(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

جعلي او جاهل نظام

يو د اشرافيه سياست معيار وي او يو د محنت کش انسانيت معيار، موږ په دې يقين يو، چي په پاکستان کي رايج نظام، چي خپلو نازولو ته د اصلي تعليمي اسنادو هار ور په غاړه کړي، هم د نوي دنيا د اصليت د سيالۍ توان نه لري. دا نظام په خپل ټول کليت کي جعلي او جاهل دی، ددې نظام تعليم جعلي او جاهل، ددې تعليم نصاب فرسوده او بوګس دی. دانظام، ددې تعليم او نصاب دداسي ضابطو او افکارو مجموعه ده، چي د ترقۍ او ارتقاء هر راز پکي معدوم دی. د فکري پسماندګۍ او جمود تشريح او تشهير پکي د يوازينۍ ترجيح په توګه کېږي. موږ ددې نظام د ´´اصلي´´ نه تمه نه لرو، دوي مو د ´´جعلي´´ په مسئلو کي ښکېلوي. د دې نظام د اصلي او جعلي دواړو ذهني نشوونما په يوه پېمانه او معيار ده. دلته کي په تعليم کي علم نشته، په علم کي د تهذيب عنصر نشته. دا نظام موږ ته ذهني کرپټ او ناکاره نسلونه راپيرزو کوي. تېره مياشت يو امريکي تهنک ټينک بروکنګز انسټيټيوټ په خپل تحقيقي رپورټ کي وويل، چي د پاکستان تعليمي نظام تر مدرسو زيات کرپټ دی، د شدت پسندۍ په خورولو کي دومره کردار د مدرسو نه دی څومره چي د سرکاري تعليمي نظام دی. رپورټ رښتيا په ګوته کوي. دا تعليمي نظام په لومړنۍ او هم اخيرنۍ تجزيه کي ذهنونه د عقيدوي خرمستيو په تقليدي سرخوږۍ اخته کوي، د افسانوي پسِ منظر حامل تاريخي اپروچ يې د حقيقت پسندۍ مقتل دی. چرته هم د يو داسي تحقيقي جستجو د تربيه کولو ګنجايش په ځان کي نه لري، چي د تاريخ د افسانوي خرافاتو نه دي څوک د حقايقو د غېرجانبدارانه تلاش په سفر روان کړي. يوازينۍ موخه يې يو داسي فکري جمود ته وده ورکول دي، چي پکي ټولنه له خپلې رڼا، د واقعيتونو او حقيقتونو له رڼا بې برخې پاته کېږي. ځکه خو له جديدو عالمي علمي رجحاناتو سره اشنايي ناپديد او ناپيد ده او د يو مخصوص نقطه نظر تابعداري او اطاعت ګزاري يوه مجموعي الميه ده. د هم دې مخصوص نقطه نظر په سبب پر ټولنه يکسانيت غالب دی او هيڅ فکري رنګيني او رنګارنګي نه تر ستر ګو کېږي. عامه مشاهده همداسي ده، چي د مدرسې او تعليمي ادارې د فارغ التحصيل په ذهنيت کي به څوک کوم خاص توپیر محسوس نه کړي. يوازې دومره توپير چي يو به په خبرو کي زيات عربي الفاظ استعمالوي او بل به انګرېزي ، خو په الفاظو کي چي تعليم کوم وزن، توازن، تزئين او تهذيب پېدا کوي، هغه به په خوردبين کي هم نه ښکاري. د ټولنې او علم په منځ کي يو لوی خليج او خنډ پروت دی. ټولنه پر داسي بنيادونو ولاړه ده، چي معاصرو ګواښونو ته پکي د علمي ځواب ويلو سکت او توان نشته. د بلوچستان وزير اعلی ´بېخي رښتيا خبره وکړه ´´ډګري که اصلي وي که جعلي، ډ‌ګري ډګري ده´´. د پاکستان مېډيا دا خبره مسخره کړه حالانکې دا د پاکستان د جعلي او جاهل نظام په تناظر کي تر ټولو درنه خبره ده. د عوامو لپاره اصلي يا جعلي ډګري کومه مسئله نه ده خو نن يو خندونکی کېفيت ضرور دی. پړها لکها پنجاب د جمهوري حکومت په وړاندي د خنډ ايجادولو لپاره د جعلي اسنادو مسئله راپورته کړه خو ځان يې پکي تر ټولو زيات جعلي او جاهل ثابت کړ. د پنجاب اسمبلۍ د مسلم لېګ نواز ډلي يو غړي طارق باجوه ماسټرز په ۲۰۰۲، ګريجوېشن په ۲۰۰۴ او مېټريکولېشن په ۲۰۰۷ کي کړی دی. ددې ټول سسټم ارېنجمنټ هم دومره بې قاعده او وروستو مخته دی. ´د پاکستان عدليه چي د جعلي او اصلي ډګريو په لړ کي له عوامو سره د انصاف کومه نېکه جذبه لري، دا ډېره ناوخته ده. په کوم وخت کي چي د انصاف ضرورت وي، هغه وخت اوس عوام له خودکشيو او خودکش حملو سره جوخت او بوخت تېروي.. عوام د ژوند له ستړې سره مصروف دي. همدا ژوند دلته کي دومره سخت ترين او مشکل امتحان دی، لکه د جعلي ډګريو د جاهلانو لپاره د ګريجوېشن امتحان عوام له لوږې په خپلو هډوکو خُلې لګوي، چيري کوم پلار له لوږې هم ځان او هم ماشومانو ته د زهرو ستنې لګوي، چيري کومه مور سره له ماشومانو ځان د ټرېن مخې ته غورځوي ، انصاف خاموش دی. نن مايوس غربت زده نسل له ژونده دومره نفرت کوي، څومره نفرت چي جاهل سياسي نسل له کتابونو کوي. خو کمال دا دی، چي سرمايه دار سياست د کتاب د موندلو او د تعليم حاصلولو چانس لري، خو ځان نه شي ورته ټينګولی خو غربت زده نسل چيري هم د روزګار چانس نه لري. د دوي جعلي او جاهل نظام د مکتب دروازې د سرمايې غوړې پړې طبقې ته پرانيستي دي.، خو هغوي پکي د جهالت نه ځان نه شي مينځلی ځکه چي د سرمايې په خيرو پټ جهالت انتهايي سخت جان او محکم وي. دا لکه ونه مسقيم پر خپل مقام جهالت وي. موږ د استاد او د سرمايې د حسين سټېټس تر منځ د ټينګې رشتې مشاهده لرو، عين لکه قانون چي د سرمايه دارانه سټېټس په وړاندي خپل معيار بدلوي، همداسي د تعليم د معيار کيسه ده. دلچسپه خبره دا ده، چي د نقلي نظام نقل خور پېداوار چي کله ځان ته ډګري هم نه شي پېدا کولی، نو دا به د جهالت کومه انتهاء وي؟ د دوي په فېکټري او جاګير تعليمي نظام کي دوي په داسي استحصال ځانته جعلي ډګرۍ پېدا کوي، په څومره استحصال چي دوي د محنت کش په مټو ځانته ذاتي ملکيتونه ټولوي. دا جاهل نسل يوازې ګريجويشن په جعلي لارو نه کوي بلکې آن د ډاکټرېټ تر حده دا کرپشن کوي. دايم فل او پي ايچ ډي د مقالو کچکول اوس هم د خېرات په ماخذونو ډکوي. دلته کي ټول پرورش په خېراتونو دی. د دوي د تحقيق په قوسِ قزح کي پردي ووه واړه رنګونه خو ښکاري لېکن خپل رنګ يې پکي نه وي. خپل رنګ تخليقي جري ذهن ، تحقيقي جستجو او تنقيدي جسارت غواړي، هغه دلته کي مفلوج ګرځول شوی دی. په سرکاري چاپېريال کي روزل شوی ادب د داسي بې جانه افکارو مجموعه وي، لکه بې جانه نظريه پاکستان......... د دوي کام چوري او تن اساني د ژوند په هره څانګه کي څرګنده وي. د دوي د سياست د جعلي او جاهل سټېټس اندازه هيڅ هائير ايجوکېشن کمېشن نه غواړي بلکې دا اندازه د دوي د تقرير او بيان د محبوبې مشغلې نه په اسانه لګېږي، چي په څومره فرسودګي او پسماندګي کي ولاړې ډنډ اوبه دي. په دې اوبو کي د ډبرو ويشتلو خلک دوي نه پېدا کوي. دوي قلمکاران نه کوي بلکې مقررين غواړي. د عقل، دليل او منطق نېستي چي وغوړېږي، ځای به يې جذباتيت، شدت او افسانويت نيسي. د ساينس په دنيا کي انسان له زمکې نه اسمان ته روان دی خو د پاکستان په افسانوي چاپېريال کي له اسمان نه زمکې ته د سفر زړه چاودون دی. په دې سفر کي سياست او زميني حقايق له يو او بل نه پر دومره لويه فاصله دي، لکه د ´´اسلامي ادب´´ د ناسټلجيا د تخيلاتي پسِ منظر او د اوسنۍ اسلامي دنيا د حقيقت تر منځ چي فاصله حائل ده. د خوب ديومالايي قلعې دنګې او ودانې ساتل د دې سماج روزمره شغل دی. دا سماج اوس هم داسي فکر کوي، چي ددې جعلي ډګريو د جاهل سياست په ´´شاهين´´ کي به يو وار بيا ´´جذبه مردانګي´´ او ´´قوتِ پرواز´´ پېدا شي او د اندلس د ګلستان په ښاخونو کي به د خپلو ځالو جوړولو رسم تازه کړي. دوي په دې جعلي او جاهل سماج د مغرب د ساينس د مقابلې خواهش هم لري. ځکه چي د دوي د تاريخ مطالعه دوي ته وايي، چي مغرب ساينس له مسلمانانو غلا کړی دی. د عقيدوي غېرت نه چي راتېر شو، بيا قومي غېرت دی، ´´دښمن زموږ د نېکونو د نومونو د يادولو په ويره خپل ماشومان ويدوي´´. خو ددې قومي غېرت د حامل پلار ماشوم ټوله شپه په ژړا تېروي، خوراک نه لري. داسي سماج دی، چي ذهنونه پکي په خرافاتو او چټياتو هره شېبه ډکېږي خو د خېټې ډکولو لپاره پکي څه نشته. دا جعلي او جاهل نظام له دنيا سره په تعلق کي له هر ‌‌ډول اخلاقي جواز نه بې برخې دی، دنيا ته صرف ترهګري ايکسپورټ کولی شي او له خپلو خلکو سره يې د تعلق نوعيت اوس د انتهايي درجې خودکش دی. هم دا يٍې د اوج پړاؤ دی، دا يې د جعلي او جاهل سرنوشت آخري ليکلي دي، چي له دې وروستو به بيا د بل جهان کيسه پېلېږي، ددې کيسې اتل به د جهالت په ضد جنګېدونکی انسان وي، جهالت د نور قيام او استحکام نه دی.
[email protected] - بېرته شاته