(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د خپلواکۍ د ناوی ولور

شيراني يو نامتو تاريخ پوهاند وييلي و، چې د افغانستان سيمه له لمړيه څخه د ګړد تاريخ څلور لاره ، چوک او چارسو وسيدلې دی. دلته د شاوخوا د نړﺉ د هر لوري څخه د راپاڅيدلو انساني څپو مخه شوی ده.دلته د بيل بيل ناغ/ نسل اولسونه او د هغوي تمدونونه سره نښتي او يو ځاﺉ شوي دي. دغه حقيقت د دی سيمی پر استوګنو خپلی نيکمرغه اغيزې هم واچولې او بد مرغه يې هم تر شا پريښودلې. يو قوم چې په داسی چارسو ميشت وي، او پر خپل ټاټوبي او خپلواکی او خپلو ځانګړو دودونو بيخي د ليونتوب تر څنډی مين وي، نو هغو ته وچې کلکې دوې روغې وړاندې دي. يا خو به په دا دومره لويو پياوړو څپو کې د تل لپاره ورکيږي ـ او خپل نوم او نښان او هر څه به بايلي او يا به ډغرې ورسره وهي. د سکندر يوناني له وخته چې ليکلی تاريخ رابرسېره شوی دی بيا تر مغولو او فرنګيانو پورې دا حقيقت د لمر غوندې ځلانده دی چې دوي له هريوه راتلونکي يرغلګر سره ډغره وهلی ده ـ د دی پرله پسې ډغرو، نښتو او هلو ځلو پاﺉ دا شوه چې دا وګړی د جنګ او ننګ ،ميړانې وتلي اټلان او پهلوانان وګرځيدل او په دوي کې داسی سر لوړي او کړه وړه وروزل شول ، چې د شاوخوا نړﺉ هيڅ اولس او خلک دوي د ځان سيال نه ګاڼه، او په دوي کې د ښو او بدو هغه آر او مايار ، هم دغه خپل خوﺉ بوﺉ ، پښتو او پښتونوالی وګرځيدله. پښتو د دوي لپاره د واړو سپيڅلو ، درنو او روښانه انساني قدرونو يوه مجموعه شوه، او د دوي تر ټولو لوﺉ پيغور دا سو چې ٬٬ چې ته هم پښتون يې ٬٬ . د تاريخ پر چوک د استوګنې هغه تر ټولو غټه بدمرغي دا وه چې دا قوم د تاريخ په اوږدو کړليچونو کې تر ترتله په نښتو، چنګ درب اړخ او هله ګله اخته وو. کډه په شا اوسېدلې دې. دغه ډول چاپيريال د دی سيمې وګړي ځښته پياوړي جنګيالي او ننګيالي ميړونه خو جوړ کړل مګر دغه کړه/عمل دومره تر څورګې سره وڅکيده چې په دوي کې ځان ځاني بې کچه ډيره پېدا شوه او له دوي څخه يې بهترين جنګيالان مګر بدترين سپاهيان جوړ کړل او منځنۍ قومي لښکر يې په پيېلی او منظمه توګه نه شو ترتيبېدلاﺉ. د پيوست /دومدار جنګ او نښتو پاﺉ دا شوه چې پښتانه د علم او پوهنی او هنر و کارونو ته نه شول اوزګار او دوي د ليک لوست له خوا دومره پاتی راغلل چې له دوي خوارانو هغه د علم ډير برکتونه خو پريږده ، بيخي هغه خپل وړياړلی تاريخ هم لا ځينې هير شو. او د يو چا وينا ده چې له کوم قوم څخه خپل تاريخ هير شي د هغه بڼه/مثال داسی وي لکه يو سړی چې د يادداښت /حافظه قوت وباېيلي. په انساني ذهن کې د يادداښت قوت د يوه منځني برېښنتون غوندی دی. چې هم له دغه څخه د انساني ذهن هر ې يوې ګوښې ته رڼا رسيږي. او د همدی له کبله وده کوي. اوس دی نو لوستونکي ځانته په خپل ذهن کې د يو داسی سړي چې يادداښت يې بايللي وي يا نيمګړي وي ، نخښه وسنجوي. دا سړی به د دی خپلی بنيادي نيمګړتيا له کبله د ذهن په ټولو برخو کې نيمګړی وي. دده په کړه وړه او خوﺉ بوﺉ کې به پييل او ترتيب نه وي ـ د ښکارندويو څرګندو حقایقو به سيخه سمه نتيجه نه سي ايستلاﺉ. اوس راشی مونږه د پښتون قوم حالت او د دغه لوړ ،بې حافظې سړي حالت سره وګورو، نو به مونږ ته د قوم دپاره د خپل تاريخ اهميت څرګند شي. دا خو د جهل او ناپوهۍ تيارې په مونو خورې ورې وې. چې د باندينو/بهرنيو يرغلګرو و ځانته / علاوه زمونږه د هيواد کورنۍ استثمار د خانانو ، پيرانو ، ملايانو او آفيسرانو په بڼه کښې خپل څکېدلې اوږدﺉ دلال جوړاوه، هغوي يواځې د خپلې خيټې لپاره بشپړ قوم او وطن د جنګ و سرو لمبو ته غورزاوه او بل ته يې مريې کاوه. او مونږه د وطن او اولس خلاف د دې استعمار او استثمار په يو والي نه پوهېدو. يرغلګرو ليوانو دوړې او باران غوښت چې په دغه حالت کې دوي خپل شوم مراد ښه ترسره کولاﺉ شو. مونږه په خپلو کورنيو بديو او ميرڅيو ، خورا ښې سپېرې دوړې سره پورته کولی ، او د دغو له کبله مو د خپلو وينو باران په ځان اورولو . او دښمنان مو د خپلو څکېدلو دلالانو په مرسته پر خپله ښکلی خاوره غويمنډ ته ايله کړي وو. يرغلګرو داسې ګوزارونه راکړل چې مونږه يې غوټ سره پريکړو او بيا يې بيا ځله وويشلو او د قبايلو او ايجنسيانو او د نور ډول ډول نومونو په لومو او زنديو کې يې د وطن پلورونکو د نوکريو، خانشنينو او اطلاعات الاونسونو پر دانو ونيولو ، الوتل راڅخه پاتې شو او غلامان شو. بادارانو چې څه راسره کول مونږ منل. د وخت له تيريدو سره د لومو او زنديو رنګونه او نومونه هم بدل شو. او هم د دلالانو کړه وړه د زمانی سره سم بدل شو. ښاغلی اولسيار صيب د ټولو پښتنو د مننې او ستايينې وړ دی چې د فيرنګي او افغانانو د نښتو يوه خاکه يې په سوچه پښتو کې پښتو لوستونکو ته وړاندی کړه. زما ښاغلی وکيل صيب ته دا خواست دئ چې د مغلو او پښتنو د نښتو هم دغسې يوه خاکه راوباسي لکه دا اوسنی. ولس چې اورنګ بيا فيرنګ او له هغه ورورستو فيرنګ په بل رنګ، دا ټوله نقل يو په بل پسې بشپړ مضمون دی او د نوي پښتون ټبر ويښ ځلميان چې پر خپل تير تاريخ ښه کره نظر ولري. ولی چې له دی ډيره زده کړه کيدلائ شي. او د کومې ځلانده بيا او راتلونکی لپاره چې دوي هلې ځلې کوي ، د دی لپاره پخوانۍ تجزيي ډيرې پکاريدلائ شي. دا زمونږ د تاريخ هغه وياړلی ځائ دی چې که په مونږ کې څکيدلي دلالان شته نو د قام د پت او ننګ ساتونکو او پالونکو هم يو بهير شته ، چې تل دوي د دښمن مخ ته دريدلي دي. د پښتنو او افغانانو د هيواد يوه سيمه هم د داسی ننګياليو خالي نه ده اوسيدلې. تر اوسه پوری ه د هغو د ميړانی او ننګ سندرې د وطن په هر ګوټ کې ښه په وياړ او خوند ويیلي کيږي. د شلمی پيړئ دی څرخ د ځښته پريوتلو قومونو لپاره هم د اولسي پاڅون او خپلواکۍ زيری د خپل عيني قوانينو سره سم راوړی دی. اوس د نړئ داسی ګوټ نه دی پاتی چيری چې اولسونه نه دي راپاڅيدلي او د خپل ځلانده راتلونکي لپاره هلې ځلې نه کوي. هر چيرې خپل چاري (خودغرضه) استثماري مشران او واکداران پرزول کيږي مګر زمونږ د هيواد پر اولسي عظيم د ثور پاڅون چې څومره هائ هوئ جوړه سوی ده ـ او د دروغژنو دوړويو يو لوئ خوپ پورته سوی دی او سيمه بين الاقوامي انډوخر پله ښخه ده . چيری داسی خو نه دې چې د دی دوړو او خوپ په ولوره کې بيا مونږه ته چا بده پږلې / ټاکلی ده ؟؟ اوس د مزکې تناوونه سره څکېدلي دي.د پوهنی او علم رڼا دومره ډیره شوی ده چې تياره هيچيری هم ورته نه شي ټينګيدلائ . پښتنو او افغانانو ته هم د نوې انقلابې زمانې د ځښته ډيرو علمي برکتونو څخه خپله ونډه رسيدلی ده. او کوم چا ته چې رسيدلی ده هغه لګيا دي دغه رڼا د خپل اولس د هر اړخيزو ګټو لپاره پکاروي. څومره لولنده (تيزه) او څومره ډيره چې دغه انقلابي نوی رڼا د اولس په بيښتره اډاڼه کې خوريږي دغومره ګړندئ او په پوره پړېن به زمونږه ننګيالی اولس راپاڅيږي او د نوی زمانی د انقلابي علمي نظريي او نړئ ليد په رڼا کې به د پرديو د دروغژنو خواخوږيو، غلطو دين پرستيو او له دوسو ډکو چغارو بغارو شننه/تجزيه کوي. ولی چې په ټوله نړئ کې د لاندی پريوتلو قومونو او اولسونو د خپلواکې او انقلاب پر غورځنګونو شوکماران زياتره استعمار او استثمار هم دغه د مذهب يا د جمهوريت پټو/څادر اچوي. او د ډول ډول ٬٬بودرغلی ٬٬ هله بوه٬٬ اخ وي خوړلاسته٬٬ هړ دوړ او هله ګله سره پورته کوي. او د هغه قومي او اولسي غورزنګونه د هم دغه دوړو په ولوره او تياره کې بې لاری کوي او شنډوي يې . او تر خپله لته/پښه او زغ لاندی يې ساتي. دلته د باندني شوکمارانو (نړيوال سامراج چې په سر کې يې امريکي سامراج دی) او د هغو له مونږ څخه د رانيولو څکېدلو دلالانو (وطني استثمار او رجعت) تکې تورې بد مرغه ناروا لښکرې او د ويښو ځلميانو د خپلواکۍ او حق پرستۍ او ترقۍ د سپين سباون اولسي لښکرې په خرپ سره نښلي. دا وخت په نړئ کې بې استثمار ټولنه جوړونکي ملکونه چې سر يې عظيم اکتوبر انقلاب کېښودلو او د نوری نړئ په هر ګوټ کې د ملي او طبقاتي خپلواکۍ د غورزنګونو ورځ په ورځ پر مخ تلل او بريالي کېدل ، د ويښو ځلميانو ملاتړ دي. څومره په خروښ ، بيړه او پييلی توګه چې ځلميان انقلابي نوی رڼا په يو منځني سنجېدلی او سره تړلی تکنيک خوروي ، په هغه انداز به زمونږه د ننګیالي اولس جر ګې او مرکې سره غونډيږي. زمونږه په دود کې هم دغه جرګې او مرکې تر ټولو لومړی مهم کار دی. که يو ځل خو مونږ دغه پړاو ته ورسيدلو نو بيا زمونږ د اولس ګامونه خورا اوږده او آزموييلي ګامونه دي. د اوسنې بين الاقوامي انډوخر مخ نيوي بې د دغو جرګو مرکو بيخي نشي کيدلائ. ويښ ځلميان د اولس هغه ذهن او مغز دی ځکه خو دوي ته د پښتون خواري کښ اولس هيله ده چې دوي د نوی انقلابي زمانی کومې علمي رڼاګانې موندلي دي. هغه دی خپل اولس ته په هاغه اسانه او ساده ژبه کې ورسوي چې ډيرئ اولس ورباندی پوهېدلائ شي. ويښ پښتانه بايد چې د ښاغلي اولس يار د دی تپوسونو ښه ځيره پلټنه او پلغړنه وکړي چې زمونږه په تاريخ کې دا پيښه ولی بيا بيا شوی ده. چې ګټلي جنګونه مو سلا بلا په نه څه بايللي دي. د يونانيانو د يوی پخوانۍ کيسۍ له رويه د خپلواکۍ ناوی ته يواځی هغه څوک رسيدلائ شي چې د وينو په سيند کې لامبو وهلی شي. اوس که مونږ د هغو وينو اټکل وکړو چې له مودو زمونږ ميړنيو په خپله خاوره توئ کړې دي او خپل ننګيالي سرونه يې تری ځار کړي دي، نو دا تپوس ځښته کره پلغړنه او ګوږنه غواړي چې دا دومره ډیره سرښندنه او دا دومره ډيره وينه زمونږه د خپلواکۍ د ناوی ولور ولی نه شو ؟؟؟ يادګيرنه: (د اودل رحيم مندوخيل صيب د کتاب ٬٬ انګريزي استعمار او افغانستان ٬٬ سريزه مې ولوستله ، ډيره مې خوښه شوه ما وييل راشه چې د نورو لوستونکو سره يې هم شريکه کړمه. دا کتاب په مارچ ۱۹۸۹ م کال کې چاپ شو.) وطنپال يوسفزی لندن - بېرته شاته