(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

افغان ادبي بهیر پېښور – ګزارش

تېره يكشنبه د ۲۰۱۰ کال د جولای په ۲۵مه د پېښور په بورډ، مریم لېسه کې افغان ادبي بهیر- پېښور خپله اونیزه ادبي تنقیدي غونډه وکړه، چې مشري یې پوهنمل ذاهدي احمدزي صیب کوله او مشران میلمانه یې جلال امرخېل او نصرت الهام و، د انانسرۍ چارې عبدالرحیم هلال ترسره کولې. غونډه د عبدالستار محمدي لخوا د قران پاک د څو مبارکو آیتونو په تلاوت پیل کړه، ور پسې د تېرې غونډې د ګزارش لپاره آیاز جانباز ته بلنه ورکړل شوه، ګزارشګر لا نه و رارسېدلی ځکه نو ښه دا وګڼل شوه چې ګزارش وروسته ولوستل شي او د کره کتنې موضع وړاندې شي، د پرېکړې سره سم د عمادالدین دوران غزل کره کتنې ته وړاندې شو. په سر کې ښاغلي دوران ټول غزل ولوست ور پسې د انانسر (هلال) لخوا د یو یو بیت په لوستلو کره کتنه پر مخ تله. مطلع: د نفرتونو قافله به له دې ښاره اوځي دا د نفاق مرۍ به نور د چم له تاره اوځي الهام وویل: مصلع د هیلو پیغام دی، او یو غټ زېری لري چې هغه د نفرتونو د قافلې وتل او د نفاق ورکېدل دي. ذاهدي صیب وویل دغه نفاق زموږ په منځ کې د استعمار لخوا اچول کیږي کنه مونږ پخپله د نفاق لمن نه ده نیولې او زیاته یې کړه چې په دې مطلع کې ابهام هم شته دی ( له دې ښاره) له کوم ښاره، ښار یې نه دی ښودلی . جلال د ښاغلی ذاهدي د خبرې په حواله وویل چې اول خو ابهام نه لري، خو که دغه د ښار نه په ګوته کول په دې بیت کې ابهام وي نو همدغه ابهام ددې بیت ښکلا ده، ځکه هر څوک او په هر ښار کې دغه شعر هرڅوک ویلی او خوند ترې اخستلی شي، که یې نوم اخیستی وی بیا به پکې دا کمال نه وی او زیاته یې کړه چې په دوهم نیم بیتي کې د (نفاق مرۍ) دوه معنی ګانې هم افاده کولی شي چې زما په فکر دا یې ښکلا دوه چنده کوي. ښاغلي جلال د مطلع په حواله دا هم وویل: لکه څنګه چې مطلع باید ډېره قوي راوړل شي دا مطلع هم هغه قوت لري چې د یو غزل مطلع دې شي. انعام ګوهر وویل: ( قافله) دې په (قافلې ) واړول شي. ( د نفرتونو قافلې به له دې ښاره اوځي) د ښاغلي ګوهر ددې واندیز هر کلی وشو . یو چا داسې وړاندیز هم وکړ چې ( د چم له تاره) ترکیب ښایسته ترکیب دی خو ( تار) که په ( هار) بدل شي لا به شاعرانه شي ( دا د نفاق مرۍ به نور د چم له هاره اوځي) . لومړی بیت: پرخه به بیا د مړاوي ګل غېږې ته و کوچیږي د بدرنګیو جنازې به له دې ښاره اوځي ښاغلي محمدي وویل: پرخه خو خپله د ګل پر پاڼو پرته وي نو له کوم ځایه به د ګل غېږې ته و کوچیږي، خو ښاغلی ذاهدي ورسره همغږی نه شو او ویې ویل چې د ګلونو له پورته څانګو او ګل پاڼو نه د ګل په لاندینیو برخو او یا وړو ګلونو له پاسه خامخا پرخه څڅیږي او دا ډېر ښه تصویر دی. ښاغلي شهباز د ذاهدي صیب نظر تایید کړ. خو ښاغلي محمدي بیا خپله خبره تکرار کړه او زیاته یې کړه: دلته د ګل غېږې ته د پرخې د کوچېدلو خبره شوې ده خو پرخه له اوله په ګل پاڼو پرته وي. الهام یې په ځواب کې وویل: د ګل غېږه یعنې د ګل باندینۍ برخه حتا، هغه برخه چې ګل خپلې وزرې پرې غوړولي دي نو که چېرته پرخه دومره زیاته شي چې له ګل پاڼو د ګل غېږې ته تویه شي یا و کوچیږي دا پخپله د ډېرې تازه ګۍ معنا ورکوي، خو کله چې بیا پرخه کمه وي نو د لمر په راختو د ګل پاڼو له سره اسمان ته د بخار په شکل پورته کیږي او د ګل غېږ ې ته نه ورکوچیږي. دوهم بیت: د وخت نجلۍ به د سپرلي موسم پلو کې راوړي زما امید به د خوبونو له کتاره اوځي جلال امرخېل د ټوکو په انداز وویل: تحسین صیب وايي چې دوران نوښت نه لري، دا یې نوښت، ( د وخت نجلۍ) ډېر ښه ترکیب دی دا ترکیب ما کله نه و لیدلی، ډېر مې خوښ شو، زه زیات وخت د دوران په شعرونو کې له داسې نویو نویو ترکیبونو او تشبیهاتو سره مخ کېږم، دوران زموږ ډېر تکړه ځوان شاعر دی او له ده نه په راتلونکي کې د شهکار پنځونو تمه کوو. ورسره یې زیاته کړه چې تحسین صیب ولې غلی ناست دی او خبرې نه کوي. ښاغلي تحسین یواځې دومره وویل چې غزل ټول ښایسته دی او په ټوکه یې زیاته کړه چې، غزل ټولو وستایه دوران زما شاګرد دی، که زه یې هم وستایم نو بیا بیخی ځان ترې ورک نشي. درېیم بیت: زما پښتو په ځای ولاړه زما فکر د پخوا په شانې له نرخه نه اوځي ملګرو له بازاره اوځي. الهام وویل چې د اول نیم بیتي څپې زیاتې دی، که داسې یې ترمیم کړو ښه به وي. ( زما پښتو او زما فکر د پخوا په شانې) خو ښاغلي ذاهدي وویل چې دا ترمیم د شاعر ټول مطلب نشي رانغاړلی. ښاغلي محمدي وویل: الحمدلله پښتو ولاړه نه ده اوس پښتو د انټرنیټ او کمپیوټر ژبه ده بې شماره چاپي او غیر چاپي خپرونې لري، زه د شاعر له دې نظر سره چې پښتو مې پرځای ولاړه ده هېڅ جوړ نه یم. الهام وویل: د پښتو نه مقصد یواځې پښتو ژبه نه ده بلکې دلته پښتو د غیرت، ننګ او تګلارې په معنی راغلې ده، محمدي دغه خبره ومنله او انانسر د دغزل بل بیت داسې ووې. څلورم بیت: وړې، وړې خبرې ستا له راز او نازه ډکې طوطي غږیږي که نغمې دي له ستاره اوځي دا بیت ښاغلي محمدي بیت الغزل وباله خو ښاغلی ذاهدي ورسره همغږی نه شو او زیاته یې کړه چې په دې بیت کې د ( مشبه) سپکاوی شوی دی، دلته ( مشبه به) د ( مشبه) نه ډېر ټیټ دی، ستار او د طوطي خبرې چېرته د جینکو وړو وړو خبرو ته رسېدلی شي، ستار اورېدل حرام هم دي. خو جلال امرخېل بیا وویل چې: د طوطي خبرې او سیتار دواړه زما خوښیږي، دواړه خوږ غږونه لري، دا دواړه زما خوښ دي هغه بېله خبره ده چې ذاهدي صیب یې نه خوښوي. پینځم بیت: که خدای کول ضرور به وخوري د قاتل غوږونه د ښېرا شور د زخمي زړونو له درباره اوځي ر ویید همت وویل: که ( دربار ) په ( پرهار ) بدل شي نو ډېره مزه به وکړي، ټولو په ګډه دغه وړاندیز خوښ کړ. خو الهام بیا دا نیم بیتی داسې ترمیم کړ ( د ښېرا شور مې د زخمي زړه له پرهاره اوځي) شپږم بیت ( مقطع) چې د حالاتو سترګې ولي ماشوم زړه په غشو خود به ټټر نه د غزل د وینو داره اوځي دې بیت ته ټولو واه واه وکړل او ټولو په یوه خوله وستایه. جلال وویل: په دې بیت کې هم لکه د غزل د نورو بیتونو په څېر ښایسته، نوي او شاعرانه ترکیبونه وینو. لکه د ( حالاتو سترګې) دلته یواځې دغه ترکیب نوی نه دی بلکه له معنوي پلوه هم نوښت پکې شته . له دې وروسته عماد الدین دوران ته د خبرو بلنه ورکړل شوه، نوموړي له ټولو مننه وکړه او د هغه بیت په اړه چې څپې یې زیاتې وې وویل: که رښتیا ووایم زما خپله دې بیت ته خندا راغله ځکه تر اوسه مې هېڅ پام نه و ورته. لکه څنګه چې د غونډې په پیل کې د ګزارشګر د غیرحاضرۍ له امله د ګزارش برخه تشه پاتې وه نو له دې وروسته ښاغلي ایاز جانباز ته بلنه ورکړل شوه چې د تېرې غونډې ګزارش ولولي، ایاز جانباز د تېرې غونډې ګوډ مات او نیمګړی ګزارش ولوست چې ټولو ورته د ګزارش په لیکلو کې د ډېر کوښښ او زیار توصیه وکړه. ور پسې د آزادې مشاعرې وار و چې نیږدې ټولو ګډونوالو پکې خپل شعرونه واورول او بیا د بیلجیم نه راغلي میلمه خوږ ژبي شاعر جلال امرخېل ته بلنه ورکړل شوه چې په غونډه خپل نظر څرګند کړي او خپل څو خواږه شعرونه ووایي، ښاغلي امرخېل وویل: زه ډېر خوښ یم چې تاسو سره د افغان ادبي بهیر په دې درنه غونډه کې ګډون کوم، زه په دې ادبي ناسته کې هماغه رنګ وینم کله چې مونږ دلته په افغان فرهنګي ټولنه، افغان ادبي بهیر او نورو ټولنو کې پخوا لیده، که نن شیرین زوی صیب نشته ښاغلی شهباز راسره ناست دی او که شهریار نشته محمدي صیب وینم، ستاسو ټولو کامیابي غواړم. ور پسې نصرت الهام سټیج ته راوبلل شو، نوموړي وویل: لکه څنګه چې ښاغلي جلال وویل رښتیا هم بهیر ډېره درنده کره کتنه او مشاعره لرله، زمونږ تنده یې ماته کړه او پخواني یادونه یې تازه کړل. څنګه چې د ښاغلي دوران غزل له هیلو ډک و همداسې د بهیر کره کتنې او دوستانه خواږه بحث هم له هیلو ډک پیغام درلود. نوموړي د جلال امرخېل د شعرونو د نوې ټولګې مبارکي جلال، د جلال ملګرو او ټولو پښتنو ته وویله او یو غزل یې ترې ولوست. د راتلونکې غونډې د کره کتنې د موضوع په توګه د نصرت الهام لنډه کیسه او د الهام د نه حاضرېدو په صورت کې د یو بل ملګري غزل وټاکل شو. په پای کې د غونډې مشر پوهنمل ذاهدي احمدزی راوغوښتل شو چې په غونډه خپل نظر ورکړي او پروګرام په دعایې سره پای ته ورسوي. ښاغلي ذاهدي جلال امرخېل ته ښه راغلاست ووې او زیاته یې کړه، پروګرام ما شاالله ډېر ښه و، د بهیر د دوهم پړاو له پیل نه راپه دېخوا بهیر داسې ښایسته غونډه نه وه کړې، دا تر ټولو ښکلې، درنده او له محتوا ډکه غونډه وه، په راتلونکي کې انشاالله بهیر نور هم په ښه کېدو دی. غونډه په دعایې سره پای ته ورسېده، چې د یادو تر څنګ دغو ښاغلو هم پکې ګډون درلود. ګل آغا شهباز، عمران شېرزازد، سردار نبي شجاع ځاځی، عبدالرووف ابشاري، محمد ایازجانباز، نذیرالحق قریشي، نسیم غریبیار، میرعلم نوید، سمیع الحق علی خېل، نصرالله، سیدشااغا، حکمت الله، محسن صدیقي، ذبیح الله قاسمي، صدیق الله، عبدالغني مجروح، علامه عبدالستارمحمدي، عبدالباري، هلال مومند او عزیز - بېرته شاته