(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

تر انتظار پورته خو پاکستان.........!!

استاد نجيب منلی د پښتو د معاصر علمي بهير منلی څوک دی. زښت سنجيده او عالم ليکوال دي. "تر انتظار پورته" ليکنه يې ما غوندي د افغانستان سياسي منظرنامې ته له لري نه کتونکو خلکو لپاره ښه مواد لري او دې ته مو متوجه کوي چي په داخل کي افغانستان څه احساسوي؟ په افغانستان کي د نړېوالو ځواکونو په مشرتابه کي بدلون چي په هره موخه وي، منلی صاحب تش دا ياد دهاني ورکوي، چي که د افغانستان حالات نور هم ساده وارزول شي، نو دا انتظار به نور هم اوږدېږي، کوم چي پر نړېوالو اوس غمېدلی دی. د ليکني په نتيجه ګري کي يې زموږ د زړه خبره کړې ده چي "د ناټو د ځواکونو په مشرتابه کې نوی بدلون کېدای شي د دې له پاره یو ښه زمینه وي چې امریکایان د افغانستان واقعیتونو ته مخامخ وګوري، د بل چا د عینکو تر شا یې و نه ارزوي که نه د افغانستان جګړه به تر هغه هم لا ډېره سخته شي چې اوس یې امریکایي استخبارات اټکل کوي. د جنرال پیټریوس له پاره په سرلوړۍ له افغانستان څخه د وتلو یواځینې لاره داده چې د افغانستان واقعیتونو ته د افغانستان د تاریخ او جغرافیې په رڼا کې وګوري نه دیو څو احساساتي سیاستوالو، بې خبره جاسوسانو او غرضي سیاسي کړیو په سترګو". استاد دا وئيل غواړي، چي له ميک کرسټل نه تر پيټريوس پورې بدلون که د پاليسۍ وي او يا که د يوې څوکۍ، خو د امن د تامين لپاره ضروري ده، چي د افغانستان د تاريخ او جغرافيې مزاج ته پاملرنه وشي. واقعيتونه بايد ددې مزاج په تناظر کي مطالعه شي. ددې مزاج نوعيت او ماهيت په ساده ټکو کي که ووايو، نو د "رضا" د هضمولو ګنجايش په هر حال په ځان کي لري او هم له "زور" سره د مبارزې ګنجايش! خو په داسي حال کي چي خبره له دواړو خواوو زور ته ولاړه ده يا زور زور ماتوي، څنګه د يو سوکاله افغانستان نسخه پېدا کېدی شي؟ په دې مورد کي د افغانستان ملي فکر لرونکي دانشوران نړېوالې ټولنې ته وړانديز کوي، چي له زور سره دي څه داسي بنيادي کارونه هم وکړل شي، چي د افغانانو رضامندي او حمايت تر لاسه کړي. ولسمشر کرزی په تکرار دا خبره کوي، چي د جنګ د ګټلو لپاره د افغانانو د زړونو د ګټلو ضرورت دی. يعني که همداسي زور- زور ته ولاړ وي، نو شونې ده، چي د طالبانو زور حمايه کړل شي. ددې ډېر وجوهات دي. خو مهم پکي دا دی، چي نړېوال ځواکونه يرغلګر دي. دا خبره ځکه کېږي، چي تر اوسه لا سياسي شعور په هغه کچه نه دی غوړېدلی، کوم چي ددې حالاتو ضرورت دی. موږ په يو جذباتي او د جنګ په چاپېريال کي وساتل شو، زموږ پر ټولنيز شعور لا تر اوسه دا جذباتي او جنګجويانه اثرات غالب دي. دوم طالب د مذهب په لباده کي دی. زموږ په ټولنيزه سايکي کي ددې لبادې د څيرولو توان د ضرورت مطابق نه دی. په تاريخي لحاظ موږ په دې کار کي اکثره وخت ماته خوړلې ده او دښمن بريالی شوی دی. دريم ددې ټولو مسايلو بنيادي حواله پاکستان دی او هم دا حواله زما ددې ليکنې موخه ده. چي استاد منلي ته ورياده کړم، چي نړېواله ټولنه په داسي وخت کي چي د افغانستان تاريخ او جغرافيه په پام کي ولري، بايد له پاکستان سره يې د نېغې خبرې ضرورت په پام کي وي. د ترهګرۍ په حقله په اوسنيو سياسي تجزيو کي دا تر ټولو مهمه موضوع ده، چي نړېوال تر هغو په افغانستان کي د کاميابۍ چانس نه لري تر څو چي د پاکستان double standard په نښه نه کړي، ځکه چي پاکستان دا وخت د ترهګرو لپاره يو محفوظ جنت ګرځېدلی دی. په دې جنت کي د افغانستان خلاف د دسيسو ونې زرغونې دي او د بدنيتيو ويالې پکې بهېږي. د افغانستان رښتينې وضع بايد درک کړل شي. د افغانستان مسئله هيڅ پر اسراره موضوع نه ده بلکې عقل او فکر ته ضرورت لري. په افغانستان کي جګړه سخته ضرور ده خو ددې سختۍ راز په څه کي دی؟ د دوی سروې ګانې وايي چي مزاحمت اولسي نه دی. چي اولسي نه دی نو د چا دی؟ ددې "چا" سره ولې سپينه خبره نه کېږي؟ دا اوس د جون په مياشت کي چي په افغانستان او پاکستان کي د ترهګرۍ په حقله په نړۍ کي څه رپورټونه هم راغلي دي، ټول دعوه کوي، چي پاکستان د ترهګرۍ پرورش کوي. د پرورش دا ځاي که نور هم ودان پاتېږي، نو نړېوال د افغانستان په وراني پسې راغلي دي. که د دوي د تحقيقاتي ادارو دا د "ترهګرو د جنت" اصطلاح درسته ده او دا جنت بيا هم محفوظ دی، نو ددې مانا دا ده، چي افغانستان دي په دوزخ بدل شي. موږ د افغانستان او پښتونخوا حالات د يو بل نه بېل نه ګڼو بلکې د يوې مسئلې په نظر ورته ګورو او حقيقت هم دا دی، چي په افغانستان او پښتونخوا کي د پاکستان يو کردار دی. دا وخت د پاکستان په سياست او مېډيا کي د ښو او بدو طالبانو اصطلاح استعمالېږي. د دوي لپاره ښه طالبان هغه دي، چي په افغانستان او پښتونخوا کي جنګېږي او بد طالبان هغه دي چي کله کله پنجاب ته هم بم ورخطا کوي. د نواز شريف ورور برملا ووې چي که طالبان د پنجاب خيال وساتي نو د هغوي او پنجاب حکومت پاليسي يوه ده. د پاکستان د فوځ مشر کياني څو مياشتي مخکې خبريالانو ته خپله افغان پاليسي داسي واضحه کړه، چي موږ اوس هم په افغانستان کي strategic depth غواړو خو کنټرول کولی يې نه شو. ددې مطلب دا وو چي په افغانستان کي دي داسي دولت قايم کړل شي چي د پاکستان د ګټو دفاع وکړي. د کنټرول نه مراد د نړېوالې ټولنې فشار دی. همدې فشار دوي دلته په پښتونخوا کي د ترهګرو په ضد عملياتو ته مجبور کړل ګني ثابتېږي خو دا چي د پاکستاني فوځ او ترهګرو کمانډر يو دی. د پاکستان جهادي مېډيا (د پاکستان ټوله مېډيا جهادي ده) اوس دا خبره لکه د کاڼي کرښه تکراروي، چي په افغانستان کي نړېوال له ماتې سره مخامخ دي. د دليل په توګه د امريکي چارواکو هغه بيانونه د خپل سياق و سباق نه په بېله توګه اخلي کوم چي د نړېوالو ځواکونو په حواله اندېښمن تاثر ورکوي. پاکستان وايي چي په تاريخي لحاظ افغانستان د بهرنيو قبرستان پاته شوی دی. خو کمال دا دی، چي پاکستان ځان په افغانستان کي بهرنی نه ګڼي. همدا خام خيالي تباهي خوروي. حالانکې منطقي خبره دا ده، چي که نن افغانستان په لومړني پړاؤ کي پر خپله خاوره چا ته شکست ورکوي نو هغه به پاکستان وي. همدې نکتې ته بايد نړېوال جدي شي، چي د پاکستان ددې اوسنيو دسيسو د شنډولو پرته به دا انتظار نور هم وږدېږي. نور د انتظار لپاره وخت نشته. بايد دښمن په څرګنده توګه په ګوته کړل شي. د منلي صاحب غوندي خلک بايد د افغانستان د روانې امنيتي وضعې د څېړلو په وخت د پاکستان غوندي فېکټر له پامه وانه چوي. د روڼ آندو دنده لوستونکو ته رڼه لار ورکول دي. نور انتظار ځان وژنه ده، چي تر ځانمرګو بريدونو به لویه بربادي خوروي. [email protected] - بېرته شاته