(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

په جنسي مسایلو کې د خوشال بابا تجربې ...

په جنسي مسایلو کې د خوشال بابا تجربې، يادوني او لار ښوونې وايي چې "په اوبو كې مخ پورته تګ قوت او جراْت غواړي او د اوبو له جريان سره موافق تګ مړه كبان هم كولى شي" مانا دا چې د وخت د نابرابريو، ظلمونو او نارواوو په وړاندې د اعتراض غږ پورته كول او هغه غندل قوت او زړورتيا غواړي او برعكس يې په روانو اوبو كې د مړو كبانو موافق تګ ته ورته دى. دا د ټولنيز ژوند د ناانډوليو او بې عدالتيو لپاره له طبيعت څخه يوه ژوندۍ بېلګه وه، خو د انساني ژوند په نورو اړخونو كې هم داسې ډېر څه شته، چې هر څوك يې د بيان او ليكنې لپاره منطقي دلايل او زړورتيا نه لري. دغه ناويلې خبرې د ښځې او نارينه يا ښځې او مېړه د كورني، جنسي او عشقي ژوند ځينې داسې كيسې او پېښې دي، چې هغه د چا بزرګ خبره، د شپې هر څوك ډارېږي خو څوك يې وايي او څوك يې نه. خو د پښتو ادب پلار ستر خوشال بابا په خپلو ويناوو، ښوونيزو پندونو او شعرونو كې د جنسي مسايلو په اړه ډېر زړور او رښتينى غږېدلى او په دې اړه يې نورو ته ډېر ګټور نصيحتونه او مسايل وړاندې كړي چې تر دا مهاله هم پخواني او هم اوسني ليكوال او شاعران ددغه ډول ارزښتمنو ويناوو له بيان او اظهار څخه عاجز وو او دي. د بابا له كتابونو او ويناوو دا ډېر ښه څرګندېږي چې د ژوند په ډېرو بېلابېلو خواوو كې يې پوره پوره تجربه لرله، د خانۍ او سوداګرۍ ژوند يې تېر كړى. له پلار نيكه څخه خان او سردار پاتې شوى لكه چې وايي: به اّباوو په اجداد خان و سردار يم كارنامــــې لــــرم د جنګ او د جدال د خان بابا په اړه ډول ډول اقوال موجود دي. دده د )26( زامنو او له )20( زياتو ښځو او د ګڼ شمېر وينځو يادونه هم شوې او د يوه فوق العاده استعداد په لرلو كې خو يې هېڅ "خو" نه شته، ليكلي كتابونه يې هم زما د اورېدو له مخې تر )250( پورته ښودل شوي. د څو اتيا كالو په شاوخوا عمر كې يې ژوند كړى. دده له ويناوو او شعرونو ډېر ښه څرګندېږي، چې ډېر ينده، عشقي، ښكلا پالونكى او ښكلا خوښوونكى و او په جنسي تعلقاتو او مساېلو كې د عملي او نظري خوا ډېرې لوړې تجربې خاوند و. دى د شعر په ژبه د جنسي لارښوونو لپاره ګڼ شمېر شعرونه لري؛ چې دلته يې يواځې يو څو بيتونه د بېلګې لپاره وړاندې كوم: په هفته كې صحبت يو ځله بايده دى كه هر څو نورباندې عشق وي زورور د صحبت په كار كې ډېر فكر بايده دى څورب اّس شي په يوه ګوزار ډنګر د زړې ښځې صحبت دى لكه زهر هر سړى دې ځنې وكاندي حذر د هغې ښځې صحبت لكه دارو دى چې يې لور نه وي زوولې يا پسر كه دې لاس په بكره بر شي پرې يې مه ږده كه دې ځاى شي په هغه جهان سقر د مخ رنګ تازه كوي صحبت د بكرې وركوي سستي د تن درد، د كمر بابا د خپلو ټولو جنسي كړنو او تجربو د اعتراف ترڅنګ خپله هم په دغه كار كې دومره پرمخ تللى، چې د نورو ډېرو له وسه پوره لېرې او اخوا كار دى، خو بيا هم نورو ته د جنسي لوبغاړيو د زيان او تاوان په اړه داسې يوه نادره وينا هم لري: د شهوت په نغوته مه ځه شهوت اور دى پــــــه دا اور د ډېرو سوي دي كــــــــــورونه يا: د صحبت په كار كې ډېر فكر بايده دى لــــــه صحبته پيــــــدا كــــــېږي خير و شر د بابا د ويناوو او شعرونو نه دا ډېر ښه څرګندېږي چې په نفسي او جنسي خواهشاتو ډېر مئين و سره له دې چې د عملي كار پر زيانونو يې هم ښه خبر و، خو بيا هم پر زړه يې ارمان نه دى پرېښودى او څه چې يې زړه غوښتي، هغه يې ترسره كړي. لكه چې وايي: زه د )...( د لاسه چا ووته فرياد كړم لمونځ زما له لاسه وځي چې )...( ياد كړم په درست كال به مخ ناولې )...( ته پروت وم په حېرت شم چې په ياد هغه فساد كړم كله لس كله زيات كم كله تر شلو د دخول ويل و چا ووته تعداد كړم خو ددغو ټولو كارنامو او يادنامو سره سره بيا هم بابا وايي، چې: د زړه مينه يــــې پــه ښكلو ماته نه كړه خو ار خوشال به د دنيا نه دا ارمان وړي يا: كــــــــــه هــــــزار كالــــــه شېخي كوي خوشاله چې ښه ښكلى درنږدې شي خوله يې ښكل كړه ارواښاد استاد محمد صديق روهي د بابا په اړه د هغه د كلياتو د دويم ټوك په سريزه كې ليكي: "خوشال د پښتنو دپاره يو اخلاقي ايډيال ګڼل كېږي. خان د لمونځ، اودس او روژې ډېر پابند و. ډېر رښتينى صاف ګو سړى و، اګر كه جنسي جذبات پرې ډېر غالب وو خو د هغو د تسكين دپاره يې ناجاېزه طريقې نه وې استعمال كړې. په حرم كې يې وينځې هم وې، خو ددې دپاره د هغې زمانې د معاشرت حالات ذمه وار وو. خان ډېر تورزن، شجاع او خودداره سړى و او همداراز په كتاب، سرود او ښاېست ډېر مئين و". د جنسي كارنامو په اړه چې خان بابا خپلې كومې يادونې او كيسې كړي، د هغوى د لا روښانتيا لپاره دا هم وايي: له پرديو مې توبه واړه په خپلو د ځوانيه حال به هم درته په ياد كړم چې ملا به بانګ نماز وى ما به .... د روژې په ښه ثواب به يې ناښاد كړم ورځ و شپه راته مخ څټ وې لس پنځلس ګول مگګول ويل لږ نه دي چې يې ياد كړم بابا چې د ځوانۍ د لېونتوب په وخت كې د جنسي، عشقي او نورو خوند اخيستنو په اړه څه كړي هغه هم د نورو د هغو سره ډېرې ژورې او جوتې بېلوونې لري، خو په پيرۍ او بوډاتوب كې هم ورپسې ډېر ځوانان او په تېره اوسمهال ځوان كهول نه شي رسېدى، خو د ځوانانو ياد او حال هم له خيال و انده نه باسي او وايي: زه چې زوړ يم دا مې حال دى د ځوانانو به څه حال وي درسته شپه د )...( دلاسه درازي په ما مهال وي ورځ و شپه مې دا فكرونه كه واده مې كال په كال وي تر اووياو كالو تېر شوم واويلا مې ښه جمال وي نوره خپله ليكنه رانغاړم خو ټولو كشرانو لوستونكيو ته يوه خبره كول اړينه ګڼم او هغه دا چې كه د خان بابا د عاشقانه نظرياتو او تجربو نه د ګټې او خوند اخيستنې سره مينه لرئ، نو د هغه ټول كتابونه لږ تر لږه يو ځل خامخا ولولئ، خو په ځانګړي ډول يې د شعرونو دويم ټوك له ياده مه باسئ. ددې ليكنې د ښې پاى لپاره د بابا د يو ښكلي شعر څو بيتونه رااخلو، چې د يوې ښې او نامي ښځې بېلابېل صفتونه پكې بيان شوي: ښځه ښكلې ښاېسته پاكيزه بويه چې يې پلار نيكه له ځايه معتبر شرمناكه پرده پوښه دلاوره اراسته په عقل و هوښ په ښه هنر نه وهمي نه وسواسي نه بدمعاشه نه يې مينه په دنيا نه زر زيور تر مېرمنې وينځه ښه ده په ښه خوى كې نه مېرمن چې نه يې خوى وي نه بشر كه دا هسې محبوبه په لاس كېوځي له وجوده يې پيدا شي ښه بشر کونړ غـږ مـجـله Kunar Ghag - بېرته شاته