(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

موږ به تر كله د نورو دپاره وژل كيږو....؟

ډېر خواښنې شوم كله چې مې په ورځپاڼه ځلاند كښې يو ليك چې څرګنده خبره ده چې د ويب سائيډ اويب پاڼه څخه اخستل شوى وو هغه مولوستى او هغه انديښې چې د ډېر وخته څخه ې زه راګير كړى وم هغه په رښتيا بدلى شوى د هغه ليك ما هم په هغه ځائى ناست څلور پنځه واره ولوستى او چې څومره مالوستې خواښنې نور زياتيده خو هم په دهغه وخت يو څه خوشحاله هم شوم چې په لومړى وار د يوه داسې قام د يوه وګړى د زړه د كومې په ږغ دهغه سړى وائى چې زما ورور قام پښتون كه څه هم پښتانه قام ته تراوسه چا ورور قام نه دى و بلې وله كه هغه زموږ نزدې ګاونډيان هم وى او كه ورور راته ويلې هم دې خو عمل ې د دښمن شوى دى ګاونډى و پښتانه ته څه ارزښت لرى خو د بده مرغه يو موږ پخپله په يوه خوله نه يو بله دا چې موږ د ټولى نړۍ وله كه هغه هر څوك وى د هغو په سترګو كښې اغزى يو او دا نزدې كلونو كښې دا څرګنده او ثبوت ته رسيدلى دى د پښتنو د خپل ځان سره په د هغه بې غورى باندى ستر خوشحال بابا ويلې دې بلكې په وارو وارو باندى ويلې دې چې.... ننګيالى د ننګ په كار كښې هر نفس دى بې ننګان د بې ننګې كاروبار خو ددې د مخه چې و خپل مطلب ته ورشو ضرورى ګڼم چې د هغه چا نوم تاسو ته د روښا يم د كوم چا په اړه چې پورته څو ليكې وړاندى كړى ارستو ويبپاڼه سر ليك ادوارد(احمد) داور بيكويچ ګادزييف هيواد او ستيا ژبه ديګورى. د خبره ضرورى بولم چې هغه لوستونكې چې وانټرنيټ ته لاس نه رسيږى هغه ليك هم په د هغه ورځپاڼه ځلاند كښې لوستى شى چې ستاسو په لاس كښې ده. د ډېره وخته څخه زما سره دا انديښنه وه او ده چې د پښتون افغان ولس په ضد باندى يوه نړۍ واله د سيسه او سازش جوړ شوى دى او په د هغه د سيسه باندى عمل روان دى او زموږ په ليكونو كښې د ډېره وخته څخه په دى كار روان دى دا نه چې موږ دالهام د لارې دا ليكني كولى بلكې چې كله د تېرو دوو سليزو تاريخ موږ را واخلو نو به داخبره راته څرګنده شى چې يواځې او يواځى د پښتون افغان كورويجاړ شوى دى د سر د سړيو په ګډون عام ولس ې وژل شوى دى وطن ې تكي تكي شوى دى پخپلو كښې په يوه نامه او بل نامه سره وهل شوى او وهل كيږى هر ليرى او نزدې كركه ځينې كړى ده د وددستور ژبه او كلتورى ځپل شوى بلكې د مينځ څخه د وړلو هڅې ورته جوړى شوى او د مينځ څخه د وړلو هڅې باندى كړى دى و اقتصاد ته ې زر به وركول شوى ده د كافر حكم باندى شوى دى اقتصادى ې ددې كبله ور وران شوى دى چې هميش و بل ته اړوى لږكي ې ورباندى حكمرانان كړى دى په لكاو لكاو ې د اسلام په سپيڅلې نامه يا د كيمونسټ يا د وطن پالني په نامه كډوال كړى دى او ټوله نړۍ كښې پاشلي دى آن دا چې په ځينو ګاونډيو ملكو كښې دوى د مهتر(SWEEPER)كارو ته اړكړل شوى دى او چې تراوسه په دهغه ګاونډيو ملكو كښې پاته دى د هغو سره چې څه كيږى په هغه باندى موږ ټول خبر يو ټول لروبر كښې ميشته په خپله خاوره باندى د بيګانه غوندى ژوندى كوى چې سباون ې نه دى څرګنده د بده مرغه چې په د هغه ناخوالو به د سياسى ګوندو او نورو مشرانو خپل ولس ته خبردارى وركاوى چې سباون ې نه دى څرګنده د بده مرغه چې په دهغه ناخوالو به د سياسى ګوندو او نورو مشرانو خپل ولس ته خبردارى وركاوى او د دهغه ناورين مخ نوى بې كوى هغه پټه خوله دى او نورې بابولالي راباسى هغه د پارسى بان خبره ده چې من چې مې ګويم وتنبوره چې..؟ نن هم په هوائى بريدونو او ډراون بريدونو كښې هر ورځ په درځنو وګړى وژل كيږى د څړك د غاړى په چاودنو كښې داسې ورځ نه تيريږى چې په لساو وګړى نه وژل كيږى د باندنيو او افغان ځواكونو او د دوى سيالو ډلو تر مينځ هره ورځ څو څو وګړى وژل كيږى آن دا چې هره ورځ زموږ تنكى ځوانان نه وژل كيږى كله د ښوونځي بام باندى د باد د زوره په لويږى كله د توپ ګوله باندى چاودل كيږى او كله د باندنيانو په تيروتنه كښې د هغه ډول پيښې كيږى ددې د مخه چې د شوروى په وخت كښې څومره افغانان ووژل شول او د هغه سره شامار چې تش په نامه خپل ملګرى يو د بل سره وجنګول او كومه كركه چې د دوى په مينځ كښې راوسته كه د هغه تاريخ څوك ولولي داخبره به ورته څرګنده شې چې نړۍ والو په دى خبره يوه خوله دى په دا څو كلو كښې چې په خيبر پښتونخوا او كراچۍ كښې څه د پښتنو سره وشول او بيا قبائيلې سيمى ې تراوسه په مخه وركړى دى چې دلته وران كار سره راټول دى ددې سره سره چې كوم ناورين ې د پښتنو د قبائيلو په مينځ كښې جوړكړى او بيا دا قام په پښو سره ويشلى دى چې دا كاكړ اتحاد دى د ترين اتحاد دى دا صافى اتحاد دى په بې شميره ډلو كښې پښتون خوار ويشل شوى دى كومه كومه ناخواله ده چې د موږ سره نه د شوى د موږ څخه كه هر يو بيا هم په دى نازيږى چې بيا هم بيګانه زموږ د ښيګڼى دپاره دا هر څه كوى نو بيا تر موږ ناپوه نشته د هغه د تهره ګرى په نامه چې د لسو كلو څخه كومه جګړه روانه ده ددې پائى نه دى څرګنده هم په دهغه ډول به موږ ټول وژنى طالب او حزب اسلامى او نور خو به دوى خبره وژنى چې دوى د نړۍ والو سوله ساتونكو سره جګړه نښلولى ده دا نور به په دى وژل كيږى چې دوى ولې پښتانه دى او هغه څوك چې د خپلو ګټو په خاطر د دوى دپاره هر څه كوى هغه به وروستى په دى وژنى چې ولې د دوى ملګرى كوله يا كه د هغه ډول كسان كه پاته هم شى هغه و پښتانه قام او و خاورى ته څه ارزښت نه لرى موږ وينو چې نن و پښتنو افغانانو ته د مارانو سرونه ښكاره كول كيږى كله وائى چې د هغه باندنى پوځى ځواكونه ووځې كورنى جګړه به پيل شى چې تر پخوا به هم خو نړۍ وى ګاونډيان به په افغانستان ورودانګي را روانى جګړى ډېرى خونړۍ دى چې په كندهار كښې به ډېره بده جګړه كيږى د حامد كرزئى حكومت بې واكه دى په ادارى ګډوډيو كښې ډوب دى كه موږ ولاړو كرزئى يوه ورځ نه شى پاته كيدي ډېرى رسنې وائې چې پخوانى امريكائى جنرال ميك كرسټل ددې كبله د دندى څخه ګوښه شو چې و لوړو امريكائى چارواكو ته بد ويلې وو زه دا وايم چې دا يواځې يوه پلمه ده جنرل كرسټل نه غوښتو چې په افغانستان كښې په لويه كچه وينې وبيوى او دده د هغه تګ لاره د دوى خوښه نه وه. ددې څخه نوره څرګنده خبر نور څه كيدى شى چې پښتون افغان خاورى ته دريم نړۍ وال جګړه راوسته اولس كاله دومره افغانان ووژل شول ژوبل شول بې كوره شول چې يوې خوا ماته وخوړله دوى افغان وطن هم په داسې كورنى جګړه كښې سره واچوى او خپله ولاړو چې پخپله سره وځوكروي هم هغه وشو د ګاونډيانو د ناوړتيا او د دوى د پلان سره سم ې افغانان دومره وويرول چې وهيوادى ماتيږى موږ ځغورنى شو او اوس بيا داسې حالات دوى جوړول غواړى كه پاته وو هم به د هغه قام وژنو كه څو هم به داسې په غاړه كښې سره اچوو چې شير خوارى هم پاته نه شې او كه وس ورسيدى نو په د هغه خاوره به د يوه بل نړۍ وال جنګ څخه هم مخ ونه ګرځوى ولې چې و نړۍ والو ته خو موږ د مخه پيژندل شوى يو چې د سولى دښمنان يو څنګه چې جنرل پرويز مشرف د ناټو و مشرانو ته خپله وينا كښې ويلې وو چې طالبان ټوله وران كار او تهره ګردى او پښتانه ټوله طالبان دى په افغانستان ياد كرښې په دې خوا چې په دهغه نزدې يوديش كلو كښې چې ددې خوار ولس سره وشو په زياته بيا په دهغه ۹ كلو كښې ددې پاره چې په كاغذ واړول شى ودى ته به د كتابو اړتياوى خو خبره دا ده چې دا هر څه زموږ دورانى دپاره دى. نن داخبره څرګنده شوى ده چې پښتون افغان ولس د تاريخ د ډېرو بدو حالاتو څخه تيريږى چې سباون ې په خطر كښې دى په د هغه قام پخوا هم د تاريخ د جبر څخه په وارو وارو تېر شوى دى خو ددې واره چې څنګه د نړۍ والو لخوا په لومه كښې راګير شوى دى كيدى شى چې خپل هر څه دلاسه وركړى او د تاريخ يوه اوښتې پاڼه شې ولې چې ددې واره تر بده ويرونكې خبرداده چې موږ بشپړه واك او اختيار دلاسه وركړى دى دويم موږ خپله خاوره د نورود ګټو ډګر ګرځولى دى د نورو باندنيو لاسونه مو ځان ته راوږد كړى دى چې غواړى هغه راسره كوى او هغه د مارانو سرونه ښكاره كوى كيدى شى چې هغه هم وكړى خو د هغه دپاره هم موږ سوچ نه دى كړى او اوس هم د نورو اسره كوو تراوسه په ګډه موږ دا پريكړه نه د كړى چې د دهغه ناورين څخه د هغه ولس خاوره او قام څنګه واستل شى بلكې اوس هم دا اټكل كوو چې باندنې ځواكونه به يو كال وروسته ولاړشى او واك به په غاب كښې موږ ته پاته شى دا ډېره خواښنونكې سوچ دى د بلې خواڅخه هم داخبره كيږى چې د هغه جګړه نوره توده شې او زياته ورانى وشى د كندهار د عملياتو چې كومه خبره كيږى هغه هم د زياته وګړو وژل او ورانى كول دى كه څوك په سلو كښې پنځوس هم دا سوچ لرى چې د پښتون افغان په ضد دا نړۍ واله د سيسه ده نو بيا په كاردې چې هر څه وشاته كړى چې خپله خاوره خپل ولس د دهغه ليوانو څخه و خوندى كړى و لكه هغه هر څوك وى دا د هغه مشرانو كاردى چې په بيلو بيلو بغرو كښې ناست دى كه دا ټوله يو د بل سره اړيكى ټينګي نه كړى نو بيا به پړه هم د دوى په غاړه وى لنډه دا چې د هغه زوروريو وخت هم هر څه كولى شى نوو افغانانو ته هم په كار دې چې په ګډه دوى هم هر اړخيزه چارى و سنجوى چې افغانستان او افغانان د پخواوارو د بدو سره مخامخ نه شى.. - بېرته شاته