(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

ډاکټرکبیرستوری || یادونه

لیکوال/ علي خان صافي

دپـښتـود خـد مـت لارکی بــه چـالانـد وې داسـمـان دستورومنځ کی بــه ځـلانــد وې پــښتوتــاغــونــدی زامنــوپــوسـی ژاړي چی په هـرمحفل کی ته به پری ویاندوِي علي خان صافي

لـه ارواښـاد ډاکټرکبیرستوري سره زما کـومه مخـامخ پیژندنه لیدنه نده شوې، مګرپه غیر مسـتقیم ډول سره به مـاته دِ هغه او دِ هـغه د افکاروپـوره پته لګیدله، اودِمنځ غــړي پـه واسـطه بـه مـودِ عـد م په نـړي کی دِ وُجـود اړیکي سره نیول کـیدل، هغـه داچي زما مـشر ورورارواښاد انجینرجنرال میروخان صافي له هغه سره پیږندنه درلودله ،اودِ دواړودِ فکرونوهد ف یوګڼل کیده. ارواښـادانجینرجنرال میروخـان په پـولنډ کی وه، خوکله به چي جـرمني ته لاړ دارواښـاد ډاکـټرکبـیرسـتوري سـره به یي لیدنه کتنـه کیدله اوبیا به یي ماته دخپلو فـکرونوغـوښتني را لیږلي، اودِ ارواښادکبیرستوري پـه هکله به یـي زما پیږندنه ډیـره کوله،اودابه یي راتـه راپه یـاده وله چي لـه پښـتوسره پـه مینه بانـدي روزل اود پښـتونولـۍ خوا ته راپاڅـول او پـه هڅه کـول دهرپښـتون دنده ده، چـي دِ دې نتیجه داوه چي زه دِ دوی دواړو دِافکارودبڼ ګل شوم، اودِ دواړودادب دګلشن بلبل شوم.

لکه (ستوری)پــه پښتوبـانــدی مین یم پــه پښتــو وپښتـونــوالې قــــد رمن یم د (کبـیر)د پښـتوبـڼ تــه می سـلام شـه زه(علی خان)ګل دهغه دلوی ګلشن یم

دِدواړوفکریووُه

*ستوري تــه مي ویلې فکروخیال په پښتونخـواکي یم مــاتــه لــه خــتیــځ نــه راځــلیږه زه افــریقا کي یم څوک به پـښتانه له درانه خوب څخه راویښ کاندي تــه پــه جـــرمني کي ورورپولنډ زه پـه لیبیا کي یم؟ هــغــه راتــه وُوَیَل چي نن پـښـتون ويـښ شـوي ده مــاورتــه ویــل چي زه شـکمن پــه دې ویـنا کي یم ویــل بــه یي تـاریـخ جغـرافــییه دپــشتــون وُګـوره ویــل بــه مــي دا دُواړه کــتابـونـه تـل په خواکی یم ویـل بـه یـي نــقشـي دپښتونخـواته چي زه ګــورمه جــوړه بــه یووخت شي زه بـه مړ په دې دنیاکی یم مــاورتــه ویــل خــداي دِ زمـوږهـد ف پوره کاندي څـوپـوري تروُربـه زه پـه درُوغـووپـه رښـتیاکی یم غـواړوچي دخـپـلوغـرونـوپـاکـه هـوا بُوی کړوموږ څـوپـوري بـه لاس پـه خـولـه نیولي بـنده سا کی یم ګـوره نـه نـني نـړي کي هـره ورځ بـدلـون ښکاري ولــي نـن ولاړ زه پـټ دټــولــي نــړي شـــا کـی یم ویـل بـه یـي کـه هـرپښتون پتمن پـه پـښتونوالې شی جـوړه بـه پـښـتوزه قــدرمـن بــه هــره خــوا کي یم مــاورتــه ویــل څــنګـه بــه مــوږه پــه ارامــه شـو شــپـه ورځ دپـښـتودِجــوړیــدلــو پــه ســـوداکـی یم؟ ویــل بــه یـي تـکړه قـلم که هـرپښتون راپـورته کړ تــه اوزه لــه ټـــولــولـــیکــوالانــو بــه رضا کی یم **څوپـوري ږوندي چـی(میروخان وستوري)دواړه وُه زه بـه یي لـه کـړو وړوسره هـروخت په خنداکي یم وګـوره تـقـدیـرچي دوی روان شول زه یي پريښودم زه علي خان پردیس به تل په دوی پوسي ژاړاکی یم

* ارواښاد ډاکټر کبیرستوری په پښتومین دپښتنولوی لیکوال اوټکړه شاعر.. ** ارواښاد انجینر جنرال میروخان صافي دپښتونوالي دلاري شهید.. ا رواښـاد جنرال میروخـان له لیکوالۍ اوشاعرۍ سره ډیره مینه درلوده ، مګردهغه کـار وظـیفي اودنـدي هغه ته داچانس نه ورکاوه چي خپل ادبي افق ازاد او پراخ کړي .. ده به ماته ویل چي دپښتون قوم دیوالي او وحدت ټول مقومات وجود لـري وطـن یي یوده، دین یي یوده،وینه یي یوه ده، ژبه یي یوه ده ،کلچراوکلتوریي یـوده، سندري اوسـازونه یـي اودودونه یي ..ټول سره ګډ وشریک دي. خو افسوس داده چي د بي اتفاقي رنځ اوبد بینیووبي علمیواوځان ځانیودوی سـره بیل کړي دي،چي علاج یي ډیری پوهي اوعلمي پرمختګونه غواړي. ده بــه ویل که پــه پښتو اوپښتنوالۍ مین خلک راپیداشي هــرومـروپه خپل ځانونه سمبال کوي ،اوخپل لوي کور به بیرته جوړه وي.. دی وایي :

که (دستوري)غـوندې خلک دافغان شي زمـا بــاورده چي به جوړپښتونستان شي

مګـرارواښـاد ډاکـټرکبـیروُکـولي شـول چـي پـه خپله ادبـي ګڼـه ګـونه ټـوله پښـتونخوااونـوره دنـیا ډکه کـړي. اوله پښتوسـره خپله مینه دهرپښتون دِژوندسرلیک وُګرځوي،که څه هم ترمرګه ورسته وي:
(که زماستوری په قبرچیری راشی * په پښتو راته دوعاکړه پری مین یم)
رښیا چي پــورتني بیت دارواښاد ډاکټرکبیرستوري له پښتوژبــي سره دِ هــغــه دحقیـقي میني ښکارنـــدوی ده، اوهـرپښـتون یـي چــي وُلـــوَ لــي پــه وینـه کي یي دپښـتونــولــۍ غــوزنــګ را وُخــوځـیږي، او پـه رګـونـوکي یـي احسا س وشعـور راوُتُخنـیږي،اولـه خپلي ژبـي سـره یـي مـیـنه دزړه پــه خـونـوکی پـه ټـوپـو بانـدي راشـي، نـورنـوورته دصـبر مجال پـاتي نشي،بیړه اوتلـوار کوي، چی خپل لاسـونه په دوعـا ارواښـاد ستـوري ته پـورته کـړي، اوخـپلي مټي دخپلي ژبـي دساتلو لپاره راوُنغـاړي،اودخـپل قـوم دخـدمت پـه لاره کي بـډي راوُوَ هي. چي دارنګـه اد یبـان وشاعران هرچاته قدرمن اوپه زړونوکي دِقداست مقام لري. سـره له دې چـي زه دِ ډاکـټرکبـیرستـوري د: ژونـد، ثقافت،ادب، شعر،لیکوالۍ، تأ لیفونـو، مجلسونو، کنفـراسـونو ،زیاره تـونو،اوسـفرونو..په هـکله پوره معلومات لـرم، چي داټـول شیان دلـوستونکي مینه دهغه له شخصیت اوپیږندني سره ډیره وي، خوزه په خپلـه هغه دپښتو دادب دبهـیرله لو یو لیډرانواودقـوم دراویښولوپه لاره کي له سترومـشرانواودپښتنود ممـبر- لکه څنګه یي چي له نوم څخه (ستوری) ښکاریـږي ـ ځلانده قد یس ګڼمه. ستوری وپښتو(مَیَنْ وُمَیَنَهْ): په دی کی شک نشته چي هرپه پښتو،پښتونوالۍ ،دین او وطن باندي باغیورپښتون به دارواښاد ډاکټرکبیرستوري کتابونه اوشعرونه خوراخوښوي او په ډیره مینه سـره به یي ګوري، داځکه چي دهغه ادبي آثاردپښتونخوا دغرونوپه لمنوکي هغه دخـاټـول پراته ګلونه دي چي په بوي باندي یي دهربااحساس پشتون مزاج نیشه کیږي اوعـقل یي پري رابیداریږي،چي له خپلي ژبي اوخپل قوم سره یي مینه ډیـریږي،اودپـیړیـو مړشعور یي راژوندي کیږي ، اودي ته تیارشي چي ټول بدخویونه چي دښمن ورته ورزده کړي پریږدي،او دپښتون اصیلو خویونوته راوګرځي..چي البته دارنګه مؤثر تأ ثیرات هرلیکوال په خپل قوم کي داصلاح په لاره کي نشي راپیداکولي،مګرزموږ ارواښاد وُکولي شول چي له خپل ذات سره په حقیقي مینه اودیره لوړه پوه،اوهرچاته په خپل مقبول شخصیت ،اوخـوږه ژبـه ،اونـرم ښایسته ا سلوب سـره ،خپل قــوم تـه دسعادت ونیکبختي لاره اواره کړي، او دخپلوهـد فونو دتحقیق لپاره پری روان شي ترڅو چي خپل مرام ته ورسیږي. :برسیره پردي کله چي ما دهغه دابیتونه چی وایي

سـاه مي واخله خـوپښتورانه وانه خـلې زه پښتون یم پـه پښتوبانـدي پـتمن یم کـه زمـا سـتوري پـه قـبر چـیـري راشـي پـه پښـتو راته دوعـاکـړه پـري مـیـن یم

ولوستل اوپه غوراوتأمل اوژوره کتنه کي مي چی پکښی وُکتل،راته څرګنده شوله چي په رښتیا سره دارواښاد ډاکترکبیرستوري مینه له پښتوسره دیوه عا دي انسان مـینه نـه وه ،پښـتو دهـغه – لیلا – وَه هغـه دپښتو– مجنون – وُه ،او دخپلـی لیلا دعـشق اوساتلي په لاره کي هرډول قرباني ته چمتووُه ، چي دپښتوپا تي کیدل یي دځـان ترپناه کـیدلوغـوره ګـڼل ، چي تر دینه نه نـویا لویه قرباني نشته چي مــین لـه خـپل ژونـد نـه تیر شـي مخکـي لـه دې نـه چي محبوبـه ورڅخه واخستل شي، دا خو دې دنیا په ناارامه ژوند کي چي له بدمرغیو اوتیریواوظلمونوڅخه ډ ک ده. خو داروا ښاد ستوري مینتوب په پښتو باندي دې دنیا دژوند په ختمیدو بــانـــدي نه ختمیږي، داځکه چي پښتو دهغه پت ، کرامت ،عزت او ابــرو ده ، او دا هغـه معنوي لوړ صفتونه دي چي په پښتوژبه کي په تر قیامته پـوري پــاتي وي ، چي په دنیاکي به دهرپښتون زیوراوګاڼه وي،او پـه قبر کي بـه دپښتو دهـرمین اومید اوارمان پوره کیدل وي،نوځکه به یي مینه د مین په زړه کي ترقیامته پره ته وي،که څه هــــم پـــه قـــبر کي وي ،اوهیله به یي داوي که چیري څوک یي پـه قـبر بانــدي راشي چـي دمحبوبي ( پښتو) پــه ژبــه بانــدي ورتـه دوعا وکړي ګوندي لوي څښتن یي قبولي کـړي ،چي محبوبـه یـي پـه د نیاکي لـه شـردښمنانـو وسـاتي اومحبوب یي په چنتونوکي ارواښادي وُ خوشحال کړي.پـــه دې کتنه او لیکنه زما دپښتونولۍ احساسات او جـذ بات دومره را وپاریدل چي نـورمي صبرونشو قلـم مي راواخست چي ارواښاد ډاکټر کبیرستوري ته مي دالاندي دوعا ولیکله ، چي ډیرو پښتنو ته ډیره په زړه پوري ګرځیدلي ده :ــ

راخــــــتـــلــــو تـــــه ډ یـــــر پـــه انــتــظـــــاروُه ښـه راغلاسـت لـــره دهــــرپښــــتون تـــیاروُه تل بـه ویــښ وی دپـښــــتون راویـــښـیدوته خــــو پښـــتون په ناپــوهـــی کی تارپه تاروُه د پښــتـواوپښــتـــنوغـــم کـــی بــه ډ وب وی دسیګــرت لــوګی به ســتاګــوتـوکی مـاروُه پــه جـــــرګــوومحــفـلــوکـی بـه حـــضـــوروی ځکـــه ســــــتادریــدل هـــرځــای کی په کاروُه داحســــاس راپــارول بــه وُه ســــــتاغــــږکـی هــــرپښـــــتون به په هـــرځـای کی تانه زاروُه غـــورزنګــونـه بـه هــرځای کی را پیداشــول چـــی اوازبــه دراخـــــپــورپـه کلـی وښـــاروُه ســـتاراتګ تــه بــه هــــرځـای کی سلامی وُه کـــه واړه وه کــــــه زاړه کـــــــه خـــــواروزاروُه پــه خـــپــل غـږدپښـــتوژبــه راږونـــدی کـــړه چــــی خـــــبــری او لیکلــــی بـه پـــری عــاروُه ددوزخ دژبـــی نـــوم به یــی پــری کـــیــښــود ګـــــزارونــه لـه هـــرخــــواپــری وراپــه وراوُه چـــی پښـــــتــون بـه شـــوپاچــا پښــتوبه لاړه چـــی لــګــــیــابــه تـــل پــــه ژبـــه ددربــــــاروُه ددربـــارژبـــه پــښــــتـوبــه پـه پـــښـــــتـون وه لــه ډهــــلـی تــــراصــفــــهــانـه چــی بــــاداروُه تـــاخـــــویـــونـــه دپښـــــتون دی بــیان کـــړی پـــه رښـــــتـــیاچــی پـښــتانـه ډیـــروفــاداروُه دوی دژبـــی خـــــدمــــتــونــه هــــلـــــــتـه کړی چــی یـــوه خــواکـی بـه تــوره بــل خـــواداروُه مـګــرولـی خــپـل خــــویــــونه ورنــه هــیردی بــیـرتـه پـاتی لکـــه ژونــــدکــی چی دغـاروُه پښــتانـه کــه په پښــتوبانـــدی راټـــول شول واربــی راشی لکـــه څـــنګـــه چـی یـی واروُه سـتــــاارواتــه پــــه پښـــتودوعـــا درلـــــیــږم پـــه پـــښـــتـــود ډیـــرمــــیـن زړه نــاقـــــراروُه نن هــغــه پـوهــان ښکاریږی پښــتونخـواکی چــی(صــافی)به ورته تل سترګــی په لاروُه

ـــــــــــــــــ پښتون پَمَنْ نده پَتْمَنْ ده:ـ زه فکــرکــوم چي پښتنانه له ډیر پخوا نه کـوچیان اومالداره خلک وه، په بیدیااودغــرونـو په لمنو کي یي ژوند کاوه، سره له دینه چي اوبه دِ دوی په وطن کی خــورا ډیري وي، خـودخوړلــواومال څړپه ځایونو پوسي بـه یي تل پلټني کـولي،اوپه خپل وطن کي به یي ژمي ختیځ اودوبي لودیځ لورته منزلونه کول،اوخپلي کیږدي اوتره پړبه يي دِاوښانوپه شاه له یوه ځاي څخه بل ځاي ته وړل او راوړل، چي ژوند به یي په ډیرو کړاونوکی تیریده .دوي لکه عربان غوندي شپانه نیستمن له ښارونواو حکمونونه لري خلک وه، له پوهي اوعلم نه به تل بي برخي اولري پاتي وه. عــربي قبا ئل خو بیا هم ترپښتني قبائلو څخه ښي وي، یو امتیازخویي درلـود، هغه داچي که له یوي خوابـه د - روم ـ اوـ فُـرس ـ حکمتونودې دوي په منځ کي بي اتفاقي اچـوله او دوي به یي یو پربل باندي سره وژل ، لـه بلي خوا داوه چي پـه- حیره – کي بـه فـُرس اوپـه – غساسنه – کي به روم یوعـربي حاکـم ټاکــه، چي په عربي قبائلوباندي دفُـرس اوروم دمصلحت لپاره پـرمانداري وکړي، چي په دي صورت به عـربــوالــۍ احساس او شعور لـه مـړه کیدو او وریکدو څخه په سا تلو کی وه ،چي لــه یوخوابه دقبا ئلومشرانـو او شاعـرانواولـه بلي خوا به دحا کمانوله لوري اړیکي سره روان وه، داچي حاکم بـه پـه اصل کي له عربانو وُه، خـولاس جـوړونکي بـه دِ بیګانه ګانـو وُه ، خـو سـره لــه دې بیاهــم دواړو طرفوبـه یوګــډ شعور واحساس درلــود هغه داچي دبیګا نـه لـه ظلمه ځانــونــه خلاص کړي، چي داقــومي شعــوردِ- ذي قارـ پـه جګړه کي چي دعـربواوفُرس ترمنځ تر اسلام نه لږمخکي وشو ي ده په ښکاره سره پکښی څرګندیږي. مګرپښتي قبائلو باندي فارسیانواوهندیانو بي له کوم پښتون وسیط او منځګړي حکومتونه کړي دي، چي دِ دوی مشرانواوشاعرانوته په حکم کي دګـډ ون برخه نــده ورکول شـوي، له ښارونه رټل شوي اوله علــم وپــوهي څخه محروم اوبي برخي شوي، او حکومتونـو دِ دوی په بي اتفاقي او یوپر بل بانــدي وژلـوکي تل هڅی کړي دي، او یـو د بـل دسرد پرې کولو لپاره یي ورته پیسي اورشـوتـونـه ورکړي دي،تــرهغي پــوري چي بد بیني اوبي اتـفا قـي دِ دوی پــه رګـونـوکي دسرطان رنـځ وګرځـیده،او دپښتواو پښتونـوالۍ احساس یي مـړشو، اوپـه پښــتو اوپښتونوالي باندي فخرکول اوویاړنه په سرپــرِیکَـوَنــه بانــدي بــدل شـو، تعلیم او ښونځي خو په هغو وختوکي دپښتنو په سیموکي دخوب لیدل اوپه خیالونـوکي ورتلل وُه ،چي زرګونه پیړي بي علم پاتي شول یوازي په معابدوکي بـه د یــني بودایي اومجوسي طقوس په نوروژبوباندي لوستل کیدل، اوپښتـــو پـه رسـمي او دیني مراسموکي دمړوژبو په ډله کي کیښودل شوي وَه.. مګر دپښتنو په غــرو او سینوکي ترټولو ژوندي ژبه پاتي وه،داځکه چي پښتون په پښتو بانـــدي پـتمن ده او بدون له پښتونه سوډراو یاپمن ده ،چي له پمنتوب څخه مـرګ ورته غـوره ښکاري . تردي پوري چي کوم پښتون پوه او ادیب اوشاعــربه کـه وغـــوښــتل چي په خپله ژبه لوستل اولیکل وغواړي ویریده به چي جــزا بــه ورته ورکـول شي،او یابه یي ژبه ورپري شي.. په داسي بد وبد بین حــال کــي پـشــتو ادب او شعر یوازي په سینوکي له پښتنوسره ګرځدیده اودقلم په څوکه او په کتاب کي یي لیکل ولوستل بخي وجود نه درلود ، داځکه چي بیګانه ګانو حکومتونونه غـوښتل چي پښتو ژبه ژوندی پاتي شی او نه داچي دِ دوي له ثقافت سره سیالي وکـــړي، همدا سبب وه چي پښتو اد ب پیړي پیړي شاته وتمبول شواو زرګــونه کلـونه له پښتنوسره د هغو په سینوکي په غـروکي بدون له کـوم پـرمختګ شاړه په شاړه اودره په دره کي ګرځیده اوپښتون ادیب او شاعربه له وړکتوب نه یا په فارسي اویاپه بله ژبه لیکني او لوستني کولي، چی له خپلي ژبي سره بـه یي احساس او شعور په ځان او بدن کي مړشو. اوکوم هغه چاسره به چي احساس دخپلي ژبي پاتي وه او غوښتل به یي چي خپل وجدان ژوندی وساتي ،اوخپلي ژبـي تـه څــه نا څه خدمت وکړي، نوبیا بـه یي پـه پټه سره دخپل قـوم تباه شـوي تراث اوادب پــه یـوه کتاب کي راټولاوه، چي له ویري څخه په یي دکتاب دسرلیک نـوم اویا خپل نوم هم په کتاب نشو لیکلي، چي ښکاره دلیل یي (پټه خزانه) کتاب ده. پښتانه رڼافکران:- 1-- داچي هــرشاعـراوادیـب دخپل کلچـر، کلتور، ژبـي او قــوم دِراکړو درکړو هنـداره ده،اودخپل چـاپـریال(محیط) دواقعاتــودانځــورونــوفـلـم جــوړونکـي ده، نــوهــرڅه ته بایــد په واقعي ډول سره انعکاس ورکړي،او قـلـم وکتاب یـي دې خپلي ټــولني دې ژبي ، دین ،اووطـن دې دفــاع اوســاتني لپــاره دهـــردښـمـن اویرغمل په مخ کي توره وسپروګرځوي. 2-- کـه پــرون دې تـورو او أسـونــو جنګ وه، زمــوږنیکونـو دښمن ته داسي درسونه ورکړي دی چي دنــړي ټـول اتلان ورتـه ګـوتـه په خوله دي،او زموږ دې وطن پـاکه خـاوره یـي دې دنـیا پـه تاریخ کي دې دښـمنانـوادیـره- مـقــبره ـ ګرځولي ډه، چي هر تیری کونکي او معـتدي ورڅخه عـبرت اخلي،او مـاغـزه یــي تل تــر تل ناقـرار وي، که له موږسره به سروهلوشی لکه چي دپښتنو اتل توریالی خوشحال خټک وایي:

لا تر اوسه یي ماغزه په کرار نه دي چا چي مـاسـره وهلي سرپه جنګ ده

3-- خــو نن پـه قـلـم او بمو جنګ ده ، الوتکي اوبمونه خو موږ نه لـرو خـو په نري څوکه قلم اوتسولاسونوبه دې هغه ظالم دښمن مقاومت کوو کوم چي ټوله نـړي یي لـه زورګیرۍ وجبروت څخه ویریږي، مګرزمـوږ لـه تسولاسـونواو نـریوقلمونوڅخه دومره ډاریږي، چی شپه ورځ له موږ سره دِجـوړښت لاري لټوي او دې مرګ وماتي خوبونه ورڅخه لیوني جوړوي:ـ

دې جوړښت لارغواړي ماتي نه ویریږي چـــا لــیـــد لي چي زمـا د قــلــم رنګ ده تـرقیا مته پـوري لاس بــه پـه غــوږووې اوریــدلي دپـښتون چـي چــاغـورزنګ ده پــه پـرده بـانـدي زموږلـه خاوري وُوْزي اوکه نه مرګ موهرخواکي درپه څنګ ده د(علی خان )پـښتونـخـواچاته تـابع نه شی ازمویـنه د(سکندر)کي کــه د(اورنګ ده)***

*** ا- سکندر: دیونان لوي اتل چی ترهند پوري یي فتوحات ورسیدل خوزموږپه خاوره کي له ماتي سره مخامخ شو. ب – اورنګ زیب مغولي بادشاه چي دتل لپاره په پښتونخوا کي بریا لي نشو. 4-- شاعر، ادیب، لیکوال اوژورنالست بایــد نـاپیلي وي تـرڅــو چي په عدالت سره دواقعاتو ترمنځ قضاوت وکړي،او که نه سپین وتوربــه ټـول ورڅخه ګـډ وډ وِي، باید چي دمنصب اومال تمه له چــا څخه وُنکړي،اوکه نـه دې خـپل ادب وُوِجدان سوداګربه وي، چي دخیر غوښتنه ورڅخه نـه کیږي،بــایــد چي ازاد وي، په خپله کتنه ،لیکنه،ستاینه،غـنـدنـه،لـوستنه..کـي دهـــیڅ یــوه طرف تابعت اوطرفــداري وُ نکړي، اوکـه نـه هیڅکله رښتیا او واقـعیت نشي لیکلي ځکه دوه مخالــفان هــریووایی چي دَی سم ده اوخصوم یي کوږ ده، باید دحق په ویلــو اوښکاره کولوکي ګونګي شیطان پاتي نشي، ځکه رسول- ص- وایي چي: الساکت عن الحق شیطان اخرص . 5-- نه نني ناارامه نــړي کي شاعر ادیب اولیکوال..بایـد دِظلمونــوغـند ونکي اوبي وزلوته لاس ورکونکي وي، اودیرغملو دِبیپتیوښکاره کـونکي اود نیول سویــو وطنو خلاصونـکي وي،دِ دیـوالـونو ترشاه اوتـرځمکولانــدي انسانانـو لیدونکي، اودهغوي اوا زدبشردحــقـوقــوغـونډوته رســــونکي وي،دانسا نیت دنیکمرغـیـوپالونکي وي اودجها لت دبــد بختیو لارنیونکي وي...تـرڅــو چي د بشریت په دړاندي خپله پاکه اومقدسه دنده سرته ورسوي. نـن زموږ دشاعـرانو اوادیبانو اولیکوالانو لپاره دشرم ځاي ده چـي دښځي په مادي صفتونـو پـوسي یي قلمونه راپورته کړي ويي سري شونډی، خماري سترګي، تـوري زلـفي، غونچي غولي... اوداسي نورمحسوس تشبیهات چي له آدمـه تر دِ دمـه ذکر شوي دي، چي دزرګونو شاعرانــوترمنځ پــه زرګــونــو زرګونــو واروتکراروتکرارشوي دي چي هیڅ مانا اوتأثیر نه نلري اونـه یـي څوک اوریدل خــوښوي ،فکرکوم چي دادې بیزوپیښي اودړندو په لاري تـلـلزموږ دپښتو شعروادب ترهرشعري فن څخه دغزل په جوړولـوکي ډیره لـویه برخه لري، او دشعر په نورو اغراضوکي ډیر کم پرمختګ لري، پـه خـاص ډول سره په هغو مادي اومعنوي غرضونوکي کـوم چي زمـوږدټـولني دژونـدپه ورځني حالاتو پوري اړه لري .
په درناوي
نوربیا علي خان صافي شاعر، ليكوال
Ali Khan Safi Poet, Writer
- بېرته شاته