(که سپوره وي که پوره وي نو په شریکه به وي (باچاخان)

د کانکور اړوند یو بل تریخ واقعیت

لیک: ډاکټر محمد فريد بزګر په تير کال کانکور ازموينه کې د کونړ ولايت څخه يوازې يو کس کامياب شوی وو، او هغه هم د کونړ دارالمعلمين ته، نور ټول د کانکور په اعلان شوو نتيجو کې بې نتيجې ليکل شوي وو، که څه هم د ځينو يي نومرې لوړې هم وې. ما ته يو قسم سوال پيدا شو چې څرنګه کيدای شي چې د کونړ د زده کړې سويه دې دومره راټيټه وي، په داسې حال کې چې د کونړ په څنګ کې د بدخشان ولایت د کانکور د کاميابیانو شمير زرګونو ته رسيده. زه دې لوی توپیر په فکر کې کړم. يو وخت مې اوريدلي وو چې د کانکور د نتيجې د کتلو سافټ وير (Software) په ايران کې جوړ شوي دي، نو کيدای شي چې هغوي کومه طريقه په لاره اچولي وي چې د پښتون ميشتو سيمو نومونو په حس کولو دې د هغوي نومرې ښکته وښي. څو مياشتې مخکې چې مې له کونړ څخه راغلي د يو ښوونځي له مسوول سره دا خبره شريکه کړه چې ولې سږکال د کانکور نتيجه داسې خرابه وه، ويي ويل چې ټوله نتيجه غلطه وه، ځکه ډیر زده کوونکي چې په ځان ډاډه وو، چې حتماً بريالي کيږي هم خرابې نتيجې درلودې. ځينې يي کابل ته راغلل چې خپلې پارچې راوباسې خو چا ورله مخه نه ورکوله، چې بلاخره يي په ولسې جرګې کې د کونړ د يو نماينده (ښاغلي شجاع الملک جلاله) په وسیله د ۱۳ کسانو د کانکور ازموينې پارچې راوويستلې چې ټولو خورا لوړې نومرې وړې وي، او ۱۳ واړه کامياب وو، کله چې له مسوولينو د دوی د بې نتيجه اعلانيدو په اړه پوښتنه وشو، ورته وويل شو چې دا د کمپيوټر غلطي وه!!! دا څرنګه امکان لري؟ که داسې وي نو بيا بايد د ټولو پښتون ميشتو ولايتونو نتیجې له سره وکتل شي، په دې بدبختو خلکو خو له يو طرفه د جنګ اور بل شوی دی، هغوی چې يی د کانکور ازموينې ته لاسرسی پيدا کوي د هغوي سره بيا کمپيوټر دښمنې پیل کوي، دا خورا جدي موضوع ده چې څيړنې او تحقيق ته اړتيا لري. هيله ده هغوي چې څه يي له لاسه کيږي يو څه وکړي. زما په اند د کانکور د ازموينې په ورقو کې د ولايت ليکل بې ضرورته دي، ځکه زده کوونکو ته د ولايت په حساب په پوهنتون او پوهنځيو کې د زده کړې امکانات نه ورکول کيږي، د ازموينې په پاڼه کې نوم، د پلار نوم د نيکه نوم، او پيژند نمبر (ID number) ليکل کيږي او همدغومره معلومات کفایت کوي، د دې په څنګ کې د تذکرې د صکوکو شميره هم کيدای شي ورزياته شي، څرنګه چې که په دې ازموينو کې بیا د ولایت نوم وليکل شي، بيا به دغه ستونزه رامنځ ته کړي. ځکه کمپيوټر چې هر څنګه پوه کړای شي، هماغسې کوي. Source: dawatfreemedia.org - بېرته شاته