(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دپښتنو دتنظيمونو ترمنځ درابطې ضرورت

داوخت دنړۍ په ګڼو ملکونوکښې پښتانۀ ليکوال ، شاعران، اديبان او دانشوران لګيا دى دپښتو ژبې، ادب او فرهنګ دودې لپاره په انفرادى اواجتماعى کچ هڅې کوى او دنړۍ ګڼو ملکونو کښې ئې ددغه مقصد دحصول لپاره تنظيمونه جوړ کړى دى چې ددغه تنظيمونو په وجه پښتو ژبې، ادب، کلتور اوتاريخ ته ډيره زياته ګټه په دې رسيږى چې هم ددغه تنظيمونو دکوششونو په نتيجه کښې عام پښتانۀ دخپلې ژبې، ادب، تاريخ او کلتور سره نزديکت پيدا کوى او دژبې د ودې پحقله ورته دخپلوذمه واريو دترسره کولواحساس او شعور پيدا کيږى او بل اړخ ته دغه تنظيمونو کښې دليکوالو داسې ذهنى او فکرى تربيت کيږى چې هغوى دژوند دتيارۀ ګټونو درڼآ کولو توان او صلاحيت پيدا کوى او په هر شان مشکلو حالاتو کښې دخپلوتحقيقاتو، فن پارواو تحريرونو په ذريعه دخپل قام او ملت دنمائندګۍ او رهبرۍ درنې ذمه وارۍ ترسره کوى. همدغه شان کوم کتابونه آو مطبوعات چې ددې تنظيمونو په اهتمام چاپ کيږى په هغې زمونږ دادب، صحافت اوکولتور لمنه نوره هم غنى کيږى او تاريخ ته به پښتو ديو غنى ژبې په ډول خپل ځان سپارى، چې دپښتنو ددې ادبى او ثقافتى تنظيمونو دا ښيګړې هيڅوک نۀ شى هيرولی اونۀ دهيريدو دى .خو ولې په دې حواله چې دزمانو راهسې يولوئې کمی دپښتنوپه سترګوکښې لکه دازغى غړيږى نو هغه دادی چې ددې تنظيمونو ترمنځ درابطې لپاره تر اوسه هيڅ يوه موثره ذريعه وجود نۀ لرى چې ددې په وجه دپښتنو دا تنظيمونه ديو بل دفعاليتونو نه بې خبره، دانه وانه پراتۀ دى اودا جتماعى مسئلو دهوارى او دملى مفاداتو دلاس ته راوړنې لپاره يو داسې منظم غږ نۀ لرى چې دنړيوالو غوږونو ته ئې ورسولی شى چې ددې په وجه نن پښتو ژبې ادب او کلتور هغه هومره وده ونکړی شوه لکه څومره چې ددې زياتو تنظيمونو په موجودګۍ هيله کيدی شى ځکه نو ضرورى ده چې پښتانۀ اهل قلم، شاعران اديبان ،صحافيان (ژورنالستان)، دانشوران(پوهان)، دتعليم ماهران، ډاکټران ،انجينران او نور ددغه يو مرکزى قيادت دکمى احساس وکړى او دپښتو ژبې ،ادب او کلتور دودې لپاره په نړيوال کچ ديو داسې نمائنده تنظيم يا ټولنې درامنځته کولو کوشش وکړى چې هغه دپښتنو دټولو تنظيمونو ترمنځ درابطې دپل حيثيت ولرى او دضرورت په وخت ددغه تنظيم اواز دنړۍ دټولو پښتنو اواز وګڼل شى. Wahdat 27.08.2007 - بېرته شاته