(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د جګړې ریښتیني څیره

د المان له ویزه کوریر ورځپاڼې څخه لیکوال : فون توماس شپنګ ژباړه : سراج الحق ببرک زی ځدراڼ تر اوسه د امریکې متحده ایالاتو د ۹۲۲۰۱ پټو پوځي اسنادو افشا کیدلوسره د افغانستان د جګړې یو زړه بوګنوونکې انځور ورښیي . د ګدویو پروتوکولونه او له شرمه ډکې تیروتنې . د افغانستان په اړه د سرکاري پټو لاسوندونو افشا کیدل متحده ایالات او د دوی ملګرې یې له سترو نګونوسره مخامخ کړي دي . واشنګټن ، لندن ، برلین : په افغانستان کې جګړه د اسلامي بنسټپالو طالبانو په وړاندې له هغي ډیره خیرنه ،چټله او ګواښناکه روانه ده، له کومی نه چې موږ پرې تر اوسه خبر یو . څنګه چې د امریکې متحده ایالاتو د پوځ د ۹۲۲۰۱پټ اسناد په انټرنېټ کې افشا کړل شول . د ملکې وګړو د وژنې کچه له کومې نه چې موږ پرې پوهیږو ډیره لوړه ده . د الماني پوځ په سیمه کې بد امنې له هغه نه زښته ډیر ه شوي ، کوم چې د المان فدرالې حکومت یې منې . د ویکیلیکس ویب پاڼې له خوا دسندونو افشا کولو څخه داسي ښکاري چې د امریکې متحده ایالات پوځ له کالونو کالونو څخه د پاکستان پوځې استخبارات اې اس اې سره مستقیمأ همکاري اود طالبانو سره اړیکې لري . له بله پلوه دوی پر افغان ملګري اعتبار نه لري ،ځینې رشوتخور دي او ځیني بیا خپل هیوادوال ځور وي او شکنچه کوي . د المان دفاع وزیر کارل تیودو څوګوتمبرګ د فونیکس د ټلویزیون سره په مرکه کې وايې . موږ په دا تیرو څو کالونو کې حقیقت مو په خپله ځان ته راخوږ کړي وو. دا پټ اسناد پرون شپه د امریکې پوڅ په اړه چې په هندوکوښ کې جنګیږي د ویکیلیکس ویب پاڼې له خوا افشا او رسوا شول . د ويکيليکس ویب پاڼې بنسټ ایښودونکي جولین اسانج په لندن کې خبریالانو ته وویل ،چې په دغه محرنو اسنادو کې د جنګې جرایمو په اړه ثبوتونه شته دي . خوپه دې اړه کوم ثبوت یې وړاندي نه کړو. د نړۍ نامتو خبري رسني لکه د لندن څخه ګارډین، نیویارک ټایمز ورځپانو او د جرمنی مجله ډیرشپیګل هر یو په خپل وار سره د دغو محرمو اسنادو پلټنه او څیړنه کړي ده او وایې، چې اټکل دا ټول لاسوندونه او راپورنه له جبهې څخه زموږ سرتیرو لیږلي دي . د ډیر راپورنو او مالوماتو سمه پته نه لګیږي . د مالومات سرچینه بیا د پوځ له خوا او افغاني مالومات او امنیتي چارواکو له خوا اعتباري ګڼل کیږي . ګارډین لیکې، په سلګونو افغان ملکیان په نا څرګندو عملیاتو کې د نړیوالو ځواکونو له خوا وژل شوي دي . په پټو اسنادو کې ۱۴۴ پېښي چې په کې ۱۹۵ بې ګناه ملکیانو وژنه ثبت شوي ده . د دافغانستان په شمال کې د المان پوڅ د عملیاتو په سیمه کې جګړیز عملیات زښت ډیر شوي دي . امریکایې خاص ځواکونه په خاصو شرایطو کې له دوی سره کله کله مرسته کوي ،ډیر شپیګل لیکې . د امریکې دپټو عملیاتو ځواک ۳۷۳ Task Force دنده لري چې طالب مشران ژوندي ونېسي او یا یې ووژني . د شپیګل په حواله د ۲۰۰۹ کال له اوړی نه را په دې خوا ۳۰۰ میړه له دغو ځواکونو څخه په مزاری شریف کې د جرمنیانو په کمپ مارمل کې ځاې پر ځاې شوي دي . دغه پو ځیان له همدې ځاې څخه مستقیمآ دنده اخلې او په نښه شوي وژنې تر سره کوي . همدا مجله لیکې ، په اسنادو کې هیڅ ډول اشاره د المانې سرتیرو په اړه چې سرغړونو او پر ملکې وګړو یې تیرې کړي وي او موږ ته یې پته نه وي نشته . په همدې پټو اسنادو کې ویل کیږي چې المانې سرتیري په هیڅ ډول اماده نه وو،کله چې دوی هندو کوښ ته د جګړې لپاره لیږدول کیده . په دغه اسنادو کې ډیر داسي ثبوتونه شته چې د پاکستان اې اس اې په افغانستان کې له بنسټپالو سره مرستي او همکاري کوي . په اسناد کې ددغې څارګرې ادارې مستقیمي اړیکي له ترهګرو ځالې القاعدې سر ه په اثبات نه دي رسیدلې . د ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۷ کالونو کې په پټوسندونوکې په وضع توګه لیدل کیږي چې اې اس اې له طالبانوسره مرسته او دوی ته په پاکستان کې پټانځایونه برابر کړي دي . د پاکستان حکومت دغه تورنه ټول رد کړي دي . حسین حقانې د پاکستان سفیر په واشینګټن کې وایې . پاکستان ، افغانستان او امریکا ستراتیزیک ملګري د طالبانواو القاعدې پر وړاندې دي . د ۲۰۰۴ تر ۲۰۰۹ کالونو کې په درېو پاڼو کې سم مالومات د افغانستان د رسمي ادعاو په اړه ښیي . په پټو اسنادو کې هیڅ ډول ٍضدو نقیس ادعاوي له رسمي ادعاو سره په پرتله نه لیدل کیږي . امریکایې پوځیانو په خپلو راپورنو کې ډیرې مسلې یې په ډیر سطی ډول وړاندې کړي دي ، نیویارک ټایمز لیکې . واشنګټن : د ۲۰۰۷ کال د جون میاشت په نیمایې کې پنځو امریکایې توغوندیو د پکتیا په ولایت کې ګڼ شمیر کورنه په نښه کړل ،هلته ګمان کیده چې د القاعدې قوماندان ابو لایت ال لیبی پټ وي . د توغندیو برید په شپه کې ترسره شو،د خاص ضربتي ځواک فورسس ۳۷۳ سړي د پېښي ځاې ورغلل . امریکایې خاصو ځواکونو چې هلته ورسیدو د ترهګرو مشر په ځاې کې ووه وژل شوي ماشومان وموندل . د پوځ رپوټ د غې پیښې په اړه داسي وړاندې شوي، شپږ میړه د تېښتي په حال کې و چې وژل شول، نور ټول ونیول شول . امریکایانو په بیړه کې د پکتیا والې ته یوه کوچنې پاڼه په لاندې متن کې ورکړه . لاملونه چې له دې سره مرسته وکړي او د ولسي خلکو غبرګون د دغې ستري پوځې تیروتنې په اړه لږ څه راتیټ کړي . د امریکایانو د پروتوکول سره سم والې باید څو تګې خپله په متن کې ورزیاد کړي . زموږ د تاریخ د دود پر کرښه . . . او زیاته وي ،که ولسي وګړو وسله وال مخلفینو ته ځاې نه وي ورکړي نو دا ناورین به نه وای رامنځته شوي . ال لیبې یو کال ورسته د امریکایانو د بې پیلوټه الوتکو په برید کې ووژل شو . د پکتیا پیښه یوه بیلګه د ۹۲۲۰۱ پټو لاسوندونو څخه ده چې د ویکیلیکس ویب پاڼه له خوا خپاره کړل شوي دي . http: wikileaks:org/ wiki wikileaks.org/wiki/Afghan_War_Diary,_2004-2010 په دغه پته کې له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۱۰ د افغان د جګړې ورځینې رپوټونه لیدل او لوستل کیږي . د یو ډول ورځینې کتاب په څیر د جګړې بهیر له ۲۰۰۴ کال جنوري څخه تر ۲۰۰۹ کال دسمبر پوري موده په کې رانغړل شوې ده . پوځې پورتوکولونه ،استخبارتي اسناد اود ډیپلوماتانو جز یات په دقیق ډول په کې لیکل شوي دي . په نا فلتر شوي یا نا سانسور شوي پورتوکولونو کې ، یوه برخه نا اشنا مالومات هم شته چې یو ګډود، اکثره یومخشوش انځور د هندوکوښ له کړکېچ څخه ورښیې . نا اشنا خاص ضربتې ځواکونه په ویکیلیس ویب پاڼه کې د پټو اسنادو خپارولو سره سم ډیرشپیګل، ګارډین او نیویارک ټایمز ورځپانو په دغه بې سارې کچه سندونو ته سورې او دهغو افشا او رسوا کولو سره د جګړې په اړه خپله همکاري او مرسته تر خاورې لاندې کړه . دغې دریو واړو رسنیو دخپریدو څخه مخکې دپټو اسنادو په اړه د باوری سرچینو تصدیق یې له ځانه سره درلود . که څه هم د جګړې په اړه ډیر افشا شوي اسناد او پرمختګونه موږ ټولو ته څرګند دي . د دغو اسنادو افشا کول موږ ته نوې لید لوري اوموږ د نویو پښتنوسره مخامخ کوي . د سارې په توګه د ضربتي فورسس ۳۷۳ عملیات چې تر اوسه یې شتون موږ ته ثابت نه وه . د پوځ د پټو اسنادو پر بنسټ د خاصو ضربتي ځواکونه موخه یواځې او یواځې د القاعدې او طالبانو مشران په نښه کول او له منځه وړل دي . دا خاص روځل شوي ځواکونه د Army Delta،، ارمې دلتا،، او Navy Seals څخه رامنځته شوي دي . د دوی د عملیاتو پر مهال په وار وار بې ګنا ملکېان وژل شوي دي . په ټولیزه توګه په دغه اسنادو کې ۱۵۰ پېښې لیکل شوي دي چې په کې بې ګناافغانان وژل شوي او ټپیان شوي دي . ځکه دوی په ناسم وخت کې په ناسم ځاې کې وو . او یا د ایتلافې ځواکونو له خوا په سهوه کې د وسله وال مخالفینو په څیر په نښه شوي دي . د ډیرو پیښو په اړه تر اوسه هیڅ رپوټونه دي ورکړل شوي . د امریکې پوځ د ځینو پیښو په اړه باکل بله بڼه د پیښو انځورکړي لکه څنګه چې په افشا شویو اسنادو کې لیکل شوي دي . د بیلګې په توګه نوې خبره دا ده چې طالب وسله وال دځمکې نه هوا ته په تودوخه سي رهبري شويو توغندېو باندې سمبال شوي دي . سټنګر په ډیره اسانې سره بې له کوم خاصو زدوکړو څخه له اوږي څخه توغول کیږي . د بنسټپالو مخ په زیاتیدونکې برې د متحدیونو د چورلکو په ویشتلو کې له همدې امله دی . دغه د وسلو پرمختللې سیستم د دې لامل هم شو چې دپخوانې شوروي اتحاد یرغلګر پوځ له ماتې سره مخامخ شي . د پټو اسنادو په پر وتوکولونو کې لیکل شوي چې دناټو ځواکونه د وسله والو مخالفینو دسټنګر په کارولو باندې پوهیږي . لا تر اوسه عام خلک له دغې مسلي خبر نه دي . همداسي د طلبانو دسخت مقاومت په اړه اود دوی له خوا په خپله جوړ کړل شوي بمونه د ملکې وګړو په ضد کارول یاده وي . د محرمو اسنادو پر بنسټ لږ ترلږه دوه زره بې ګنا ولسي وګړي د همدې ډول عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي دي . دپټو لاسوندونو پربنسټ بله د شوک خبره دا ده چې د پاکستان پوځې استخبارات اې اس اې رسمآ د متحدینو سره کارې کوي او ورسره د دوی په شاه کې له وسله وال مخالفینو سره همکاري کوي . دا تورونه د محرمو رپوټونو پربنسټ په لاندې ډول دي . پر افغان ولسمشر باندې دبرید دسیسه، د خپلو موخو لپاره خند سیاسي چارواکې ، جنرالانو لمنځه وړل او اند د بیرو په زیرمو کې زهر اچلول چې امریکایې سرتیرو ته وروړل کیږي . د امریکې له خوا پاکستان ته د ترهګرپه وړاندې جګړه کې د کال یو میلیاردو ډالرو مرسته ورکول کیږي . دا شونې ده چې اې اس اې دغه مرستي په مستقیم ډول طالبانو ته ورکړي وي . له همدغو پیسو څخه د مقاومت یو مشر جلاالدین حقانې ته ۱۰۰۰ موټرسیکلونه اخیستل شوي دي . له دغې موټرسیکلونو څخه په خوست او لوګر ولایتو کې په ځانمرګې بریدونو کار اخیستل شوي دی . د محرم اسنادو ژبه داسي ښیې چې امریکا له ډیره مودې څخه پوهیده چې پاکستان دوه مخې لوبه کوي . کله د امریکې په خوا کې لکه ملګري او کله دښمن په ډول له طالبانو سره مرسته کوي او په افغانستان کې وسله وال مقاومت سمبال وي . د بې پیلوټو الوتکو معجزه په دغو رسوا شویو اسنادو کې لږ څه نوې جزیات د بې پیلوټه الوتکو بریدونه دي چې دامریکې ولسمشر اوباما په دور کې زښت ډیر زواخیستي، تر سترګو کیږي . سربیره پر ټولو اصولو، مقرراتو او لواحې بیا هم په امریکا کې د ریموټکنټرول په واسطه د هوایې بریدونو چې د Predators یا Reapers له لارې ترسره کیږي تل له تیر وتني سره مل دي له همدې امله بې ګنا ملکیان وژل کیږي او دمتحدینو سرتیرو اعتبار په ولسي وګړو کې تر خاورلاندې کیږي . دسپینې ماڼۍ غبرګون د غر په څیر د پټو اسنادو خپرولواو افشا کولو په اړه له قهر ډک او په سختوټکو کې وغندل شو . د امریکا د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز وویل ، دامریکې متحده ایالات د استخباراتو پټ مالومات افشا کول د شخصې او تنظیم شویو انقرادي کسانو له خوا په کلکه غندي . پټو سندونو ته دا غیر مسوول سورې امریکایانو اوزموږ متحدینو ژوند ته ګواښ پیښ کړي دی . داسي حرکتونه به دامریکې متحده ایالات د خپل ګد دښمن په لمنځه وړلو کې ایسار نه کړي . سپینې ماڼۍ د یو بریښنالیک له لارې د څو ټکو د لیکلو له لارې هڅه کوي په رسنوالو کې د دغې سورې ارزښت کم کړي . دمحرمو اسنادو مهال د جورج بوش مهال ته ورګرځې . ولسمشر اوباما په افغانستان کې دغې حالت ته ګوتنیوکه کړي او د واک په لاس ته لاوړلو سره د یوې نوې ستراتیجې له لارې غبرګون ښودلې دی . نوره ۱۵۰۰۰ اسناد واشنګټن : دا ځل به پټ توکې په نا فلټر شوې ډول د استرالیا جولیانو اسانج په ویب پاڼه کې بیا خپاره نه شي .د ویکیلیکس ویب پاڼې مسوول چلوونکې دغه پټ اسناد یې تر خپریدو مخکې دریو موتبرو رسنیو ته ورلیږلې وو چې وکتل شي . ډیر شپیګل ، ګارین او نیویارک تایمز هر یو خپل رپورټران یا رسنوال د څو اونیو لپاره پر دغه ۹۲۲۰۱ پټو اسناد کینولې او کارې پرې کړي وو چې په اسنادو کې پټه رازونه رابرسیره کړي او د اسنادو اعتبار او بې پریوالې وارزوي . ټول اټکل ۱۵۰۰۰ پټ سندونه نور هم شته چې په یو مناسب وخت کې به د ټولو نړیوالو په مخکې رڼا و ګوري . د ولسمشر او باما د ملي امنیت سلاکار جیمز جونز مخه به هېڅ شي ډب نه کړې چې دی دې نورو پټو اسنادو افشا کول ته یو غیر مسوولانه عمل ونه وایې . د امریکې پوځ جګپورې افسران دا څیړي چې واشنګټن به د ویکیلیکس ویب پانې پر وړاندې کوم قانوني ګام اخیستلې شي او کنه . شننه : موخه ونه لګیده وارئ خلکو وارئ ، په افغانستان کې یوه خیرنه او چټله چیریکې جګړه روانه ده . دډیر و بې ګنا ملکیانو وژنه ، د ایتلافې ځواکونو پوځې تیر وتني ،تر یوې کچې د پرمختللیو مډرنو وسلو پاتې راتلل او د پاکستان څارګرې ادارې اې اس اې دوه مخې یا دوه ګونې مکار او منافق رول په لویه کچه پرمخ بیول او د المانانو په ساده فکر سره په دغه کړکیچ کې ور ګدیدل . امریکایان خپل خاص زربتي ځواکونه لري چې دوی د طالبانو بولندویان په نښه کوي او له منځه وري . هو په جګړه کې دا د خاصو ځواکونو دنده ده . له همدامله د دوی عملیات پټ ساتل کیږي . داسي نه وي چې پټ عملیات د شپي په خبرونو کې خپاره شي . چا چې په هندوکوښ کې په دې ورستویو کالونو ځان له پرمختګونو څخه په مسلسل ډول لږڅه خبر کړی وي . هغه له ویکیلیکس ویب پاڼې له لارې د دغو پټوسرکاري اسنادو افشا اورسوا کولو څخه هیڅ نوي شي نه شي اخیستي . امریکایې سیاسي چارواکو، دپوځې جګپوړوافسرانو د جبهې سرتیرو د رپوټونو او اسنادو په اړه یو کال مخکې غبرګون وښود . د لوی قوماندان جنرال مکرېسټل له خوا د ولسمشر اوباما له سیاست سره سم په ستراتیجې کې بدلون چې اوس د هغه ځاې ناستي جنرال پیټرورییاس له خوا د تګلارې بدلون پلې کیږي . لومړۍ د ځواکونو ډیریدل او د پوځې موخې د لاسته لاوړلوسره سم زر ځواکونه باید بیرته ویستل شي . هغه څه چې و یکیلیکیس د امریکې د پوځ په تاریخ کې تر ټولو لوی او په دغه کچه افشا کول څخه تر لاسه کوي هغه دا دي . چې دلته په ډیر احتیاط سره پټ شوي غلې کړل شوي جنګې جنایات رابرسیره کړي . لکه څنګه چې په بغداد کې دناموتو هیلیکوپټرې هغه برید ویډیویي تصاویر خپاره کړل ؟ نه او یا هغه نیمګړتیاو به افشا او رسوا کړي کوم چې موږ ته یې پته نشته ؟ نه ، او یا به دنړیوالو او عامه زهینت یو سم انځور دجګړې څخه تر لاسه کړي ؟ سړې مجبورکیږي دا خبره هم ۹۲۲۰۱ یوه یو ه یا جلا جلا پیښو پربنسټ را غوڼد شوي ستدونه چې تر یوه اندازي پورې پر مشکوک مالوماتو را څرخې . نه ، ووایو . او یا داچې په افغانستان کې به جګړه ختمه کړي ، یا دا چې جګړه لږ ترلږ په دومره زړه بوګنوونکې ډول نوره پرمخ ولاړه نه شي ؟ د ا شونې ده چې دا ټول توکې طالبان په حقه سره د خپلو پروپاګنډو او برې لپاره وکاروي او دخپلو عملیاتو لپاره وزو ورکړي تر څو چې د دوی سرعت لا نوره کړندې شي . داسمه ده چې ولسواکې د درې ګونو ځواک له ویش سره سم پر دولتي اورګانو باندې د ازادو ډلیزو رسنیو له لاري کنټرول ته اړتیا لري . زړور، ویښ او هوښیار ژورنالیزم نه یواځې له افشا او رسوا کولو څخه ژوند کوي او نه د ډلیزو رسنیو دنده دلته پاۍ ته رسیږي . بلکې ریښتیا ته نږدي کیدل افشا کول خپله دنده بولې او د موخې ګټې په عام ډول تر پوښتنو لاندې راولي . ښاغلې اسانج په انټرنیټ له خپرولو څخه څه غواړي ؟ دې غواړي هغه سړې تم کړي چې جګړې ته یې متي رانغښتي دي . دا ځکه ناشونې ده چې د ده هڅې یوې خوا ته پام نیولې دی . ولسمشر اوباما جګړې ته لارښوونه کوي ، دې غواړي چې څومره زر وي دا جګړه پای ته ورسوي . دا چارې دې یواځې له یو ځواکمن موقف څخه کولې شي . د ۹۲۹۰۱ پټو لاسوندو افشا کول یوه ستر ه کمزوري د دغې هیله من سړې یعني بارک اوباما ده ، نه ویکیلیس ویب پاڼې نه یې نړۍ ښه کړه ، نه يې ډادمنه کړه او نه یې نړۍ سولیزه کړه . یواځې اوس ډیرې خبرې د هندوکوښ په جګړه کې نوره پټ او محرم اسناد نه دي . - بېرته شاته