(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د افغانانو د ټولو لانجو اواري په سوله كښې دي

په ۱۹ اګست ۲۰۱۰ د پنجشنبى په ورځ د افغانستان د خپلواكى ورځ په پټه خوله تيره شوه كه څه په دولتي كچه به يو ځائى دوه يو غونډه منډه شوي وي. څو كاله دمخه افغان حكمرانانو دهغه د خپلواكى ورځ په ډير جم جوش جوړوله كه دا رواح ښادو ظاهر شاه وخت و يا كه سردار محمد داؤد خان وخت و ياكه ژوندي پوهاند برهان الدين ربانى واكمنى وه كه نور نه و افغان ولس په دې خبريدى چى نن ې د خپواكى ورځ ده خو دهغه ۹۱ د خپواكى ورځ داسي تير شوه چى ډير څوك په خبر هم نه شو خو د دومرى لوئى ورځى داسي په پټه خوله تيريدل ځما په اندښه خبره نه ده ولى چى راروان ې دروانو څخه زده كوي ځګه چى روان د خپلى خپلواكى په اړه دومره بې حساسه وي نورا روان خوبه ددي وځينى وشاته وي داسى هم ډير افغانان په دي خبره دوه زړه دي چى رښتيا هم دا د افغانستان د خپلواكى ورځ ده كه جواب په هو كښې دي نوبيا د ميرويس نيكه او د احمدشاه بابا حكمرانى ته موږ كوم نوم وركولي شو دا خو يواځى د افغانانو د دوو حكمرانانو نومونه دلته ياد شول داسي خو تاريخ په اوږدو كښې بې شمير افغان باچاهان تير شوي دي نو هغه به موږ په كوم شمير كښې راولو او موږ دا داوه هم لرو چى نزدي شپږ زره څرګند تاريخ لرو په كاردي چى تاريخ ګډوډنه شې دبده مرغه د پښتانه په لوئى كور كښې نن ځموږ تاريخ ګډوډ شوي ګډوډ كيږى ژبه زموږ ګډه وډه شوي او ګډوډه كيږي خو دلته پوښتنه دا راپورته كيږى چى دهغه هر څه نور د ځغم وړدي..؟ په دي كښې شك نشته چى غازى امان الله خان د انګريز څخه افغانستان وځغورى مګر څنګه..؟ د افغانانو تاريخ دديڅخه ډك دي چى دهغه خاوره او ولس هميش ديرغلګرو د سترګو اغزي شوي دي او هر يوه دلته خپل زور ازماو كړي دي خو ددي ي (يرغلګر) ې دي ته نه دي پري ايښي چى د هميش دپاره په دهغه خاوره حكومت وكړي پښتانه كه څه هم بې واكه شوي دي خو ديخلګر په ضدې خپله مبازره نه دايله كړي او د مبارزه په ټول لر او بر كښې شوي ده او راغلي زور ورې د خپلى خاورې څخه شړلي دي نو كه دهغه ډول په هر وار د افغانانو د خپلواكى اعلانونه ځموږ مشرانو كولي نوبه تر نن پوري به څونى د خپلواكى ورځى موږ وشمرو رښتيا خبره داده چى د حكومت په كچه داسي هڅه كله هم نه د شوى چى پښتون افغان ولس خپل ريښتني تاريخ وليكى ياې رڼ انده ودي ته په حكومتى هڅه وګمارل شې چى د خپل تاريخ خپل دود د ستور چيړنى وكړي بلكي دايوه بيله اداره وي چى د حكومتى سوري لاندي دهغه چيړنى كوي او دهغه بهير روان وي ودي خواته زموږ حكمرانانو پام نه دي اړولي ځكه چى نن يوشمير پوښتنى راپورته كيږى كه څه هم زموږ باتورانو او مړو وخپل قام ته هر څه ورښودلى دي خو لاس پو څو او ځان خوښو حكمرانانو هر څه تر خپلو پښو لاندي كړي دي لكه خوشحال خان بابا چى د پښتون افغان د خاوري ټاكنه او تعين كړي وو لكه.... درست پښتون له قندهار تراټكه سره يو د ننګ په كارپټ اواشكار خو د بده مرغه د هروخت حكمرانانو ودي ته پاملرنه ونه كړه د مشرانو په فرمائيلوي پلټنه ونه كړه نو ځكه چى لاره ځينى وركه شوه د تاريخ يو زده كونكي يا د تاريخ لوستونكىدا څنګه منلى چى ۱۹م اګست ۱۹۱۹ء د افغانستان د خپلواكى ورځ ده چى افغانستان په سينه باندي چاړه تيره شوي ده جغرافيه ې نيمګري شوي ده نو دهغه پيښو ته خو موږ دتاريخ جبر ويل شوي خو د خپلواكي نوم نه شي وركول كيدى ولى چى دښمن هم داسنجولى وه چى ددهغه قام دويشولو په چپه بل علاج نشته ولي دهغه دښمن خپلى اوږدو ګټو ته درسيدو په خاطر د افغان خاوره تكه تكه كول غوښتو او نن چى داهر څه موږ وينو چى څنګه يوه نيمه دوي پيړى د مخه دښمن دهغه لويه لوبه جوړه كړي وه هم دا خبره ده چى د برتانيى يوه وزير داخبره ومنله جى د پښتنو افغانانو په ضد جګړه يوه نيمه پيړى دمخه پيل شوي وه چى تراوسه دوام لرى خو دبده مرغه ددهغه جګړى افغان ضد ګاونډيانو هم ددهغه په زراؤ ميله لرى دښمن ته كاركوي تركله چى انګريز پخپله دلته پاته ووهم ددهغه ځائى خلګو په مرسته چى د اسلام د سپڅلى نوم څخه هم ګټه ترلاسه كوله افغان او د افغان خاوره ې ورانوله او بيا چى د تاريخ جبر ودي ته اړكړي چى داټوله سيمه ايله كړى خو د خپلو ګټو خوندى ساتلو دپاره داسي څوك ولټوي چى تر ځان ې هم ښه دنده او چوپړ ورته وكړي. رښتيا خبره داده چى د احمد شاه بابا او بيا دده د باتوره ځوي شاه زمان د پاچاهى وروسته (كله چى هند ته شنه سترګى راغلى وو) بيا دغازى امان الله تر دور پورى دايو ډير تور تاريخ دي چى زموږ په خاوره تير شوي دي ددي سره سره چى يرغلګرو ته درې واره ماته وركول كيږى او په ډيره بې شرمي د خواپاكى خاوري څخه شړل كيږى خو بيرته هم دي دا خاوره ويشي او خپله برلاسي په دهغه ولس باوري ساتى ځكه چى دهغه پلغلګر پخپله په پښتنو كښې لاس پوځى پيدا كوي د سياست څخه كاراخلى او بيا داسلام سپڅلي نوم په دومره چل ول ګاره وي چى څوك په ځان هم نه پوه كوي نزدي سل كاله وروسته يو داسي پښتون مشر راڅرګنديږى چى هغه د خپل پلار چى د افغانستان اميردي دهغه په ضد دريږى او د خپل ولس ملګرى كوي چى پلاري د خپل ولس د ګټي په ځائى د دښمن د ګټو ساتونكى دي امان الله غازي د يوه نوي افغا نستان د جوړولو ته ځان چمتو كوي نو ځكه موږ ودوي ته د نوي افغانتسان بنسټ ايښوونكى ويلى شو خو ځموږ په اند د افانستان د خپلواكى په حيث ې نه شومنلى خو دغازى امان الله خان جى كومى ارادي وي په رښتيا هم هغه د بشپړه افغانستان د يوځائى كيدووي ځكه چى شين سترګى چالاكه دي د اسلام په سپيڅلى نامه راګيركړى اودي اړشو چى د خپل هيواد څخه ولاړ شى اوس پوښتنه دا را ولاړيږى چى ودوي ته داسى كول په كارؤ كه نه..؟ لنډه خبره دا ده چى افغان ولس چى څومره اوږد او پراخ تاريخ لري هغه په نړۍ كښې څاري نه لرى خو د بده مرغه ددهغه اوږده تاريخ چيړنه نه دشوي چى چيړنه ې شوي نه وي نو د تاريخ څخه به زده كړه څنګه كيږى ځموږ دا داوه ده چى ۹۱م كاله دمخه خپلواكى ګټل شوي وه خو دا چاته نه ورښيايو چى څنګه او خپل راروان نسل ته دانه ورښايو كه دي د تيرو پيښو څخه زده كړى ونه كړي بيابه بى خپلواكى شې حكومت شته واك نشته خبره شته خو عمل نشته هم دهغه خبرى دي چى نن ترټولو زياته ډيركى په ژړا دي چى حق ئې ترپشو لاندي شوي دي نو دا خو د ډير كيو ناپوهي ده چى لږكي ئې خوري چى ماناې داشوه چى ډيركي دومره جوهرنه لري چي خپل حق خوندى كړي يا يا داخبره كيږى چى په هيواد كښې داسي ډلى شته چى د نورو باندنيانو دپاره كاركوي نو ددي خبرى مطلب داشو چى حكومت او ولس دواړه دومره توان نه لري چى ددهغه جنايت مخ نوي وكړي يا دا خبره چى باندنيان او ګاونډيان په هيواد كښې لاس وهنه كوي ولي چى ته كمزوري ې ته ولى دغه كورنيو ايجنټيانو سرونه نه غوڅوي چى د خپل هيواد د سره د ښمني كوي او دهغه وخته څخه د افغانانو او په خاوره كښې چاړه وهلى ده. نن دا نړۍ يو نوي پړاو خپل كړي دي انفارميشن ټكنالوجى او رسنېو د مځكى تناؤنه دومره رالنډ كړي دي چى چند كاله د مخه چا دا سوچ نه شو كولي هغه قامونه اوولسو نه چى د نړۍ ددهغه نوى بهير سره تګ نه شي كولي هغه به وروسته پاته كيږى چى بيابه پوه فنا كيږى اوس دا دهر قام خپله دنده ده چى دوي د ځانه څه جوړول غواړۍ نن د شي پريكړه په سانحو كښې كيږى څوك چى په خبرو كښې پهلوانان وي خو په عمل كښې پاته وي هغه پاته وګڼي نن د ريموټ د لارى هر څه روان دي د علم او زده كړو وخت دي خو څومره د خواښني خبره ده چى نور خلګه ښوونځى جوړه وي روغتونونه جوړه وي لوئي لاري او كارخانى رغوي خو موږ د تيرو ۳۵ كلو څخه دا هرڅه ورانوو خپل وګړي پخپلو لاسو وژنو هغه هم د جهاد په نامه د جهاد مخالفت موږ نه كوو خو دهغه جهاد دنيمى پيړى څخه ځموږ په ولس او خاوره ولي..؟ دا هم په سترګو وينو چى د كلوكلو څخه د نوري نړۍ په پرتله په شاروان يو څو بيا هم په هغه خبره سواره يو خو كله هم چا داهڅه كړي ده چى پخپلو كښې سره كښينې او په دهغه ناخوالو خبرى وكړي او يوه لاره ې راوباسي خولاره هغه وخت را استل كيدي شې چي څوك دا نيت وكړي كه وخبرى ته لاره وركول شې هره لانجه اواريدي شي افغان يوښه انسان ښه مسلماناوښه سوله خواښونكي دي ولكه كه هغه څوك وي چى دا وخت په جګړه كښې دي د اولس دسيمى ترټولو پياوړى ولس دي خو ضرورت ودي ته دي چى څنګه يودبل په خبره ځان سره پوه كړي خو دا وخت دى چى څوك راولاړشې او د هره يوه سره خبرى وكړي او دابه ارومرو كيږى ځكه چى دا ولس غوښتنه جوړه شوي ده ددى سره سره دا د نړۍ غوښتنه هم ده خو داهغه وخت كيږى چى موږ هر يو ددي دپاره هڅي وكړو دبده مرغه باندنى ځالي په موږ كښې دومره زياته جوړى دي چى دد هغه ځالوړنګونه ضروري ده په كاردي چى هر وطنپاله دا پريكړه وكړي او ددي دپاره هڅه پيل كړي چى جګړى زموږ د لانجو اواري دي نه باندنيان موږ په پښو درولى شى نو ددي دپاره څه كول په كاردي كله چى ودي ته موږ راپورته شول بيا زموږ لانجى اواريدل به پيل شى موږ ته په كاردي چى ترځان لوئى سيال په مخه كړو نه تر ځان وړوكي د وختى ګټو په ځائى هميشنى ګټى په نظر كښې وساتو او هغه باندنى ځالي چى په موږ كښې په بيلو بيلو نوموجوړى شوي دي هغه ورانى كړو او پخپلو كښې لانجى اواري كړو امان الله غازى كه مور چل نه وي ايله كړى دانه ورسره كيدل اوس هم چى څوك د هيواد څخه د باندى ناست دي په كاردي چى وخپل هيوادته ستانه شي او د هر ناجائزه ومخ ته ودريږى ولس به دداسي چاو ملاتړته ارومرو راووځى دخپلى خاوري د اوه داره هغه وخت څوك جوړيدى شي چى هغه په خپله خاوره ناست وي موږ لوئى وولوئى به يوخو هغه وخت چى ميدان ايله نه كړو. - بېرته شاته