(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

امريكه، مجموعي تنفر او برقي خلافت!

USA, Collective hatred and Cybercaliphate
نه يوازې د CIA مشر جورج ټينيټ د القاعدې د ډنډورو "پرله پسې ودې" ته ګوته نيولې ده، بلكې د امريكې د دفاع وزير دونالډ رمسفيلډ هم د ټرور پر ضد د نړۍ وال جنګ "د لګښت او ګټې تناسب" Cost-benefit ratio يو څه وارخطا كړى غوندې ښكاري او سربېره پر دې ددغه جنګ د ګټلو يا بايللو كنډه (مقياس) هم نه لري. رمسفيلډ د خپلې كړۍ اشخاصو ته ليكي، چې:"ايا موږ د ټرور پر ضد جنګ ګټو كه بايلو؟... نن موږ ددې كنډه نه لرو چې د ټرور پر ضد د نړۍ وال جنګ په ګټلو يا بايللو وپوهېږو... د لګښت او ګټې تناسب زموږ پر ضد دى! د ټرورسټانو د مليونونو په مقابل كې زموږ لګښت بليونونو ته رسېږي... اّيا موږ بايد يوه شخصي موسسه جوړه كړو، چې افراطي مدرسې يو ډېر پاسته دريځ ته تطميع كړي؟" د ټول متن لپاره وګورئ: Entice radical madrassas to amore moderate course? Defense Secretary Donald Rumsfeld's Momo on the war on Terror, October 16,2003, in Usatoday.com (د ننتوځ نېټه 12/14/2000) امريكه هڅه كوي چې د القاعدې "د ثقل مركز" ويجاړ كړي، خو د لانديني بې نوم ليكوال د څېړنې له مخې، امريكه دوه مشكلات لري: يو دا چې د القاعدې واكمني له جغرافيوي محدوديت نه راوتلې ده، يانې په يو "بالقوه برېښناييز خلافت" Potentioal cybercaliphate اوښتلې ده، چې مركزيت نه لري. دويم دا چې د القاعدې د ثقل مركز پخپله د امريكې په عسكري، اقتصادي او سياسي عملياتو كې پروت دى، په هغو عملياتو كې چې د اسلامي نړۍ خلك ورسره مخامخ دي او په خپل ورځني ژوند كې يې ويني، اوري او تجربه كوي يې، نو څه بايد وشي؟ ددغې پوښتنې د ځواب هڅه راتلونكې كره كتنې ته سپارم. په دې كره كتنه كې به د يوه بې نومه ليكوال په كتاب وګړېږم، چې ټول ټال دوه ويشت (22) كالونه د امريكې د استخباراتو په ټولنه كې مامور و. وروستني اوولس (17) كالونه يې د افغانستان او پاكستان په اړوند كې د امريكې د ملي امنيت د موضوع ګانو په تحليل كې تېر كړي دي. د معلوماتو له مخې، بې نوم ليكوال په CIA كې (د امريكې په مركزي استخباراتو كې) د ټرورېزم پر ضد پروګرام كې يو لوړ رتبه افسر و. د استخباراتي تحليل ګر په څېر د بې نومه ليكوال اوږده تجربه لوستونكي ته بلنه وركوي، چې څېړنې ته يې كلك پام وكړي او پخپله ليكوال ته ددې كفايت وركوي، چې په برلاستيا (تسلط) سره په بن لادن او القاعده وغږېږي. ددې لپاره چې د خپلې اړوندې استخباراتي موسسې (CIA) اجازه لاسته راوړي، خپل كتاب يې په بې نوم ډول Anonymous خپور كړى دى: بې نوم، شاهنشاهي غرور، لويديز ولې د ټرور په مقابل كې جنګ بايلي. واشنګټڼ، ډي سي: بريسيز اينكورپورېشن، 2004. Anonymous, Imperial Hubris:why the west is losing the war on Terror. Washington, DC:Brassey's Inc, 2004. بې نوم ليكوال وايي، چې ددغه كتاب په ليكلو يې د كال 2003 په جنورۍ كې پيل وكړ او شپاړس مياشتې وروسته د كال 2004 په مى كې يې د هغه مسوده بشپړه كړه (مخ261). ما (زيركيار) د كال 2004 د نومبر په شپاړسمه (16) نېټه د امريكې په CNN ټلويژن كې د بې نومه ليكوال څېره وليدله او د هغه نوم مې په دې ډول واورېد (Michael Scheuer) مايكل شويير (په CNN كې د "مني لاين" پروګرام) كېدلى شي چې په امريكا كې د كال 2004 د نومبر د دويمې نېټې په ملي انتخاباتو باندې د اغېز له امله به د بې نوم ليكوال هويت پټ ساتل شوى و؟ زه به ورته وروسته له دې هم بې نوم ليكوال او يا د كتاب ليكوال وايم. بې نوم ليكوال په خپل كتاب كې Classified Material پټ مواد نه دي كارولي، بلكې څرګند يانې خپاره شوي او عوامو ته د لوستلو لپاره ميسر مواد يې كارولي دي لكه د بن لادن ويناګانې او په مجلو او كتابونو كې د چارپوهانو نظرى بې نوم ليكوال په اوږده ډګر كې د امريكې د ملي ګټو د خوندي كولو لپاره يوه ارت بنسټه، ملي بحث ته اړتيا ويني. دى لوستونكي ددې ترخې يا افراطي پوښتنې سره مخامخ كوي، چې مسلمانان ولې له امريكې نه نفرت لري؟ په بله وينا، ايا مسلمانان د امريكې د ارزښتونو سره غليمي (دښمني) لري كه د امريكې د اعمالو سره؟ دغو پوښتنو ته كتاب ټول ټال په XXI او 309 مخونو كې ځواب لټوي. د كتاب ګڼڼه (تيزيس، فرضيه) په دې جمله كې خوندي شوې ده:"د بن لادن له خوا خطر د نوموړي د مفكورو په ثبات او منطقي ارتباط كې، د هغوى په څرګنده افاده كې او ددغو مفكورو د پلي كولو لپاره د بن لادن په جنګي عملياتو كې پروت دى." Coherence and consistency of his Ideas p.xvii. بې نوم ليكوال وايي، چې ټول ټال د مسلمانانو له نظره، دين او دولت له يو بله بېل نه دي. كله چې د امريكې روحاني مشران (په تېره هغه مهال چې د حكومت سره نږدې اړيكي) لري د اسلام په هكله ناوړه وينا كوي او د يهوديت او عيسويت په نږدې والي او ملاتړ ټينګار كوي، مسلمانان لاپسې تحريكوي، چې د امريكې سره نفرت وپالي. د بېلګې په ډول: فرانكلين ګراهم اسلام يو "شرير دين" Wicked religion ګڼلى و. جيري فال ويل حضرت محمدص ته (ټرورېسټ) ويلي و، جيمي سواګرت په خپله دعا كې ويلي و، چې "هسك څښتن دې هغه څوك بركتي كړي، چې اسرائيل بركتي كوي او هغه څوك دې لعنتي كړي چې اسرائيل لعنتي كوي" او كيوين كاپلند په دې باور و، چې "هسك څښتن اسرائل خلق كړى دى" او بايد "موږ تر هغه مهاله د خپل حكومت ملاتړ وكړو، چې د اسرائيلو ملاتړ كوي" (مخونه 3 تر 4) as long as it supports Israel... بې نوم ليكوال كاږي، چې درې كاله وړاندې د كال 2001 د سپتمبر په لومړۍ نېټه طالبان په دې "بريالي شوو" چې د افغانستان په غټه برخه كې "يو سخت خو په قانون او نظم كې محكم نظام" جوړ كړي. ډېره مهمه دا وه چې "د ملا عمر رژيم په مخ په زياتېدونكي ډول د افغانانو له خوا منل شوى و، ځكه هغوى پكې د نافذې لاروهنې او جنګ سالارۍ پاى وليدله"(مخ33). د امريكې د هوايي قواوو جنرال C.F.Wald ويلي و چې د طالبانو هوايي دفاع او كوماندو او كنټرول (د لومړيو پنځلس دقيقو په شاوخوا كې) ويجاړ شوى وو(مخ23). بې نوم ليكوال وايي چې شمالي ټلواله په افغانستان كې د امريكې د هوايي جنګ لپاره indigenous windowdressing يانې تشريفاتي افغاني سينګار و. شمالي ټلوالې ددې تومنه نه لرله، چې په بې طالب افغانستان كې دې د "ملي حكومت" او يا "دموكراټيك حكومت" د پرمختګ لپاره زمينه برابره كړي. امريكه د يو داسې "ګروپ" سره غبرګه شوه چې "يوازيني باورمن مشران يې د مسعود د پنجشيرۍ مافيا دويمه درجه سړي (فهيم، عبدالله او قانوني) او وزبك مشر دوستم وو." د ژورناليسټ مايكل ميسينګ په وينا، "ډېر تاجكان" د پنجشېرۍ ډلګۍ غړي "د جنګ جنايتكاران" ګڼي. په افغانستان كې رشيد دوستم هغه "يوازينى خورا ډېر منفور سړى" دى چې دا عادتونه هم ورباندې "ګران" وو: تړلي ملكي خلك او د جنګ بنديان به ې د ټانكونو لاندې كول او په كليوالو (سړيو، ښځو، ماشومانو او په غټه اندازه په پښتنو) باندې به يې تېل تويول او بيا به يې پرې اور لګاوه. .. having tanks run over trussed-up civilianr or prisoners of war, and dousing villagers-man, women, and children, and overwhelmingly Pashtuns- with gasoline and then lighting them up. (مخونه 34 تر38) بې نوم ليكوال وايي چې بن لادن په افغانستان باندې د امريكې د حملې له نېټې نه "شپږ ورځې وړاندې" خبر شوى و او له دې امله يې خپلې قواوې تيتې كړې. دغه شان نږدې درې (3) اونۍ وخت (11 سپتمبر تر 7 اكتوبر 2001) هم بن لادن ته ددې زمينه برابره كړه، چې خپلې قواوې خورې ورې كړي او امريكه د عسكري هدفونو له ويشتلو نه محرومه كړي. (مخونه:63تر64). بې نوم ليكوال په دې اند دى، چې امريكه د يوه ټرورېسټي سازمان (القاعدې) سره لاس په ګرېوان نه ده، بلكې د يوه نړۍ وال اسلامي پاڅون Islamic insurgency سره په جنګ كې كېوتلې ده. په يو داسې جنګ كې، چې بالقوه Cybercaliphate يانې برېښناييز خلافت پكې اغېزمن رول لوبوي. د معلوماتو له مخې د القاعدې اغېز نه يوازې د سعودي عربستان په عوامو كې محسوسېږي، بلكې ددغه هېواد امنيتي او ټولنيزو كړيو ته يې هم چلن كړى دى (مخونه:72تر73). دغه شان القاعده د كال 2002 له پيل راهيسې په انټرنېټ كې دوه ويب سايټونه استتعمالوي، چې يو يې Al-Neda او بل يې Al-Ansar نومېږي. له دې لارې القاعده په عراق او افغانستان كې د جنګ په هكله معلومات او بډېرې (تبصرې) وړاندې كوي. په دې ډول په الكټرونيك نړۍ كې اسلامي ټولنه (اُمه) له جسمي جغرافيوي انګړ نه راووتله. د ډيويډ مارتين جونز Jones په وينا، "د بالقوه برېښناييز خلافت د "معنوي" نړۍ" په رواجي بريدونو ولاړه نه ده: …the "Virtual world of potential cybercaliphate knows no conventional boundaries. په اسرائلو كې د ټرورېزم نامتو تحليل ګر روين پاز Rueven Paz د يوې نوې ښكارندې (پديدې) اهميت ته ګوته نيولې ده. دغه ښكارنده په "اينټرنيټ مفرسينو" Internet Interpreters راڅرخي، چې په اسلامي ويب سايټونو او اّن لاين مجلو online magazines كې خپلې ليكنې د بن لادن، القاعدې او جهاد په هكله خپروي. د يوه راپورټ له مخې (جنوري 2003)، امريكې په AL-Neda باندې څلورويشت (24) بريدونه كړي وو چې ميندل او لوستل يې د علاقمندانو لپاره مشكل كړي. (مخونه:79_82). يو تكړه امريكايي تحليل ګر رالف پيټرز Ralph Peters ليكي چې ولسواكي يانې دموكراسي بايد "وګټله شي او زده شي" نه دا چې له هېڅ نه د "فرمان" له لارې جوړه شي. فرماني يانې "فوري" دموكراسي چې نړۍ واله بې ثباتي زېږوي، د امپرياليزم خوشې خبره ده. The ass end of imperialism. دغه شان يو بل ځاى وايي، چې "يوازينى قدرت" چې لويديزې نړۍ ټيټ اټكل كړى دى "د مجموعي تنفر" Collective hatred قدرت دى. په كال 2003 كې د پيوټرسټ نظر پلټنې Pew Trust Polls له مخې، ټول ټال مسلمانان "د امريكې د سياست سره غليمي لري، نه د امريكې د ارزښتونو سره". (ولولئ مخونه:177،1،167). په افغانستان كې د امريكې جنګ "لا تراوسه په ماشوم توب كې دى" او د امريكې په مشرتوب د عراق نيول به "د مجاهدينو يو مقناطيس جوړ كړي" چې له هغه يوه نه به ډېر قوي وي چې روسانو په افغانستان كې جوړ كړى و. بې نوم ليكوال زياتوي چې هلاكو په ديارلسمه زييزه پېړۍ كې (1258) بغداد ويجاړ كړ او په سوونو زره مسلمانان يې ووژل. څو ځلې بن لادن د امريكې حكومت "د پېړۍ هلاكو" ګڼلى دى (مخونه:181_182). پوهاند برنارد لويس Bernard Lewis خميني ته ګوته نيسي، چې امريكه يې "غټ شيطان" ګڼلى و. په دې مفهوم چې شيطان د يرغلګرۍ، امپرياليزم او استثمار پرځاى په بل څه پسې لګيا وي: شيطان هغه "تېروېستونكى [او] غولوونكى دى" چې د سپېڅلي قراّن په وينا، "د انسانانو زړونو ته پس پسى كوي" in the hearts of men whispers. يانې د پوهاند لويس په اند، د امريكې كلتور چې په اخلاقي فساد كې ډوب دى، پر اسلامي ټولنو اغېز اچوي. ددې په مقابل كې بې نوم ليكوال داسې دريځ نيولى دى:(الف) د خميني په كچه د بن لادن وينا په اسلامي نړۍ كې ډېر زور لري ځكه بن لادن سني مذهبه دى، چگې د مسلمانانو ډېره كيان جوړوي او خميني شيعه مذهبه و چې د مسلمانانو لږه كيان جوړوي.(بي) بن لادن په مجرد ډول په لويديز تمدن نه لګېږي، بلكې په ځانګړو خاورينو غوښتنو راچاپېر دى. د كتاب د ليكوال په وينا، بن لادن په دې باور لري، چې امريكه invader,imperialist, and exploiter په يرغلګرۍ، امپرياليزم او استثمار كې اخته ده. په بله وينا، د بن لادن مركزي موخه (هدف) دا دى، چې امريكه له منځني ختيز او له ټولې اسلامي نړۍ نه وباسي. په دغه ارت هدف كې ځانګړې غوښتنې خوندي شوې دي، چې د كتاب ليكوال يې د بن لادن بهرنى سياست ګني، په دې ډول: 1_امريكه دې د اسرائيلو له ملاتړ نه لاس واخلي او په فلسطين كې دې اسلامي دولت رامنځته شي. 2_له اسلامي خاورې نه دې ټولې لويديزې قواوې ووځي. 3_د امريكې له خوا دې د افغانستان او عراق اشغال پاى ته ورسېږي. 4_د امريكې ملاتړ دې د روسيانو، چينايانو او هندوستانيانو سره چې په مسلمانانو زور زياتى كوي، پاى ته ورسېږي. 5_په اسلامي هېوادونو كې د انرجۍ زخيرې دې د مسلمانانو په واك كې شي او د انرجۍ د موادو بيه دې د بازار له لارې وټاكل شي، نه د امريكې د فشار له لارې. 6_په اسلامي هېوادونو كې دې د امريكې ګوډاګي رژيمونه پاى ته ورسېږي او پر ځاى دې يې د ملاعمر د رژيم په شان رژيمونه ودرېږي.(مخونه:210_212). د كتاب ليكوال د لوستونكيو پام دې ټكي ته راګرځوي، چې:"... دا په فكر كې وساتئ چې د مسلمانانو لپاره څومره اسانه ده، چې د امريكې [د حكومت دغه] شپږ سياستونه وويني، واوري، تجربه كړي او تنفر ورنه وكړي..." په بله وينا په اسلامي نړۍ كې د امريكې د حكومت سياسي، اقتصادي او عسكري كړاندو (عملياتو) ددې لپاره زمينه برابره كړې ده، چې مسلمانان له امريكې نه تنفر وكړي او د بن لادن د "دفاعي جهاد" defensive jihad چغه توده وساتي (مخونه:10_12_240_241_248_). د كتاب ليكوال زياتوي، چې "پر عراق باندې د امريكې يرغل اوسامه بن لادن ته د امريكې له خوا تحفه ده".(مخ212). د كتاب ليكوال وايي چې امريكه يوه "ريښتوني" بحث ته اړتيا لري، هغه ارت بنسټ، ملي بحث ته چې د امريكې ملي ګټي توضيح كړي. وروسته له هر اړخيز بحث نه هره پرېكړه چې وي، بايد د ټولو امريكايانو له خوا ومنل شي. په دغه بحث كې دې يوازې د هغو سروالو پټو (نخبو) په ګډون بسنه ونه شي، چې د ځانګړو سياسي، تجارتي او ديني ډلو تر اغېز لاندې وي: Not solely by their [Americans] elites with guidance, lobbying, money, and machination of oil companies, weapons makers, evangelical preachers, and Israel and its acolytes. P.259. بې نومه ليكوال كاږي چې په امريكه كې "به څوك ددې جرئت ولري چې په اسرائيلو نيوكه وكړي" او يا "په لا زيات بدعت سره" د امريكې د ملي ګټو په اړوند كې د اسرائيلو سره د امريكې د يو اړخيزې ټلوالې "ارزښت د پوښتنې لاندې ونيسي". په امريكه كې له اوږدې مودې راهيسې دين له دولت نه بېل دى او رسمي دين د دموكراتيكې ټولنې سره نه جوړېږي، خو واشنګټن هر كال اسرائيلو ته څه دپاسه درې بليون ډالرې وركوي. په داسې حال كې چېي اسرائيل ځان په جګه چغه "د يهودانو دولت" او دموكراسي ګڼي. With U.S backing, Israel has developed weapons of mass destruction at a pace it desired. P:227. كارل فون كلاوزيويڅ Karl von Clausevitz هغه مفكر جرمن جنرال و، چې په برلين كې د حربي پوهنتون مشر هم و (1818_1830). د نوموړي مشهور اثر "د جنګ په هكله" Vom Kriege نومېږي او په انګرېزي كې يې سرليك On War دى. كه ومنو چې نيكولو مكيا ويلي په خپل "شهزاده" نومي كلاسيك، وتلي كتاب كې د سياست فلسفه خوندي كړې وه، نو وبه وايو چې درې سوه شل (320) كالونه وروسته فون كلاوزيويڅ به په خپل ذكر شوي وتلي كتاب كې د جنګ فلسفه انځور كړې وي. د فون كلاوزيويڅ په اند، جنګ بايد منطقي وي (لګښت او ګټه يې بايد اټكل شوي وي)، لوښيزوي يانې د هدف د برياليتوب لپاره وسيله او اله وي او ملي وي يانې په ملي ګټو ولاړ وي. Instrumental, national, rational. مطلب دا چې ملي ګټې له جنګ نه لوړې او مهمې دي. د فون كلاوزيويڅ په اند، جنګ د "زورعمل" دى، چې مقابل اړخ "زموږ ارادې ته" په ګونډو كوي. دى وايي، چې په جنګ كې بايد د غليم "د ثقل مركز" ړنګ شي. بې نوم ليكوال وايي، چې امريكه د بن لادن سره په جنګ كې اخته ده، خو په دغه جنګ كې امريكه د هغه څه په لټه كې ده، چې فون كلاوزيويڅ ورته د غليم د ثقل مركز ويلى و. مطلب يې دا دى چې كه د غليم د ثقل پر مركز بريد وشي، په پايله كې به يې غليم ماتې وخوري. د امريكې مشران هم د بن لادن په سمڅو او د هغه په كدرونو بريدونه كوي او د هغه په مالي زيرمو، تربيوي نصابونو او خيريه جالونو پسې سوړې لټوي، خو بن لادن د فون كلاوزيويڅ نظريه پر سر ودروله. بن لادن په رواجي ډول د ثقل مركز نه لري. هغه نه هېواد لري، نه ښارونه لري، نه اقتصاد لري، نه د قدرت سرواله پټه (نخبه) لري... او نه منظم پوځ لري. د ى وايي، چې د بن لادن د ثقل مركز په اسلامي نړۍ كې د امريكې په اوسنيو سياسي، اقتصادي او عسكري اقدامونو كې پروت دى. په هغو اقدامونو كې چې وړاندې ورته د شپږو ټكو په ليسټ كې ګوته نيول شوې ده او د امريكې په مقابل كې د بن لادن "دفاعي جهاد" defensive jihad ته انرجي وركوي. "ترڅو چې دا واقعيت د امريكايانو او د دوى د مشرانو له خوا نه وي منل شوى" بن لادن به د ټكټيكي بايلنو په بيه د خپل ستراتيجيك جنګ ګټلو ته دوام وركړي. (مخونه:262تر263). د امريكې د مركزي استخباراتو CIA مشر جورج ټينيټ Tenet د كال 2004 د فبرورۍ په وروستيو كې په كانګرس كيې د مشرانو د جرګې د استخباراتو كمېټې Senate Select Committee on Intelligence ته وويل، چې د بن لادن له خوا خطر په وده كې دى: امريكې د القاعدې پر ضد "د كتنې وړ ګامونه" پورته كړي دي. "خو په ما بايد غلط پوه نه شئ. زه نه وايم چې القاعاده مړه ده." ټيڼيټ زياتوي، چې د نړېوال ټرور خطر په القاعده پورې منحصر نه دى، بلكې "زده كوونكې" القاعدې "په خپلې مفكورې سره نور ككړ كړي دي". Infected، په هغې مفكورې سره چې د امريكې متحد ايالتونه پكې "د اسلام د ستر غليم په څېر انځور شوي دي." ددغه ډول ډنډورو د "پرله پسې ودې" Seady growth او په "ارته كچه د القاعدې د مخرب مهارت د تيتېدلو" له لارې په رتلونكي كې "يو كلك خطر" serious threat ليدل كېږي، دا چې پخپله القاعده به پكې لاس ولري او يا به يې ونه لري (مخ262). George F. Tenet, "the worldwide threat 2004: challenges in a chanping Global Context", statement to Senate Select Committee on Intelligence, 24 February 2004. بې نوم ليكوال وايي چې د جورج ټينيټ وينا واورېدل شوه، خو چا پرې غوږ ونه ګراوه. دغه ليكوال كه له يوې خوا د جورج ټينيټ په وينا كې پرته زړه ورتيا ستايي، نو له بلې خوا پكې د infected پر ټكي نيوكه كوي، چې د زهرجن كولو او ككړ كولو په مانا دى. دى وايي چې ټيڼيټ د سناټورانو د ارامولو لپاره دغه ټكى كارولى دى. ليكوال زياتوي، چې بن لادن نور مسلمانان په ويرويس Virus نه دي ككړ كړي، بلكې هغوى ته يې الهام وركړى دى او تحريك كړي يې دي (inspired and instrigoted) (مخ 262). د ټرورېزم پر ضد جنګ ددې تومنه لري، چې "زموږ د زوزات له ژوند نه اخوا" اوږد شي او په غټه كچه د امريكې په خاوره كې پلى شي (مخ XI). بې نوم ليكوال "په كلك ډاډ" سره وايي، چې القاعده به پر امريكې باندې د 9/11 له بخولى نه (ډېر زيان اړوونكى" بريد وكړي او كېدلى شي چې په هغه كې د وګړيزې وېجاړتيا وسلې هم وكاروي. (مخ XII). دغه شان د CIA مشر جورج ټينيټ هم د كال 2004 د فبرورۍ په 24مه نېټه "خورا ژوره اندېښنه" څرګنده كړې وه، چې "دا غليم" په خپل تكل ولاړ دى، چې "بخوليزې وسلې" Catastophic weapons لاسته راوړي او ويې كاروي. د جورج ټينيټ د ذكر شوې وينا ټول متن په لاندينيو دوه ويب سايټونو كې كتلى شئ: http://www.cia.gov/cia/public_affairs/speches/2004/dci_speech_02142004.html, pp.18 http://www.fas.org/irp/congress/2004_hr/022404tenet.html, pp.20 دلته cia.gov پخپله د cia ويب سايټ دى، چې په 18 مخونو كې پكې د Tenet وينا خوندي شوې ده او ورپسې fas.org د امريكې د پوهانو د ټولنې يانې د Federation of American Scientists ويب سايټ دى، چې ذكر شوې وينا پكې په شل مخونو كې خوندي شوې ده. [2 دسمبر 2004]. پوهاند شيبلي تلهامي Shibley Talhami په ميډل ايسټ جورنال (ټوك 56،لومړۍ ګڼه، ژمى 2002) كې كاږي چې "د امريكې اوسنى سياست" د منځني ختيز د خلكو "زړونه او فكرونه" ګټلى نه شي. يانې څوك چې پخپله بې اتباره وي، پيغام به يې څه اتبار ولري (د بې نوم ليكوال كتاب، مخ 15). پيوټرسټ نظر پلټنې Pew Trust polls په كال 2003 كې وميندل، چې مسلمانان د امريكې د "پاليسيو سره غليمي لري، نه د امريكايي ارزښتونو سره" (مخ 167). سره له دې چې د افغانستان او شوروي اتحاد ارزښتونو له يو بل سره غټ توپير لاره، دواړه هېوادونه د يو بل سره په سوله ييز ګاونډيتوب كې اوسگيدل. خو هغه مهال چې شوروي پوځونو په افغانستان يرغل وكړ، افغان ملت په دغه عمل كې د خپل دين او خپلې خاورې سپكاوى وليد او له دې امله يې دفاعي جهاد ته ورودانګل. خو امريكې د شورويانو له تجربې نه زده كړه ونه كړه، كه څه هم له 1979 راهيسې د امريكې استخباراتو، پوځ او د كانګرس كړيو په افغانستان كې پخه تجربه لرله. ليكوال وايي، چې د كال 2001 له نومبر راهيسې د كابل په رژيم كې پښتانه "اصلاً واقعي استازولي نه لري". There is virtually no genuine Pashtun representation in the regime. P:40. هغه څه چې په افغانستان كې د امريكې په مټ رامنځته شوي دي، افغانستان به "يوې بلې په وينو لړلې" لوبې ته ورسيخ كړي، چې كوم وخت به ورنه" د پښتنو په برلاستيا" يو داسگې اسلامي نظام راووځي، چې بې له نومه به يې نور هرڅه طالبانو ته ورته وي.(مخ 29). …restoration of a Pashtun-dominated Islamic government that would mirror the Taleban in all but name.p:29. راوبه ګرځم پر كتاب باندې يو څو نيوكو ته: 1_ بې نوم ليكوال وايي چې د بن لادن د ثقل مركز د اسلامي نړۍ په مقابل كې د امريكې په اوسنيو سياسي، اقتصادي او عسكري عملياتو كې پروت دى. كه واشنګټن غواړي، چې د بن لادن د ثقل مركز ړنګ كړي او ماتې وركړي، بويه دا چې په خپل سياست كې دې هم بدلون راولي. دى زياتوي چې په امريكه كې يوه ارت، ملي بحث ته اړتيا ده چې د امريكې ملي ګټې توضيح كړي، خو ليكوال په خپل كتاب كې ددغسې بحث د تنظيمولو لارې چارې ته ګوته نه ده نيولې. 2_ يو وتلى امريكاي روڼ اندى ګورويدال امريكې ته "د هېرتيا متحدايالتونه" ويلي دي. روغه به دا واى چې كه بې د لوستونكيو د زده كړې لپاره په افغانستان كې د شوروي پوځونو پر ترخه تجربه يو څه زياته رڼا اچولې واى. په دغه اړوند كې ليكوال له لانديني كتاب نه هغومره چې لازمه وه، ډئگره ګټه نه ده اوچته كړې: Lester A. Grau, and Michael A. Gress (eds./trans.), the soviet-Afghan war: How a super power fought and lost. Lawrence, KS: university of Kanas Press, 2002, xxvii and 364 p. 3_ ليكوال په "نيوياركر" مجله كې د جان لي اندرسن پر ليكنه حواله وركوي او په لمن ليك كې يې هم خوندي كوي. خو ما د John Lee Anderson د يوه نوم لاندې هم د كتاب په اخنځايونو (منابعو) كې د ليكنې سرليك ونه ميند. 4_ كه بې نوم ليكوال د سيناټ د استخباراتو كمېټې ته د CIA د مشر ټيڼيټ د وينا په شان (24_2_2004) د دفاع د وزير رمسفيلډ ليك (16_10_2003) هم معرفي كړى واى، استدلال به يې لا زيات زور ميندلى واى. رمسفيلډ دغه ليك جنرال ډيك مايرس، پاول ولفوويتڅ، جنرال پيټ پيس او دګ فايت ته ليكلى و، چې ما يې ځينې برخې ددې ليكنې په پيل كې معرفي كړي دي. 5_ د كتاب د ګڼڼې (فرضيې) د غښتلي كولو لپاره په ښاېسته ښه كچه اړوند معلومات وړاندې شوي دي، خو د بې نوم ليكوال د وينا سبك خال خال تكراري دى. د كتاب ارزښت د ليكوال په اخلاقي جرئت كې ځلېږي: دى وايي چې امريكه يوه "رېښتوني"، ارت بنسټ بحث ته اړتيا لري، چې ملي ګټې يې توضح كړي. په دغه ملي بگحث كې دې يوازې د هغو سروالوپټو (نخبو) په ګډون بسنه ونه شي، چې د ځانګړو سياسي، تجارتي او ديني ډلو تر اغېز لاندې وي. دى زياتوي چې په اسلامي نړۍ كې د امريكې عملونه د امريكې پر ضد دبن لادن "دفاعي جهاد" ته انرجي وركوي. "ترڅو چې دا واقعيت د امريكايانو او د دوى د مشرانو له خوا نه وي منل شوى" بن لادن به د ټكټيكي باېلنو په بيه د خپل ستراتېجيك جنك ګټلو ته دوام وركړي - بېرته شاته