(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

لالاجی -کاکاجی او ماماجی

باباجی ستاسو نه خو هره شپه خوږې قيصې اورم .که دې خوښه وی چې نن درته زه يوه ښکلې قيصه وکړم او په اخره کې به درنه يو څو پوښتنې هم کووم هيله لرم په زړه پورې جوابونه به راکړې--------------------وايه بچيه چې نن قيصه ستا واورم باباجی زما د قيصې درې کردارونه ده يو يو پيژندګلو او د ژوند حالات په دې ډول دی 1-لالاجی-------------لالاجی او د هغه کوړمه سرې کړې غوښې خوری چرګان کوچ ګبين او نور خوراکی څيزونه ورکره ډير تير دی -بچی ي په لويو او يادو شوو سکولونو او کالجونو کې ايزدکړې کوی -ځلمي ي په اوچتو چوکو ناست افسران استری کړې جامې اغوندی او نوو نوو موټرو کې چکرې لګوی -د ښځو ي بلا بلا د سرو زرو کالی دی او د دنيا د تودو بادونو نه بې خبره دی-غمونه او ښادۍ په ډيرو تاوانونو سر ته رسوی -د وطن د لوړ پوړو افسرانو او جاګيردارو سره ي اړيکې دی -په منونو منونو غنم جوار شولې او ميوې ورله کيږی -د بهر ملکونو سيلونه کوی-د ناروغتيا په حالت کې ورته ماهره ډاکټران قيمتی مشورې مفت ورکوی او که په وطن کې ښه نه شی نو په کروړونو مال په بهر ملکونو کې په علاج لګوی خو لنډه دا چې دا دنيا د لالاجی د پاره د جنت يوه ټوټه ده 2-کاکاجی-------------کاکاجی د لالاجی نه بيخی مختلف ژوند تيروی -په ډيره ګرانه د خپلې کوړمې رزق پوره کوی-په قرضونو د بچو ودونه کوی -د کراي په کور کې اوسيږی-ماشومان ي د سرکاری سکولونو په ټاټونو ا ب زده کوی-د خوړلو وخت ي نه وی معلوم -په سرو غرمو ټوله ورځ منډې وهی-چې ناروغه شی نو د کلی د حکيمانو په کوشتو او د پير صيب په ساختونو ګزاره کوی-جامې ي خيرنې وی -او پردو ودونو خيراتونو پسې دريم کلی ته رسيږی-د قبر ځاي هم نه لری-په عدالتونو او تاڼو کې ورته څوک د انسان په سترګه نه ګوری-پيغلې لوڼه ي د ودونو په ارمان زړې شی او ځلمی ځامن ي د نشو په لعنت اخته شی -هر وخت د ذهنی دباو او مايوسۍ په پنجو کې ګير وی -خو لنډه دا چې دده ژوند د عذاب نه کم نه دے -او دا دنيا ورته د دوزخ يوه ټوټه ده 3-ماماجی--------ماماجی د لالاجی او کاکاجی نه بل رنګ ژوند کوی-جامې سپينې اغوندي د لالاجی په خيال غريب دے او د کاکاجی په خيال مالدار دے اکثر الوګان او ټماټر خوری خو کله کله پکې تيکې او پولاو هم خوری -قرضدارے دے خو چاته ي پته نه لګی ځکه چې دومره اعتبار چې يو قرضداری له د بل نه قرض اخستلے شی غم ښادی د چم ګاونډ د خلکو د خبرو له کبله په ښه ډول کوی -خو د خوړو او اغوستو ډير توکی ي په قرض راوړی وی-کوشش کوی چې خلکو ته ځان مالدار ثابت کړی -خو په مينځ کې هيڅ هم نه وی-پخپله يا په اولاد کې ي څوک د سکول استاد يا بابو وی - تنخا خوری او د پنشن درې څلورو لاکو روپو ته پنځه ويشت کاله انتظار کوی په سياسی خبرو کې ډيره دلچسپی ساتی -پردے اخبار[ورځپاڼه]د سر نه تر اخره پورې ګوری-د خپلې کوړمې د پاره پخپله نيم ډاکټر وی-په ډيرو ناروغو کې ي دومره تجربه شوی وی چې د ټولو داروګانو نومونه ورته ياد وی-او ځان د ډاکټرانو د فيسونو او خرچو نه تر وسه وسه ساتی-خو که مرض زور وکړی نو په قرض علاج کوی-وړه غوړی او د خوړو نور سامان د تنخا پورې په قرض راوړی-خو لنډه دا چې دا دنيا دده دپاره نيم دوزخ دے-- باباجی اوس راته داسې لار اوښايه چې د ټولو ژوند خوشاله تيرشی بچيه ډيره ښکلې قيصه دې وکړه خو د دنيا مالک دا دنيا داسې نه ده پيدا کړې -خداي پاک خو په مونږ باران يو شان وروی-نمر په ټولو يو شان راخيژوی-سترګې لاسونه او د وجود نور اندامونه ي يو شان راکړی دی-چې ويده کيږو نو ګز يو نيم ګز ځاي نيسو او چې مړه شو نو ټول يو شان خاورې له ځو- بچيه د الله پاک نظام خو د مساواتو نه ډک دے د دنيا په ټولو وسايلو د ټولو انسانانو يو شان حق دے-که زر دی که فصلونه دی که اوبه دی او که تيل دی-په دې خو د چا نومونه د اسمان نه دی ليکلے شوی-په دې خو د ټولو انسانانو حق دے-دا خو مونږه انسانانو دا غلط ويش پخپله کړيدے-چې د لوږې مری او بل ي ډيرانونو ته غورزوی-يو مغرور دے او بل محروم دے-خو بچيه مايوسی ښه نه وی-چې يو سرېکړې غوښې خوری بل ساګ او دال خوری او بل کله خوری او کله وږے ويده کيږی-ددوي خير په دې کې دے-چې درې واړه جرګه شی -يو داسې نظام جوړ کړی يا دداسې نظام پيروی وکړی -چې د ژوند بنيادي او انسانی ضرورتونه لکه صحت تعليم او د سر سيورے[کور]د رياست په ذمه وارو کې راولی-انصاف د هرچا د پاره يو شان وی عدالتونه اذاد وی-او د هر چا د راي احترام وشی-د رياست ټولې چوکۍ اهل او قابلو کسانو ته ورکړلے شی-او هر سړے دا محسوس کړی چې زه يقينی اذاد يم-چې هر چاته د خاورې د وسايلو نه خپله برخه په منصفانه توګه ورکړيشی-نو دا يقينی خبره ده چې وګړے به د وطن او د نظام د پاره د هيڅ قربانۍ نه ډډه نه کوی-او دا دنيا به د امن کور جوړ شی نه به غلاګانې کيږی نه به وينې بهيږی نه به ذهنی بيمارۍ زياتيږی- باباجی دا راته اووايه چې که لالاجی ددې نورو خلکو سره دې خبرې ته نه وي جوړ نو بيا؟ بچيه اوس د غرض ټکی له راغلې-وړومبۍ خبره خو داده که لالاجی د خلکو سره دا خبره اومنی نو دده او دده د کوړمې به پکې خير وی ځکه چې په چاپيرچل کې د لوږې او مايوسۍ اورونه بل وی-نو دا اور دده کور ته هم رارسيدے شی-او د يو خونی انقلاب شکل اختيارولے شی-چې په قلاره خوب به پکې د لالاجی د پاره هم ګران شی خو بچيه زه غواړم چې يو شعوری کوشش وکړم -چې دا دنيا ډيره ښکلې ده که زمونږ فکرونه ښکلی شو-او دا دنيا به دغسې د مشکلاتو ډکه وی که زمونږ فکرونه دغسې تور او ګنده وی-
فضل حکيم عندليب تالاش دير - بېرته شاته