(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانستان کیوکوشین کان کراټې سازمان

د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې ريس او د کراټو فدارسیون مرستیال ښاغلی شیهان محمد سیر آزادنی په جاپان کې د کیوکوشین کان کراټې نړیوال سازمان له خوا جوړ شوی سیمنار کې د ګډون په موخه پرون د جاپان پلازمېنه ټوکیو ته ورسید.
ښاغلی سیر آزادنی د چنګاښ په ۳۱ مه د کابل هوايی ډګر نه د جاپان به لور سفر وکړ نوموړی د نړیوال کیوکوشین کان کراټې سازمان له خوا په رسمی غوښتنه یی د افغانستان په استازیتوب ګډون وکړ.
دغه درې ورځنی سیمنار په جاپان کې د کيوکېشن کان کراتې نړیوال سازمان په کوربه توب ترسره کیږي او د سیمنار اجنډا سره سم ښاغلی آزادنی هیواد ته د زمری په ۶ شپږمه بیرته راستنیږي. د افغانستان د کیوکېشن کان کراتې سلاکار او د سهیل ختیځ ولایتونو لپاره مشر ښوواند ښاغلی محمد الله صابری وايی چې ددې سیمنار اصلی موخه د همدې لوبې لا پرمختګ ، فنی مهارتونو شریکول ، او د عملی کارپه برخه کې نوي تخنیکونه تازه کول او په خپلو سیمو کې په مسلسله توګه په عملی توګه کار کول .
ښاغلي صابری په خپلو خبرو کې وویل چې دا ډول سیمنارنو ته ډیره اړتیا ده ، نوموړۍ کلنی سیمنار او کېمپ د جاپان له بېلا بېلاو ایالاتو څخه د تجربه کار او فنی ښوونکو تر ځارنې لاندې پرمخ بیول کیږي. د افغانستان د کیوکوشین کان کراټې ریس ښاغلی آزادنی په خپل شخصی لګښت نوموړي سیمنار کې ګډون وکړ، تر څو په جاپان کې د نړیوال کیوکوشین کان کراټې فنی تخنیکونه په هیواد کې افغان لوبغاړو ته وړاندې کړي. دا ډول سیمنارونه نه یوازې په نړیواله کچه د لاپرمختک سبب کیدای شي بلکه د کیوکیشن کان کراټې لوبه پیاوړی کوی ، ددې ترڅنګ د افغانستان استازیتوب په راتلونکې کې د افغان ځوانانو لپاره په نړیواله کچه د تخنیک او فن په ډګر کې د لا پیاوړتیا لامل ګرڅی .
صابری داهم وویل چې د شیهان آزادنی د جاپان هیواد څخه د بېرته رستنیدو سره سم مونږ په پام کې لرو چې د په افغانستان کې هم په ملی کچه همدا ډول سیمنار په لار واچوو . نوموړی سیمنار د زمری میاشتې په ۲۵ پنڅه ویشتمه نېټه د هیواد په لرغوني ښار هرات ولایت کې هیوادوالو ته په لار واچوو. احسان الله احسان منګل - بېرته شاته