(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

اې خلکودربدره شوم!

طنز دادګل د د کور مخی ته سوک موک ناست وو او سونګل یې د هغه یو دوست شاه محمد په دې سوچ چي خدای ناخواسته پلار یې مړ دی یا یې مور مړه ده ځکه د بل چا لپاره خو څوک داسې ونګ ونګ نه ژاړې د دادګل کوله د شاه محمد په لیدو نوره هم لوړه شوه او ورسره یې مخ او سر هم په چپلاغه وهه او ویل يي : خاورې مې په خوله شوې! ژړغوني شاه محمد د خپلې خیرنې لمني په شا د هغه خوله او پزه پاکه کړه د هغه سر يي په خپل غیږ کې ونیوی چې ښه د زړه بنۍ تشه کړي. کله چې د دادګل سلګویې ودریدې شاه محمد چې طبیعت یې ډیر خټه شوی وو ورته وویل: تا ته د یوسف کاکا صبر غواړم زه پوهیږم ډیر زور غواړي ! د شاه محمد د سترګو څو پرله پسې اوښکې توې شوی او په ژړغوني ډول يې زیاته کړه: دچا چې یو چرګ مړ شي لا یې زړه درد کوي دا خو لا ... دادګل بیا پړنګ په ژړا شو او ویل يي: کاشکی داسې وای! د شاه محمد په زړه کې وګرځیده نه چې میرمن یا ماشومان یې مړه شوي دي ځکه داژړا انګولا له مور و پلار ه اوچته وه نو لا يې په غیز کې ټینګ کړ، خوله او پزه يې بیا ورپاکه کړه. هغه په زګیروي او رینګاري ویل: توري خاورې مې په خوله شوې! ما میرمن د څه لپاره غوښتې وه ! شاه محمد سل په سلو کې ډاده شوچې د دادګل میرمن مړه ده هغه په زونګه زونګه ویل : میرمن څوک د کور ودانولو لپاره غواړي! د هغه کوله نوره هم لوړه شوه چي دتور کافر لا زړه په سوځی هغه رنګن ویل: زما کور یې وران کړ! دوست يي شا ه محمد ورته وویل: صبر وکړه! بیشکه همد اسې ده! دهغه د ژړا ونګ ونګ لا لوړ شواو ویل یې: کاشکې هغې شپږ میاشتي مخکې راته ویلي وای ولي به دا ماتم راته. د شاه محمد سترګې بیا د غمه تکې سرې شوې په سوچ کې ووچې هرومرو هغې خپله ناروغي له هغه څخه پټه کړې وه . ددادګل بیا پړینګ شو او په ونګ ونګ يې ویل: اوس ډیره ګراني ده! دوست یې شاه محمد له ځان سره سوچ وکړ هرومرو ناوخته یې هند ته د درملنې لپاره بیولې ده یا دا چې بله ښځه کول اوس ډیر لګښت غواړي له ځان سره يي وویل : رښتیا هم داوس ناوې هندې غراره او شراره غواړی... نو شاه محمد هم بې اختیاره د همدردۍ سر ورسره وښوروه او ویل يي : رښتیا ګراني ده ! بیا يې هغه ته ویل : ته کښینه یاره ټوله کیسه راته وکړه ! دادګل لا په ژړا شو ویل یې: په خوله مې نه راځي! دوست يي ورته ویل : هر شی د خدای لخوا دی! دادګل نارې کړل : هیڅ نه دی ! دوست یې شاه محمد په خوله لاس ورونیوی له ځان سره يي ویل نه چې ډیر غم لیونی کړی دی . شاه محمد هغه ته په نصیحت ویل : داسی مه وایه بد دی، خلک بد درباندې وایي، صبر وکړه، مځکه او آسمان وپېژنه ،تتۍ پر مځکه پورې مه موښه ، بده ورځ په هر چا راځي... ډیر خلک په راټول وه هغوی هم د سر په ښورولو د هغه دا خبرې تاییدولې. دادګل په ژړاانګولا ویل : ما پروښږکال یوه جوړه جکونه رانیولی وه شپز میاشتي مخکې یې یو مات شو . بیا يې کوله لوړه شوه. ټولوسا ختلو ګاونډیانو ورته ویل: ستا غم د ټول بلاک غم دی مه ژاړه.کنه موږ هم درسره ژاړو دادګل بیا اکسیلیټر ورکړ : هغې زما څخه د ا پټه کړې وه او ژړا یې نور هم زور واخیست. شاه محمد ورته ویل : رښتیا اوس د هغې هر خاطره هغه خوار ځوړوي او ننوي دادګل بیا سر را پورته کړ او په رینګاري یې ویل: نن يې راته وویل: یو جک مات شوی دی. او بې سده شو. چا په خپله لمن باد پرې کوی ؛چا يې بوټونه خولې ته نیولې وه؛ چا بې اودسه درودونو په چوکول چی لږ په سد شو په ونګ ونګ یې ویل : اوس هغه جکونه سل افغانی تر شپز میاشتي مخکې ګران شوی دی . بیا یې کوله ویستله: اوس زه څه وکړم اې خلکو په دې تنخواه بې رشوته نه رانیول کیږي او دولت وايي رشوت مه اخلئ دوست یې شا ه محمد چې پوه شو خبره څه ده هغه ته يې په غوسه وویل : کښینه بې غیرته هر شی ماتیږي، انسان لا مړ کیږي، تا په یو جک کوله ايستلې ده . دادګل ویل: زه په دې نه ژاړم چې ولي مات شو په دې ژاړم چې اوس هغه جګ سل افغاني ګران شوی دی که هغې شپز میاشتي مخکې راته ویلي وای ولي به تاواني کېدم . او په رینګاري یې ویل : اې خلکودربدر شوم! کنایی طبیعت خټه کیدل(خپه کیدل)،توری خاوری په خوله کیدل( ناامید یا مړ)؛سوک موک کیناستل( کنجلک)؛تتۍ په مځکه پوری موښل( حسرت او ارمان کول)؛سا ختلي( حیران او پرېشان). - بېرته شاته