(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دلایق طنزیه شعرونه ( ۳ او ۴ مه برخه)

لیک: پوهنمل محمودنظری سلیمان لایق دهیواپه بدو حالاتو کې خپلې اندېښنې بیانوي کله هم دااندېښتې دزړه له خوږه د هجوي په ویلو تمامیږی هغه خپلو سیاسی مخالفینو ته ؛ د بل په امر ملایانو او مذهبي مشرانو ته ؛ د انقلاب نا پوه مشرانو ته او باالاخره نا پوه پښتنو ته خطاب کوي د هغو بد کړه غندی او ان کله کله له درده سپوری او ستغی ورته وایي. هغه د زړو فکرو ملا یانو سره جوړ نه دی هغه ملایان غندی. هغه پښتو او پښتونواله مطرح کوی لومړی نصیحت کوی بیا یي ان په ډبره ولی او هغوی پښتو پښتونولی ته هڅوي چې د هیواد په حالاتو سوچ وکړی. هغه وايي د ملایانو د مخنیوی لپاره هر چیری ولاړم اخیر ناچاره بیرته ملا ته کیناستم. عقل همت می له چا ونه لیده په بیار ته راغلم ناست یم ملا ته هغه د پښتون یو لوی عیب پیسه پرستي بولې هغه د طلا او پیسو داسی تعریف کوي. د اطلا چې هر سړی يې په ارمان دی دا قاتل د شرافت او د وجدان دی فلز نه دی استبداد دی تجاوز دی د انسان په عواطفو کي شیطان دی هغه د ډیرو مذهبی او کامی مشرانو بی علمی غندی وايي: ډیر مشران دي په صغارت کې ډیر عالمان دي په جهالت کې دا په ظاهره په نفلو بوخت دي ډیر زاهدان دي په ضلالت کې هغه داسې پښتانه غندي، چې ننګ نه لري، هغه وایي چې پښتون بې ننګه شي بیا په پستي که څوک نه پسې رسیږي. افغان چې زخم د نام د ننګ شي غیرت یې مړ شي هوډ یې تمام شي هر اجنبي ته تر سپیو سپی شي د هر پر یوتي غلام غلام شي هغه د پیسه پرستو ناروغانو د ظاهری ژوند چې ټوله ورځ د پیسو په راټولولو اخته دی په هکله وايي هغوی درمان نه لری وايي ان که مسیحایې درملنې ته راشي هغه به لا د پیسو ټولولو په سوچ کې واچوی. احساس می غلی شوی د ماڼیو په اړ خوکې ایمان مې خیرن شوی په درواغو سلامو کې بی خونده، بی مزې شوم، په چوکیو په میزو کې پښتو می ورکه کړي ژوند په دې خلکو په سړو کې اورونه دی سوځل کړی په موتړو په قصروکي ګران شوی ماته ژوند په دې خلکو په سړو کې هستی تللی یو د خپل ځان په غمو کی د پیسو په تموج او توفانو کی که انفاس د مسیحا راشی علاج ته مبتلا به شی په فکر د پیسو کۍ هغه د بد خلکو د پيژندولو لپاره یو چو کات جوړوی او په طنز وایي: يو چې ډېر خوري سوګندونه بل چې ډېر کاندي پورونه اشنايي ورسره مه کړه دابې پته دي خويونه هغه ددوښمنانو له دسیسو څخه هم پرده پورته کوي چې څرنګه په پښتنو کې د نفاق زڼي کری ، دسیموو، ژبو او مذهبی توپیرونه اور ته لمن وهي. ويشي زموږ خلك د دښمن په اكو بكو د ذهن په تياره كې په پښتون او په تاجكو د غرونو هزاره او پشيان شماري په وركو د دښتو بلوڅان او تركمنان په لادركو ازبك او نورستان ته يې دم يښى دى دوركې په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې دا څنګه منور دى په سيمو، مذهبونو،ژبنيو توپيرونو راكاږي توره كرښه په وحدت كې د قومونو تبعيص رواجوي په يوه سرود كې د سازونو په باغ كې نفاق اچوي په منځ كې د ګلونو وهي په دېوالو د لمر په خونه كې ګاپكې په تشه ككرۍ كې يې څه نشته بې له كركې دا څنګه منور دى هغه دخان او خانی حالت په هیواد کې غندی او وایي: کوم ملت چی خرد خان وی ملت نه دی چی د خپل قوت نادان وی ملت نه دی چی د نورو له ویالې څخه ویرېږی او غافل دخپل توفان وی ملت ندی هغه افغانانو ته په نصیحت وایې ټول عمر دی عبث تیرشو بېله دې چې یو ښه کار دی هم خپل خوار ملت ته کړی وي. هلکتوب په لوست او لیک کې درنه تیر شو په ځوانی کې حرص ومال درنه چاپير شو په زړښت کې سمه شمه د سهار يې څوک چی زوړ شو ناتوان، چی مړ شو هیر شو هغه بیا هم ناکامه انقلاب غندی د هغه مشران چې خپله هم یو له هغو څخه دی بې اودسه ملایان بولي او وایي: دا موټری، دا باغونه او قصرونه دا په وینو آباد شوی تعمیرونه دا به وسپړلی یوه ورځ د خلکو مخکی د چا غلا دچا تیرید چا ظلمونه انقلاب یووړه زموږ سرونه ادا یې نه کړه زموږ هوډونه چې بې اودسه ملا اما م شو نه منل کیږي کړي مونځونه ۴ مه برخه زه په جګ آخورکې دچا نه خورمه وربشي نه دچا خرکیږم د بارونو نه کچر زه که د چا خرشمه پښتو به شرمنده شي ناړي به راتوکړی په سپين مخ باندې هنر هغه د ښځو تاریخ ته یوه کتنه کوی اوپه طنز د هغې له خولې وایي: زه په ټول تاریخ کي ملعبه ستا د شهوت ومه یا یوه تحفه د ستمګرو د رضا کله چې به خرڅه شوم نانزکه کنیزکه وم پښې به می شوی ماتې د هر ظالم ته په نڅا هغه په طنز وایي که زه یا انقلاب نه واي د ا د هیواد ریاکاره دښمنان به چا رسوا کول : دا چي ناڅي د پنجاب و تورو ډلو ته د افغان په دښمنۍ باندي ترټل چا دا ناولي د جنت ټېکه داران به په پلورلو د وطن باندي نيول چا چا سوګند ته کښېنول د خدای په کورکي داکافر مسلمانان به لوڅول چا چا به ميږي خلاصولې له لېوانو د داړونکو اوربوزنو به ځپل چا سور قاتل او تور ملا وطن تلاقه د انصاف پاکه تله کي تلل چا درواغجن وطن پلورنکي مشران به ناخبره ولسونو ته ښودل چا دهغه ډیر طنزونه له یو عمومی سطحي څخه د ډیرو جذباتي کیدو په اثر شخصی سطحی ته کاږل شوی دی یا دا چې دهغه چاپیریال هغه اړ ایستی چې ټینګ توري وکاروي ځکه دخان ښکنځل هم نصیحت وی نو ځکه هغه د غټ کونی، تور کونی حرموني کنايې په زغرده کاروي . د هغه په شعرونو کې لکه سعدی او مولانا او خوشحال خان خټک د انساني غړو نومونه اخلي لکه تیونه، کونه ... که څه د انسانی غړو نومونه اخیستل په نورو ژبو کې چندان عیب نه ګڼل کیږی خو په پښتني کلتور کې دانسان دتناسلی اندامونه نومونه،درکیکو کلماتو او ښکنځلو پر خوله راوړل او دهغو لیکل بې ادبي بولي، خو په ورځنیو خبرو کې دا داسی کلمې ډیر کارول کیږی. دغسې شعرونه ته په ادبیاتو کې هزلونه وایي چې جنسی هزلونه په دوو برخو ویشلی شو لکه: پورنو ګرافیک او اروتیک . پورنو ګرافی هزلونه یوازې د انسان د هڅولو لپاره ویل کیږی چې کومه هنری ښکلا نه لري اروتیکی هزلونه نه یوازې دا چې جنسی هڅونه لري بلکه ښکلایز ارزښت هم لري چې د هنر په ډګر کې راځي او جنسی ټکي او موخه يې د شعر اصلي مضمون نه جوړوي. اروتیک ادبیات په ټولو کلتورونوکې لیدل کیږي دسلیمان لایق د شعرونو یوه بله برخه هزلونه او ټوکې جوړوي . دا د سلیمان لایق د هزلونه څو بېلګې : ده په دوو تیو لګولی وی منګولی پښې يي قمار کې هم جنت او هم ثواب زه به دخپل زړه بلبل راضی کمه چی راشی خیرکه په سینه باندی دی رپي دوه بازان ماوی په سپنه دی دوه کوترې دی رپیږی پرې مې ږده چي لوبم پې دی دوو کو ترو زه ورانه له خندا شوه وې يې: نه نه نه نه نه څوکې به درنکړم ددې دوو وزرو زه یا ظالمان همیشه خوری د مظلوم غوښې په کمزور د زورور منګولی خښې لرګبه ووی له غضبه خوټې راکه دامی بس دی خزانی ځانته بسیا که غریبګوټی وی توبه می لهدی ګټو چې تر خوټو پوری ډوب شومه په خوټو دده خوټي هم د نورو سره ولاړی دده خوټي هم ورسره ولاړی سپره پاتې شو غموته جینګی داری یوه بله بېلګه: تا خلاصی کړی د نجونو ټنۍ تا له چا ایستی د ایستلو جامي؟ چاچي پټ کړی په شوخۍ کې بدن تايي چیرلی د چیرولو جامي؟ یا کله دی شین کمیس په سپینو پښو چیری لیدلی چې ښوییږی پسی؟ له زنګنو تر ښکلو تیو پوری ورو ورو ځوځیږی او لوڅیږی پسي یا تا په سینه باندی داغونه ايښی چا د ګرموپېدونکو تیو؟ تا يي رودلی دی د نارو څوکي ته يي مست سوی يې په سپینو میو د هغه څو ټوقیز شعرونه: د تور کمېس له سپخېدلی د زره دنجل پوستکی تخنولی نه يي تاچی د حسن لوټماری کوله هغي په غلاباندی نیویلی نه يي؟ یا نجونو ما پریږدی چې رسوا کیږم نوی عاشق یم بی حیا کیږم ماله دی ګرمو شونډو نه ساتی له واکه وزم بی پروا کېږم دا هغه د نصیحتونو یوه بېلګه: پخپله هو چې څوک باوري وی مټ او چمبه یې دا زمري وی چې هویې نه وي لیري تري ګرزه که «باختري» وي که «خاوري» وی دا لیکنه د هغه په دې مدحه شعر پای ته رسوم چې د ځان په هکله وايي: زه د بلبلانو او ګلانو شاعر نه یمه ماسره د شپو ورځو کاروان په خوځېدو دی دا نړي به مسته د شرابو په نغمو کمه دومره که تسل شم چې افغان په خوځېدو دی اخځونه: Sporghay.com-1 Rohella-pashto-forum.com-2 Payamewatan.com-3 - بېرته شاته