(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ولی پښتو ژبه نه زده کیږی...

ولی پښتو ژبه نه زده کیږی او ولی عملی اړخ نه خپلوی یو څو ورځی مخکی می د خپل یو نژدی ملګری ایمل (درانی) سره د انټرنیټ په لیکه په بنډار بوخت وم یو څو شیبی بنډار او د زړه خواله مو سره وکړه کله مو چه خبری اتری خلاصی شوی نو یوبل سره مو الله په امانی کوله نو پدغه وخت کی درانی صیب د ټول افغان د ویب پاڼی لینک ادرس راوستوه او غوښتنه یی رانه وکړه چه (ولی پښتو نه زده کیږی) تر نوم لاندی لیکنه می ډیره خوښه شوی ده که وخت لری نو درسره ولوله همغه وه چه تیار د کمپیوټرمخی ته ناست وم او سمدواره می ځان د ټول افغان ویپ پاڼی ته ورسوه او د لیکنی په لوستو می پیل وکړ د سر نه تر پایه پوری می ښه په زور ا و زیر ولوستله چه ډیره پر ځای او په زړه پوری لیکنه وه لیکواله یی د شګوفی (مینه) په نامه زمونږ یو ه با احساسه خور وه چه ډیره یوه ښه موضوع یی په خپله لیکنه کی رانغښتی وه او ټولی خبری یی حقیقت رښتیا او د ځیر کیدو وړ وې خبری یی په ښونځیو کی د پښتو ژبی د ورستوالی په اړه وی رښتیا هم چه په زیاتو ښونځیو کی پښتو ژبی یا د پښتو مضمون ډیری ښوونکی زیاتی ګرامری نیمګړتیاوی لری حتی بعضی یی د پنځه ډوله (ی) تر منځ توپیر هم نه شی کولی چه دا د پښتو په ګرامر کی یو ساده او اسانه کار دی .د پښتو مضمون د ښوونکو په اړه لاملونه ډیر دی خو زما په فکر یو اصلی لامل د پښتو ژبی زیاتره ښوونکی د پوهنتون تر کچی زده کړی نه لری او که لری یی نو د پښتو ژبی مسلکی نه وی . پدی اړه زه نور څه نه وایم ځکه زمونږ نو موړی خور پخپله لیکنه کی مکمل تفصیل ورکړی دی . خو زه بیا په خپل وار غواړم چه د پښتو ژبی په اړه یو څه نورو اړخونو باندی رڼا واچوم او هغه دا چه ولی پښتو ژبه مخ په وړاندی نه ده تللی او ولی مخ په وړاندی نه ځی لاملونه یی څه دی ؟ دا لاملونه زه په څلورو ګروپو ټولبندی کوم. 1د پښتو ژبی سره د پښتنو بی مینی توب او بی پروای 2 د پښتو ژبی تر شا سیا سی کمزورۍ 3 د پښتو ژبو یا ولس د پښتو نه ویل او بلی پردۍ ژبی ته میلان 4 داخلی او باندینی لاس وهنه 1 که د تاریخ او ږدو ته یو ځغلنده نظر واچوه نو دا په ډاګه ده چه پښتو ژبی ته هغه شان چه پکار وه کار نه دی شوی او تر دی مهاله پوری یی نیم ژواند ی ساتلی ده دی ته او س تاسی که هر څه وای یا د پښتو ژبی سره بی مینی توب او یا غفلت ؟ 2 راځم دویم لامل ته چه هغه د پښتو ژبی تر شا سیاسی یا د واک کمزوری ده .واک مانا حکومت او دولت هیڅ کله نه دی غوښتلی چه پښتو ژبی ته عملی جامه ورواغوندی او د دو لت او ولس ژبه یی وګرځوی فغط د ملی ژبی په نامه یی په یوه تاخچه کی ایښودلی ده او عملی اړخ یی نه دی ورکړی نه یی په پوهنیز نصاب کی پوره ونډه ورکړی ده نه پری کافی پښتو کتابونه چاپ کړی او نه یی د ښونځیو ، پوهنتونونو ، دفترونو ژبه ګرځولی او نه یی په مډیا کی تطبیق کړیده د یوی یتیمی او بی خاونده ژبی په توګه یی ساتلی ده.زمونږ ټولو واکمنانو د پخوا نه تر دی موجوده وخته پوری فقط ځانونه د باچاهۍ ګدۍ او پلاز ته رسولی یو څه وخت یی تیر کړی او بیا تللی پښتو ته خدمت څه چه خپله یی پښتو ویل هم هیر کړی دی .او داسی نور ... 3 دریم عمده لامل په پښتو ژبه باندی د پښتنو خبری نه کول او بلی پردی ژبی ته پری لومړیتوب ورکول د پښتو ژبی زړګی دړی وړی او پارچی پارچی کړی دی.دا چه ولی بعضی پښتانه په پښتو ژبه خبری نه کوی دا پنځه مهم لاملونه دی چه زه یی په لاندی ډول ټولبندی کوم. اول لامل په اصل کی پښتون خو په پښتو ژبه نه پوهیدل لکه زمونږه د شاهی کورنۍ پښتانه. دویم لامل پښتون په پښتو ژبه پوهیدونکی خو د چاپیریال د اغیزی په خاطر پښتو ژبه د بل چا د ژبی قربانی کول. دریم لامل پښتون په پښتو ژیه پوهیدونکی خو د کمترۍ د احساس پخاطر پښتو د پښو لاندی کول او د بل ژبی ته اړکیدل. څلورم لامل پښتون په پښتو ژبه پوهیدونکی خو د واک او منصب دلاس ته راوړلو پخا طر پښتو ژبه په لاته وهل او بلی ژبی ته مخ ځوړ کیدل. پنځم لامل په پوهنتونونو کی د زده کړیالانو پښتو نه ویل ، بی غوری او چوپ باتی کیدل . راڅم د اول لامل روښانولو ته په اصل کی پښتون خو په پښتو ژبه نه پوهیدل ددی ګروپ روښانه بیلګه زمونږ د شاهی کورنی پښتانه دی چه اصلا پښتانه وه ولی په پښتو ژبه نه پوهیده دا چه ولی نه پوهیده دا پوښتنه تاسی پخپله حل کړی دا یوه بیله لویه موضوع ده .نو د پښتو ژبی د وروستوالی یو لامل شاهی کورنی وه څکه همدوی په واک کی وه خو بد بختانه چه دوی په پښتو نه پوهیده نو مجبور وه چه د پښتو پر څای پاړسو ووایی که ځه هم یو ځه کار یی ورته کړی لکه امیر شیرعلی خان فوڅی نومونه پښتو کړل او دظاهرشاه بابا په وخت کی پښتو ټولنه رامنڅ ته شوه دغه کارونه د قدردانی وړ دی خو هغه شان چه پکار وه هغسی نه دی شوی . دوهم لامل پښتون په پښتو بوهیدونکی خو د چابیریال تر اغیزی لاندی راتلل چه ددی ژوندی بیلګی لکه کابل ، هرات، بلخ او بضی نور ولایتونه دا یو بل اصلی لامل دی د پښتو ژبی به ورسته پاتی کیدو کی او هغه دا چه فرضا په کابل کی ټول په فاړسو غږیږی د دوکانونو لوحی په فاړسو دی پوهنتونونو درسونه په فاړسو دی مډیا ټوله په فاړسی ده که ځه هم پښتو شته خو ډیره لږه نو ټول پښتو ژبی ماشومان فکر کوی چه والله زمونږ اصلی ژبه فاړسی ده او دا لازمی ده نو پدی خاطر ټول فاړسی وای ولی پښتانه مور او پلار خپلو ماشومانو ته دا نه وایی چه زمونږ اصل ژبه پښتو ده مونږ باید پښتو خبری وکړو پښتو ولیکو ښونڅی کی د ښوونکی نه پوښتنه باید په پشتوکی وکړو . نو دا هم اصلی لامل دی چه پښتو یی د ورسته پاتی کیدو او پرمختګ نه کولو سره مخاخ کړیده دریم لامل د کمتری احساس دا یو بل اصلی لامل دی د پښتوژبی په ورستوالی او نه عملی کیدو کی اوددی په ډاکه بیلګه کله چه زمونږ بعضی پښتانه ورونه کابل ته لاړ شی نو پښتو ژبه راواخلی او په بکس کی یی کلکه بنده کړی او په فاړسو ژبه شروع وکړی څکه دوی دا د کمتری احساس کوی چه ګینی پښتو یوه ناچیزه او بی مانا ژبه ده او به کابل کی فاړ سو فرض ده . ځلورم لامل بعضی بښتانه د واک ، چوکی او منصب لاسته راوړولو بخا طر پښتو د فاړسی قربانی کړی حتی خبله پیژندنه هم په فاړسی ولیکی دا ټول هغه ځه دی چه پښتو یی مړه کړی ده زمونږ بعضی ولسمشران ، وزیران ، او نور چه کله یوی چوکی یا څای ته ورسیږی نو بیا په خبل کور کی د خپلی کورنی سره هم فاړسی شروع کړی اوخبله ژبه به یو ه تاخچه کی کیږدی ددوی ذهنیت داسی جوړ شوی چه زه ګینی پر دی ښه ښکارم چه د خپلی زبی پر څای د بل ژبه ووایم او یا که چیرته په فاړسی خبری ونکړم نو دا چوکی به رانه څوک واخلی .که یو فاړسی ژبی په فاړسی ژبه خبری کوی خو د هغه مورنی ژبه ده نو ولی یو پښتون په خبله پښتوخبری نه کوی . پنڅم لامل په پوهنتونونو کی د زده کړیالانو بی غوری او چوپ پاتی کیدل چه ددی روښانه بیلګه د کابل پوهنتون دی .د کابل په پوهنتون کی ډیر ښوونکی او ډیری زده کړیالان پښتو ژبی دی ولی درس په فاړسو دی پښتانه ژده کړیالان د خپلی مورنی ژبی حق چه الله تعالی ورکړی نه غواړی زه نه پوهیږم چه دا ولی ولی ولی ...ددی په اړه به درته یوه روښانه بیلګه وړاندی کړم او هغه دا چه کله یو ه مور ښه مور وی نو هغه خبل بچی ته د شیدو ورکولو وخت پیژنی او په ځپل وخت شیدی ورکوی او خپل بچی دی ته نه اړ کوی چه وژاړی خو کله چه یوه مور بی پروا او غافله وی نو هغه د خبل بچی کوم خیال نه ساتی نو بچی مجبور شی او چیغی شروع کړی چه وه موری زه وږی یم او شیدو یا خوړو ته می اړتیا ده نو بیا مور ورشی او خواړه ورکړی دا یو متل دی وایی بچی وژاړی نو مور شیدی ورکړی نو ګرانو دلته د مور مثال زمونږ حکومت دی او د زده کړیالانو مثال د بچی دی نو چه زمونږ حکومت غافله دی او بښتو ژبه ښونڅیو او پوهنتونونو کی نه عملی کوی نو مونږ باید خپل حق پخپله وغواړو . په ټولکی کی باید پوښتنه په پښتو وکړو خپله غوښتن پانه باید په پښتو ولیکو خبری په پښتو وکړو دا زمونږ او ستاسی حق دی پدی مونږ ښه ښکارو . خبری ډیری دی لیکنه رانه اوږده کیږی نه غواړم چه په ډیرو لوستلو مو ستومانه کړم خو بس لیکنه به د خپل ژوند په یو عملی بیلګه کی تاسی ته لنډه کړم. دا بیلګه ددی دپاره نه وړاندی کوم چه ګینی یا د څان صفت کوم او یا کوم بل ځه دا فقط ددی لپاره وړاندی کوم چه خپلو پښتنو ورونو ته تشویق ، زړورتیا او دا ورته وښایم چه که مونږ ټول داسی وکړو نو زمونږ ژبه به عملی اړخ ولګوی .او هغه داکله چه زه دلته بنګله دیش ته د پوهنتون د لوستلو لباره راغلم نو دلته بدی پوهنتون کی ډیر نور افغانان زده کړیالان هم په درسونو بوخت وه چه ددوی ترمنڅ خبری اتری او ټول پروګرامونه په فاړسی وه نو کله چه ما بوښننه وکړه نو پدوی کی زیاتره زده کړیالان پښتو ژبی وه نو ډیر افسوس راغی نو همغه وه چه دی خپلو پښتنو زده کړیالانو ته می احساس ورکړو چه وه ورونو زمونږ مورنی ژبه پښتو ده مونږ په خپله ژبه ښه ښکارو مونږ باید د مړی کیدو پر څای خپله ژبه ژوندی کړو مونږ په خپله ژبه ښه ښکارو چه ووایو ولیکو او وچلوو او عملی کړو .نو همغه وه چه ټولو پښتنو ورونو په ډیر قدردانی سره په پښتو ژبه شروع وکړه چه حتی هغه ځو نفرو فاړسی ژبو هم په خوشحالی پښتو زده کړه او چاپیریال او ماحول ټول پښتو شو . حتی کله ناکله دالته د خپل سفارت لخوا غوښتل کیږو لکه د ازادی ورڅی د لمانڅلو دپاره یا نو ر داسی پروګرامونو لباره نو د خوشحالی څای دی هر ځه په پښتو ژبه دی ولی مخکی په فاړسو وه همدا رنګه غوښتن باڼی کله چه خپل پاسپورتونه تمدیدوو نو ټول زده کړیالان په پښتو باندی غوښتن پاڼه لیکی حتی تر دی پوری چه مونږ د حکومت لخوا یو ځه سکالرشیب لرو نو ددغه سکالر شیب لپاره خپلی غوښتن پاڼی په پښتو ژبه لیکو او خپل سکالر شیب اخلو . که همدا اوس تاسو کوم یو کابل ته لاړ شی او د لوړو زده کړو د وزارت د سکالرشیب په څانکه کی وګوری نو د بنکله دیش د زده کړیالانو ټولی غو ښتن پاڼی به په پښتو کی ووینی دغی ته عملی کول وای پښتو زمونږ ژبه ده د افغانستان زبه ده ملی او اوله ژبه ده بډایه ادبیات لری خوږه زړوره اوغشتلی ژبه ده نو بیا ولی یی په ویلو زړه نا زړه کیږو نو زما پښتنو مشرانو ، کشرانو ، خویندو او میندو راڅی چه همدا نن نه خپله ژبه عملی کړو خبری باید په پښتو وکړو لیکل په پښتو وکړو او کله چه د افغانستان په هر ګوټ کی د یو چا سره مخ کیږو باید په پښتو خبرو کولو شروع وکړو او کله چه په بله ژبه خبری پیل کاوه ددی مانا دا ده چه ګینی پښتو یوه کمزوری د لږکیو او پردیو ژبه ده او یا یی په ویلو راته څان بدی ښکاری بس نور هیځ نه شته همدا وجه ده چه پښتو مونږ پخپله وژلی ده مانا مونږه پښتنو بل هیځ چا ته ګنا نشته مونږ یی نه وایو مونږ ته یی په ویلو څان بدی ښکاری که یو فاړسی ژبی فاړسی وایی کور یی اباد څکه د هغه مورنی ژبه ده ولی یو پښتو ن چه فاړسی وای دا نو ډیر ه بی همتی ده او د پښتو ژبی سره لویه نه جبیره کیدونکی جفا ده مونږ د افغانستان ټولو ژبو ته احترام لرو ولی ددی دا مانا نه ده چه پښتو مړه کړو او د نورو په ژبه شروع و کړو پښتو زمونږ مورنی ژبه ده او مونږ پځپله مورنی ژبه ښه او درانه ښکارو دا نه تعصب دی او که ځوک ورته تعصب وایی نو د هغه نه بل غټ متعصب نشته . ګرانو او خوږو لوستونکو لیکنه می په ډیره عاجله او تندی کی لیکلی که کومه ادبی خطا یا نیمګړتیا لری نو بښنه یی غواړم .او که ددی لیکنی په اړه کومه تفصره ، وړاندیز لرئ نو ما سره په لاندی بریښنا لیک اړیکه ټینګه کړئ. د پښتو ژبی د پرمختګ او د ټولو پښتنو د یوالی او یو موټی کیدو په هیله . هاند رفیق الله بریالی د بنګله دیش نه. E-mail : [email protected] - بېرته شاته