(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د پښتو اولسۍ شاعرۍ کښۍ د ټپۍ اهميت

فياض علۍ شاه اخونزاده ټپه د پښتو د اولسۍ شاعرۍ ډير اهم صنف دۍ. د اولسۍ شاعرۍ د صنف په دريو نامو بلله شۍ. يعنۍ ټپه، لنډۍ او مصرې. ټپه: ځينۍ خلق وائ چۍ دې ته ټپه ځکه ويله شۍ چۍ ويونکۍ درې وئيلو په وخت د خپل اواز اوچتولو د پاره په يو غوږ لاس ږدۍ. خو ځينۍ خلق دې ته ټپه ځکه وائ چۍ درې په اوريدو خلق لاسونه ټپوې. لنډۍ: لنډۍ وړوکۍ څيز ته وائ او ټپۍ يا لنډۍ وړومبۍ مصرعه وړه وۍ نو څه ورته لنډۍ وائ. لنډۍ يو زهريله مار هم دۍ چۍ دوه سرونه ئ وۍ او دا مار چۍ څوک اوچيچۍ نو چرې هم نه جوړيږۍ. نو د لنډۍ دا صفت مار څره هم دۍ چۍ دوه سرونه يې وۍ او دا مار چۍ څوک اوچيچۍ نو چري هم نه جوړيږۍ. مصرعه: دې صنف ته د مصرعۍ د نوم اخستو اهم وجه دا ده چۍ يو مشهوره اوتيره توره ده او څوک چۍ پرې يو ځل ګزار اوخورۍ نو بيا په مشکله زغيږۍ. دغه شان د مصرعې ګزار هم ډير سخت او سنګين وۍ چۍ د سړې زړه غوڅوۍ. د پښتو د ټپو د پاره څه خاص اصول ټاکلۍ شوۍ نه دۍ خو د ټپۍ وړومبۍ مصرعه به يې نهه او دويمه به يې ديارلس سيلابه وۍ. او په دې کښۍ درديف او قافئې هيڅ خيال نه ساتلۍ کيږۍ. د اکثرو محقيقينو دا خيال دۍ چۍ ټپه د پښتو ايجاد دۍ چې د پښتو ژبې نه دغه صنف پنجابۍ او هندکو ژبو خپل کړۍ دۍ. خو سره د اختصاره څومره جامعيت د پښتو په ټپه کښۍ دۍ هغه په پنجابۍ کښۍ نشته. د پښتو شاعرۍ ابتدا د ټپې نه شوې ده. د يو پوه وينا ده چۍ پښتانه فطرطاً ټول شاعران دۍ ځکه چۍ هر پښتون ښځه او نر ټپې جوړولۍ شې. کله بوډاګان او سپين ګيرۍ د دين و اخرت په حقله ټپۍ وائ نو ځوانان پکښۍ د خپلۍ مينۍ محبت ارمانونه ريژوۍ. که زميندار د پټو اوبه خورو پحقله ټپۍ وائ نو پيغلۍ د ګودر په غاړه د ځوانۍ او کالو پحقله پکښۍ خيالات څرګندوۍ او په ودونو ښادو کښۍ خپل خپلوان او د واده زلمۍ ستائ. ټپه د جزباتو هيندړه ده. ځکه خو ډير مقبول صنف دۍ. پښتنو چۍ کله اسلام نه وو راوړې او المر پرست وو نو هم د دوئ په ژبه کښۍ معيارۍ ټپۍ موجودې وې. لکه: د مازيګر زيړيه نمره ته لا ولاړ ئي په ما پريوتل ګردونه نه دۍ محکوم شوۍ او پښتون يو ازاد پسند قام دۍ. خو چۍ څوک ئي په قلارۍ او امن اوسيدو ته نه پريږدۍ نو په جنګ کولو مجبوره شوۍ دۍ. او په خپلو ټپو کښۍ ئي هم د جنګ نه نفرت او وينۍ بهيدلو نه کرکه ښکارۍ. د لښکرونو ملک ته وايه په مړو موړ شوې که نور غواړې جنګونه يا د لښکرونو ملک ته وايه ډيرې دې کونډې کړې خيرې درته کوينه د تاريخ جنګونو زکر هم پښتو ټپه کښۍ شوې دۍ. کله چۍ پير روښان د مغلو خلاف توره اوچته کړه نو په دې ټپه کښۍ داسۍ اوستائيلۍ شو: د مفل ظلم به نسکور شۍ چۍ پير روښان توره په لاس جنګ له ورځينه د پيرنګيانو خلاف د پښتنو جنګونه هم په پښتو ټپه کښۍ ستائلۍ شوۍ دۍ. د ملاکنډ په جنګ کښۍ چې کله هارون د پيرنګيانو خلاف ډال شو نو دا ټپه اوئيلۍ شوه: په ملاکنډ توره تياره شوه هارون توره ځلوه چۍ رڼا شينه کله چۍ پښتنو د کشمير په غزا کښۍ په تش لاس دمړانۍ مظاهره اوکړه نو دا ټپه مشهوره شوه: زما په پاک الله باور دۍ ځکه به تش لاس د کشمير غزا له ځمه او ده ازادۍ په جنګونو کښۍ داسې نورې ټپې مشهور شوې دۍ چۍ د پښتنو د جزباتو راپارولو د پاره وئيلۍ شوې دې. جانان به ولۍ توره نه کړې تر نيمائ سنګره زه ورسره ځمه که تور اوربل مې ميراتيږۍ په پښتنو ننګ دۍ جانان نه منع کومه په هندوستان دې څلۍ جوړ شه د بې ننګۍ اواز دې را مه شه مئينه چې توره نه کړې نور به څه کړې چې وې شوده د پښتنې رودلۍ دينه ستا د بوړۍ ټوپکه ځار شم په اوږه ستا وۍ کږه زه د خياله ځمه په ټپه کښۍ چې د ژوند د ټولو اړخونو عکاسۍ شوې ده، دومره زياته په هيڅ يو صنف کښۍ نه شوې ده او نه کيدې شې. حجره چۍ ورته په پښتو معاشره کښۍ يو اهم حيثيت حاصل دې، په پښتو ټپه کښۍ ستائلۍ شوې ده لکه: حجره د قام کلۍ د سره د نيمو شپو منګې زما لالې وهينه ستا د حجرې درشل کږه شه زما د زړه ستنې کږې درپسې وينه چيلم چې د حجره ښکلا ګڼلۍ شې په پښتو ټپه کښۍ په دې ډول ستائلۍ شوې ده: چيلمه خدائيکو چې دي مات کړم مئين په ما دې غم په تا غلطوينه د حجرې ګټ درباندې پريوځه چې د چيلم نچه دې خله کښۍ پاتې شينه جماعت د پښتنو ديندارې لکه د نمر څرګنده ده. په ټپو کښۍ هم د جماعت ډير زکر رغلۍ دې. د مئين زړه جماعت خانه ده که مسلمان ئي وران ئي نه کړې ديوالونه په مولوۍ مې سلام وايه زما جانان ته کتاب خلاص کړه چې راځينه ګودر هم د پښتنو په اولسې ژوند کښۍ ډير اهميت لرې. د پښتو ټپه کښۍ د ګودر د مازيګر ډيره زياته ستائنه شوې ده: ګودر ته ځم راپسې راشه منګې مې دوه دۍ نرې ملا مې ماتوينه چۍ مازيګر پرې ښائسته کيږې هيغۍ جينۍ له مور منګۍ نه ورکوينه د سفر او مسافرۍ پحقله هم ډيرې ټپې مشهور دۍ. په سفر ځه مه خفه کيږه زه پښته به ستا په پت کښۍ ناسته يمه هندوستانۍ شه روپۍ راوړه په کورنو روپو مې مور نه درکوينه په پښتو ټپه کښۍ لکه د نورو ژبو پشان متلونه هم راغلۍ دۍ: فقيرۍ دوه ګټۍ دې اوکړې يو دې خير يوړو بل دې اوکړه ديدنونه چۍ اوږه نه خورۍ بوئ ترې نه ځۍ چۍ يارۍ نه کړې څوک پرې نه وائ تهمتونه لنډه دا چۍ ټپۍ ته په پښتو اولسۍ شاعرۍ کښۍ هغه لوړ مقام حاصل دۍ چۍ بل يو صنف ته هم نه دۍ حاصل شوې: بس دې په دې به ئ فيصله کړو ډيرې ټپې د سړې عمر کموينه KhyberOrg - بېرته شاته