(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتونخوا

ډیره پخوا مې دا خبره اوریدلی وه چې که غواړی فیلسوف شی هندوستان ته لاړ شه او که غواړی وطن پرست شی نو المان ته لاړ شه . په رښتیا هم په نړۍ کې هند له چین څخه دوهم هیواد دی چې د ۸۰۰ میلونو په شا وخوا کې وګړي د بیلا بیلو ژبو ، مذهبونو ، عقایدو کلتورونو او فرهنګونو په درلودلو سره پدې خاوره کې ژوند کوي او طبقاتی ژوند ئې هم په ډبر افراطیت کې اډوله د پرتله کیدو وړندې . خو له دې ټولو غوښتنو او پوښتنو سره سره چې کومه دیموکراسې د هند په خاوره حاکمه ده د ټولې نړۍ لپاره سر مشق او نمونه ده . نو پدې اساس کله چې سړی هندی حاکمت ته ور درخلېږي او له دغه راز پوښتنو سره مخامخ کېږي طبعی ده چې ځواب ئې د فلسفې د علم کار دی چې د فلسفی او فیلسوف په لور ئې بیا ئي . همدا راز المان په اروپا کې پور نفوسه هیواد دی چې ۸۲ میلونه وګړي د یوی ژبې ويونکی په ګډ فرهنګ او خپل مینځی مینه او فیرزوینه کې یوی کورنۍ ته پاتی کېږي . مغروره المانیان په خپل دود او دستور کې ځان له نړیوالو څخه اوچت بولي . په افتخار سره په خپل کلچر ولاړ او پالنه ئې کوي د المان يوه مخکنې جمهوریس په خپله تلویزونې وینا کې خپلو خلکو ته په خطاب کې وويل چې ستاسې کلتور د امریکایانو څخه ډیر لوړ دی باید چې جدی پالنه او ساتنه ئې وکړي . لنډه دا چې المانیان په خپل ټولنیز ژوندانه کې ډیر پاک صادق ، خدمت ګار ، وفادار او له ټولنیزی مینې او فیرزوینې څخه خوند اخلې . پدې اړوند په زغرده ويلای شم هغه افغانان چې په المان کې ژوند کوي او په خاصه توګه ځوان او نوی کول د المانیانو بې اغیزی ندې پاتې شوي څرګنده مثال ئې څه موده وړاندې د پښتنو د ټولنیز ولسولیز ګوند د فرانکفورت څانګې له خوا د اقبال لالا په مشرۍ په فرانکفورت کې د پښتونخوا تر نامه لاندې د خوښۍ او خوشحالۍ استقبالیه غونډه وه. چې د اروپائي هیوادونو او ښارونو څخه راغلی د کوزې او بری پښتنو پکې ګډون کړی ؤ . دا ټکل څخه په پورته تعداد کې د لویو ، وړو ، ښځو او نرو څخه جوړه شوی دغه غونډه د ويناؤ ، په اورلو او د اشعارو په لوستلو، اتڼوڼو ، سندرو ا نڅاګانو په اجرا کولو د خوښۍ او خوشحالۍ په فضا کې پداسې حال کې چې د هر چا په شونډو د خوښۍ موسکا خپره وه په اتفاق په يوه خوله او یو اواز د خپل ولس نوم د خپل وطن نوم خپل هویت او موجودیت د استقبالیه غونډی په ترڅ کې اظهار کوو . چې په حقیقت کې دا د لر او بر متحد ولس زیری ؤ . ټول پښنو ولس ته او په خاصه توګه د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري او د هغه څخه د مخه پدې ارمان تللی مشرانو ارواګانو ته چې د نسیم ستوري په شعر کې ورته لا په زړه پورې انعکاس ورکړ شوي ؤ . ددې پرتمنې غونډی د خوند او رنګ څخه د الهام په اخستلو په انګلستان کې د میشتو لرو برو پښتنو د جولای د میاشتې څلورمې نیټې لپاره په برمنګهم کې د یوي غونډی بندوبست کړی ؤ . په هر حال دا هم باید په یاد ولرو چې د پښتونخوا نوم زمونږ له وجود څخه بیلی شوی برخې ته او دسیمی او نړۍ په نقشه کې ځای نیول دا د پنچابی استعمار لخوا کومه تحفه او سوغات ندی چې پښتون ولس ته ورکول کيږي بلکی دا د اوږده تاریخ جدوجهد دي چې قوم سالارانو میړنو په خپلو ملی مبارزو او سرښندنو پنچابی استعمار ګران دی ته اړ کړی چې په سیمه کې ددی برخې پښتنو نوم او هویت ته غاړه کېږدی . اوس چې د کوزی خوا ولس په خپل نوم او نشان او په خپل عزت او عظمت په سیمه او نړۍ کې معرفی کیږي دا هم کومه وړاندې وړاندوینه نده . د شخصی وضعی له تحلیل او څېړنې څخه داسې بریښې چې دا د انګریزی استعمار ګر ډیورند په ناپاکه او چټله خوله د پښتون ولس په سینه تیره شوي کرښه به لکه د برلین د دیوال په څیر لوټی لتاړ شی او د استعمار ګرانو خوله به له خاورو ډکه شې . د لوی خدای په توفیق . Pakhtunkhwa By: Mirza Mohammad Burhani, Jurnalist and writer - بېرته شاته