(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

له خټك ( ملي شاعر او سياسي مشر ) سره يوه مركه

ښاغلى اجمل خټك د پښتنو يوه مبارزه او وتلې څېره ده. د ژوند په اوږدو كې يې د پښتنو د حقوقو په نامه مبارزه كړې او په دغه لاره كې يې ډېر كړاوونه او ستړياوې ګاللي دي. د زندان له ترخو څخه نيولې بيا د مرګ تر ګواښونو پورې دا هر څه يې پر سر تېر كړي او زغملي دي.. ښاغلى خټك د سياست تر څنګ د پښتو ژبې يو نومتى شاعر، ليكوال او خبريال دى، چې په دغه لړ كې يې ښه د حساب وړ كتابونه ليكلي او خپل ولس ته يې وړاندې كړي دي. په پام كې وه چې له ښاغلي خټك سره يوه زړوره مركه وشي، خو له بده شامته اوس د ښاغلي خټك روغتيايي حالت ډېر خراب دى، دومره خراب چې ان دغه ګپ شپ او مجلس هم ورته له زغم او حوصلې وتلى كار و. خو د ناروغۍ په دغه ناوړه حالت كې چې نه ګرځېدى شي، نه يې سترګې سم كار كوي او نه هم د زياتو خبرو حوصله لري، يو منظم او مېلمه پال دى او د يوه درون پښتون ټول صفات يې په ځان كې رانغښتي. كله چې د خټك صاحب د پوښتنې په نيت د هغه دېرې ته لاړم، نو د خټك صاحب له دريو خواخوږيو پرته نور څوك يې په دېره كې نه وو. تر ډېر لږ انتظار وروسته دريو كسانو تر لاسونو نيولى او هوجرې ته راغى. د خټك اوسنى ژوند فقيرانه دى، ساده هوجره لري چې درې څلور كټونه په كې پراته دي. ساده اغوندي او ساده خواړه خوري. لباس، خواړه او كور يې د خپلو كليوالو تر هغو هېڅ توپير نه لري، كېداى شي كيلوال تر ده ښه خوري او اغوندي، خو د ښاغلي خټك ژوند ساده دى. ښاغلى خټك ډېر سوكه سوكه غږېږي، داسې نه- لكه مخكې چې به ګړندى او په لوړ غږ غږېدو. كه سړى ورسره په ټليفانه خبرې وكړي، نو له ورايه به ورته څرګنده شي چې ناروغۍ څومره كمزورى كړى دى. دريو كسانو چې خټك صيب پر څوكۍ كېناوه، نو تر ستړي مشي وروسته مو دا مركه وكړه چې ستاسې مخې ته يې ږدو: قدرمن خټك صاحب، تاسې د پښتنو د حقوقو لپاره ډېره مبارزه كړې، خو دغه مبارزه مو څه مهال پيل كړه؟ ګوره ګل مې يې، دا ته چې ناست يې دا هوجره، دې ته د خټكو، يو مركزي حيثيت حاصل و. دغه غر چې ښكاري د دې نه ها پلو خوړ علاقه ده او خټك دي، چې اكوړه خټك ورته وايي. اكوړى چې و، دا د مشرۍ ځاى و، زموږه هوجره چې وه دا ولسي ځاى و، هوجرې خو نورې هم وې، خو هغه د خانانو او ملكانو وې او دا د ولسونو هوجره وه. باچا خان چې كله د انګرېزانو خلاف تحريك شروع كړ، زموږ هوجره چې وه، پخوا هم د انګرېزانو او شاه شجاع خلاف جنګېدلې وه. د انګرېزانو دغه هوجره بده راتله، نو ځكه باچا خان دلته زموږ هوجرې ته راغى. د باچا خان يو دوست و، كريم چاچا نوم يې و، هغه سره يې پېژندګلو وه. له كريم چاچا سره د باچا خان مخكې پېژندګلو وه. نو كريم چاچا دلته دغې هوجرې ته راوستو. او دلته د خدايي خدمتګار تحريك په د خټكو په سيمه كې شروع شو. دغه وخت كې زه ماشوم وم. نو د هغه ماشوم والي راهيسي په دغه فضا كې رالوى شوم. نو باچا خان چې زه وليدم، ځان ته يې جوخت كړم. په سر يې راله لاس ووهلو او ويې ويل: بچو ستاسو لپاره يې ګټو. دغه خبره زما په ذهن كې پاتې شوه او د هغه لاس زما په سر تېر شو، نو زه ګڼم چې زما په وينه كې خو خوشال خان و، په ذهن او فكر كې مې باچا خان هم راغى. نو بيا سياست زما د مكتب په وخت كې شروع شو. بيا له مكتب نه پس په ۱۹۴۲ كې چې د پېرنګيانو خلاف هندوستان، ګانګرېس او موږ دلته خدايي خدمتګارو ټول د انګرېز خلاف وو او په همدغه كال ګانګرېس فيصله وكړه چې انګرېزه له دې ملكه وځه، چې دې ته وايي Quit India يانې هندوستان پرېږده. دغه وخت چې زه په مكتب كې وم له هغې مخكې موږ هم سرې ټوپۍ (خولۍ) پر سر كړې او ويل مو چې موږ جهاد كوو. نو بيا هغه وخت چې زه په پېښور كې وم، نو د انګرېزانو خلاف مو جد و جهد كاوه او باقاعده به مو د پېښور د سكولونو هلكان راجمع كول، جلوسونه او جلسې به مو پرې كولې اوانګرېز ته به مو ويل چې ته وځه. وغه وخت كې د هلكانو مشر چې و هغه يونس جهان و، چې بيا په هندوستان كې پاتې شو او هلته ډېر لوى سړى شو. نو يونس جهان زموږ مشر و او همدغه وخت ما په سياست كې باقاعد برخه واخيسته. تاسې چې كله سياست ته ګډ شوى، نو عمر به مو هغه وخت څومره و؟ دا عمرونه خو سړي ته نه يادېږي، خو كله چې پاچا خان زموږ كلي ته راغى، هغه وخت زه لږ ګرځېدلى وم. زه يې په تندي ښكل كړم، نو زما اندازه دا ده چې د اوو اتو كلونو به ومه او چې باقاعده سياست ته داخل شوم، نو دا وخت زه په مكتب كې وم. تاسې مخكې كريم چاچا ياد كړ، كه د هغه په اړه معلومات راكړئ، هغه څوك و؟ كريم چاچا چې و، هغه د څرمنو د ګډو تجارت كولو. اوتمانزو ته به تلو، له هغه ځايه به يې ګوډي راوړل، څرمنې به يې دلته پخولې. له پاچا خان سره يې پېژندګلوي وه، همزولتيا يې ورسره وه. پاچا خان خو په پښتنو ګرځېدو. خو دا چې له كريم چاچا سره يې پېژندل، نو دلته له هغه سره راغى. بيا د كريم چاچا ټول ټبر او دلته په كلي كې چې زموږ څوك وو، هغه ټول خدايي خدمتګاران شول او له پاچا خان سره ودرېدل، بغير له غټانو او د پېرنګيانو له ملګرو څخه. خو د كريم چاچا ټبر په ډېر نرتوب سره تر اوسه پورې ولاړ دى. خټك صيب، يانې تاسې دا وايئ چې كريم چاچا سياست ته ورګډ شو او خپل تجارت يې پرېښود؟ نه، داسې نه وه، هغه سياست ته رانغى، هغه خپله په دې بازار كې د څپلو او پڼو دوكان درلود، ښه لوى دواكان يې درلود او ښه شتمن سړى و. ده خپل تجارت كاوه، خو د هغه وروڼه، زامن او تربوران سياست ته راغلل او سياست يې كاوه. خو ده د سياست ملاتړ او سپورټ كاوه. يانې هغه خپل كار و بار هم كاوه او د سياست ملاتړ يې هم كاوه. ستاسې سره په دغه مبارزه كې د كورنۍ نور كوم غړي شريك وو، كه نه ته يوازې وې؟ زه خو د ټولو كشر وم، او ما مخكې وويل چې زموږ ټول ټبر چې په دې هوجره پورې تړلى دى، د خوشال بابا اولاد او له دې نه علاوه هغه خلك چې زموږ سره دلته اوسېدل، د كلي قاضيان، د كلي شيخان، د كلي دوكانداران ټول زموږ سره ودرېدل. تر دې چې زما يوه خور وه زما نه مشره، هغې لږ لوستي وو، په ليك لوست پوهېده، هغې به د پښتون رساله لوسته او په دې كورونو به ګرځېده او خلكو ته به يې لوسته. او په دې هوجره كې به پښتون رساله خلكو لوسته او اورېده. تاسې خپله خور ياده كړه، څو خويندې او وروڼه لرې؟ يو ورور يم، يانې د پلار يو زوى يم او څلور خويندې مې وې. نورو خويندو مو ليك لوست كولى شو؟ مشره خور مې چې زه ماشوم وم، واده شوې وه، اصلي لوستې هغه وه. يوه مې ترور وه، د مور خور مې، هغه ډېره لوستې وه، هغې به دا كتابونه چې وو وفاتنامه، جنګنامه او نور د پښتو كتابونو به يې لوستل. او هغه نورې خويندې مې لوستې نه وې. ستاسې په كورنۍ كې له تاسې پرته نور چا هم شاعرې كړې؟ له ما څخه علاوه، زما د تره زوى و، شاهين يې نامه وه، هغه هم شاعر و، هدايت الله خان ټيكه دار هم شاعر و، اوس دا دى ميا ګل جان هم شاعري كوي. زوى مې دى اېمل. هغه ښه ليكوال دى، ښه زبردست ليكوال دى او صحافي دى. ستاسې اېمل، خپل زوى مو ياد كړ، نو څو اولادونو لرئ؟ د هغه يو زوى دى يوه يې لور ده. نه، د اېمل اولادونه نه ښيم، ستاسې خپل زامن او لوڼې يادوم؟ زه درې زامن لرم او دوه لوڼه لرم. زامن دې څه كار كوي؟ يو د ملك نه چېرته بهر دى، زه چې كله په كابل كې وم، هغه له هغه ځايه بهر لاړ، بيا نه دى راغلى. يو اېمل دى او بل ميرويس دى. ميرويس په كور دى او زما څومره ليكنې، شعرونه او كتابونه چې دي هغه يې سمبالوي. د پاچا خان په كورنۍ كې د هغه ورور، او ټول زامن يې په مبارزه كې ورسره شريك يادېږي، كه ته د خپلې كورنۍ په اړه راته ووايې، چې چا ستا د لارې مخالفت كړى او چا شاباسى درته ويلى؟ هو، ټول ورسره شامل وو، يو خو عبدالجبارخان يانې ډاكټر خان صاحب، چې بيا د صوبې وزير اعلى شو، بيا د پاچا خان زامن، غني خان، عبدالعلي خان او ولي خان ټول ورسره شامل وو او ټولو په ګډه سياست وكړ. پوښتنه مې داكوله چې كله تاسې سياست ته داخل شوئ، نو ستاسې په كورنۍ كې خو به چا ستا مخالفت نه وي كړى؟ نه هېچا مخالفت و نه كړ، زه خو يو تن وم، د پلار يو زوى وم. د كلي ټولو تربرورانو، عزيزانو او خپلوانو خو ټولوزما خدمت كولو. دلته به جلسې كېدلې، جلسونه به كېدل. خلك به راتلل، نو ټول يو ډول نه يو ډول په سياست كې ګډ وو. وروسته چې بيا زه كله رالوى شوم، ډېر به ګرځېدم، تر هندوستان پورې به تلم، نو دا ټول خدمت زما دغو عزيزانو او خپلوانو كولو. تاسې شاعري، ليكوالي، صحافت يانې خبريالي او سياست څلور واړه كړي؟ كوم يو مو لومړى پيل كړى؟ له خبرو مو څرګندېده چې لومړى مو سياست پيل كړى؟ نه، نه نه، ډېر په ابتدا كې، زموږ زنانه به هر كال د خوشال بابا قبر ته تلې، هغوى به ويل چې موږ د بابا قبر ته ځو، دعا كوو. بابا ګان مو دوه وو، يو جمال خان بابا و چې هغه ته فقير بابا وايي او يو خو خوشال خان بابا و چې هغه خوشال خان بابا دى. نو دا زنانه به يو ځاى شوې، جمال خان بابا ته به هم تلې او خوشال بابا ته هم. نو موږ ماشومان چې ورسره لاړو، نو ما په وړومبي ځل د بابا قبر وليد، هغه په خاورو كې ښخېدو، يانې خاورې پرې زياتېدې، صرف د سرو سنګ مرور يوه خازه او شناخته پرې ولاړه وه، په هغې باندې ليكلي وو: خان عليين مكان، او بل لفظ لاندې پرې ليكلى و: چې څه مېړونه په مانا كې مړي نه دي چې ما دا وكتل چې بابا داسې دى، نو خپل خيال كې وويل: چې د نيكه قبر يې په خاورو، په وښو كې پټ دى نمسي يې په بنګلو كې اوسي نو دغسې يو شعر ما جوړ كړ، بيا راغلم د جومات استاد ته مې واورولو، هغه وخندل او راته يې وويل چې شاباس، دغسې نور ليكه. بيا د هغې نه پس ما ځان ته شاعري جوړه كړه، هغه به شاعري وه او كه به نه ووو خو ما كوله. بيا چې كله د خوشال خان بابا لومړۍ مشاعره كېده، هغه مېلمانه دلته زموږ دغې هوجرې ته راغلي وو. خليق صاحب، سيد رسول رسا، عبدالحليم حليم، سمندرخان د بدرشو او ځينې مېلمانه په سيدو كې له سيد نواز خټك سره وو. نو دلته نه به بيا موږ د هلته لپاره د خوراك څښاك بندو بست كولو، هغه قبر خو له دې ځايه لرې دى. په يوه خره باندې به مو اوړه، غوښه، چاى، چيني (بوره) بار كړل او هلته به مو مېلمنو ته پخول. زه چې لاړم، نو هلته مشاعره وه او د مشاعرې طرحه داسې وه: دلته په ايرو كې خلكه لال د بدخشان وينم هلته مشاعرې دغسې كېدې چې يوه مسرعه به يې طرحه ورته كېښوده او نورو به شعرونه پرې ويل. نو زه حيران وم چې هر يو پاڅي او وايي، دلته په ايرو كې خلكه لال د بدخشان وينم. شان وينم، اسمان وينم. نو زه كښېناتم، ما وويل چې ان وينم، بان ويم او ان وينم او شعرونه مې وليكل، لومړى شعر (بيت) يې دا و: زه كه پرې راجمع د سرحد ټول شاعران وينم دلته په ايرو كې خلكه لال د بدخشان وينم حمزه صاحب ما دلته په وړومبي ځل په مشاعره كې ليدلى و. نو دغسې زما شاعري پيل شوه. هغه وخت زما په خيال ۱۹۳۷ كال و. يانې شاعري او سياست مې تقريبا يو ځاى شروع كړي دي.

د ښاغلی اجمل خټك ويبلاګ

Ajmal Khatak Father of Pakhto Literature - بېرته شاته