(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ټارګټ کلنګ , وينه د پښتون پکې بهېږي

کراچي سره ده. د پښتنو د وطن په خونړي بهیر کي د کراچۍ محنت کش پښتون هم د خپلې برخې الميې تېروي. د پښتون انسان د وجود، د پښتون محنت کش د وجود، د ټول افغان د وجود وينه ارزانه ده، پرېمانه ده. د افغانستان د دېرش کلنې غميزې په تناظر کي، د محکومې خاورې په خونړي سرنوشت کي او د کراچۍ د محنتونو په دوزخ کي، د پښتنو وينه نه قيمت لري او نه فل سټاف. دا يو عملِ مسلسل دی، دا د فسادِ مسلسل ضرورت دی او هم دا د دوی رياستي فطرت دی. د پنجابيانو او مهاجرو اجاره رياست د محکومو قامونو، د محنت کشو اولسونو جېلخانه ده، دوزخ دی. په دې جېلخانه، په دې دوزخ کي انسانيت له شرمه اوبه اوبه دی. مريتوب ، محنت کش مريتوب، د مريي مريتوب زښت زړه چاودونکی کېفيت وي. د پښتنو لپاره خو نن بېخي خودکش مريتوب دی. پښتانه محنت کش د خواريو په دوزخ کي سوځي، د بم او مرمۍ په قوت يې وينه سړول کېږي. حاکميت مو دي نه وي، شهري حثيت مو دي بحال نه وي، د ژوند له هر ډول سهولياتو دي بې برخې يو خو بيا دي هم د چا د ټارګټ کلنګ حق راباندي وي. ټارګټ کلنګ د رياستي ترهګرۍ فعال او کامياب شکل، د استخباراتي سياست انسان دشمنه پاليسي!! ټارګټ کلنګ د تشدد سياسي استعمال دی، د سياسي جرايمو بربنډ اظهار دی. یو خوني کلچر دی، له شپېتو کلونو مروج دی. مرام يې يوازې دا ثابتول دي، چي د دوي پاکستان د شريف المزاج انسانيت د اوسېدنې او استوګنې ځای نه دی، په دې کي د مهذب سياست، سوچه او ساهو اقدارو او سوليزو رويو ترقي او ارتقاء ممکنه نه ده. روزګار به په ستمونو کي بدنونونه او صلاحيتونه لوګۍ کول وي، انصاف به د خودکشۍ او خودکش حملې په بڼه مېسر وي، تعليم، علاج او تحفظ به د رياست مسووليت نه بلکې د تقدير فېصله او اسماني منشا وي. خو ددې هر څه باوجود چي د ژوند حق هم څوک درنه اخلي، چي د محنت لپاره هم زمکه درباندې دوزخ وي او چي چوکېداري هم د غونډه راج په سايه وي. دې ته به د غلامۍ کوم مقام وايو؟ دا به د جبر او ناروا کوم معيار وي؟ په دې حواله د دوي د متعصب ذهنيت حامل مطبوعات ضمير نه لري، چي ولړزېږي. عجيب ردعمل شيندي، چي "پاکستان خو د يو نظريې او ايمان تحت قايم شوی وو، په دې کي نه کوم نسل وو او نه کومه ژبه خو کومه ورځ چي کوم بدبخت قام پرست د (پښتونخوا) چيغه ووهله، په هم هغه ورځ هغه په پاکستان کي د فتنې او فساد بنياد کېښودلو او د نسلي و لساني فساداتو آغاز وشو". څومره زړه لړزونکی حالت دی، دا د کراچۍ د صورتحال په حواله د يو پنجابي غېر سنجيده کالم ليکونکي (عبدالقادر حسن) ردِعمل دی. د خپل فطري انساني قامي حق او شناخت په غوښتنه او چيغه مي مرګ روا او جايز دی. د کراچۍ په حواله د دومره بې بنياد موقف او ناروا پروپاګنډ مقصد څه دی؟ دا يوازې د يو کالم ليکونکي نه بلکې د پنجاب او مهاجرو مجموعي ذهنيت دی. يو دي د پښتونخوا د چيغې په جرم د پښتون مرګ روا کوي او بل (حامد مير) دي د پښتنو له دښمن سره بانډارونه کوي، خو بيا دي هم د رياست نوميالي او نوموړي وي. د نسلي و لساني فساداتو په حواله د استخباراتي مېډيا موقف دومره غېر ساينسي او غېر عقلي دی، لکه د "پاکستاني قوم" غېر ساينسي او غېر عقلي اصطلاح!! د پنجابي او مهاجرو د سياسي موقف او زميني حقايقو تر منځ دومره بېګانګي ده، لکه د پاکستان او محکومو قامونو تر منځ بېګانګي!! د سياسي بالادستۍ د قايم ساتلو لپاره د پاکستان اشرافيه سياست په خپل ځان کي يوه لويه جرايم پېشه طبقه روزلې ساتي. هغوي د ژبې او دليل قوت نه لري بلکې د ټوپک په قوت ځان ته لار ايستل غواړي. خو په نوې نړۍ کي دا ډول اندازِ سياست تر ډېره کامياب نه شي پاتې کېدی. ځکه چي د عوامو ژبه د مهذب سياست د اظهار ژبه وي. استخباراتي رهبر دا وخت د ټيلي فون په ذريعه په ټولنه کي د يو داسي انتشار او بې چينۍ خورولو هڅه کوي، څنګه انتشار او بې چيني چي د ايف ايم مُلا په ذريعه وخورول شوه. د دواړو مقصد يو دی، صرف د اظهار لارې او مواد بېل دي. د دوي هدف ذهنونه د اعتدال د چوکاټ نه ايستل، خلک په ويره اخته کول او په اضطراب لړل دي. د دواړو مقصد د مهذب سياست روح مفلوج کول دي. د جمهوريت د ناکام ګرځولو، د عوامي رايې مسخولو او امريتونو ته د لارې ورکولو دا يو منظم سازشي پلان دی، چي په پنجاب کي په پراخه کچه تقويه کېږي . په کراچۍ کي يې له کلونو ننداره کېږي. د پاکستان زياته برخه دا وخت د وسله والو په اختيار کي ورکول شوې ده. دا وسله وال د سياستونو لخوا ګومارل کېږي او د مخالفينو د وهلو لپاره ورته هر څه روا ګرځول کېږي. د عدليې ضمير يوازې له صدر زرداري سره د احتساب په وخت بېدار شي، ځکه چي دا د پنجاب غوښتنه وي، په پاکستان کي عوامو ته د انصاف ورکولو لپاره د غنډه ګرو او برېتورو ډلې فعاله ګرځول شوي دي. د ټارګټ کلنګ انصاف .....!! په تکرار مو دا خبره کړې چي، پخوا يې خپل سياسي مخالفين په جېلونو او ټارچر سېلونو دننه کول او نن يې په ځانمرګو آراموي، په ټارګټ کلنګ يې آراموي. هغه آش هغه کاسه ده، صرف د اظهار ذريعه بدله شوې ده. پنجاب د خپلو سياسي مخالفينو خلاف د تشدد لارې په آزادۍ سره په کار اچوي. زموږ دښمنان، د دنيا "مطلوب" کسان، د پنجاب له سياسي نومياليو سره د مېلمنو په حېث پراخه او آزاده راشه درشه لري. نسبتاً روشن خيال مطبوعات له يوې مودې د مستندو موادو له مخې دا نشاندهي کوي، چي پنجاب د سياسي مخالفينو خلاف او د خپلې برترۍ د قايم ساتلو لپاره د تشدد او انتهاء پسندۍ نوې لارې په کار اچوي، د خپلو ټرېننګ سنټرونو او خپلې مېډيا په توسط هم د ترهګرو ذهني پرورش کوي او هم اخلاقي جواز ورکوي. هم په کراچۍ کي ددې ډول صورتحال نشاندهي روشن فکره حلقې له يوې اوږدې مودې کوي. اسفنديار ولي خان د نيويارک د دورې مهال په څرګندو ټکو کي دا ويره ښکاره کړه، چي که صورتحال قابو نه کړې شو، نو کراچي به په بېروت بدلېږي. اسفنديار يوې بلې مهمې خبرې ته هم اشاره وکړه، چي پښتون په کراچي کي مزدور، نوکر او چوکېدار، هم د دوي د غنډه ګردۍ ښکار دی. خو ددې ټول زړه لړزونکي صورتحال باوجود، محنت خپله لار باسي، انساني عظمت د خپلې بقاء توان لري، قومي غرور په سياليو کي خپل قوت ښکاره کوي. قامونه په غنډه ګرديو نه شي زېر کېدی، فسطائيت په اوسني جهان کي له هر ډول توانه بې برخې خوب دی، دا خوب به د دوي او هم د دوي د پناه ګاه (پاکستان) په تباهي تمامېږي. دا خوب، دا لېونتوب او دا فېصله به ورته ګرانه پرېوزي. هسې هم په نړۍ کي د کوم ښه نوم او امېج خاوندان نه دي. ددې اوسنيو خرمستيو او بې شرميو په ذريعه يې هڅه خپل دا نوم او امېج نور هم په ګندګيو لړل دي. [email protected] - بېرته شاته