(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

دشعر اونثر په اړوند راولاړې پوښتني اوپه هغو ...

دشعر اونثر په اړوند راولاړې پوښتني اوپه هغو يو څو خبرې
دمحمد اکبر کرګر لیکنه پوښتنې اوطرحې : شعر ډير دى ٠٠ شعر بس دې نور بايد نثر وليكو ٠٠ شعر په پښتو كې ډير شوى دى ٠٠٠ موږ نثر ته اړتيا لرو ٠٠٠ نثر بايد عام شي ٠٠٠ علمې اوفلسفي اثار په نثر وي اوموږ پوهې اومالوماتو ته اړتيا لرو ؟ شعر په در د نه خورې ؟ شعر دبيكارو خلكو كار دى ٠ اوداسې نورې خبرې ٠٠٠ شعر اودپښتو ژبې ظرفيت : تاريخي پس منظر : دلوى استاد حبيبي دڅيړنو له مخې له اسلام څخه دمخه دوروڅخه يو يا څو شعرونه تر لاسه شوي دي ٠ خو ډير لرغونې اوپخواني شعري اثار ددويمي هجري پيړۍ پوري مربوط دى ٠ له هغه وخته تر اوسه په زرگونو شاعران اوناظمان په پښتو ادب كې را څرگند شوي دي ٠ په نثر كې هم قافيه وال يا مسجع نثر كښلي اورا پاتې دى ٠ دحبيب الله رفيع په قول دپښتو لرغونې ترانې اوسرودونه دشرقي ژبو سره ورته والي لري رفيع صيب دغه ترانې اوسرودونه (نه يوازې دپښتو دشعر ټولي برخې ) دلرغونو اريايي سرودونو پورې مربوطې بولې ٠ او دمعاصر ادب يا ليكلي ادب سره دلرغوني ادب داتصال كړۍ يې بولي ٠ دپښتو شعرونو ځينې شكلونه دخپل شكلي جوړښت له مخي په نورو ژبو كې نه ليدل كيږي ٠ اوكه په ځينو هندې ژبو لكه هندكو كې پيدا شي نو له پښتو څخه يې اخيستي دي ٠ دغه ډول اشعار شفاهي جنبه لري ٠ زلمى هيواد مل له اسلامي دور څخه دمخه دپښتو شعر په باب ليكي : ديونانو باختري شاهي كورنۍ چې په هند كې پادشاهۍ ته رسيدلي وه دمناندر په نوم ياديده چې له ميلاد څخه دمخه په دويمه پيړې كې وه ٠ مناندر دنورو يونانو باختري شاهانو په نسبت دهندي رسومو سره زياته اشنايي درلوده په هندي رواياتو كې دملنده په نوم يادشوى دى دغه پادشاه دمختلفو مسايلو په اړوند له عالمانو اومذهبي مشرانو سره خبرې اترې كولي ٠ چې داخبرې اترې يا مباحثات د(( ملنده پڼهو )) په نوم ياديږي ٠ څيړونكي په دې باور دي چې ددې كتاب اصلي متن په پښتو كې دى چې البته دغه متن اوس لادركه د ى خو پالي ترجمه يې شته٠ هيوادمل د ملهوترابتراسنګ په قول ليكي : چې دهند دراجستان په ايالت كې په يوه معبد يامندر كې داشعارو يوه ټولگه ترلاسه شوي ده چې په پښتو ژبه ده يا يوه برخه يې په پښتو ده ٠ هيوادمل دنوموړی له قوله ليكي چې ددې شعرونو خط په دوناگري كې دى اوجوړښت يې پښتو لنډيو ته ورته دى اومحتوى يې دوعاييه ده . زموږ ادبي ميراث : له پورتنيو ټكو څخه هدف دادى چې پښتو ژبه ددې ظرفيت لري چې دژوند اړوند مطالب څه كه مذهبي وي ٬ علمي وي اوكه فلسفي په خوندور اوپه زړه پور اندا زكې وړاندې كړي ٠ چې په دې ترتيب دشعر اوموزون كلام بڼه غوره كوي ٠ دپښتو ژبې له دى تاريخي پس منظر نه چې تير شو نو ليدلاى شو چې داژبه دخپل ژبنيز جوړښت له مخې ددی وړتیا لري چې مطالب اوپيغام په ښه اوخوندوره اوموزون بڼه ارايه كړي ٠ لكه چې دمخه مو وويل پښتو په لرغوني ماضي كي دسرودونو اوترانو ژبه وه اودا ځانگړنه يې اوس هم څرگنده ده ٠ چی لنډۍ يا ټپه يې ښه مثال دى ٠ دایوه بیلګه بس ده چې هر پښتون اوهری پښتنې ته دشاعر خطاب وشي ٠ ځكه هر يو ويونكى يې جوړولي شي ٠ له دې خبرو داسې نتيجه هم اخيستلاى شو چې پښتو ژبې ويونكې دشعر ويلو ښه استعداد لري ٠ اوهر يو كولي شي شعر ووايي ٠ په تاريخې لحاظ زموږ ادبيات شعري ادبيات دي اوزموږ فرهنگي ميراث هم په شعر ولاړ دى نه په نثر ٠ له بلې خوا دپښتو ليكنى ادب چې له روښانيانو راوروسته يې وڅيړو ٬ گورو چې دعرفاني ٬تصوفي ٬ فلسفي اوټولنيزو پيغامونو اودرسونو دانتقال له پاره هم شعر يو بستر و ٬ كه په دغو دورانونو كې نثر هم ليكل شوي دى ٬ هغه هم په موزون ډول و او دكلام اومقصد دښې ارايي له پاره غوره شوى دى ٠ لكه بايزيد روښان ٬ يا پير روښان خپل ستر شاهكار خيرالبيان په څو ژبو اوپه پښتو كې په تيره مسجع نثر كښلى دى اودسوره رحمان سبك يې تعقيب كړى دى ٠ (مرگ به ورشي وسړي وته ننگهان ٬نشته په دونيا كې دسړي تر تله مقام ٠ ) همدارنگه دپير روښان مخالف اخوند درويزه هم دمذهبي اوشرعې اصولو دبيان له پاره خپل اثر په مسجع يا موزون نثر كښلى دى ٠ چې په خپل وخت كې زړه راكښوونكى دى ٠ خداى بخښلي پوهاند استاد مجروح هم دا عنعنه ساتلي ده اودپښتو ژبې له دې ځانگړنې نه په گټه اخيستنې يې خپل فلسفي اوسايكالوجيك اثر (( ځانځاني ښامار )) په مسجع نثر يا موزون نثر كښلى دى ٠ استاد رشاد مرحوم دخيرالبيان نثر شعر ته ورته يا شعر بولي ٠ اوپه دې برخه كې يې يوه كره څيړنه كړې ده ٠ په دې برخه كې بايد موږ دنظم اوشعر توپير وكړو كوم چې په معاصرو ادبياتو كې ډير برجسته دى اوپخوا دومره دپام وړ نه و ٠ دخوشال شعر دمغلو سره دپښتنو دمبارزو اومعركو هنداره ده ٬ هغه حماسي مضمون لري اوټولنيز اصلاحي مضمون هم لري ٠ (لكه سواتنامه ) خوشال بابا په خپلو اثارو كه په تيره په سواتنامه كې څومره چې دنظم اوشعر په ژبه دمغلو گوډاگيان اونوكران غندي اودهغو مذهبي ضد څيره په ډاگه كوي مبالغه به نه وي چې دنن ناثران هم دا كار نه كوي ٠ حميد٬ رحمان بابا ٬كاظم خان شيدا ٬ اشرف خان هجري اونور اونور تر غني خان او حمزه بابا پورې دا ټول دپښتو ژبې اوادب مشعل داران دي ٠ كه پښتو څه لري نو هم دا هستي ده ٠ *** ولې له شعر سره مخالفت كيږي : لومړى تر هر څه بايد ووايم چې له شعر نه زموږ هدف په دې ټول بحث كې شعر دى نه اوتې بوتې ۔ دا څه اوسنئ خبره نه ده ٬ په لويديځو ټولنو كې چې كله دسود اوپانگي وده پر مخ لاړه اودسود اوگټې را ټولولو بازار گرم شو ٬ پانگوالي مناسباتو يا دپانگې سالارانو تر هر چا زيات دشعر اوهنر سره مخالفت كاوه په هغه وخت كې ماركس په جدې توگه دشعر په پلوئ ليكنې وكړي اودپانگه والو دا ځانگړنه چې شعر اوهنر ته يې په بې ارزښتي كتل انتقاد وكړ٠ دپانگه والو په باور شعر تخيل اودخيالاتو روزنه بې ځايه كار دى ٠ خو ځينو منتقدينو دغه ارزښتونه دانسانيت سره موازې بلل ٠ اوله هغو يې دفاع كوله ٠ پانگواله ټولنه له هنر سره دومره ښه مناسابت نه لري ٬ اوپه خاصه توگه شعر دخپلی گټې اخيستونكي مزاج مطابق دومره په زړه پوري نه بولي ٠ بلكي هغه دورځينۍ گټې په لټه كي ده ددغه پانگوالی طبقي يا ډلي په نظر ارمان يې ښه نه ايسې اوروښانه ټولنيز ى هيلې دهغو په باور سره بې ځايه اوبې مورده تخييلات دي ٠ خو ددې ضد كسان هنر ته ارزښت وركوي ٠ خو په خپله په لويديځ كې لكه دختيز په څير : په ختيز كې په اسلامي فرقو لكه اسماعيليه صوفيه ٬ حروفيه اونورو كې شعر دافكارو دارايي اوڅرگندونې له پاره وسيله وه ٠ ناصر خسرو ستر اثار هست كړل ٠ په لويديځ كې هم په معاصر دوران كې ځينو فلاسفه وو خپل پيچلي افكار دشعر اوهنري اثارو له لارې لكه درامه اونورو ژانرونو له لاري وړاندې كړل ٠ نو كيداى شي زموږ ځينې كسان چې كله يې له شعر نه بدې ايسې په دې خاطر به هم وي چې دانسانيت په مقياس به زيات دسود وزيان درنې تلي ته گوري ٠ كومه چې اوس يې په افغانستان كې هم پله درنه ده ٠ شعر كه نظم : په پښتو ادبياتو كې په عامو بحثونو كې تر زياته حده دشعر اونظم توپير نه كيږي ٬ شعر ته نظم اونظم ته شعر ويل كيږي ٠ خو په معاصرو څيړنو كې ددې دواړو ترمنځ يوه پنډه ليكه ايستل شوي ده ٠ شعر دانسان له روح اوحواسو اواكر سره زيات تړاو لري په داسې حال چې نظم اونثر دتعقل اواستدلال اوتفكر سره ٠ په دې اساس نن ورځ يوازې دقافيي اووزن له مخې شعر نه پيژندل كيږي ٠ نن دقافيي ديوالونه لكه دباستيل نړيدلي دي ٠ كله چې په شعر خبرې كوو ٬ درومن رولان خبره چې په ژان كرستف كې دغه ډول شعرونه دپرتوگاښي شعرونو په نوم يادوي٬ را ياديږي ٠ پخوا كلونو كې چې به پښتو ضد عناصرو دپښتو په شعر ملنډې وهلې نو ويل به يې : شعر پشتو چيست ؟ يعني اينكه چند سطر را به پنسل بنويس ٬ دربين ان پنسل پاك كش كن ٬ شعر پشتو است ٠ كه نن څوك دپښتو شعر نفي كوي نو زما په باور له پورته وينا يو غير مستقيم تاييد كوي ٠ دنن ورځې دپښتو شعر جوړښت چې لا پخوا يي هم دياغي پښتون په څير دكلاسيكو عروضو په پنجرو كې نه و نښتي اودسيلابونو اوڅپو پر سر اوښته اوپه خپله لار تللو خپله رنگيني يې ساتلې ده ٠په پښتون فرهنگ كې دواړه هم نثر اوهم شعر خپل خپل ځاى لري هيڅكله يو بل نه شي نفې كولاى ٠ اونه خو يو دبل ځاى نيولاى شي ٠ دزمان ٬ وخت اوشرايطو غوښتنه : بله مساله داده چې د شعر اونثرپه وده اوتكامل كې دټولنيزو اواقتصادي شرايطو رول هم ډير اساسي دى ٠ په دې مانا چې زمان اووختونه نوى غوښتنې مطرح كوي ٬ اوددې دواړو ډولونو وده اوتكامل ددغه غوښتنو پر بنياد هم وده كوي ٠ دمثال په توگه : په شلمه پيړئ كې په افغانستان كې چې دپښتو ژبې ودې اوپرمختگ ته ټولنيز اوفرهنگي شرايط نسبتا اماده شول نو دشعر په خوا كې نثر هم وده وكړه ٠ دښوونى اوروزنې وزارت ٬ تعليمي نصاب كې پښتو ځاى درلود ٬ پښتو ټولنې دپښتو دپرمختيا اوودې ادارې راديو افغانستان ٬ اونورو ادارو كې پښتو شعر نه بلكې دنثر ليكلو اړتيا ډيره محسوسه وه ٠ دپښتو ستر ليكوالان چې دپنځو ستورو په نوم هم ياديږي لكه استاد حبيبي ٬ استاد بينوا ٬ گل پاچا الفت ٬ قيام الدين خادم ٬ پوهاند رشتين ٬ استاد رشاد ٬ استاد روهي ٬ ابراهيم عطايي ٬ حسن كاكړ استاد زيار ٬ حبيب ا لله رفيع دمهمو تاريخې اوڅيړنيزو كتابونوپه كښلو اوچاپ سره پښتو را ژوندئ كړه وروسته دې كارونو په پوهنتون كې دوام وكړ ٠ دتعليمي اوميديايي انگيزو دايجاد سره په موازاتو كې دپښتو نثر هم وده وكړه ٠ خو په پښتونخوا كې دا انگيزه نه وه دا ځكه چې هلته پښتو ددفتر اوښوونځي ژبه نه وه ٬ يوازې دافغانستان دجنگ په كلونو كې دپښتونخوا گورنر جنرال فضل الحق پښتو په اولسي ښوونځيو كې تر پنځم ټولگي پوري شامله كړه ٠ له دې پرته په پښتونخوا كې پښتو نثرته په نا منظم ډول دشخصي كتاب پلورنځيو اواشخاصو له خوا پاملرنه كيدله نه ددولتي موسساتو له خوا همدا سبب و چې په پښتونخوا كې دشعر تله درنه وه اوهلته خوشالخاني اوغني خاني ميراث ته ډيره پاملرنه كيدله ٠ نن ورځ حالات بدل شويدي ٠ نن ورځ دانترنيت ٬ رسنيو ٬ راديو گانو ٬ تلويزويونو بازار گرم دى اوله بلي خوا په نړيواله كچه پښتو ديوه داسې ليوني اولس ژبه ده چې كه دا اولس ارام و ٬ دونيا به ورسره ارامه وي اوكه نارامه وو نو دونيا به هم نارامه وي همدا سبب دى چې په ختيز اولويديز كې پښتو زده كړه اوپه هغې پوهيدنه اوس دورځې يو مضمون دى ٠ بايد هڅه وكړو چې له دې موقع څخه دپښتو دودې دشعر اونثر دودې له پاره گټه واخلو ٠ په ډیر درنښت : اکبر کرګر - بېرته شاته