(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ميدان ښار: وخت دمڼې ګل شو.

وړاندې تردې چې په مڼه اودمڼې ګل په مشاعره خبرې وکړو،غواړم څه ناڅه په لنډه توګه دميدان وردګو په ولايت،مڼې اودمڼې ګل مشاعرې دجوړېدوچې موږ دهغې لړۍ لسمه کليزه لمانځوڅرګندونې ولرم. داوسني افغانستان له څلوردېرش ګونو ولايتونوڅخه يوهم دميدان وردګو ولايت دى، چې دهېوادپلازمېنې كابل ته په نږدې دېرش كيلومترۍ كې پروت دى. ميدان وردګ چې په مركزي سيمه كې پروت ولايت دى،ختيځ ته يې كابل – پروان،جنوب ختيځ ته يې لوګراولويديځ ته يې باميان اوغزني ولايتونه پراته دي. په سياسي جغرافيوي لحاظ ميدان وردګ ولايت ډېرارزښت لري.دكابل لويديځه دروازه ده او له بلې خوادافغانستان دڅومهموولايتونوپه لاره كې پروت دى. همداشان پردغې لوې لارې دتورزنو پښتنوشتون تل يرغلګروته ښې پرېمانه ربړې رامنځته كړې دي. که څه هم دميدان وردګوولايت په هکله لکه څرنګه چې ښايي مورخينوډېرڅه نه دي ليکلي اوکه يې ليکلي نوهغه هم کافي اوبسيانه دي خويوه خبره مالومه ده اوهغه داچې دميدان وردګ اوسېدونکي په غيرت،مېړانه، سخااومېلمه پالنه کې ښه شهرت لري اوپه دين اومذهب معتقداوکلک ولاړخلک دي. بايدياده شي چې ترآريايي دورې راوروسته دميدان وردګ ولايت اړونده سيمه دبېلابېلومورخينو اوزايرينوله خواپه مختلفونومونويادې شوي چې په دې دوره کې يې دخلکوځانګړوکړنو- مشخصې وياړنې دځان کړېدي. داسې هم ويل کېږي څرنګه چې داوسني ميدان اوسېدونکي په پخواه وختونوکې هم ډېرغيرتي اوجنګيالي خلک وواودغزنوي سلطان محمودسره يې په ټولوسوبوکې فعاله ونډه لرله اوزياتې تورې يې وهلې،ځکه نودنوموړې سلطان له خواد(ميدان) هواره سيمه دسکونت دپاره ددوي په واک کې ورکړل شوه ترڅوداړتياپه وخت کې دوي په يوه مرکزکې په آسانۍ سره پيدااوراټول کړاي شي. او داچې راشومڼې ته، مڼه چې دغه ولايت ته دهېواد دشترخدمتګاردکرهنې دپخواني اولومړني وزيرارواښادډاکټرعبدالوکيل راوړل شوې ده، له اصله دمڼې زړى اچول کېږي چې هغې مرحلې ته يې بزغلى وايې چې په دې مرحله کې يوازي دمڼې نهال وى. مڼه څوکلنه ونه لري،په پسرلي کې ګلان کوي چې ښايسته سپين رنګ لري. مڼې وروسته له ګل کولو پاڼې کوي،له ګلانونه ميوه جوړوي. دمڼونيالګي په ډيرو ځايونوخصوصاً مرکزي سيمو،لکه ميدان وردګ ،غزني، کابل،لوګر،پروان اونوروکې کښينول کيږي،په ځانګړي توګه دميدان دنرخ ، جلريزاو سيد آبادسيمې دمڼو ښکلي باغونه لري، خو دکابل دپغمان او ميدان دنرخ مڼې ځانګړي نوم لري .درنګ له پلوه دوه ډوله مڼي شته: ژيړي (سپينې) او سرې مڼې دي.چې بيلابيل ډولونه او نومونه لري، لکه خوږې مڼې ، تروې مڼې ، تيرماهي ، نازک بد نې بيروتي ، مالنګ ،جنتي، جورسې اونور. مڼه يوه ګټوره او پياوړې کوونکې ميوه ده. زيات شمير ګټور عناصر او منرالونه لري ، په تيره داوسپنې دموجويت له کبله بدن ته ډېره ضروري ده. تراوسپنې Fe وروسته مڼې په دويمه درجه کې فاسفرس لري،چې دادواړه دوينې دتصفيې لپاره ګټورعناصراودوينودسروکروياتواوهيموګلوبين ډېره ضروري برخه ده. زړه او وريدونه پياوړي کوي اوتاييرويدوغده سالمه او روغه ساتي،دشريانونو د بنديدو نه مخنيوي کوي مڼې په پوره اندازه ويټامين (A)،ويټامين (B) ويټامين (B2) ويټامين (C) او معدني مالګې اوپتاشيم لري. دمڼې پوټکي هم دعناصرواوويټامينونو له پلوه ډېربډاي دي،نوځکه ښه بلل کيږي چې مڼه له پوټکي سره وخوړله شي. خوپه دې شرط چې ښه پخه او پاکه وي . اېشېدل شوې مڼې روماتيزم،نقرس اودهډوکودرد ته ګټوري دي، مڼيې کولمې اومعده ضد عفوني کوي اوداسهالاتو (نس ناستې) مخنيوی کوي. هغه کسان چې په طبعي بڼۀ مڼې نشي خوړلی ښه به وي چې له مربااو شربت نه يې ګټه واخلي . ممکن دپخو لو په وخت کې دمڼې ځينې ګټور مواد له لاسه ووځي او دتيزابيت درجه يې لوړه شي .دځينو ناروغيو دعلاج لپاره دمڼې شربت داسې جوړيږې چې لمړی مڼې پاکې مينځي بيائې په چاړه ميدوي،لږ څه يې پخوي بيايوه اندازه، سبوس چې په شاتوکې ګډ وي او دليمواوبه، لږڅه مستې اوټکول شوي بادام پکې وراچوي،بيايې سرتړي،چې په نتيجه کې ورځنې يوښکلی او ګټور شربت جوړېږي،چې سهارمخکي ترناشتاخوړل کېږي. داشربت دبدن بيلابيلوسيستمونو: لکه دهاضمې،اعصابو،وينې،تنفس اونوروته ګټور دي .که چېرې مڼه وايشول شي اوبيادبدن په پوټکي کېښوول شي دهغه دانې،ټپونه جوړوي. دمڼې خوړل دپوستکي دډيروناروغيو اوپه تېره بيااګرزيماته ګټه لري. هغه کسان چې دبډوډوتکليف لري اوياهم له چاغوالي څخه شکايت کوي،روماتيزوم اودوينې لوړفشارولري. پوهان هغوي ته دمڼو خوړلوتوصيه کوي. ښه به وي چې مڼې له ډوډۍ نه نيم ساعت مخکې اويا وروسته وخوړل شي . په دې برخه کې ننی طب دځانګړی غذايي رژيم پلوي کوي. مڼې کمه اندازه سلولو زاوغوړهم لري. دمڼونورګټورعناصرکلسيم،پتاشيم، اومګنيزيم دي.مڼې دهډوکودبندونودردته ګټه لري اوسږي سالم ساتي.دغوږونو دعلاج لپاره پخه شوې مڼه دخوب په وخت کې په غوږنووموږئ. دغه مڼه بايدسلامته داورپه انګارکې پخه شوې وي .اودواسيلينوپه څيرپه غوږو نوموږل کيږي. مڼه ډيره ګټوره ميوه ده چې دانسان بدن روغ ساتي اوحجرې يې له سره بيافعالوي . مڼې دميدان وردګو ولايت له ډېرو مهموپيداواروڅخه دي چې دمڼې ګل مشاعره هم ددغه ولايت له دوديزومېلوڅخه يوه ده، چې نږدې يوولس کاله وړاندې په دغه ولايت کې پيل شوې وه، اوسږکال موږ دهغې لړۍ لسمه کليزه په ټول صميميت سره لمانځلې ده. رابه شواوسنۍ مشاعرې لسمې مڼې ګل ته: لسمه مڼې ګل چې دمشاعرې ترورځې يوه ورځ وړاندې يې دغزل ماښام برابرشوی وه، دپنج شنبې ورځې ماښام مهال لنډه مشاعره وشوه اوترهغه وروسته دافغانستان دهنرمندانو داتحاديې رييس تکړه سندرغاړي حيات ګردېزي ښکلي او په زړه پورې سندرې وويلې چې دشپې ترنږدې يوې بجې يې دوام وکړاو په خپلو سندروکې يې دميدان وردګو ولايت او دغه راز مڼه او دمڼې ګل مشاعره وستايله اودهنرمندانو داتحاديې په استازي توب يې ددغه ولايت والي الحاج محمد حليم فدايي ته دفرهنګپالې څېرې لونګۍ ورپه سرکړه. دپسرلي هــــــــــــــــــواخورده ده مڼې ګل نيولى بوډۍ ګازونه خوري له خياله پال يې بل نيولى څه ښه دېره ده آشــنايان سره راټول خوشحال ي هريو راغلى دې محفل ته ځاي يې خپل نيولى دمڼې ګل لسمه دوديزه کلنۍ مشاعره دروان لمريز ۱۳۸۹ کال دغبرګولی په اته ويشتمه دميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښارکې جوړه شوه،په دغه مشاعره کې دولايت والي،په ولسي جرګه کې ديادولايت استازيو،دولايت دولايتي شوراغړيو،دولايت دادارو ريسانواودميدان وردګوولايت په ګدون دهېواددځينو نوروولايتونويوزيات شمېرشاعرانواو ليکوالو،دځينورسنيومشرانواوګڼو نورودشعر او ادب مينه والوبرخه اخيستې وه. ياده غونډه قاري صيب محمدياسين دعظيم الشان قرآن دمبارکوآيتونوپه تلاوت سره پيل کړه. دملي سرود له غږولووروسته ددغه ولايت دمشرتانه اودمشاعرې دتنظيمونکوپه استازيتوب ديادولايت داطلاعاتواوکلتوردرياست سرپرست زلمي ماياردهرکلي اوښه راغلاست ويناواوروله. ورپسې دولايت والي محمد حليم فدايي خپل پيغام ولوسته چې په يوه برخه کې يې وویل دمڼې ګل دا دوديزه مشاعره دسولې او سوکالۍ پيغام ورکوونکي واوسي، همدارنګه ښاغلي فدایي دټولنې په وده او پرمختګ کې دلیکوال او شاعر ونډې ته په اشارې وویل چې همدغه لیکوال اوشاعران دي چې دستونزو او مشکلاتو پروخت ټولنه په سم ډول رهبري کوي اوله راغلو شاعرانو اودشعرمینوالو یې هیله وکړه چې دخت نه په استفادې ولسونه ته دسولې او ورور ولۍ پیغام ډالۍ کړې،ورپسې دافغان خويندويون مشرې او دکابل پوهنتون استادې اغلې حميراحقمل ددغه ولايت دخويندوپه استازيتوب خبرې وکړې اوپه خپلوخبروکې يې ټولنه کې دمدني ټولنو او شاعرانو په ونډې ټینګار وکړو. په دغه غونډه کې دجرمني هېواد تبعه زمري چې په څلوېښتوژبوپوهېږي هم خبرې وکړې او دافغانستان په تاريخ کې يې دپښتنو او پښتوپه رول او ارزښت ارزښتناکې خبرې وکړې. دويناوو له برخې وروسته آزاده مشاعره وشوه چې ګن شميرشاعرانوخپل شعرونه ولوستل اوپه خپلو شعرونوکې يې خپل شعري احساسات بيان کړل . دغه راز دمشاعرې په دوام دګڼوادارو اوکلتوري ټولنودمبارکۍ پيغامونه چې دمشاعرې په پته استول شوي وه ولوستل شول. دمشاعرې وروستۍ برخه دستاينليکونواودډالۍ ورکولوبرخه وه چې دلسمې مڼې ګل په وياړځينو رسنيولکه،سپوږمۍ راډيو،پژواک خبري آژانس،باخترخبري آژانس،رڼاخبري آژانس،ملي راډيو ټلوېزيون،ارياناراډيوټلوېزيون،يوټلوېزيون،بي بي سي راډيو،ازادي راډيو،اشناراډيواودراه فرداراډيو ټلوېزيونواستازوته ددوي دښې کاري وړتياله امله ستاينليکونه ورکړل شول. دستاينليکونوپه برخه کې ځينې ډالۍ چې دولايت دوالي له لوري برابرې شوې وې هم دډالۍ په توګه استادحبيب الله رفيع،استادزبيرشفېقي،ښاغلي احسان الله ارينزي،جرمني تبعه اوپه پښتومين زمري،دميدان ځوانانودټولنې مشرانجينيرهمت الله امين زي،دوردګو دکلتوري يون مشرګل اغااحمدي،ددريځ ټولنې په استازيتوب محمداسحق دقيق،دافغان خويندويون مشرې اغلې حميراحقمل،ښاغلي محمدحسن حقيار،امين الله حبيبي،صفي الله عمرخېل اويوشمېرنوروته ورکړې شوې. دغه رازدمشاعره کې ددغه ولايت دمرستيال،مستوفي،امنيه قومندان او وياندپه ګډون ديوشمېر ادارو رييسانوته هم ستاينليکونه ورکړل شول. هېره دې نه وي چې دافغانستان دځوانانودملي ارګان له لوري هم چې استازولي يې په يادولايت کې نجيب الله فکرمن کوي يوشمېرمخورواوشاعرانولکه دولايت والي محمدحليم فدايي،په ولسي جرګه کې ديادولايت استازی الحاج محمدموسي هوتک،الحاج غلام محمدهوتک،الحاج عبدالحمددرانی، حفيظ الله غښتلي،جرمني تبعه زمري،محمدزبيرشفيقي،احسان الله ارينزی،انجينيرهمت الله امين زی،حاجي حضرت محمدجانان،محمدضيابوميا،محمداسحق دقيق،عاشق الله غريب،محمدحسن حقيار،استادحبيب الله رفيع،ګل اغااحمدي،مطيع الله اباسين،اجمل ښکلي،اجمل هوډمن،عبدالله شېرزي،شاه محمودشينواري،جمشېدالله حبيبي،دانش کړوخېل،محمدحکيم بشارت،ډاکتروزيراسير،ابراهيم امرخېل،عبدالله جمال،امين الله حبيبي اوځينو نوروته لونګۍ دډالۍ په توګه وروتړل شوې. ياده دې وي چې دغونډې وياندويان اوچلوونكي انجينيرهمت الله امين زی او نجيب الله فکرمن وه اودهېوادنوميالي ليکوال ښاغلي حبيب الله رفيع دغونډې وروستی ارزونکی وه. دمشاعرې په پای کې قاضي محمدحسن حقياروروستۍ دعاييه ولوستله اوغونډه غرمه مهال دغرمنۍ له خوړلو وروسته دوه بجې پايته ورسېده. مادرته وېل ميدان ته مه ځه مڼې خوږې دي مابه هېره کړې مينه - بېرته شاته