(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کونړ د غرونو بازه

ليکوال: عارف خان همدرد شاعرى يوه الهى تحفه ده چې په نړۍ کښې ډيرو کمو خلکو ته په نصيب کيږي . چې عقل هم ددې الهي تحفې درک نه شي معلومولى .شاعر دژوند دتماشو سره سره دخپل ذات په آينه کښې دکتو هنر هم لري . نو ځکه يې کله په شونډو مسکا او کله فريادونه وي دوخت غمونه يې ژړوي ، نو دغه هنر خاوند خپل قلم راپورته کړى ، کله دځان ، کله دجهان او کله دجانان د دردونکو قيصو دپاره دالفاظو لټون کوي . زه شاعر دمعاشرى انځورګر او خبريال بولم او هنرمند ورته نطاق ګڼم . ځکه دشاعر هره خبره که دشعر په ژبه وي او که دنثر دپند او هنر څخه خالي نه وي . ما په خيال دشاعر ژبه ډيره خوږه وي او په مينو خلکو داسې لګيږي لکه څوک چې په زخمي زړه دملهم پټې کيږدي زه چې نن دچا په هنر څه ليکم دغه ميناک او عزت ناک انسان دتعرف محتاج ندى . دې دخپل هنر په زور دهر چا په زړه کې ځى لري دده دقلم او ژبې خوږوالى ته دهوا مرغان هم سلام کوي . تاسو لوستونکي به پوى شوى ياست چې ددومره خبرو او دهنر انځورګر څوک کيدى شي . ښکاره خبره ده دغه ځوان شاعر ، دننګونو ، ښکليو ، شنو سردرو او مست سيند لرونکى ولايت ((کونړ)) دجګو غرونو شاهين اباسين سيلاب دى چې په ډيره تنکى ځواني کښې دمينى تنور ته غاړه ورکړي خو دخپلې مينې ډير ګيله من ښکاري او دخپل زړه خبرى څه داسې څرګندوي ! چې په غم دې ژړيدمه هغه زه ووم . چې په دردى دريدمه هغه زه وم هغه زه وم چې کوڅه کې به دې پروت وم ليوني چې ګرځيدمه هغه زه وم که سيلاب وم ستا دمينې ابتدا کې وروسته ورو ورو وچيدمه هغه زه وم ګران ملګري اباسين سيلاب راته دشاعرۍ په دنيا کښې داسې ښکاري لکه چې دعمر ډيره برخه يې په کړاونو او تکليفونو کښې تيره کړى وى او دخپل درديدلې ژوند ډريه برخه يې ديارمينې ته وربخښلى . خو په مينه کښې دزخمونو راغونډيدل دمينى لپاره مرګ دى او چې مينه مړه شي او چې مينه مړه شي نو دژوند ټول مقصد مينه دځان سره يو سى . ما چې دښاغلى اباسين سيلاب صيب شاعرى وکته نو پدې پوه شوم چې دسيلاب کار او روزګار مينه ده او که دمينې په حقيقت که پوهيږى نو يوازې شاعر پوهيږى ځکه خو ښاغلى سيلاب دخپل زړه دټکور په خاطر داسې وايى . ګرانه ده زړګيه مينه ګرانه ده چا درته ويلى چې اسانه ده مه کوه زړګيه داسې مه کوه لا خو مې دزړه جونګړه ورانه ده هسې دناوى لاندې مې شه شوله څه وکړمه تيښته له بارانه ده دسيلاب صيب نوره شاعرى هم خوندوره ده او دشعر ډريې برخې سندريزه بڼه لري زه ښاغلى سيلاب صيب نه ددغې شعري ټولګي مبارکې وايم . دقلم وينه يې دتل لپاره تازه غواړم او لاس په دوعا يم چې دژوند په ټولو چارو کښې بريالى ووسي او هغه مينه چې دې غوښتونکى دى ورپه نصيب شى . په مينه او مننه - بېرته شاته