(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

پښتانه کالاباغ ډيم ولی نه مني ؟؟

پښتانه کالاباغ ډيم ولی نه مني ؟ په پښتونخوا وطن ميين يود وطن بچۍ انجنير مهتاب خان يوسفزئ نوميدلو . هغه چې کله د کالاباغ ډيم منصوبه وکتله نو پوهه شولو چې دا خو به د پښتنو اوبه د تل لپاره د پنجابي شي. نوښار، مردان او پيښور به يا ډوب شي او چې کومه خاوره پاتی شي هغه به نمجنه يا سيبي زمکه وی نو که دغه ډيم جوړ شو نو زمونږه کورونه به غرق شي او مونږه به خپل مړي بيا د کفن په ځائ د پلاسټک په ګوتلو کې ښخوو.ځکه چې زمکه به مو ټوله ناوجنه شي. نومهتاب خان ددغه پښتون دښمنه پلان نه باچاخان خبر کړلو او باچا خان بيا ملا وتړله او اولس يې نه يواځی خبر کړلو. بلکه د دغه دسيسی په ضد يې راپورته هم کړلو .نو د پښتون وطن پوهان ، استاذان، اديبان ، انجنيران، وکيلان، ډاکټران، او د زميندارۍ پوهان بايد د پښتنو سياسي، تعليمي، صنعتي ، جغرافياي، او ټولنيزې ستونزې وڅيړي او اولس دی د راتلونکو دسيسو نه خبر کړي. ما په اختر کې ډير سياسي خارښتيان او مشروټان وليدل چې په پښتنو سياسي ګوندونو يې نيوکې کولی خو خپله يې د قام د پاره یوه دقيقه کار نه وو کړی. سره د دی چې تکنيکي پوهه يې لرله. دغه سياسي خارښتيانو تش باثونه کول او په ځان يې هيڅ ذمه واری نه قبوله.دا يواځی د سياسي ګوندونو ذمه واری نه ده دا د هر پښتون ذمه واري ده چې څيړنه وکړي ، مالومات راغونډ کړي او نوی نسل د وطن په وساييلو او مسايلو خبر کړي. نو مونږه د مهتاب خان يوسفزئ غونده انجنيرانو ته اړتيا لرو چې د پښتون وطن لپاره خپله نوکري په داو لګوي خو د پښتنو خاوره ډوبيدلو ته نه پريږدي. په نوي يمو کالونو کې د پښتونخوا وطن دوو خاينانو د اوبو ناروا لوظنامه لاس ليک کړه. دغه خاينان يو ميراوذل خان او بل پريد توپان و. د دغه لوظنامی ترمخه د غازي بهروته په نوم پروژه پنجاب پیل کړه. او نازولی اباسيند يې د کنکريټو په پنجره کې بند وتښتولو. او کله چې د غازي بهروته په نوم پروژه پيل شوه نو په پښتونخوا ايالت کې د عوامي نيشنل ګوند د نواز شريف د ګوند مسلم ليګ سره ګډ حکومت و او د غازي بهروته د پروزی لاندی يې غونډ اباسيند په بله واړولو ، د اباسيند د غاړی د پښتنو ګودرونه وران شول ، ميلمستونونه شاړ شول او د پښتنو د اوړي د شپو د اباسين د غاړی ټنګ ټکور د تير وخت کيسه شوله. خو نه چيرته چا پښتون انجنير ، نه شاعر او نه پوهان د دغه دسيسی نه پښتانه خبر کړل او نه د سيمی ملت پال د دغی د اوبو د غلا د پروژی په ضد راپورته شول. اباسيند د پښتنو دی او هغه ټول غرونه د پښتون افغان وطن دي د چيرته نه چې اباسيند اوبه رانچوړه وي. دغه اباسيند په سلګونو ميله په پښتنه خاوره بهيږي خو پښتانه دا حق نه لري او نه يې غواړي چې د کوهاټ، کرک، بنو او لکي مروت للمې ترينه خړوب کړي. دغه ناخبره پښتانه د بارانونو د پاره د اباسيند په غاړه د زارﺉ مونځونه کوي . د اکرم شاه لالا خبره چې خداﺉ پاک به په پښتنو پوری خامخا خاندي چې اباسيند مې درکړی دی نو زارﺉ ولی کوﺉ . زه خو يې درله للمو ته نه شمه بوتللی. د اسلام اباد له خوا د پښتنو، بلوڅو او سندهيانو قدرتي زيرمې لوټلې کيږي. پنجاب پخپله يوه وچه سيمه ده او کرکيله يې فقط د اوبه خور په هغه نظام ولاړه ده چې فيرنګيانو جوړ کړی وو. پنجاب ډير زيات کرهنيز دی او لکه د وريژو ، ګنو، مالوچو او غنمو په څير هغه شيان کري چې بيخي ډيرې اوبه غواړي. د کشمير ستونزه هم په نام نهاد نظرياتي اوچاړ کې د اوبو بالښت دی. چې د پنجاب شه رګ يخوي. د ۱۹۶۰ د سنده تاس په لوظنامه کې پنجاب خپل درې رودونه ستلج ، راوي او بياس هندوستان ته ورکړي دي . اوس پنجاب سترګې په اباسيند ښخې کړې دي.چې خپلې کرهنيزې اړتياوې پری تر سره کړي. او د تورباغ يا کالاباغ د ډب تړلو هڅې د دغه ارمان پوره کول دي چې خپل د انرژۍ کمښت ورباندی پوره کول يې ورته پلمه نيولی ده خو دا د هغو مځکو داوبولو ته لاره جوړه وي چې د پاکستان پوځي او ملکي غټانو ځانونو ته منستې دي. دوي سره له دی چې د انرژۍ نوری لاری شته ډير په سپين سترګۍ د سنده او پښتونخوا د مخالفت باوجود د کالاباغ څخه نه اوړي. د پيښور اولس کالاباغ د بربادﺉ يوه پټه دسيسه ګڼي چې په نتيجه کې به يې د ابادو انسانانو انساني ښېرازي له منځه ولاړه شي او د پنجاب بيدياګانې به ښېرازه کړي. زما مردان زما نوښار او پيښور ډوبوي د بل چا دشتې دی سمسورې نه شي چې زما کور زما د کور په سمندر ډوبوي د بل چا دشتې دی سمسورې نه شي ساييل د پيښور سيمه ډيره ښېرازه ده او د تمباکو او ګنو په څېر نغد فصلونه زېږوي او د خلکو جېبونه ډکوي چې ښه وسايل او ژوند منځ ته راوړي او دغه ډول د سيمې خلک د هيواد په سياسي چارو کې برخې ته برابروي. د پيښور د پښتنو مشرتابه فکر کوي چې دا د مرکز له خوا د سيمې د خلکو د سوچه مشرتابه څخه د محرمولو يوه هڅه ده چې د جنوبي کارت نوم ورته ورکوي. يانې د صوبې د سهيلي سيمو ښي اړخي مذهبيان راوړاندی کول او په دی خبره تېر باسل چې د اوبو له بند څخه به سهيلي اولسوالې اوبه کيږي او پلمه به يې د شمالي او مينځنۍ سيمو څخه د مشرۍ سهيلي سيمو ته راکاږل وي. خو د اولس د ويشلو دا ټګۍ برګۍ تر اوسه نه دي بريالې شوي. د پښتونخوا د کوهاټ په ګورګورۍ سيمه کې د ګازو او تيلو د ډيرو غټو زيرمو رابرسېره کيدل او سمدلاسه د اسلام اباد له خوا په ولکه کې نيول او يوازی ځان له پکار راوستل د دی خبری غټ ثبوت دی چې په هر څه اسلام اباد خيټه اچولې ده. د پاکستان واکداران د پښتونخوا ايالتي واکدارانو سره د هغو زېرمو د نوو بيو ټاکلو ته نه کيني چې د دی پښتون ايالت د پرمختګ لپاره د نورو شتمنيو لټه ورباندی وکړي. Kalabagh Dam an anti Pukhtoon project Written by: Faiq Khan Yousafzai London - بېرته شاته