(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په بل واکي کې دخپلواکي جشن نیول؟؟

درنو لوستونکو! ستاسو دارزښتناک وخت په پام کې نیولو سره غواړم په یوڅو لنډوکرښو کې د خپلواکي په اړوند له تاسو سره دزړه خواله وکړم . هو! یو نوي۹۱ کاله مخکې افغانانو دغازي امان الله خان په مشري دهېواد استقلال وګاټه خوماتې خوړلي پرنګیان ارام نه کښېناستل، په ډول ډول توطیو یې داتل غازي امان الله خان دبدنامولو او پرزولو هڅې پیل کړې . له ګوډ ملا او ورته کسانو را نیولې دسقاو تر زویه او لا تر نن ورځې همداسې په بې رحمي سره انګرېزانو د غچ اخیستنې شرمېدلې لړۍ وغزوله . کله چې غازي امان الله خان دګران هېوادپرېښودو ته اړ ایستل شوله همهغې شېبې څخه نوره نو زموږ خپلواکي په نسبي خپلواکي بدله او ورو ورو پسې کمزورې شوه دهېواد اداره د داسې کسانو منګولو ته ولوېده چې نه یې دغازي امان الله خان د سپېڅلوارمانونو پروا لرله او نه د پرمختک او سرلوړي کوم خیال ورسره و دیحی کورنۍ په خپله اوږده دوره کې نه تنهادهېواد او ولس دبسیاتوب اوهوساینې غم ونه خوړ بلکې ددې تر څنګ یې خپله مورنۍ ژبه هم هېره، له دفتر او دربار څخه بېخي پسې وکوچوله . ددې کورنۍ دواکمني په وروستیو کې عیني حالاتو سردار محمد داود خان دې ته اړېست چې دسیاسي قدرت په تر لاسه کولوسره د هېوادوالو یوڅه تمه دې ته پیداکړي چې ګواکې اوس به نو هېواد سمسوریږي رښتیا هم چې مرحوم داود خان دجوړونې اوغوړونې چارې پیل کړي خو له بده مرغه چې هم پخپله یو څه سرزوری و او هم یې تر څنګ چندان حسابي خلګ نه وو را غونډ کړي ځکه خو همدغو نمک حرامو ورسره جفا هم وکړه . دلته بایددا زیاته کړم چې له سردارمحمد داود خان څخه را نیولې بیا تر حامد کرزي پورې دا هر واکمن دځینو خوشباوریویا تېروتنو له مخې تر ځان داسې کسان را ټول کړي چې د دوی د ناکامي سبب ګرزېدلي دي . دداود خان سرزوري یو پلو، څنګ ته یې دغدارانو شتون بل پلوکورنی وضعیت پېچلی کړ له دې دووستونځو وراخوا په پرله پسې ډول دانګرېزانو توطیو هم جریان درلود په پاکستان کې دمسعود ، رباني او نورو روزنه دانګرېزانو د غچ اخیستنې د لړۍ یوه داسې سوځوونکې برخه وه چې لمبې یې ورځ تر بلې پسې لوړیږي . سړه جګړه اوپه افغانستان دروسانو یرغل ددې سبب شوچې زموږ بې ګناه ولس په قاطع ډول خپل استقلال له لاسه ورکړي له همدې وخت څخه را نیولې بیاتر نن ورځې دولتي مشران له هېواد څخه بهر د نورو په خوښه ټاکل کیږي مانا افغانستان خپلواکي نه لري نو کله چې خپلواکي نه وي جشن یې د څه لپاره ؟ قدرمنولوستونکو! زه نه وایم چې د خپلواکي نوم مه اخلئ او ارام وغزېږئ بلکې زه دا هیله لرم چې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې دګران افغانستان دخپلواکي لپاره په سولیز ډول سره راپورته اود نورو ولسونو په ډول خپل مسلم حق واخلئ . په جرمني کې دا درۍ کاله سر په سر موږ بایرن مېشتو افغانانو د خپل ایماني او وجداني مسؤلیت له مخې د خپلواکي اخیستلو غوښتنې کړې دي، وړم کال په مونشن ښار کې د لاریون او لوی مټنګ په ترځ کې موږ د خپلواکي غوښتنه وکړه، تېر کال مودمونشن ښارد ګڼې کوڼې په کوڅو کې له شتاخوسه تر مارین پلاڅه پورې داسې یو لاریون وکړ چې په سمبولیک ډول مو لاسونه په ځنځیرونو تړلي او زموږ یو شمېر نورو ملګرو تورې پلاستیکي کڅوړې ددې لپاره په خپلوسرونو منډلې وي څو په لسګونو زرو المانیانو او بهرنیانو ته وښیو چې زموږ ولس اسیر او هېواد مو اشغال شوی دی . سږ کال موږ کوم لاریون په پام کې نه لرو ځکه چې دزمري ۲۸ تمه نېټه په روژه مباره که کې را برابره شوه خو په جرمني کې به انګرېزي او امریکا یي سیاسي نماینده ګیو ته دهېواد د خپلواکي په اړوند خپل احتجاج لیکونه ور ورسوو. دیادولو وړ ده چې د را روان سپتمبر په لمړیوکې مونشن ښار ته د دوست هېوادجرمني له ګوټ ګوټ څخه ګڼ شمېر افغان دوسته المانان دیوســـولیز لاریون لپاره راځي دا لاریون دهغو ظالمانه بمباریو دمحکومېدو لپاره تر سره کیږي کومې چې تېر کال په کنــدز ولایت کې دتېلو ټانکرونو په پلمه وشوې، نوموړي لاریون ته زه په رسمي ډول وربلل شوی یم هلته به له خیره سره دروانو حالاتو دمحکومولو ترڅنګ دهېواد دخپلواکي په اړوند هم خبرې وکړم . کوم څه چې نن سبا دپام وړ اوخورا مهم دي هغه ملي یووالی دی خپلواکي خوهسې هم نه لرو خوکه ملي یووالی ټینګ نه کړو دتجزیې خطر وجود لري، ډېورنډ مخ توري خو هسې هم په ملا مات کړو داځل یې سپین سترګي لمسیان غواړي چې په ټټر مو اره او ګران افغانستان په شمال او جنوب وویشي . رابرت بلکویل، ګالبرایت او هالبروک هغه څوک دي چې دانګرېزانو په خوښه وروڼه قومونه سره جنګوي او بېلوي یې یوګوسلاویا یې په څومره مکر ټوټه ټوټه کړه؟ دنوموړو دتورو نقشو په اړوند زموږ اتلو قلموالوملګروخپل کلک غبرګونونه ښودلي چې هر یو ته دتعظیم سر ټیټوم اوله پاک الله څخه غواړم چې زموږ وروڼه قومونه دتل لپاره په یوه افغانه کورنۍ کې خوندي وساتي . مادخپل وس په اندازه لیکنې، چیغې اوناري کړې دي بیابه هم دملي یووالي، پلرني ملک ګران افغانستان د آزادي، خپلواکي او سرلوړي لپاره دمرګ تر پولو وځغلم تاسوکولای شئ په لاندې پتو زما فریادونه واورئ : داکست په ۱۴ مه نېټه دآزاد افغانستان ــ افغانستان آزاد پورتال له ما سره دملي یوالي په اړوند مرکه لرله کله چې لاندې پتې ته ورشئ بیا هلته په کیڼه خوا کې دمرکو برخه ده زما مرکه هم هلته خوندي ده : http://www.afgazad.com/ په لاندې پته ((سلګۍ ویبپاڼه))کې تاسوکولای شئ د آزادي رادیو آزادي په څپو پروګرام کې دکابل کنفرانس او رابرتبلکویل د ظالمانه اوشرموونکي وړاندیز په اړوند زما غبرګون واورئ : http://www.salgay.com/Maqali+Lekany/Magali+Lekany_ABesmal_da%20Gran%20Afghanistan%20Taghia.html همدا راز په لاندې پته ((سلګۍ ویبپاڼه ))کې دافغانستان دکانونو او زموږ هېواد ته د نوو لومو دایښودلو په اړوند زما غبرګون د آزادي رادیو آزادي په څپو پروګرام کې اورېدلای شئ : http://www.salgay.com/Elan/Germany%20Bayran%20AFghan%20Community%200004.html ټینګ دې وي ملي یووالی ورک او تباه دې وي زموږ دهېواد دښمنان دهغې ورځې په هیله چې د ګران افغانستان دځمکې او اسمان واک په خپلو لاسونو کې ولرو . ۱۸ـ۰۸ـ۲۰۱۰ - بېرته شاته