(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه ولي په دومره لانجو كښې راګير شوي دي..؟

نن يو مخ پښتانه ولي په دومره لانجو كښې راګير شوي دي..؟ ګډه سياسى شننه هر چې ستاعيب وتاو ته ښكاره كړه په جهان كښې هم هغه ګڼه باران (خوشحال بابا) نن پښتون من حيث القوم په يوه بنده كوڅه كښې راګير شوى دى او د يوه سړى سر په دى نه خلاصى ږى ې څنګه ددهغه ناورين څخه د هغه ملت او قام راوباسى موږ چې نن په خپل تير تاريخى وياړونو ناز كوو نن زموږ پخوانى ننګول شوى او چيلنج شوى دى دا چې موږ به د هغه ناورين څخه د هغه خپل قام د دهغه ناورين څخه وباسو كه به په دى ناز كوو چې پدرم ماسلطان بود كوم قامونه چې پوه او نګيالى مشران او رهبرى لرى هغه دا سل كلو را روانو حالاتو چيړنه كوى او خپل قام په هغه روانه وى چې په شاد تلو څخه مخ په وړاندى روان شى خو د بده مرغه پښتنو افغانانو داسې مشران تراوسه نه دى موندلى كه موندلى هم وى هغو د خپلو غوښتنو او سوچ په رڼا كښې سياست كړى دى د ولس و غوښتنو ته غاړه نه دايښى او د مصلحت ياد نورو په ګټو پريكړى كړى او دخپل جائز حق څخه لاس پورته كړى دى چې بل خوابدى نه شى خپل پرواه نه لرى خو كشكى چې بلې لورې هم داسې سوچ لرلى او په خپل حق او برخه قناعت وار او صبر كولى نن چې موږ څنګه راګير شوى يو د نورو علتونو څخه يو علت هم دا دې نن چې پښتون په حيث د يوه قام څنګه راګيردى د بده مرغه مشران اوس هم ځان په دى نه خبروى رښتنى ناورين په اړه خپل ولس خبر كړى دوى داسې خبرى كوى لكه پارسى ويونكى چې وائى چې من چې مى ګويم او تڼوره چې مې ګوهې يا خو د هغه اوسنې مشران د پښتون په شخړو نه پوهيږى يا دا چې دوى دونى وس او توان نه لرى چې ولس د دهغه ناورين څخه وباسى يا دا چې د دوى واك او اختيار د بل په لاس كښې دى نو د هغه خبرى په د هغه غاړه ختم كړوو. په تورتوپك وښتلى راشى د بدنامى احوال دى مه راځه مينه. راشى چې نن د پښتنو افغانانو ويشل شوى وجود باندى خبرى اترى وكړو پښتون په دومرو برخو كښې ويشل شوى دى چې دهرى برخى جلا جلا ذكرونه شى نو د بشپړه قام په حالاتو باندى پوه نه شى كيدى ځكه چې يو د بل څخه دومره ليرى ساتل شوى دى چې يو د بل په حال خبر نه شى خو مننه د ننې ټيكنالوجى څخه كوو چې نن ددې لارې هر پښتون په خپل خپل ځائى په ګورم كښې راګيرى نو راشى چې نن د هري خوا د پښتون و ناخوالو ته خوږ كښيږدو او غواړم چې موږ خبره د سويلى سيمى چې د بلوچستان پښتانه ورته ويل كيږى ددې ځائى څخه پيل كړو او په ټولو برخو باندى ځغلنده رڼا واچوو خو په كاردې چې حقيقت او رښتيا وړاندى كړو نه دا چې د نورو په ضد خبره وكړو او داخبره ونه كړو چې دا نړۍ وال سازش دى يا دخپلو ګاونډيانوبى وفائى ده خو بيرته هم موږ پښتانه او افغانان به پړه يو چې موږ خپل غم ولې په وخت ونه خواړى. ۱..لومړى موږ راځو د بلوچستان د پښتنو په حالاتو لكه څنګه چې څرګنده ده بلوچستان د پاكستان يو داسې ايالت دى چې پښتانه او بلوڅان نيم په نيمه ژوند پكښې كوى د ډيورنډ د كرښې د لويدو وروسته د هغه ټوله سيمه د انګريز و لاس ته ولويده چې په هغه وخت كښې وړوكى وړوكى نوابى وى او د قلات د خان لخوا مايه كيدى او كوئټه ښار چې په بشپړه د پښتنو ښارو څه وخت دپاره د قلات د خانى سره وتړله خو بيا وروسته انګريزانو د برټش بلوچستان په نامه د يوه بيله انتظاميه لاندى راوسته چې ټوله پښتنې سيمه او و كرښه ته ورځرمه د نوشكى يا چاغى ټوله برخه وه چې د انګريز دتلو سره د هغه سيمه و پاكستان كښې ورپاته شوه بيا كوئټه او قلات ډويژن جوړشو چې په ۱۹۷۰ء كښې بيا ټوله پښتنې سيمه او بلوڅ د عوامى نيشنل ګوند په مرسته چې مشرى ې ارواح ښادخان عبدالولى خان كوله د بلوچستان ايالت جوړ شو كه څه هم ددې دپاره پښتنو او بلوڅو دواړو وږه په وږه مبارزه كړى وه سرشميرنى په چارو كښې چل ول وكول شو د بلوڅو مشران په دى پوه و دوى خپل شمير زيات كړى او پښتانه هم داسې په لږكيو بدل شول ولې چې داسې مشر نه وو چې دوى ته لارښودنه كړى وى چې هغه جائز سرشميرنه خو دى وكړى ددې وروسته په وارو وارو د ملك په سر په ايالت كښې سرشميرنه وشوه خو بيرته هم هغه غبرګون وليدل شو بهر حال په ۱۹۷۱ء كښې عام ټولټاكنى وشوى په پښتنى سيمه كښې ملاصاحبانو د اسمبلى زياتره چوكى ترلاسه كړى او بلوڅ قام پرستو زياتره چوكى وګټلى او دوى ايالتى حكومت جوړ كړى چې د پښتنو هغه د دوى ملګرى و هغه ې شاته كړو بلكې پښتانه ې د سره څخه اير كړو ولې چې د پښتنو استاځيتوب ملاصاحبانو كولى چې هغه خو د قام د نوم څخه كركه كوى خو ددې سره سره چې بل لورې څه كوى د ۱۹۷۰ء څخه نيولى تر ۲۰۱۰ء پورې چې كله هم ټولټاكنى كيږى د پښتنو استاځيتوب ملاصاحبان كوى چې د شريعت په هيله تراوسه په حكومت كښې ناست دې چې د هغه پايلې دا شوى چې پښتانه په لږ كيو بدل شول ايالتى حكومت په چوكى كښې برخه دهيڅ څه برابره شوه او په ايالتى بجټ كښې چې د كال په اوږدو كښې څومره كارونه كيږى په هغه كښې د پښتنو برخه ډېره لږ ده آن دا چې پښتون نن په خپله خاوره كښې بيګانه دى چې د كوئټى په ګډون د سيوى ښار باندى داداوه كوى چې دا د دوى ښارونه دى. ۲.. اوس راځو منځنى پښتونخوا يا قبائيلى سيمو خبره را اخلو چې ددې سيمى په اړه هر څوك او نړۍ وال خبر دى چې د نړۍ د وروسته پاته سيمه ده چې نه زده كړى او تعليم پكښې دى نه روزګارنه د روغتيا چارى شته چې نه زراعت لرى نه صنايه ځكه چې دوى د روزګار پسې و كراچۍ د پاكستان نورو ښارو ته وتلو ته اړدى چې زياتره د موټرانو ټرانسپورټ كار كوى. او په كراچۍ كښې ځائى موټر بسان لرى اوس ويل كيږى چې قبائيلى سيمه ته تهره ګر او وران كار راغلې دې چې ړندى بمبارى پكښې كيږى چې څومره عام پښتانه مشران كشران پوهان او علماء به په د هغه پيښو كښې وژل شوى وى په دى هيڅوك نه دى خبر ولى چې د دوى په وينا اوس هم وران كار الته په مورچو كښې ناست دى اوړندى بمبارى روانى دى او دا څرګنده نه ده چې د هغه ناورين به تر كله روان وى رښتيا خبره داده چې د قبائيلو اولس اوس په خپل كور كښې بې واكه دى. ۳.. اوس په راشوو هغه سيمى ته چې اوس اوس ې د قام پرستو په وينا د نيكه او بابا نوم ګټلى دى هغه خيبرپښتونخوا ده چې د هغه وخته څخه ې قام پرستو ګوندو چې مشرى ې باچاخان او ولې خان اجمل خان خټك او افضل خان لالا او تنورو ډېرو كوله د دوى مخ ته هم علماء صاحبان ولاړوو چې د قومى اسمبلى او ايالتى اسمبلى چوكى به دوى ګټلى او استاځيتوب ې كاوى خو ددې ايالت زياتره اوسيدونكى په نورو دائمى حكومتى ګوندو كښې برخه لرله او دوى دپاكستان په حكمرانه ډلو كښې راتلو او په پاك پوځ كښې هم لويه برخه لرله نو دوى د داسې ستونځو سره مخامخ نه و خو دوى ونه كړل شول چې په خپل ايالت كښې كارخانى جوړى كړى چې هغه په لكاو كسانو ته د روزګار چارى برابرى كړى چې تر ټولوزيات پښتانه هم ددې كبله په كراچۍ حيدرآباد يا دخليجپه نورو ملكو كښې په خوارى پسې تللې وتلې خو د پاكستان په تاريخ كښې دالومړى وار دى چې قام پرست ګوند عوامى نيشنل په لويه كچه د ايالتى اسمبلى چوكى وګټلې او حكومت ې جوړ كړى اوس ې د حكومت څو مياشتى نه وى شوى چې د دوى په خوله د تهره ګرو د بريدورباندى پيل شو چې عوامى نيشنل ګوند مشران د اسمبلى غړۍ لارښودان د ګوند غړۍ آن دا چې د اې.اين.پى مشر لارښود محمدافضل خان په موټر كور باندى وسله وال بريدونه وشول چې ځانى او مالى زيان ې ور ورسوى او پخپله ددې ګوند مشر اسفند يار ولى خان باندى يو ځان وژونكې په داسې حال كښې بريد وكړى چې په خپله هجره كښې دوى د اختر امباركى اخستله دده ساتونكې ځان ترده تېر كړى او نوموړى ژوندى پاته شو او نور يو شمير مړه او ژوبل شول د اې.اين.پى په سلاو غړۍ ووژل شول او اوس هم وژل كيږى او د اين.پى مشران ودى ته نه ايله كوى چې دخلګو مينځ ته ورشى ولې چې دوى د دهغه ناولده وران كارو په نخښه باندى چې بيا دوى ونه كړل شى چې ولسى سياست وكړى همپه دهغه وخت كښې په پخوانى سرحد او اوسنې خيبرپښتونخوا كښې ځان وژونكې بريدونه چاودنى او پښتنو وژنى داسې پيل شوى چې داسې ورځ نه تېره ده چې په بازارو په ګڼه ګوڼه په جماتو جنازو هجرو ښوونځيو او عدالتو كښې وژونكې بريدونه پيل شول چې اوس هم دوام لرى خبره هغه وخت نوره كركى شوه چې كله د سوات په سوله ييزه جنت غوندى سيمه باندى ناولده وسله وال د طالبانو په نامه يرغل وكړى اوځائى خلګو په وژنه اوځورونه ې لاس پورې كړى اوپه د هغه باندى قيامت جوړ شو چې د سوات ملاكنډ لږ خلګه ودى ته اړشول چې په عجله او بيړنى ډول ګډى وكړى اوډېر څه سپين ږيرى د كورشيان څاروى ې دويرى ايله كړى او دوى د مردان پيښور او نورو ځايو ته ګډه شول او په درې څلور ورځو كښې د ملاكنډډويژن په سره دونى كښې ۳۰ لكه خلګ كډه مشرى ې باچاخان او ولې خان اجمل خان خټك او افضل خان لالا او تنورو ډېرو كوله د دوى مخ ته هم علماء صاحبان ولاړوو چې د قومى اسمبلى او ايالتى اسمبلى چوكى به دوى ګټلى او استاځيتوب ې كاوى خو ددې ايالت زياتره اوسيدونكى په نورو دائمى حكومتى ګوندو كښې برخه لرله او دوى دپاكستان په حكمرانه ډلو كښې راتلو او په پاك پوځ كښې هم لويه برخه لرله نو دوى د داسې ستونځو سره مخامخ نه و خو دوى ونه كړل شول چې په خپل ايالت كښې كارخانى جوړى كړى چې هغه په لكاو كسانو ته د روزګار چارى برابرى كړى چې تر ټولوزيات پښتانه هم ددې كبله په كراچۍ حيدرآباد يا دخليجپه نورو ملكو كښې په خوارى پسې تللې وتلې خو د پاكستان په تاريخ كښې دالومړى وار دى چې قام پرست ګوند عوامى نيشنل په لويه كچه د ايالتى اسمبلى چوكى وګټلې او حكومت ې جوړ كړى اوس ې د حكومت څو مياشتى نه وى شوى چې د دوى په خوله د تهره ګرو د بريدورباندى پيل شو چې عوامى نيشنل ګوند مشران د اسمبلى غړۍ لارښودان د ګوند غړۍ آن دا چې د اې.اين.پى مشر لارښود محمدافضل خان په موټر كور باندى وسله وال بريدونه وشول چې ځانى او مالى زيان ې ور ورسوى او پخپله ددې ګوند مشر اسفند يار ولى خان باندى يو ځان وژونكې په داسې حال كښې بريد وكړى چې په خپله هجره كښې دوى د اختر امباركى اخستله دده ساتونكې ځان ترده تېر كړى او نوموړى ژوندى پاته شو او نور يو شمير مړه او ژوبل شول د اې.اين.پى په سلاو غړۍ ووژل شول او اوس هم وژل كيږى او د اين.پى مشران ودى ته نه ايله كوى چې دخلګو مينځ ته ورشى ولې چې دوى د دهغه ناولده وران كارو په نخښه باندى چې بيا دوى ونه كړل شى چې ولسى سياست وكړى همپه دهغه وخت كښې په پخوانى سرحد او اوسنې خيبرپښتونخوا كښې ځان وژونكې بريدونه چاودنى او پښتنو وژنى داسې پيل شوى چې داسې ورځ نه تېره ده چې په بازارو په ګڼه ګوڼه په جماتو جنازو هجرو ښوونځيو او عدالتو كښې وژونكې بريدونه پيل شول چې اوس هم دوام لرى خبره هغه وخت نوره كركى شوه چې كله د سوات په سوله ييزه جنت غوندى سيمه باندى ناولده وسله وال د طالبانو په نامه يرغل وكړى اوځائى خلګو په وژنه اوځورونه ې لاس پورې كړى اوپه د هغه باندى قيامت جوړ شو چې د سوات ملاكنډ لږ خلګه ودى ته اړشول چې په عجله او بيړنى ډول ګډى وكړى اوډېر څه سپين ږيرى د كورشيان څاروى ې دويرى ايله كړى او دوى د مردان پيښور او نورو ځايو ته ګډه شول او په درې څلور ورځو كښې د ملاكنډډويژن په سره دونى كښې ۳۰ لكه خلګ كډه شول او بې ارزښته شول داخوي داځائي خلګو كور ودان و زياتره كډوالو ته په خپلوكورو كښې ځائى وركړي چى د څو مياشتو وروسته دوي هغه وخت وخپلو كوروته ستانه شول چى كله وسله وال پوځ په دهغه وران كارو جنګى عمليات پيل كړو چى ټول سوات ملاكنډ د بنير او نور ځايونه ئې پخپله ولكه كښې اخستى و دا عمليات هغه وخت پيل شول چى د جمعيت العلماء اسلام مشر وويل چى تش په نامه طالبان اسلام اباد ته رسيدلى شي خو ترپايه دا څرګنده نه شوه چى دهغه وران كار څوك و او دوي چيرى ولاړو خو دهغه وران كارو بيله د وراني او بربادي بل څه نه پريښودل. ښوونځى،كالجونه،دفترونه،روغتونه،څړكونه،پلونه او هر روغ شي ئې داسي وران كړل چى دبيارغونى دپاره به په اربو ډالرو ته اړتيا وي يو بله ځپه بل په هغه ايالت راغله كله چى د پاكستان پارليمنټ ودهغه ايالت نوم د ډيرو بې ځايه وينا، وروسته خيبر پښتونخو او نوموى او د هزاره لږكي راپورته شول چى زياتره پښتانه دي خو دوي خپله ژبه پښتو ايره كړي ده غوښتنه وكړه چى دوي ته دي دهزاره په نامه جلا ايالت وركول شي مظاهري كار بنديځونه مرګونه او ژوبلى پكښى وشوي او د مسلم ليګ ګوند ودي ته ښه بادوركړي ددي وروسته بيا دهغه اوسني بارانونه او د اوبو سيلونه راغلو چى په تاريخ كښې ددى ساري نه ليدل كيږى خو د بده مرغه ددهغه ايالت د خلګو په دي اړه دا سوچ نشته چى دا ټول څه ولي ددوي سره وشول او چاوكړو. ۴. كراچۍ دا خبرى دومره اوږدي دي چى كتابونه باندي ليكل كيدى شي خو موږ خبرى راټولوو چى د پښتون افغان د شخړو ريښو ته ورسيږو اوترخپله وسه داهڅه وكړو چى يوه لاره ورته په ګوته كړو ولي چى پښتون دا وخت دتاريخ ديوه كړكيچن دورڅخه تيريږى كه رښتنى قام مين او په خپله خاوره سرور كونكى پټه خوله پاته شي او څه لاره ليكه په ګوته نه كړي او دهغه د عملىكولو هڅى ونه كړي(تر خپله وسه) دا به د پښتون افغان قام سر پړه وي ولي كه داسي ونه شې نوبيا داويره ده چى دهغه ولس پوه پناه يا د غلامي و منګولوته ورو لويځى چى هرڅه به دلاسه وركړي كه په دي كښى څوك ژوندي پاته كيږي كه وژل كيږى ځكه چى مرګ يوه ورځ راځى ځكه چى هغه كله په بستره او كله د شهادت وي خو د هر چا غوښتنه بيله وي دانه چى پښتانه د چا وجغرافيه ته زيان رسول غواړى بلكى نن د پښتانه افغان د مرګ او ژوند پريكړه ده موږ غواړو چى خپل دهغه ځپل شوي قام ددهغه د كلو كلو د ناورين څخه د را استلو هڅي وكړو خوكه بيا هم د پښتون د خلاصون دپاره څوك هڅي كوي او په نور بده لګيږي خو په كاردي چى موږ باك پكښې ونه كړو كه زړه ئې هم چيوي. كراچۍ د پاكستان يو داسي سمندرى او لوئى ښار دي چى د ملك د هري خوا وګړي په دي ښار كښې ميشته كيږى چى ځان ته او كورني ته ډوډي او روزګار پيداكړي نو ځكه ودي ښار ته وړوكي پاكستان دي او د پاكستان يو قام په دهغه ښار دا داوه نه لري خوكه د تاريخ په اوږدو كښې ورته وكتل شي نو دا ښار باندي بلوڅ يا بيا سندهى داوه كوي شي پښتانه كه څه هم په كراچۍ داوه نه لري خو داخبره كوي چى د ملك ټوله ښتمني هم په دي كراچۍ كښې سره راټوله شوي ده نو ځكه چى د پاكستان دهرى خوا څخه راغلي په دهغه ښار كښې كار او ژوند كوي شي خو يوه ډله چى ايم كيو ايم په نامه ده د پښتنو څخه وروسته پاكستان ته د اسلام په نوم ودي ښار ته راكډه شول چى ورو ورو ئې دا داوه كول پيل كړل چى دا ددوي ښار دي پښتانه چى ددهغه هندي كډوالو دمخه ډير وګړي په كراچۍ كښې لرل نو ځكه ددوي ددهغه داوي په مخ كښې پښتون لوئى خنددي نو ځكه چى دوي نه يواځى په پښتنو خپله برلاسى غواړي او داغواړي چى پښتانه دومره مجبوره كړي چى دوي د كراچۍ وپريښولوته اړشى ځكه چى په كراچۍ كښې يو چرګ هم ووژل شي دوي موټر بسانو او ركشوته چى زياتره د پښتنو دي اورونه ورته وركوي په يوه ليري كوڅه او څړك كه پښتنو چائينكى هوټل وي هغه سوځى ريرهى سوځى او كله چى يو مهاجر څوك مړكړي دوي د پښتنو په وژنه لاس پوري كړى او چى هر څوك چى په مخه ورځي نه دي سرګوري نه ئې مال ګوري چى څومره زيان پښتانه ته رسيږى چى ددرې څلوروكلو څخه په كراچۍ كيږى غبرګيږي راغبرګيږى او په مياشت كښې دوه درې واره دهغه عمل كيږى چى د پښتنو په لويه كچه مرګونه اومالى زيانونه شوي دي چى ددهغه هندي كډوالو مخ نوي څوك نه شي كولي ولي چى په دولت كښې ددوي لويه برخه ده پښتون نن هرځائى د تهره ګر طالب او القاعده په نامه وژل كيږى كه هغه د نړۍ په هر كونج كښې وي. ۵.افغانستان: موږ د افغانستان په تيروناخوالو خبرى نه كوو ولي چى دا ټولوته څرګنده ده چى د كال ۱۹۷۸ء څخه تركال۲۰۱۰ء پوري چاڅه وكړو دا هم د افغانانو كاردي چى دوي رښتنى واقعات وخپل ولس ته وړاندي كړي د ۱۹۷۸ء دمخه څه كيدلويه دي باندي هم دوي كتابونه وليكى دلته يواځي موږ دهغه پيښو په اړه څه ليكل غواړو چى وخپل ولس او نړۍ والوته دا ورښكاره كړو چى په دهغه خوارقام باندي څه تيريږى آيا دا نړۍ واله سيه او سازش دي كه داهرڅه موږ پخپله كرلى دي او اوس ئې فصل ريبو..؟ موږ دلته يو ليك چى سرليك ئې دي د پښتنو په خلاف تعصب ولسمشر اوباما ته يو ليك چى اوس اوس په انټرنيټ باندي راغلي دي چى د ډاكټر زير كيار ډاكټر مصداق،ډاكټر ميركى او ډاكټر برهانى لخوا تيار شوي او ښاغلي ته استول شوي دي ليك ډير اوږد دي خو دلته ځانګړي ځايونه وړاندى كووځكه چى د پښتنو شخړي او ناخوالي دومره ډيرى دي چى داسى نه وي دا ليك كتاب بڼه خپله كړى په هر صورت. داچىپه افغانستان كښې ددي هيواد د بنسټ ايښوونكى څوك دي او په تيرو دوو نيمو پيړيو كښېد خاوري ساتنه چاكړي ده.۲. د افغانساان په سلوكښې 62 پښتانه د افغانستان ترټولو زيات دي. ۳. د تاريخ په اوږدو كښې د ګاونډي هيوادو پاكستان او ايران لخوا ناوړه چلند كيږى او دي سره سره د طالبانو د رژيم د نسكوريدو وروسته پښتانه د راغلو باندنيو ځواكو لخوا هم دناوړه چلند ښكاردي.۴. د افغانستان په ۱۸۰ ملين وګړو كښې ۱۳۰ پښتانه دي چى د طالب او القاعده په سترګه ورته كتل كيږى او د ښځو او ماشومانو په ګډون د تهره ګري په نامه وژل كيږى. ۵. د افغانستان اوسني خوايى هغه وخت وكرل شوه كله چى طالبانو د امريكا د تيلو د شراكت يو نو كال په نوم شراكت په ځائى د ارجنټائن د بل شراكت سره په ښه غوښتنو لوظ نامه وكړه چى تيلو او ګيس نليكه به دهند تر سمندر رسوله ځكه چى امريكا دا انګريى وه چى په افغانستان كښې رژيم رانسكور كړي چى د يو نو كال پروژه عملي كړي ولي طالبانو چى څه غوښتو هغه د امريكا په زيان وي دي سره سره چى وطالبانو ته وويل شول چى ددوي خبره دي ومنى كنې تر بمانو لاندى به راشى.۶. د پښتنو سره د شمال ټلوالى تعصب روان دي او د افغانستان په استاځيتوب په هر څه ئې خيټه اچولي ده. ۷. توله جګړه په پښتون ميشته سيمو كښې روانه ده. ۸. په جنګ ځپلو سيمو كښې زده كړي نه شي كولي او په كابل كښې وپښتنوته د لوړو زده كړو موقعه او اجازه نه وركول كيږى آن دا چى په باندنيو ملكو كښې چى لوړو زده كړو كښې و پښتنوته موقعه او وارنه وركول كيږى او په شمالي ولايتو كښې د پښتو زده كونكو سره تعصب كيږى په دي اړه ليكوالو ډير څه ليكلى دي چى دلته ئې ذكر كول ګران دي. ۹. نصابى كتابونه سياسى بڼه لري چى قومى كركه رابرسره كوي.۱۰. دا چى په ۱۹۹۲ء كښې دسيى ائى اي لخوا په كال ۱۹۹۲ء د نړۍ والو حقائق نومى كتاب كښې د پښتنو شمير راټيټ كړي دي. د افغانستان راروان سياست وهرچاته څرګنديږي چى كومه بڼه خپلوي چى د پښتنو په مركز كښې دا حال وى نوبه د مركزڅخه ليرى پښتنو به څه حال وي خو اوس وخت ددي نه دي چى يوپه بل نيوكي وكړو خبره داده چى آيا موږ د دهغه شخړو څخه د هغه ځپل شوي قام خلاصون ته راجګيږ وكه سرد هر چاو لوټي ته نيسو چى هر څه راسره كوي..؟ يا داچى دعمل وډګر ته راوځوولكه په هغه كښې څومره مشكل وي ولي چى نن دخبرو اترو او د وينا ګانو وخت نه دي نه د شاعر په جذباتى شعر زموږ دهغه شخړي اوارولي شي نه اوږده ليكو نو دلاري د پښتانه ستونزي ختم كيدي شي نه په ژړا او زاريو موږ دهغه ناورين دمنځ څخه وړي شونه داچى موږ د تيروتنه وكړو چى نړۍ ناخبره ده نه نړۍ موږ ددهغه خواريو څخه استلى شى يواځي پښتون افغان پخپله دهغه نړۍ والي د سيسى وركولي شى خو څنګه..؟ - بېرته شاته