(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

غوا راباندی په پوکي کې وړومبی شوله

لیک:فايق خان يوسفزﺉ پرون چې کور ته راغلم نو مور مې راته ووييل چې خانداد کاکا ډير سخت ناروغه دی او ټول خلک يې تپوس ته ځي. ما چې ډودۍ وخوړله نو زه هم رنځ پوښتنی ته ورغلم. .خانداد کاکا داسی ډب ډوب پړسيدلی پروت و لکه د کميس د لاندی يې چې پوره دوه بړستنې ټومبلي وي.. د خيټی پوستکې يې داسی نری شوی وو چې درنګ ساعت کې شليدلو ته جوړ و. ساعت په ساعت به يې کوز کتل او باکې به يې کولې. ، ما ترينه پوښتنه وکړه چې کاکا ته خو نن سهار سم دم وی . دا ناڅاپه درباندی څه بلا وشوه. خانداد بابا راته ناشنا کيسه وکړله. وييل دغه غټه غوا مې ناروغه وه څو ورځې يې واښه نه و خوړلي. ما ورله دڅارو درملګر راوستلو هغه د دارو يوه غټه پوڼی راکړه او وييل چې په اوبو کې به ترينه شربت جوړ کړی شربت به په پايپ کې واچوی د پايپ يو سر به غوا له په خله کې ورکړی او په بل به پخپله خله کيږدی او په زوره به پوکې ورکړی. نو دارو به د غوا خيټې ته لاړ شی. خانداد باباداسی غلی غونده شو. ما ورته په تشويش وکتل !! ښه نو بيا.......... خان داد کاکا يو سوړ اسويلی وکړو وييل وراره چې د پيپ يو سر مې غوا ته په خله کې ومنډلو او په بل سر مې خله کيښودله نو غوا راباندی په پوکي کې وړومبی شوه او ټول دارو د غوا په ځاﺉ د خانداد خيټی ته ولاړل. . خانداد کاکا نه خندلی شو او نه يې ژړلی شو خو ما ډير وخندل. . خو چې سوچ مې وکړلو نو مونږه پښتنو افغانانو ته هم دپنجابي تبيبانو، اربي تبيبانو، راييونډي تبيبانو، پيرنګي تبيبانو او منور اسني تبيبانو خپل خپل پايپ په خله رامنډلی دی او ډول ډول زهر يې په پکې اچولي دي . چا د ګران وطن د ويشلو د زهرو پيپ راپه خله کړی دی نو چا پکښې د ترهګرۍ زهر اچولي دي ، چا د تبليغ زهر اچولي دي، چا د جيو ټيليوژن په نوم پايپ رامڼدلی دی نو چا د جنګ اخبار په نوم، چا راته په پايپ کې عمران خان راچولی دی نو چا ، ذاکر ناييک، تاريک جميل ، رستم شاه او رحيموله ايسفزۍ راچولي دي. چا راته په پايپ کې مدرسی راسمی کړي دي نو چا راته د مذهبي ليونتوب ،د مشرانو د وژلو د کالاباغ او د ښونځيو د الوزولو زهر رابرابر کړي دي. د دغه ټولو پايپونو سرونه د توری کرښی د دواړو خواوو ستوني کې پراته دي. او زمونږه د ټول افغان وطن بدن ته زهر راپوکي .که زمونږه سياستمدارانو ،ملت پالو، پوهانو، ليکوالانو، اديبانو، ټولنو،ښوونکو، زده کوونکو، ژورناستانو او روښان فکرانو خله يوه نه کړه او په يو زورور پوکي کې وړومبي نه شول نو لکه د خانداد کاکا به پړسيدلي پراته يو او د وطن خيټه به مو داسی ډز وکړي چې هم به مو ګران وطن ټوټه ټوټه شي او هم به مو اولس لکه د چنګړيانو په اما کما دانه وانه شي. او د دغه ټولو ناروغو پليت وږم به ترينه ځي نه به مو څوک خواله راځي او نه به مو څوک خواته پريږدي. د وطن شتمنې مو د بل په واک کې دي. ملي اداری مو لا د ماشومتوب خړپوسې کوي. د چتراله تر بولانه او امونه تر اباسينه مو د ورځې د مړو شمير د پلستين د ازادی د ټولو مړو نه لوړ دی. يو بل ته خو بيخي شنه زمري يو. خو په خپل وطن کې مو عربان، پنجابيان، چيچن، ازبک، او نور بهرنيان لکه د سوو حلالوي. مړي مو په ونو کې زوړندوي. ښونځي مو په بمونو الوزوي. او د حجرو ، لوبغالو، او جرګو دود مو په زوره بندوي.. مونږه نن سبا پوکي وهو خو ټول پوکي مو په خپلو کې په يو بل پسی پيل کړي دي. نه د اولس روزنه کوو او نه يوه منظم ملت پال سازمان جوړوو. که په کومو سازمانونو کې يو هم نو يا د چا بابا سره عقيدت لرو او يا د چا کاکا سره دوستي لرو نو د ملت په بده ورځ مو ځان غلی کړی دی. څوک په مذهبي عناد اخته يو نو چا په سيمه ييزو پوکوځان له وخکي پړسولي دي. د دښمن په اړخ پوکي ته مو لا پام هم نه دی. او چمتوالی هم نه لرو. ټول په يو بل پسی زهر پوکو. عزيزانو د دغه ملت پال او افغان دوسته پوکي د پياوړي کولو لپاره تر ټولو وړومبی د يو ملي فکر په تاداو د يو ملي بيرغ لاندی غونډيدل او ملي هوډ کول دي. چې هر څوک به د خپلی برخی پوکې وهي.. د دښمن د راپوکلو شوو فکرونه نه به ستوني پاکوو او د ملت پرته هره خبره به شاته غورځوو. د ټول افغان پوکۍ د هر افغان دښمن په ضد له امو څخه تر اباسينه د يو سوکاله ، بشپړ، خپلواکه، جمهوري او د سولی او ملي ورورولی کور ازاد افغانستان . - بېرته شاته