(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د مکرسټيل تبدليدل اوپه ځای پيترويس ټاکنه

ډ ګروال ګل محمد فقيرزی افغان اردو پخوانی افسر: محترمو وطنوالو او دپخوانی اردو وطنپرسته افسرانو اومنسوبينو دسلامونو پهوړاندی کولو مو هر کلی کوم ٠دوستانو او وطنوالو په دی حساسو شيبو کی چی وطن د ډير سحت بخران سره مخامخ دی دنړی يوه لانجه هم تر دی وخته پوری په جنک نده حل شوی اوکه کومه لانجه حل شوی په سلو کی به يوه وی ، متل دی په زور کلي نه کيږی. اول داملی اردو نده د دی اردو په سلو کی ٨٥ فيصده افسران د شمالی چور اوتلان ډلی غړی دی او دلوی درستيز نه نيولی دقول اردو ، فرقو او غنډونو قوماندانو او کورنيو چاروزارت دامنيه قوماندانانو پوری چه نظامی تعليمات نلری او خپله ستونيزی رامنځته کوی خپله ګډوډی قاچاق ، ترور او بی امنيتی منځته راوړی د دی ننی نا ارامی وضعی محصول دی٠ که دوی دوطن جوړولی داردو په کور ناست افسرانو نه دوطن جوړيدو کی مرسته غوښتلی وی او دغه ګذاف مصرف چه په دغه مليشی اردو وشو لس فيصده که په پخوانی وطنپرسته اردو شوی وی ننی مشکلات وخته حل شوی وی٠ بل دجنرال مکر سټل تبديلدل په دی حساس وخت کی له يوی خوا دمرورو ،ورونو سره دسولی خبری روانی دی له بل پلو ولسی جرګی انتحابات رانژدی دی او همدرنګه دبی وزولو افغانانو اوملکی کسانو مرک ژوبله تريوی اندازی کمیي راغلی دی اولکه چی وايیمتل دی٠ پړانګانو کی اصيل پړانګ نشته ٠ خود افغانانو مجبوری ده مکرسټل اوس غله او ترورستان په حکومت دننه کی ښه په نښه کړی وو اويو با تجربه او عملي جنرال وو دا دزمرو وطن دی کنترول الله په فضل دچاپه وس کی نشته مګر جنرال پيترويس دومره چه جنرال مکر سټل منډی او هلی ځلی کولی دومره بريالی به نوی بل دی پردی او تبد يلی تر شا دهالبرک او د امر يکا دسفير لاس دی چی دغه لاسته راوړنی او دسولی پروسه او دسيمی دهيوادنو سره ها لبروک دا خبری يقني کوی چه د جنرال پيترويس راوستل ددو ی په غوښتنه شوی ده مګر شرايطو کی هيځ ښوالی نه په سترګو کيږی او دجنرال مکر سټل نه په وظا يفو کی هو ښيار او باتجربه ندی. خو په اخير کی که دغه جنرال دخپلی تجربی نه کار واخلی او دنورو دسيو ښکار نشی او خپله پاليسی دافغان حکو مت دروغی جوړی پاليسی سره يوه کړی نيتجه به به ښه وی> په پای کی د دايمی سولی په هيله - بېرته شاته