(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دسلیمان لایق طنزیه شعرونه

سلیمان لایق په (۱۹۳۰ م) کال کې په ښرنی کې زېږیدلی دی ،د هغه اصلی نوم غلام مجدد او د پلار نوم یې هاشم خان دی . سلیمان لایق په کال (۱۳۳۶ش) کې د ادبیاتو د پوهنځی د فلسفی له څانګی فارغ شو ی دی هغه په رادیو کې او د پښتو د انکشاف په اداره کې کار کړی دی، بیا یې دپرچم دجریدې د امتیاز د خاوند دنده تر سره کړې ده ، د ثور له کودتا وروسته هغه درادیو تلویزیون وزیر بیا د سرحداتو وزیر په صفت کار کړی دی . داچې هغه د خلق د ګوند غړی و نو د ثور د کودتا مخکې د وخت د دولت لخوا ډير ځورېدلی دی ملایانو هغه په بې دینی په تور تکفیر کړی دی ،خو د خپل انقلاب وروسته بندی شوی دی ؟! سلیمان لایق دا افغانستان یو تکړه لیکوال او شاعر دی . دهغه ډیر داستانونه ، مقالې او شعرونه په رسنیو کی چاپ شویدی او د ادبیاتو لوړی جایزې يې تر لاسه کړي دي. د هغه اثرونه دا دی طنزیه داستانونه : پست خالی ، ګرګ سپيد، شهر نا پرسان دهغه لومړی منظوم کتاب «چونغر » په (۱۳۴۱) کال کې چاپ شو ی بیا یې نور کتابونه په نامه د ه : کېږدۍ ، یاودنه او درمندونه ،منظوم فلکلوری طنزویه ، ساحل ،شېبې او ترانې ،د اباسین سپيدی، غرونه او کساتونه( ناول)... د یو بل پسې چاپ شوی دی د هغه شعرونو محتوا : ټولنیز مسایل، پښتون ته نصحیتونه ، ، د انقلاب ستاینه او د ملایانو ملایان او جهادی رهبرانو غندل ، فلکلوری کیسې اوداسی نور جوړ وي . د هغه په شعرونه کې له طنز ه نیولی تر ټوکو پورې له هزلونه څخه تر هجو پورې بیلګې شته هغه اتکلاً په ټولو ټولنیزو ، سیاسی ، عشقی ساحو کې شعرونه ویلی دی د هغه طنزونه خواږه اوسپين دی خو هجوی يي ترخی او سپکی دی هزلونه يي خوازه تخنونکی او خوندور دی او ټوکی يي پندی او خندونکی دی لومړی د هغه طنزیه شعرونه څیړو داچی طنز په فردی یا ټولنیزو ناخوالی باندې ملنډی وهل دی اوطنز لیکونکی هڅه کوی د ا ناخوالی غټی او د حس وړ وګرځوی چې خلک یې لمس کړی او هم د هغه کوونکی ته وښيي چی ستا په رندیو موږ پوهیږو. دهغه شعرونه ډیرې ښې نیوکې لري چې د رمز اوکنایو مالګه ورسره کډه شوی خو کله کله هغه د شعر په اخیر کې له ډیر خښم څخه ناببره د هزل خواته کښیږی هغه په شعر کې د چا مدح نه ده کړې لکه چې هغه خپله وایي: زما هډوکی له لا فخر کړی په ګور کی ومی نه لیکل د سپو صفتونه پرېمی ږده ملا زه د تسپو او نفلو نه یمه عشق د لیونتوب را باندی وایی ګواهی خو د هغه په ډیرو شعرونه کې د د ثور د انقلاب او کارګرو د نظام ستاینه کوي د پشتون څلی ، ختلي غرونه درنې خبرې ، درانه خویونه چې هو یې وکړه بله به نشي څو یې په تن وي مغرور سرونه یا داچې وايي: ګوند چې تکیه شو په شورویانو جنون حاکم شو په انګریزانو ملایې راووست په موږ یې سپور کړ اوس ورته ټینګ شۍ انقلابیانو خو د انقلاب د ناکامیدو وروسته بیا دا خپل ستاینی ته لاره پيدا کوی او ملامتی په ځینو نورو چې ده و رسره کار کوی اچوی او په هزل وايي د ګوند ناره وه د ویښولو نه د تړلو ، نه د وژلو یو څو مور غوي راکې پیدا شول د نرخ او څلي د سپکولو هغه دا ځل خپل ګوند غندی هغه چی هغه یې ستا ینې کړی دی ، هغه هجرت کوی هغه هجرت چې هغه ډیر غندلی دی دا دده په شعرونو کې ضد ونقیض پیداکوی ګوند یوه اډه شوه د شیطانانو د بي هدفه منافقانو چاچی هجرت که مابه غندلو زه یوبی رحمه هجوی شاعر شوم د وریتو شویو زړو له ښیراوو وطن پردی شو زه مهاجر شوم هغه وايي زه په( ۱۹۹۲م )کال دمی دمیاشتی په نیمایی کې له اور اخیستی افغانستان څخه دکوزی پښتون خوا دخیبر سیمی ته ولاړم. ترهر څه دمخه می دلومړی ځل لپاره دخان عبدالغنی خان په آدرس چې هغه وخت داوږدې ناروغۍ په وجه دمړینې دانتظار پر بستر پروت ؤ دغه قصیده ولیکله او میاشت وروسته می هغه ته په هما غه بستر کې دده په غوښتنه ولوستله.غنی خپل نږور«نرګس » ته وویل،چې قصیده زما په غږ کی ثبت کړی. کله چې زه دقصیدی دلوستلو پای ته ورسیدم،کتل مې چې دخان په مخ داوښکو سیلاب راروان دی.هغه وویل... افسوس دی ناوخته سره یو ځای شو اوزه ستا دقصیدی دلاجوابۍ په وجه دافغانانو پوروړی پاتی شوم. دا زموږ د ستر ګو وړاندی، «غنی » ګوره څه تیر یږي یــو با تور ملت غر قیږی، یو مظبوط وطن نړیږي یوه دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو د غروب په لوري درومي، د تاریخ له پاڼو لویږي څه بې پته شوو جنګونه، څه بی هوډه شوو ننګونه تو لعنت په دی شملو شه، لا دی جګی نه شرميږي دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملی واچوئ په ځمکه دا د شرم او ماتی نښی، پښتنو ته نه ښا ييږي شمله هغلته شمله وي، چې په نر باندی وي لکه اوس په هر کدو جګيږي ، اوس په هر «اجړا» خوريږي خدايه دا دی څه راوکړه ، چی يو نر دی راپری نښود هر کمر ته چی تکيه شو، لکه شګه را شړيږي يو «ميرويس» په موږ کې نشته، چی ګر ګين لارې ته سم کړي يو «شير شاه» راپورته نه شو، چی «مغل» ته ودريږي دویېمه برخه لیک: پوهنمل محمودنظری د سلیمان لایق په شعرونو کې نیوکې ډیري لیدل کیږي، چې ډیري يې طنزي نیوکې دي؛ څه سپوری ستغی یې هم ویلې چې ځینې یې هجوي دي، څه نه ویل شوي شعرونه يې هم ویلي چې باید ویل شوی وای چې ځینې یې هزلونه دی، ډیري سپیني خبرې یې هم کړی ، نصیحوتونه او فللکور ی کیسې هم لري. کله کله وضع او شرایط هغه اړباسي د کنایوله دیواله سر را وڅت کړي او سپیني خبرې وکړي دا چې موږ په سپينو خبرو آموخته نه یو هغه راته سپوری ستغی ښکاري. هغه د جهادې مشرانو په هکله وايي: دې سپکو شویو ږیرو ته ګوره چې اور راشیندي له پردي کوره خپل خلک وژني د بل له پاره ورینداره بیا یې له خپله وروره هغه دجهاد داسې ستاینه او تعریف کوي: جهاد د خلکو تالا کول دی هم سپکول دی ، هم ورکول دی دناوستلو ټوپک مارانو په ټولو چارو حاکمول دی جهاد پلمه ده د ورانولو له یوی مخی د چورولو ازاد جواز دی پاکستانی ته د افغانانو د ختمولو جهاد بل شی نه دی لوټ او غارت دی د لوټمارانو یو سیاست دی په تالان جنګ دی د تالانګرو ددوښمنانو یو مصلحت دی هغه د وطن وضع په طنز سره داسې انځور وي: وطنه ګوره دا دی څه حال شو چی هر حرام دی غلو ته حلال شو موږ خپلو خروته لا هک او پک یو ملا ته ګوره چی خر دجال شو هغه د ملایانو دحکومت په اړه وايي: د جنګ اورونه بیا تازه کېږی ملا حاکم شودوزخ جوړیږی د ملا عدل بی اوره نه شی افغان وطن به جهنمیږی یا داچې: ملا حاکم شو امتحانی شو له حجری ووت سم میدانی شو په څو کلدارو پاکستانی شو په څو ډالرو امریکایی شو یا داچې: د ملا یانو توره ناورینه زما وطنه په وینو خوړینه وخت را نېږدی دی وزر ازاد کړه هم له سیافه هم له ګلبدینه هغه د زورواکان ، غداران هجوی کړی چې دا هجوی هغو ته شلاغه او نېښ دی هغه دداسو خلکو ډیره کرکه شیي له هغه سره لکه دخپل شخصی دښمن کړه کوي او وايي: پرو ني ملا ته ګوره ، چی ټو ک خور و سقا ط خورو اوس چی خصم د افغان شو، په سرو زرو کی ډوبيږی لويه خيټه غټه کونه ،نرۍ پښی ببره ږيره ويته خوله بی شرمه شرګی ، لکه مچ هر څه کی لويږی ربه دا لا څه تالان دی،چی به خپل وطن یې وینم چی خپل سپی په پردی ننګه،افغانانو ته غپیږی دا به بیا اباسین ایشی،ډوبوی به توری کونی تور پنجاب به وهل کیږی،له بنسټه به نړیږی هغه د مستو د ګاړې په نامه شعر کې د بامیان د بودا د برخلیک او د ملایانو دنړۍ لید په هکله په طنزوايي: ملا ته آسمان ښکاري، د جمات د خونې بام سپوږمۍ ورته ښکاریږي، د نوبت د کُرتو جام اسلام د تورو کرکو او وژلو یو مرام قران یو ه چاړه، د بی بنیاده انتقام الله د ږیرورو قاتلانو یو امام ملا ته آسمان ښکاري د جمات د خونې بام ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه تاریخ ببره ږیره د عرب د سر رتاړه ولس یوه رمه، او امارت د مستو ګاړه د تورې لمن نیسه خلاسوه ورڅخه غاړه دوه غبرګ تیغونه واخله، چلوه ورباندې دواړه ملا ته دنیا ښکاري د غوايي پر ښکر ولاړه چاچی کړې بي موقوع خوب وخنداده د بریښنا په شانې یوه خندا کې تللی محتسب که هر څو چم د احتساب کړی رند پوهیږی چي په زړه کې څه حساب کړی په قبا کې يې پټ کړی خم د میو که په خوله هرڅو وردونه د ثواب کړی نوربیا - بېرته شاته