(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جهاني اوطنز

عبدالباري جهاني په( ۱۳۲۷ لمریزکال )کې د كندهار ښار د کابل دروازې سیمې ته نژدې د باميزو په كوڅه كې د عبدالاحد خان په كوركې نړۍ ته سترګې غړولي دی . هغه خپلې زده کړې د كابل پوهنتون د ادبیاتو د پوهنځې د تاريخ او جغرافيې په څانګه كي پاى ته رسولي دي. ښاغلي جهاني په پښتو ټولنه او د علومو په اكاډمۍ كې کار کړی دی دكابل د مجلې د مسؤل مدير په توګه یې دنده ترسره کړې ده. بیا امریکا ته مهاجر شوی او هلته ار اوسه د امریکا غږ راډیو په پښتو څانګې کې کار کوي. ښاغلې جهاني ډیر اثرونه چاپ شوی دی ، هغه پینځه د شعرونوو ټولګې لري : چې عبارت دي له ورکه مينه ،پايکوب ، د سباوون په تمه ، شپيلۍ او کوه طور څخه. په نثری برخه کی یې د "قوماندان" په نوم یوناول لري چې د تیرو دريو لسيزو ترخه او پريشانه حالات پکې بیان شوي دی، " همداسی د هرات پښتانه اوستره لوبه" "د مشکو کاروان» یې دوه نور نامتو اثرونه دی ،هغه منظومې ژباړې هم لري. هغه وايي: . چــــي افسانې يې د پېړۍ پر لېمه شپې زنګوي د سنګسارونــــو تــــــر ميدانه ځي ښاغلي خلک که تاریخ ته وکتل شي دلته ډیرښاغلي خلک زیږیدلي دي نومونه يې د تاریخ په غیږ کي پراته دي ، د زمانې زور ته يې سر نه دی ټېټ کړی، رښتیا یې ویلي دی د ادب په زیور يې سینګار رښتیا ویلي دي دهغو دا رښتیا به تل پاته وي او دتاریخ رنګینې پاڼې جوړوي. له دې ښاغلو څخه یو عبدالباري جهاني دی چې وايي: د هــــر وګـــــــړي پــــــه څـــــــېره کي بلاګاني وينم دلتــــــه هيندارو تـــــــه لا نـــــه دي درېدلي خلک د هغه یوه ځانګړ تیا داده، چې په کوم سیاسي چوکات کې ښکېل نه دی، هغه آزاد دی ، آزاد سوچ کوي، رښتیا وایي، څه نه پټوي، د چا پلوي نه کوي ،ټولو ته په یوه سترګه ګوري، څه تر ژبې لاندې نه پټوينو ځکه ځینې یې یاغی هم بولي خالق مې ککرۍ سجدی ته نه ده پیدا کړی تندیه ماتوم دې لګومه خو دې نه هو دا ښاغلی جهاني دی، چې خپل ملي رسالت يې تر سره کړی دي، بد ته يې بد ویلي او ښو ته يې ښه ، په بدو کړو يې نیوکې کړي او غندلي دي. دی ډول بیان ته په ادب کي طنز وایي یانې هغه نه یوازې دا چې یو ښه شاعر دی.یو ښه لیکوال دی بلکي یو ښه طنز لیکونکی هم دی . زه د جهاني صاحب دا طنزونه په څلور و ډولونو وېشم ۱- په حیواني کیسو اونکلو کې د انسان له خولې رښیتا بیانول : په دې ډول اثر کې شخصیتونه ژوي وي او دا چې دژوو ځای ځنګل دی نو هلته د ځنګل قانون یاني د زور قانون لاندې ژوند بیانیږي . لکه: يــــــوه ورځ يــــــوه مـوږک پــــــــــــه حجــــــــره کې شـــــل او سل ځله ازار کړ پـــــــــه ســــجده کې چې بـــــه شيخ کله ور ټيټ سو وسجدې ته د موږک لکۍ بــــه ورغــــــله و خــولې تــــــــــه چــــي د بــــــــل په مټو غټ شي يا زمری شي پــــــــــه هغه ګړي لــــه قام څخه پردی شي اول غــــوښي خــــــــــــــــــــوري د خپلو قريبانو ښــــــخوي داړي پـــــــه خپلو پــــــه يارانو دا يې هـــــــېر وي چې نـــــــــــن ته تېرېدل شته چې هسکيږي يوه ورځ کښته کېدل شته چي يې عقل خدای موږک غوندي کوچنی کي يوه ورځ پر خپل بادار باندي غورځی کړي په دې ډول طنز کې چی کرکټرونه يې ژوي وي لیکوال یې په رښتیا ویلو او نیوکو نه ملامیږي . په دې ډول طنز کې لیکوال یو سمبولیک ژوی لکه «لیوه ( داړنکی)؛ ګیدره اومار ( مکار ) ؛کوتره(سوله) او موږک ( پست او کم عقله) ... څخه کار اخلي، چې لوستونکی د حیواني کرکتړ د نومه پوهیږي چې د لیکونکي موخه څوک دی 2- جهاني اوطنز ۲- د حیوانانو د خولې کیسې دی چې ډیر دپند او نصیحت او ښوونې لپاره ویل کیږي په دې ډول طنز کې په زورواکو کوټلي نیو کې کیږي او کله کله د حیواناتو له خولې یوه کیسه بیانیږي او په یوه ښه پایله ختمیږي لکه دجهاني صاحب د باز او چرګ شعر ته ښاغلی یې په کــــــــــــور کـــــــــی د خـــــانــانــــــو چی په ښکار وزې د خپلو همـــــــنــوعــــــــانــــــــــــو ځان پاچا گڼې په کـــــور کی د مــــــــرغـــــــــانــــــــو خو په لاس کی یې غـــــــــلام د انسانــــــــــانــــــــــــو تر هغو به یې خــــــــانـــــــــانـــــــــــــو تـــــــــــه منـــلی ۳-باري جهانی د خپلې ژبې او ملت ويده فلکلوریک نکلونه،هېرې شوي کيسې او نا ويل شوي افسانې بیا په طنزي بڼه چې یو پيغام لري را ژوندي کړي دي او ددې افسانو او نکلونو په هر بیت کې یې نه هېرېدونکي، او زړه راښکوونکي طنزی توکي ځای کړ ي دي. ويـــــل ګــــــورئ دا بې شرمه بې غيرته دی پيـــاده ځي پر خره ناسته ده عورته دا وطــن بـــــه لــــــــه بې ننګو خرابيږي شرميږي نــــه لــــه خلکو نه له قوم څخه مور او پـــلار دا خـــېټور دئ نـــــازولـئ په خواري يـــې د لمر مخ نه دئ ليدلـئ شرميږي دا لـــه خدايــــــه نه ظـالمان دي دي په بيابان کي ګيدړان د کور زمريان دغـــــه خر يــــې هم ملـــــګرئ هم رهبر دئ پــــه دښتــو کي لار ښودونکئ د سفر دئ ورسره مله دي دوی لـــه خـــره ســــره روان دوی کـــه دا خــــر ور سره نه وي ړانده دي دی به ځغلي خر به جګ ور باندي سپور وي په اوږوبــــه ســـــا شړي مخ به يې تور وي په دې ادبي طنز کې ډیري ښي ټولنیزي سکالو ته چې خلک د هر شی پسې خبرې کوي نغوته شوې ده. جهاني صاحب په دې کیسو کې ډیري کنایې چې دوې یوه لنډه او بله لیری مانا لري ځای کړی لکه :خر يي تر مخه او رهبر دی ؛په پټو سترګو د خره پسې روان دی؛ خپل مغز په کار نه اچوی او نه خپلی سترګی؛بيابان کي ګيدړان د کور زمريان... ۴- عبدالباري جهاني نیغ په نیغه د ټولنې د ریا کارو او غلوونکی له مخه دریا پرده پورته کوي ، هغوی خلکو ته ښيي ،د هغو دپروړو لاندې اوبه تیرول غندي او د ولس په سترګو کې یې خاورې اچول رسوا کوي. هغه ټالی څټي نه پریږدي د یوه هم خپله تربګنی نه پټوي دا کار هر څوک کولي نشي دا هوډ غواړي ،مهارت غواړي، ژور درک غواړي او جرت غواړي. هغه د شیخ د ریا په هکله وايي را ايستلې توره راغى، د ساقي د وينو تږى زموږ مستي چي يې ليدله شيخ پخپله خماري سو د ګناه په خُم كي رنګ سول د زاهد د پګړۍ ولونه پر هډوكو يې لړزه ده ټينګ ايمان يې شيطاني سو یا داچي زاهد ته په طنز وايي: ماد قیامت له هوله مه بیروه زیاته! موږ لېونو ته د حساب خبري مه يادوه ستا تر دوږخ پوري پېړۍ دي، دلته شپې پاته دي ته د ګناه بڅري مينځې د پرهېز په اوښكو زاهده پټي دي په وينو كي لمبې پاته دي او يا دا چي : دلته سرونه بېله كاڼو بل څه نه پېژني دغه واعظ او دا كتاب په مدرسو كي ښه دي مالاتازه له خپل جانان سره وعدې نوي كړې زاهده ستا حوري غلمان په جنتو كي ښه دي یا زاهده خوله دي د دوږخ په كيسو ستړې كړله دا څه خليل دى تر انګاره پوري تلل چي نه وي پښېمانه نه يم شيخه مه رايادوه قولونه دا څه توبه ده په زر ځله ماتېدل چي نه وي یا په تيارو زاهـــــــــــده کـــــې د تسپو غږونه اورم کوثر ته دې روان کړو له شــــــيطانه سره ځــــــــو دروس په راتګ سره له نصیبه سر ټکوي چې ولي باید تل د بل مرییان اوسو؟ له ازله مو نصيب راغلى خوار دى چي لوېدلى مو د بل په لاس مهار دى چې د مجاهدو د دوران ناخوالې ویني بیا هم له رښتیا سترګې نه پټوي که څه هم د طبعیت د قانون په اساس چې د روس د راتګ ضد وو باید مجاهد یې نه وای غندلی خو هغه بیا هم رښتیا نه پټوي وايي هغه ولس چې مجاهدو ته سترګې نیولی وې هغو ی هم د ولس د وینوتږی وختل او بې روده ولاړل. اسمانه ما خو داسې نه ویله چي د کابل ګرېوان ته اور که زما جونګړه کې بلا وکره زما په ستونی کې ښامار لوی که یا هی توبه د هغه قام له بدمرغیو چی قسمت یې سي په لاس د گاونډیو قتلوي په یوه بل تربور قومونه ځغلوي یې په میراث پاته مالونه هغه د هر تورټغر په لیدو پښه پر پښونه اړوي ؛پټي سترګې نه ترې تیریږی. خپل د زړه غوټه پرانیږي او هغه د ټولو سره شریکوي په ویلو یې د خپل زړه بړاس باسي. کله چې کندهار ته ځي د طالبانو د نظام په لید و په افسوس وایي: خمار می نه ماتیږی شرابونه بېګانه دی ساقی راته اشنا دی ، خو جامونه بېګانه دی هغه په پردي اټن کېښیوتو زورواکو د ناخوالو ، جفاګانو او تېریو په وړاندې دریږي یا غي کیږي او وايي: ځغله ، دا دطبیب کار نه دی! زخمونه د حبیب دی د طبیب کوڅې ته نه ځم پرهاره شوړوم دې رغومه خودی نه دنننی وضع د ناخوالو په هکله بیا هم پټه خوله نه کښېني او وايي. موږ د لېونیو په اتڼ ورکښېوتلي یو پل چي مو د پله پر سراېږدې رقیبه پښه نیسه یا په وطن کی یې پاچا د غلو سلطان وو یو آفت وو نازل سوی له آسمان وو په ښکاره پر اولسونو مهربان وو پټ د خپلو حاکمانو نگهبان وو ور معلوم وو هر کردار د ظالمانو ور څرگندي وې ټولۍ د قاتلانو نه یې لنډ کړله لاسونه د بدانو نه یې واورېدل عرضونه د خوارانو نه یې بېره وه له خدای نه له عذابه نه له ورځي د حساب او له کتابه یا دا شعر چې زموږ د هیواد د سیاست ناخوا لي په ښه ډول بیانوي: په دا منځ کی یو حاکم له حاکمانو چی ملگری وو د غلو داړه مارانو په زړه سخت و تر پړانگانو تر لېوانو ور تریخ کړی یې ژوندون وو د ښاریانو چی په هر ځای کی حاکم یا صوبه دار وو . پړسېدلی لکه خوگ په غوښو بار وو یا داچې د دې وطن پـــــــه نصيب نــــه دي رسېدلي خلک چي يې ميـندلي دي په کاڼو يې ويشتلي خلک دلـــــته چـــــــي راغلې نو د رحم تمه مه ترې کوه د دې قصاب تېغـــــونـــــــو ويـني ژړولـــــي خلک نـــــه يې د زخم نه د درد په علاج پوه سو طبيب پـــــرون لـــــــه سانــــــدو ســره ووتل راغلي خلک نور مو څه سر پڼوم دالیکنه د جهاني صاحب په دې طنزي شعرونو ختموم لا چښي به په خلوت کې غلي غلي شرابونه ريا کار به زاهدان وي نه به ته يې نه به زه يم . یا جهانـي تمـــــــه د مــــــــردۍ د لېونتوب کيسه ده پـــــــه هر ولات کي چي ښاغلي وي ناولي خلک - بېرته شاته