سوه کاله افغانان په مخامخ او نامخامخ توګه وژلي؛ کور، مال او ژوند-ژواک يې ترې تالا کړي وو. پر خاوره او وطن يې خېټه اچولې وه؛ په کابل او پېښور کې يې د پير کرمشايانو او شامي پيرانو پر لاس د ملي نهضتونو زانګووې ماتې کړې وې. په ١٩٤٧ کال يې د مليونونو مسلمانو پر وينو د "پاک او ناپاک" ترمنځ د کرکې او نفرت داسې خښته کېښوده چې په اور کې تر همدې نن پورې د سيمې بېګناه – افغان، بلوڅ، سندهي او پنجابي ولسونه سوځي. د "اسلام نقاب-پوښو سجاده نشينو" د خداى مخلوق ته د خدمت خدايي خدمتګارو غورځنګ دړې-وړې؛ افغان ملت يې د پرنګي پر بولۍ د اسلام په تازينه تغمې-تغمې کړ. کابل يې وسوځاوه، په پېښور کې ېې "پرهر" جوړ کړ؛ وزيرستان يې "لمبه-لمبه" کړ؛ په سترګو کې يې "اغزى" سوات ونړاوه او د "باجوړ ګلونه" يې هم ورژول. دې دردونو د پسرلى "د نى کوڅه"؛ د کاروان د "اوښو اميل"؛ د جهاني "د سباوون په تمه"؛ د عابد "پرهر" وسپړل؛ افغان مېړنو لوڼو او زامنو ترې تلپاتې ترانې زمزمه کړې. د فيض خان خيشکي د "اوښکو ليکه" يې يوه بېلګه ده: چې رټلى زه د هر دور قانون يم زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم بل خرڅ کړى يمه خپل رهبرانو د وختونو په بېرحمه دلالانو پر مخ-مخ يمه وهلى غاصبانو چې حالاتو په دار کړى نن پرون يم زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم په خپل کور کې يم بېکوره پاتې شوى زور لرم خو يم بې زوره پاتې شوى په شته مور کې پاتې شوى يم بې موره دا چې هر وخت زه د خپل ځان په لټون يم زما لويه ګناه دا ده چې پښتون يم ................ کاروانه! د "خپل ځان لټون" پر لور پر افغانانو د پردي تپل شوي کلتور د ماتولو او رېښو وچولو وخت رارسېدلى، انشا الله تعالى؛ قلم پر لاس شه نغمې وزېږوه. يا ربه توفيق! غلام محمد زرملوال - بېرته شاته