(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دمولوي محمد يونس خالص طنزیه شعرونه

برخه۳ خالص صاحب د نواز شریف د کړوپه هکله په طنز وایي :هغه چاچې جهاد وپلوره شایدهم د نوبل جایزه واخلي ځکه د خپل مرام لپاره يې پښتون کام تباه کړ . خو چيغې دي نارې دي يادوې نواز شريف که خواران دې که خانان دې نازوې نواز شريف مبارک مبارک وايې که خواران دی که خانان دي په ښاغلو کې ښاغلې شماروې نواز شريف چادى ځوان قايد بللى او چا فخر پاکستان ځينې ځينې لاهم شته چې ردوې نواز شريف موږ نه ښه وايونه بد يې ځکه پته راته نشته چې څه کيږي څه به وشې څۀ کوي نواز شريف که جهاد يې وپلور لو اوپښتون قام يې تباه کړو جايزه به دنوبل هم خپلوى نواز شريف ضيا‌ ولاړوته به هم ځې په چوکۍ چې غره نه شې يوه ورځې به غږ وشې چې نن ځې نواز شريف خالص صاحب په دې لاندې شعر کې یوې بلې پېښې ته د ولس پام اړوي چې ځېنې په نوم مجاهدین د واک او څوکیو لپاره بې ګناه خلک وژني هغه په مجاهدینو او د مجاهدینو په کړو ورو د خلکو باور په ډیر ښه ډول بیانوي او وایي: هلته ګورم دباغ منځ کې ببر سرى بنده ناست دى ما ويلې دابه څوک وي ، وروان شوم غلى غلى ګورم ناسته ده تورسرې له کوترې نه اوتره سر سرتور اوبل يې جړ دى او ګرېوان يې دى څيرلى حق حيران شوم چې داڅوک ده يو قدم شومه وروړاندې يو ماشوم يې دى په غېږکې په سرو وينو لمبېدلى ناببره مې کړه کريغه ، چې داڅوک دى اوداولې ؟ داماشوم وايه دچادى اوداکوم ظالم وژلى؟ بنيادم يې که شيشکه ، دلته کله يې راغلې ؟ څه درشوي ، څه دې کړي ، چې دې پرېښى کور اوکلى ورو يې سترګې کړې راپورته ، وېل يې زه خو کابلۍ يم دغه زوى مې مجاهدو ، په راکټو دى ويشتلى ورور ، څښتن اومشر زوى مې ، هلته شول دخاورو لاندې دايو څو ورځې دمخه ، زمونږ کور دى نړېدلى احساساتو مې اور واخيست ، لاس مې پورته کړو اسمان ته ماوې خدايه ته يې هلاک کړې ، چې داکور چا نړولى دې وې چپ شه ((نبي خېله )) ښېرامه کړه ، مجاهدو له روسانو په سرووينو داهېواد دى راگټلى دگل خوا کې خو اغزي وي ، خزانې سره ښامار وي دامتل مې څوڅو ځلې ، له مشرانو اورېدلى اديبانو ته مې مخ کړو ، ماوې وخت دمېلې ندى دښمن اوس هم لاس په کار دى ، اوهېواد دى غم لړلى هغه بیابیا د ځینوغلو رهبرانو په هکله وايي: چي څــــه وړی شي هغــه يې وړي،داپه سپينه ږيره غل دی دشپانه جاموکي راغـــــی،دی پـــــه اصل کـــــي قصــــــــاب ده بــــې پته کړې مېــــــرمنــــــې،له اسلامه کـــــــوي کرکـــــه چي اســــــــلام خرابــــــوي څوک،هغــــــه خپله شي خـــــراب ځان يې تېښتي ته جوړکړی،پام کوئ درنه خلاص نه شي چاچي ينـــــه کړه پرې يخه،هغـــــه دی عالـــــــي جنــــــــــــاب خالص صاحب د قیامت نښو ته نغوته کوي او وایي: قیامت شوی لویان ټېټ او پستان اوچت شول دا ډمان اوس هر ساز ته نڅیږی په دوی وطن نه سپکیږي دوی خپله سپک شول. يعنــي ټيټ خلک اوچت شول اواوچت پرېووت دلاندي دکوهـــــي خولــــه شولــــه ښکته سرچپــــه هم منــــــــاره ده داپــــه دې چـــــي ځينــــوځينـــــوپښتنو،پښتوکړه سپکه دوئ په خپله ځکه سپک شول،چي پښتويې هينداره ده نبـــــي خېلـــــــــــه! داډمان دي،دادبل ډول ته نڅېــــــــــږي داســــــازونه ددوئ نه دي،دامـــــريکايانونغــــــــــــــاره ده هغه وايي په وطن د منی باد راغی، سره ګلونه یې ورژول نو ځکه د بلبلانو ځای کارغانو ونیوی بيادخزان بادراغى په سيمې دسروګلو ځـــکه نوکـارغانوځاي نيــولي دبلبــلو اخځونه Farhadafghan.11omb.com-1 Toorabora.com-2 Ja-jp.facebook.com-3 Paktia_pa_dag_ke.bloguna.tolafghan.com-4 Facebook.com-5 - بېرته شاته